The news is by your side.

د غني د ټویټونو په اړه / ايمل جلال

0

د ولسمشر د ټویټونو په ځواب کې یو چا د شهید ډاکټر نجیب د جسد هغه انځور چې د آریانا په څلورلاري کې د خپل ورور سره را ځړېدلی دی، خپور کړی و. فرحت تاج ورته لیکلي چې تا سره همدا ISI ښه پوهېږي!

د پي ټي اېم سره د یو شخص په توګه د غني په خواخوږۍ کې هیچ شک نشته. خو یو شی باید هېر نشي چې دا ټویټونه له هغه رسمي حسابه نشر شوي دي چې د افغانستان د ولسمشر پورې اړه لري. یعنې دا څرګندونې د پي ټيم اېم او پاکستان په اړه د افغان دولت د رسمي بهرني سیاسي دریځ استازیتوب کوي. باید له همدې زاویې تحلیل شي. زما په نظر درې موردونه مهم دي:

۱ – دا دویم ځل دی چې غني د پي ټي اېم په اړه ټویټونه کوي. غني هڅه کوي چې د پاکستان سره د افغانستان په بهرني سیاست کې د وخت د تقاضا سره سم تر دې وروسته داسې نوي بحثونه پرانیزي چې نه یواځې د پاکستان بلکې د نړیوالې ټولنې پاملرنه هم جلب کړي او بلاخره پاکستان دې ته اړ کړي چې غبرګون وښايي.

د پاکستان سره زموږ په عنعنوي بهرني سیاست کې د ډیورند او هلته د مېشتو پښتنو مسایل مهم دي. ددې هېواد د تاسیس راهیسې تر اوسه پورې په ارګ کې د پنجاب د سرسختو مخالفو نظامونو تر ټولو لوی بحث همدا و چې «ډیورند نه منو!». پاکستاني ډیپلوماسي بیا هر ځل توانېدلې ده چې پر نړیوال سټېج هېوادونه پدې قانع کړي چې ډیورند د دواړو هېوادونو ترمېنځ رسمي سرحد دی. ددې ترڅنګ پخوانیو نظامونو د پولې د هغې غاړې د پښتون سره د خانانو، ملکانو، نخبه ګانو او قبایلي مشرانو په واسطه د اړیکو د نیولو هڅه کړې ده. دې طبقې د کابل او پنجاب دواړو د خوړلو هڅه کړې او هېڅکله یې د هغو بېوزلو او مظلومو پښتنو استازیتوب نه دی کړی چې پښتونخوا په کلیو کې پراته دي. دوی تل د تلې درنې پلې ته لیدلي او لکه توشله هماغې خوا ته کولېدلي دي. ځکه خو د دوې پر وړاندې د افغانستان دې ډول سیاست ښه نتیجه ورنکړه.
د پنجاب په اړه بیا د غني د بهرني سیاست دریځ بدل دی. غني پوهېږي چې د ډیورند په اړه یواځې شعار ورکول هلته مېشتو پښتنو ته د ګټې پر ځای تاوان رسوي. غني ددې پر ځای چې د عوامي نشنل پارټۍ په مشرانو او د پښتونخوا پر نورو نخبه ګانو د کابل مېلمستونونه ډک کړي، مخامخ د ټيټې طبقې پښتانه مخاطبوي. ددې طبقې استازی پي ټي اېم دی. ددې تر څنګ د بشري حقونو او آزادیو تر نامه لاندې بحث ددې سبب کېږي چې پي‌ټي اېم ته د نړیوالو سازمانونو پاملرنه هم جلب کړي. د پاکستاني چارواکو او ځینو ګلخانانو غوسې ته که وکتل شي نو غني په خپل مېشن کې بریالی شوی دی.

۲ – ددې ټویټونو تر شا یو بل پټ هدف هم پروت دی. معمولاً دا ډول پاروونکې څرګندونې ددې لپاره کېږي چې په ټولنه کې د عامه افکارو غبرګونونه و آزمایل شي. یعنې په حقیقت کې دا یوه کنترول شوې تجربه ده. پدې معنا چې د موضوع په اړه د پولې د دواړو غاړو خلک دې ته وهڅوي چې د بېطرفۍ یا خاموشۍ پر ځای موافق یا مخالف نظر څرګند کړي. دا پخپله د عامه افکارو د را ویښولو یو میتود دی. پدې ډول هغه ابهام چې د پاکستان سره د اړیکو په برخه کې رامنځته شوی و، له منځه لاړ او ټولو خپل صفونه معلوم کړل!

۳ – د ټویټونو تر محتوا یې وخت یا ټایمېنګ ډېر مهم دی. دا ټویټونه د مسکو له غونډې سمدستي وروسته خپرېږي. که څوک را نه په یوې جمله کې د مسکو د غونډې تعریف وغواړي، ځواب به مې دا وي چې دا غونډه د سولې د خبرو اترو تر نامه لاندې د پاکستان لخوا د روسیې په مرسته د تالیبانو او علي بابا او ۴۰ ملګرو په واسطه پر افغان دولت د فشار راوړلو یوه هڅه وه. د پي ټي اېم په اړه د غني ټویټونه پنجاب ته دا پیغام ورکوي چې که د اسلام آباد لاس تر کابل پورې را رسيږي نو اوس د کابل لاس هم دومره اوږد دی چې نور تر اسلام آباده رسېږي.

(Visited 84 times, 1 visits today)
Leave A Reply

Your email address will not be published.