له امريکا سره د طالبانو د سولې خبرو له پيلېدو سره سم د القاعده مشر ايمن الظواهري او د اسامه بن لادن زوی حمزه بن لادن سره د طالب همکارانو تاريخي اړيکې يوار بيا تازه شوې او وخت په وخت يې منظمې کتنې کېدې. تر دې چې امريکا د هغه د وژلو خبر خپور کړ.

د سولې له خبرو سره په افغانستان کې د ګواښونو نوي ډولونه د ظهور په حال کې دي.

د سولې خبرو له جريان سره سم، د طالبانو د جګړې په ګرمو ليکو کې له نورو ملاتړو ګروپونو سره يو ځای د ډبل ګېم يو نوی حرکت رابرسېره شوی دې. د يوه دغه ډول حرکت اړيکې په دې وروستيو کې د هغه راپور پر اساس څرګندې شوې چې له حقاني ډلې، داعش او نورو ګروپونو سره د طالبانو د اړيکو په اړه خپور شو

د حقاني د لومړۍ ليکو جنګيالي د طالبانو ښي مټ تشکيلوي، هغوی چې د سولې لپاره د جګړې درولو هېڅ دليل نه ويني. د ملګرو ملتونو وروستی راپور څرګندوي چې طالبان له داعش، حقاني ډلې او نورو ترهګرو ډلو سره نږدې اړيکې لري او نه ښکاري چې د سولې د خبرو لپاره دې دوی دغه اړیکه پرې کړې وي. دغه ادعا د حقاني ډلې له لوري طالبانو ته د مداخلې، اسانتياوو برابرولو او تخنيکي مرستو له امله کېږي.

عموما حقاني ګروپ له داعش، لشکر طيبه او جيش محمد او نورو پاکستاني ترهګرو ډلو سره د درې ګونو اړيکو د اتحاد په چوکاټ کې د دغه تړون را برسېره کېدل څرګندوي. دغه درې اړخيزه تړون تر ايډيالوژيک ډېر په راکړې ورکړې يا معاملې بنا دی.

اوسمهال، حقاني شبکه د طالبانو د جنګي ځواک شل سلنه برابروي، مګر اټکل دا دی چې د داعش ۲۲۰۰ سرتېري دې په افغانستان کې وي. د دغو جنګياليو لس سلنه يې په عراق او سوریه کې د جګړې تجربه لري. په هر حال، تر دې تړون او د طالبانو د سولې تر خبرو وروسته اوس داعش تر نوي بيرغ لاندې د منظمېدو په حال کې دي.

معلومات‌ دا دي چې د افغانستان په ختيځ کې د لشکر طيبه نږدې ۸۰۰ غړي فعاليت لري. دغو ټولو ته د حقاني شبکې تر چتر لاندې په ننګرهار، کونړ، نورستان، لغمان، کابل، پکتیا، پکتيکا، لوګر، خوست، وردګو او غزني ولايتونو کې د چاودنو، روزنې او هدف ګرځولو لپاره د فعاليت زمينه برابره شوې ده.

همداراز له حقاني سره د طالبانو ‌دغه اړيکې کومه نوې خبره نه ده، بلکې له ۱۹۹۰ کلونو سره ريښه لري او داسې هېڅ شواهد نه موندل کېږي چې د سولې خبرو لپاره دې دغه تړون کمزوری شوی وي. تازه د ۲۰۲۰ کال په فبروري کې د حقاني شبکې يو نوی ۲زره نفري ګروپ د طالبانو له لیکو سره یو ځای شو.

هاخوا بيا نن سبا د القاعده عملياتي کمپونه په ۱۲ ولايتونو کې فعال دي او طالبانو ته يې ۶۰۰ جنګيالي برابر کړي دي.

دا ټول تحليل په افغانستان کې د لس زره بهرنيو جنګياليو په ځانګړي ډول د ۶۵۰۰ پاکستاني جنګيالي ترمنځ د همدې تړون پر اساس يو اتحاد ښيي چې توليدات به يې جګړه ګرمه ساتي او طالب هم تضمين نشي ورکولی چې د سولې له خبرو سره دې هغوی له جګړې لاس واخلي.