The news is by your side.

د قطر پروسې د مخالفو طالب مشرانو ترور او د پردې تر شا کیسه

0

لیکنه: فرید کامران-

sayhoon.com

د طالبانو پخوانی دفاع وزیر او اوسنی د نظامي کمیسیون مسوول صدر ابراهیم تېره شپه د کندهار د شاولیکوټ او خاکریز ولسوالیو تر منځ د بوم شېلو کې د امریکايي ځواکونو په هوايي برید کې له ۱۱ ملګریو سره ووژل شو. که څه هم ذبیح الله مجاهد دا پېښه ردوي، ځکه د طالبانو د مشرانو د مرګ پټ ساتل معمول خبره ده، خو حقیقت دا دی چې صدر وژل شوی دی.

تر دې وړاندې بهرنیو ځواکونو د اګسټ په دویمه د فراه په خاک‌سفید کې د فراه لپاره د طالبانو والي عبدالباري (ملا مشر) وواژه. ملا مشر د طالبانو په تشکیلاتو کې تر یو والي په مراتبو مقتدر او با نفوذه طالب مشر و. د ده جنازه د اګسټ په څلورمه د کوټې په سټلایټ ټاون کې د سېول هسپتال تر څنګ خاورو ته وسپارل شوه. هغه د ملا عمر ډلې ته ډېر نږدې کس و.

تر هغې وړاندې په بغلان کې د طالبانو یو بل مهم کس شفیع الله چې د شمال د یوې ځانګړې، خو خورا خطرناکې ډلې مشري یې کوله، د ډېرو دقیقو معلوماتو پر مټ له ۵۴ملګریو سره یې چې په یوه جومات کې راټول وو، ووژل شو. شفیع الله تر پېښې دوه اوونۍ وړاندې واده وکړ او تر واده مخکې کوېټې ته بلل شوی و.

په تېره یوه میاشت کې چې په قطر کې طالبان د امریکا له ځانګړي مرکچي زلمي خلیلزاد سره په مذاکراتو کې مهم اما نا روښانه تفاهم ته په رسېدو دي، داسې په ترتیب تصادفونه چېرته نه‌شي پېښېدای.

د قطر د ټیم په ټاکلو کې له اوله سره په طالبانو کې اختلافات ژور وو، ان تر دې چې ملا عمر ته هم متعهد یو تعداد طالب قوماندانان چې کورونه یې کراچې او کوېټه کې دي، د قطر د پلاوي ټاکلو پر سر له خپګان وروسته افغانستان ته راغلي او بېرته هېڅکله ستانه شوي نه‌دي.

د ملا عمر زوی ملا یعقوب هماغه وخت خپل اختلاف پټ نه کړای شو او د کوېټې شورا او قطر  پلاوي تر منځ یې د بې باورۍ کرښه راکاږله.

د پېښور شورا، د کوېټې شورا، په کراچۍ کې مېښته ملا عمر ته ژمنه هسته د قطر د پلاوي او د دوی د فیصلو په اړه په دریو دلایلو جدي مخالفت ته تللي:

یو لامل دا و چې د لومړنۍ پرېکړې له مخې د پلاوي په ترکیب کې به هر شپږ میاشتې وروسته بدلونونه راځي.

دویم دلیل دا دی چې پاکستان وخت ناوخت اما په مختلفو بڼو پر پاکستان میشتو او قطر میشتو طالبانو فشارونه راوړي اما غوښتنې یې له یوې ډلې تر بلې متفاوتې دي.

او دریم دلیل دا دی چې د قطر طالبان یوازې له جنګي قوماندانانو سره اړیکې ساتي چې جګړه سړه نه‌شي، خو د طالبانو پاکستان میشته سیاسي رهبري له جریاناتو په جزییاتو هغسې چې اړتیا ده، نه خبروي، یعنې اعتنا نه کوي.

طالبانو ته نږدې سرچینې وايي چې له قطر نه طالب مشرانو ته د مذاکراتو او له امریکا سره د جوړجاړي په اړه رسېدلي معلومات داسې دي چې طالبان واضح په دوو دریځونو ویشي او همدا د مخالفت عمده لامل دی.

معلومات په ډاګه کوي چې د قطر او نورې طالب سیاسي رهبرۍ تر منځ اړیکه کمه شوې، د طالبانو تلفات زیات شوي او د نافرمانۍ نښې په زیاتېدو دي.

د اګسټ په اوومه د هلمند په سروان کلا کې د ناراضي طالب مشرانو یوه مهمه او ډېره مخفي غونډه رابللې شوې وه، تر غونډې یو ساعت مخکې ګډونوال معلومات تر لاسه کوي چې ناسته یې افشا شوې او د بمبار خطر دی.

البته چې بمباري ونه‌شوه، خو طالبان ډېر ژر له هغه سیمې ووتل. په دې غونډه کې د طالبانو مهمو مشرانو د قطر د مذاکراتو د تحریم فیصله کوله او په همدې سبب د طالبانو له منځه افشا شوي وو.

ټول هغه بریدونه چې طالب مشران پکې په نښه کېږي په دوه دلایلو عامو افغانانو ته د غور وړ او طالبانو ته د اندېښې وړ دي:

لومړی دا چې کومه کټګوري او د کوم فکر او ډلې مشران په نښه کېږي؟

او دویم دا چې د دوی ځای ځایګي په اړه دومره کره معلومات بهرنیانو ته څنګه رسېږي؟

واضح نښانې دا دي چې د قطر طالب مشرانو د خپلو پخوانیو تشکیلاتو، موقفونو، سیمه‌ییزو او قومي جوړښتونو د معمول خلاف د طالبانو د تحریک انحصار په لاس کې اخیستی او له پاکستان سره په نږدې همکارۍ، په لنډ وخت کې د چټک پرمختګ هڅې کوي، بل یې دا چې د هر طالب قوماندان یا د رهبرۍ غړی چې د دوی او امریکا تر منځ د جوړجاړي په ډول ملاحضات ولري او د جنګ په صحنه یا د تحریک په د ننه کې نسبي سرخوږی جوړولای شي باید له صحنې و ایستل شي او دغه طریقه د امریکا په ګټه هم ده، ځکه چې امریکا د قطر په مذاکراتو کې تر طالبانو په مراتبو د خپل هدف خوا ته بریالی مزل کوي.

(Visited 144 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.