که څه هم د افغان سولې په اړه د امریکا او طالبانو د استازیو تر منځ تر څو غونډو وروسته داسې هیلې پیدا شوې وې چې دا مهمه پروسه د پرمختګ خوا ته روانه ده او ښايي په دویم او درېیم پړاو کې افغان حکومت او طالبان مخامخ د سولې مېز ته کېني او د خبرو اترو له لارې په هېواد کې روانه جګړه پای ته ورسوي.
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د طالبانو له استازیو سره دوه ځله په دوحې او یو ځل هم په متحده عربي اماراتو کې مخامخ خبرې وکړې، خو طالبانو د جدې په غونډه کې چې ټاکل شوې وه د ابوظبي تر غونډې وروسته، د اماراتو او سعودي عربستان په مستقیمه غوښتنه او له پاکستان پرته د افغان سولې په پروسه کې د ښکېلو هېوادونو په فشار به طالبان له افغان حکومت سره مخامخ خبرو او اوربند ته اړ شي.
خو طالبانو د قطر، ایران او پاکستان په غوښتنه او فشار د جدې په غونډه کې له ګډونه انکار وکړ او پر ځای یې یو ځل بیا په دوحې کې له امریکايي استازیو سره پرلهپسې شپږ ورځې پر افغان سولې خبرې وکړې.
د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی ضمیر کابلوف د قطر له غونډې وروسته په منډه اسلاماباد ته لاړ او هلته یې له پاکستاني چارواکیو وغوښتل چې طالبان ماسکو ته ور ولېږي او دوی به ورته د افغان حکومت یو شمېر مخالف او پخواني سیاستوال او ټوپکیان راوغواړي او دواړه لوري به د افغان حکومت او نظام د کمزورتیا او پرې د فشار راوړلو لپاره په خپلو کې سره جرګه شي او همداسې وشول.
د طالبانو استازیو په ماسکو غونډه کې یو ځل بیا پر پخواني او اوسني حکومت او چارواکیو خوله را خلاصه کړه او هغه څه یې وویل چې سالم وجدان یې د اورېدو زغم نهلري، خو د ماسکو غونډې ته له کابله ورغلیو سیاستوالو له یادو خبرو او ګوزارونو سره سره بیا هم ورسره داسې ګډه اعلامیه جوړه او خپره کړه چې د افغانانو د وینې تویولو د مخنیوي، د هېواد او نظام د پایښت او ټینګښت او د سولې پروسې د بریا لپاره پکې هيڅ نه وو راغلي، خو برعکس د طالبانو ډېری غوښتنو او دریځ ته پکې ځای ورکړل شوی و.
د دې ترڅنګ د طالبانو د مرکچي پلاوي یوه غړي عبدالسلام حنفي له رسنیو سره په مرکه کې ویلي و، د امریکا استازیو په دوحې غونډه کې ورسره هوکړه کړې چې د فېبروري او اپرېل میاشتو کې به نیمايي ځواکونه له افغانستانه باسي، خو زلمي خلیلزاد په یوه ټویټ کې د طالبانو دا څرګندونې بېبنسټه وبللې او ټینګار یې وکړ چې تراوسه د امریکايي ځواکونو د اېستلو په اړه هېڅ مهالوېش نهشته.
په اصل کې طالبان د دې واک نهلري چې د پاکستان له خوښې پرته په خپل سر د سولې مېز ته کېني او نه هم هغه افغان سیاستوال او پخواني ټوپکیان چې د ماسکو غونډې ته ورغلي وو، د افغان سولې د بریا له غمه مړه دي.
اوس چې د ولسمشري ټاکنې را نږدې شوي، د حکومت مخالف سیاستوال په دې غونډو او دریځونو سره هڅه کوي چې له یوې خوا پر حکومت فشار راوړي او په یو ډول یې د سولې مخالف وښيي او بلهخوا هم له ځانه د سولې اتلان جوړ کړي، خو داسې نه ده.
طالبان خو هسې هم د پاکستان او د سیمې یو شمېر نورو هېوادونو په لارښوونه د افغان حکومت او نظام په ړنګېدو پسې راوتلي؛ نو روښانه ده چې له پخوانیو چارواکیو او ټوپکیانو سره یې په ماسکو کې ناسته هم یوازې د حکومت د کمزوري کولو، د نظام د پایو لړزولو، خپلو تبلیغاتو او امتیاز لپاره وه، نه له کابله ورغلي پلاوي او افغانانو سره د خواخوږي لپاره.
د ماسکو په غونډه کې د شېرمحمد عباس ستانکزي خبرو وښوده چې دا ډله د سولې په اړه ښه نیت نه لري او د سولې په غونډو کې ګډون او ویناوې یې یوازې په سیاسي ډګر کې د خپلې ډلې مطرح کولو او تبلیغاتو لپاره دي که نه، د سولې په روانې پروسې کې یې نه د دا ډول توندې ژبې کارول لازم دي او نه هم د سولې له اصلي ادرسه ځان غړول.
د طالبانو دریځ او د سولې پروسې روان وضعیت ته په کتو، داسې ښکاري چې پاکستان لا هم په افغانستان کې د سولې راوستو او په دې برخه کې نړيوال په تېره بیا د امریکا فشار ته غاړه نه ده ايښې.
افغان حکومت او امریکا که غواړي چې د سولې روانه پروسه بریالۍ او د افغانستان قضیه حل کړي، پر پاکستان دې خپلو سیاسي، اقتصادي او ان د اړتیا پر مهال نظامي فشارونو ته زور ورکړي.
دغه راز دواړه لوري دې په افغانستان او سیمه کې د ترهګري د له منځه وړلو او د افغان سولې د بریا لپاره په خپلو کې سره همغږي او یو لاس شي.
د سیاسي فشارونو تر څنګ دې په نظامي ډګر کې هم پر وسلهوالو زور واچوي او د سولې خبرو اترو ته دې را مات کړي، که نه تر هغې چې په افغان سولې پروسه کې د سیمې او عربي هېوادونو، په تېره بیا پاکستان ګټې او غوښتنې نه وي تضمین شوې، دا پروسه چې د افغانانو تر ټولو مهمه اړتیا او غوښتنه ده، بریا ته نه پرېږدي.
د سیاسي فشارونو تر څنګ په پوځي برخه کې په پوره همغږي وسلهوال وځپي او سولې ته یې رامات کړي. که نه د سولې په نوم روانه سیالي به د سیمې هېوادونو اسلامي او نړيوالو قدرتونو تر منځ تر هغې روانې وي چې د دوی ګټې پکې نه وي خوندي شوې.
سرخط ورځپاڼه