تر کندوز او بغلان وروسته طالب جنګیاليو په تخار کې بریدونو ته زور ورکړی. د انتخاباتو او له طالبانو سره د امریکا د مذاکراتو په ګرمه کې دا جګړې دوه عمده علتونه لري، چې یو دبل ممد واقع کېږي.

لومړی: په منځنۍ اسیا او په تیره د روسیې له خوا د دې طالبانو حمایت په شدت سره روان دی.

دویم: د نشه‌یي توکو د سوداګرو له خوا طالبان جګړې ته تشویقېږي.

د لومړي لامل په اړه: کله چې په قطر کې د امریکا او طالبانو مذاکرات مهمې مرحلې ته ورسېدل، روسانو راودنګل، د بهرنیو چارو وزیر یې وویل، دوی اماده دي، پرته له قيد شرطه د طالبانو او امریکا د سولې ضمانت وکړي. دا خبره ایران هم وکړه. خو کله چې خبرې بې نتیجې شوې روس او چین له نامحاسبه شوي حالت سره مخ شول. داسې ایسي، چې اوس طالبان د روس لاس ته لوېدلي او چین ته پاکستان ټټر وهلی، چې طالبان په لاس ورکوي چې په سیمه کې د سیاسي جوړجاړیو لپاره یې د اپروچ په توګه وکاروي.

کله چې خبرې بې نتیجې شوې، د روسانو مهمه برنامه له خنډ سره مخ شوه، اوس د روسانو په باور طالبان باید د جنګ په میدان کې دومره فشار وارد کړي، چې امریکا بیرته د طالبانو د خوښې جوړجاړي ته غاړه ماته کړي او د خبرو میز ته کیني. همدا لامل دی، چې په شمال کې طالب جګړې زور اخیستی دی.

طالبانو سره وسلې پریمانه دي، په شمال کې د مستقیمو اړیکو یو چینل شته چې دوی تمویلي، حتا داسې راپورونه دي، چې پر سیاسي مشرانو علاوه د جنګ مهم قوماندانان د تاجکستان له لارې له کندوز څخه روسیې ته تللي هم دي.

دویم دلیل د نشي توکو د کاروبار دی؛ د ټول شمال نشي توکي چې د سږني زراعتي کال محصول دي او یا توليد شوي هیروین دي، په شمال په تیره تخار کې راټول دي. د دې موادو د ایستلو، د کاروبار د ژوندي ساتلو لپاره د نشي توکو له سوداګرو سره په شمال کې همدا یوه لاره ده، چې د شمال په ناامنۍ کې له طالبانو سره مرسته وکړي. هغه ولسوالۍ چې سقوط شوې اکثر يې د نشي توکو د کاروباریانو مرکزونه هم دي او انتقالاتي لارې هم. طالبانو ته له دې درکه ښې پریمانه پیسې رسېږي، او د شمال اکثر طالب قوماندانان د نشي توکو په کاروبار بوخت شوي دي. که په شمال کې ناامني زور واخلي دوی به خپل نشي توکي توليد، راټول او وباسي. بل خوا په فراه او هلمند کې د نشي توکو د کاروبار له خرابیدو سره باید بل مرکز چې همدا شمال دی فعال وساتل شي.

خو جالب ټکی دادی، چې دوه ډیرو متضادو عاملونو یو بل ته لاس ورکړی او تر هغې بده یې لا دا چې روسان او په منځنۍ اسیا کې کمزوري مشخص دولتي مهم اشخاص داسې یو توپان حمایت کوي، چې اخري خطر یې بیا منځنۍ اسیا  ته متوجه دی؛ یو لامل یې دا دی، چې د طالبانو په مینځ کې ازبک، ایغور او نور د منځنۍ اسیا ترهګر دي، چې خپلو ملکونو ته خطر دي او طالب یې د کنټرول صلاحیت نلري، بل دلیل دادی، چې روسانو او د منځنۍ اسیا هیوادونو ټول وخت له افغانستانه د نشي توکو له قاچاقه شکایت کړی اما نن غیر مستقیم یې هغو قاچاقبرو ته د نفوذ او کاروبار زمینه مساعده کړه، چې ټوله دنیا په تیره همدا هیوادونه تهدیدوي.

که د طالبانو جګړه په قطغن کې زیات دوام پیدا کړي، ورس او د منځنۍ اسیا هېوادونه به د همدې روزل شوو مارانو له زهرو تر تراژیدۍ ورسېږي.