The news is by your side.

د شاه غازي امان الله خان انقلابي اقدامات د هغه د واکمنۍ په لومړيو ورځو کې

0

ليکوال: پوهاند کانديد اکادميسين محمد اعظم سيستاني 
ژباړن: سيلاني

د خپلواکۍ د سلمې کاليزې په وياړ !
شاه غازي امان الله خان د خپلې واکمنۍ له لومړيو ورځو څخه په يو لړ شجاعانه انقلابي اقداماتو لاس پورې کړ، چې دغه کوټلي ګامونه نه يوازې د هيواد پاله افغانانو لخوا تائيد او وستايل شول، بلکې د برتانوي هند د وګړو ستاينه او حيرانتيا يې هم له ځانه سره لرله، چې له هغو شجاعانه انقلابي اقداماتو څخه په لاندې توګه يادونه کولی شو:
1. د شاه غازي امان الله خان لومړنی اقدام د خپل تره امير نصرالله خان پر وړاندې و، چې د حبيب الله خان له مړينې وروسته يې په جلال آباد کې د امارت اعلان وکړ، امان الله خان د امير نصرالله خان د امارت د اعلان پر سبا د هغه له اطاعت څخه سرغړونه وکړه. ده په ډېرې مېړانې او زړورتيا سره د هغه پر وړاندې اقدامات وکړل، چې په پايله کې، دی په دې وتوانېده چې ديوې اونۍ په موده کې خپل تره د حکومت په ګټه تېر کړي.
2. د شاه امان الله خان دويم انقلابي اقدام د خپلواکۍ او د خپل پلار د خچ اخستلو اعلان و، نوموړي دا څرګندونې په خپله لومړنۍ وينا کې په ۱۹۱۹ ز کال د فبرورۍ مياشت په ۲۱ نېټه د جمعې په ورځ د سلام خانې ماڼې په نظامي ميدان کې د کابل اوسېدونکو او په ميدان کې حاظرو پوځيانو ته وکړې.
3. د شاه امان الله خان دريم انقلابي اقدام، د برتانوي هند حکومت ته په رسمي توګه د خپلې واکمنۍ د اعلان او پادشاه کېدو همدارنګه د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستۍ او متقابل درنښت په موخه خبر ورکول.
4. د شاه امان الله خان څلورم انقلابي اقدام، نړۍ ته د خپلواک افغانستان له لوري د دوستۍ او مقابلو مرستو په موخه،د فوق العاده هيئتانو لېږل.
5. د ځوان شاه پنځم اقدام: د ټولنيز نياو په موخه و. ده ټول هغه معاشات او پاخه خواړه چې د محمدزايي کورنيو او امير حبيب الله خان ته نږدې پا نفوسه کسانو ته ورکول کېدل، پر دوی قطع کړل. دلا زياتو معلوماتو لپاره (( سلطنت امان الله شاه و استقلال مجدد افغانستا)) ته چې پوپلزايي تاليف کړی دی، رجوع وکړئ.
6. د شاه غازي امان الله شپږم انقلابي اقدام: انګليسانو ته اخطار ورکول و. کله چې دی پوه شو، چې انګليسان دده مکتوبونو ته ځواب نه ورکوي، نو د اپرېل په ۱۳ نېټه يې د کابل په ارګ کې يوه غونډه را ووبلله چې په هغه کې د بهرنيو ديپلوماتانو، قومي او نظامي مشرانو په ګډون د برتانوي هند سفير هم ګډون درلود، شاه په خپلو خبرو کې ګډونوالو ته داسې وويل : (( ما خپله خپل هېواد له باندني او کورني اړخه خپلواک اعلان کړی دی، وروسته له دې زموږ هېواد هم د نورو بهرنيو او نړيوالو هېوادونو په شان خپلواک دی او هېڅ ځواک ته د يو وېښته د سر په اندازه اجازه نه ورکول کيږي، چې د افغانستان په کورني او باندني چارو کې مداخله وکړي. که چېرې څوک له دې امر څخه سرغړونه وکړي، نو سر يې په دغه توره غوڅوم.)) او وروسته يې مخ د انګليس سفير ته ور واړو او ورته يې وويل: (( څه مې چې وويل، پرې پوه شولې ؟د انګليسانو سفير په ډېر دراناوي سره وويل: هو، پوه شولم.)) ( دبليو ادمک، تاريخ روابط سياسي افغانستان، ترجمه پوهاند زهما، پشاور ص ۸)
7. د شاه غازي امان الله خان اووم اقدام، د انګليسانو پر وړاندې د خپلواکۍ د تر لاسه کولو په موخه د جهاد اعلان و، چې په پايله کې دښمن دې ته مجبوره شو، چې د افغان خپلواکي په رسميت سره وپېژني. نو په دې توګه ليدل کيږي چې شاه امان الله د واک د اخستلو له پيله تر شپږو مياشتو پورې په ټولو سياسي او نظامي برخو د کې د ځان او افغانستان د خلکو د ښمنانو پر وړاندې بريالي او سرلوړی را ووت.
امريکايي افغانستان پېژندونکي لودويک ادمک، د شاه امان الله خان په هکله څه ښه ويلي دي: (( شاه امان الله خان يو منور شاه او واکمن و. د نوموړي ملاتړ د محدوده افغان مترقي غوښتونکوډلې لخوا کېده، هغه هڅه وکړه چې د افغانستان ټول وګړي د غفلت له درانه خوب څخه را ويښ او هغوی یې د بدويت او محافظه کارۍ له دايرې څخه را بهر کړل او هغوی ته يې د ژوند يو غوره لاره وښوده… هغه غوښتل چې يو داسې ملت ولري چې پر ځان متکلي او خپلواک وي، ترڅو وکولی شي يو مترقي معاصر اسلامي هېواد جوړ کړي. مګر د هغه په وخت کې د هغه خوبونه سم تعبير او رښتيا نشول.)) ( لودويک ادمک، روابط خارجي افغانستان درنيمه اول قرن بيستم، ترجمه پوهاند محمد فاضل صاحب زاده، پېشاور ،ص ۱۲۳)

اخذ ليکونه :
• سلطنت امان الله شاه و استقلال مجدد افغانستا: مولف : پوپلزايي
• دبليو ادمک، تاريخ روابط سياسي افغانستان، ترجمه پوهاند زهما، پشاور ص ۸
• لودويک ادمک، روابط خارجي افغانستان درنيمه اول قرن بيستم، ترجمه پوهاند محمد فاضل صاحب زاده، پېشاور ،ص ۱۲۳

(Visited 163 times, 1 visits today)
Leave A Reply

Your email address will not be published.