The news is by your side.

د لویې جرګې تاريخي شاليد / ګل آغا احمدي وردګ

0

افغانستان د خپل سیاسي او ټولنیز تاریخ په اوږدو کې ګڼ شمېر لویې جرګې لري چې په هېواد کې د سیاسي، تعلیمي، ټولنیزو، کلتوري او داسې نورو موخو لپاره د افغانستان د واکمنانو په امر را غوښتل شوې، لوی لوی ملي او تاریخي تصمیمونه یې نیولي، په خپل وخت کې یې د افغانستان حاکم نظام ته مشورې ورکړې او د جرګو له لارې یې د هېواد لویو لویو لانجو ته د حل موندلو هڅه کړې ده. ضروري ده چې د تاریخ په دې حساسه شېبه کې د هغو مشهورو لویو جرګو په هکله لنډ معلومات وړاندې شي چې د افغانستان تاریخ یې شاهد دی او دغه جرګې په لاندې ډول دي:

1.د میرویس نیکه لویه جرګه

د میرویس نیکه لویه جرګه په  ۱۰۸۸ هجري لمریز کال چې له ۱۷۰۹ زیږدیز کال سره برابره ده، د كندهار ښار په مانجه سيمه كې جوړه او د ګرګين واكمنۍ ته يې د پاى ټكى كېښود.

2.د کندهار لويه جرګه

د کندهار لویه جرګه په ١١٢٦ هجري لمریز کال چې د ۱۷۴۷ زیږدیز کال سره برابره ده، د نادر شاه افشار له وژل كېدو وروسته په کندهار کې جوړه شوه، ۹ ورځې يې دوام وكړ او په پاى كې يې لوى احمدشاه بابا د افغانستان د پاچا په توګه انتخاب کړ.

3.د کابل لويه جرګه

د کابل لویه جرګه په ۱۲۴۴ هجري لمریز کال چې د ١٨٦٥ زیږدیز کال سره برابره ده، د امير شېرعلي خان په زمانه كې په کابل کې جوړه شوه او موخه يې د ملت د ملاتړ لاسته راوړل وو. د دې جرګې په پاى كې حكومت خپلې موخې ته په رسېدلو کې بریالی شو او د خلكو ملاتړ يې خپل كړ.

۴.د کابل لويه جرګه

د کابل لویه جرګه په ١٢٩٣ هجري لمریز کال چې د ١٩١٥ زېږدیز کال سره برابره ده، د لومړۍ نړيوالې  جګړې پر مهال په کابل کې جوړه شوې وه. د دې لویې جرګې د جوړېدو موخه دا وه چې د افغانستان له پاچا ښاغلي امیر حبيب الله خان څخه جرمنیانو او تركانو غوښتنه کړې وه چې ګواکي افغانستان دې په لومړۍ نړيواله جګړه كې د انګلستان او د هغه د ملګرې ټلوالې پر خلاف ګډون وکړي. له همدې کبله د افغانستان شاهي نظام لویه جرګه را و غوښته، د افغانستان له مشرانو سره یې مشوره وکړه او د دې لویې جرګې د مشورو پایله دا وه چې افغانستان په لومړۍ نړیواله جګړه کې خپله بې طرفي اعلان کړه او د لومړۍ نړیوالې جګړې له ویجاړونکي توپاني څخه و ژغورل شو.

5.د جلال آباد لويه جرګه

د جلال آباد لویه جرګه په ١٣٠١ هجري لمریز کال چې د ١٩٢٢ زېږدیز کال سره برابره ده، د امير امان الله خان د پاچاهۍ پر مهال په جلال آباد کې د ټولنيزو اصلاحاتو په موخه جوړه او د لومړي ځل لپاره يې د افغانستان د دولت اساسي كړنلاره برابره او تصويب كړه. هغه مهال دغې كړنلارې د اساسي قانون بڼه درلوده.

  1. د پغمان لويه جرګه

د پغمان لویه جرګه په ١٣٠٣ هجري لمریز کال چې د ۱۹۲۴ زېږدیز کال سره برابر دی، د ننګرهار د لويې جرګې  د پرېكړو د پوره كولو په موخه د کابل په پغمان کې جوړه او اساسي كړنلاره (د افغانستان اساسي قانون چې د نظامنامو په نامه وو) بشپړ کړ چې بيا وروسته د افغانستان پاچا غازي امان الله خان توشېح كړ.

  1. د پغمان لويه جرګه

د پغمان دویمه لویه جرګه په ١٣٠٧ هجري لمریز کال چې د  ١٩٢٨زېږدیز کال سره برابر دی، د غازي امان الله خان د نظام د سیاسي مخالفينو د راضي كولو په موخه جوړه، اساسي نظامنامه يې تعديل او نوی حكومت يې را منځ ته كړ. د دې جرګې په پايله كې ۱۵۰ كسيزه دولتي شورا په ملي شورا بدله او ځينې تشريفاتي القاب لغوه شول.

  1. د کابل لويه جرګه

د کابل لویه جرګه په ١٣٠٩ هجري لمریز کال چې د ١٩٣٠ زېږدیز کال سره برابره ده، جوړه شوه. دغې لویې جرګې د ملي  شورا د ټاكنو لايحه، د غونډې د ګډونوالو شمېر او د دوى كاري كړنلاره تصويب او هم د بېرغ د رنګ په اړه یې موافقه وكړه. باید وویل شي چې دغه لویه جرګه د اعلیحضرت غازي محمد نادرشاه د واکمنۍ پر مهال جوړه شوې وه.

  1. د کابل لويه جرګه

د کابل لویه جرګه په ١٣٢٠ هجري لمریز کال چې د ۱۹۴۱زېږدیز کال سره برابره ده، د دويمې نړيوالې جګړې پر مهال د كابل په حبيبه لېسه كې د دوه ورځو لپاره جوړه او په پاى كې يې د دويمې نړيوالې جګړې پر وړاندې د افغانستان ناپېيلتوب اعلان كړ. د دې جرګې د جوړېدو پر مهال اعلیحضرت محمد ظاهرشاه د افغانستان پاچا وو.

  1. د کابل لویه جرګه

د کابل لویه جرګه په ۱۳۳۴ هجري لمریز کال چې د ۱۹۵۵ زېږدیز کال سره برابر دی، په داسې وخت كې جوړه شوه چې ګاونډي هېوادونه پاكستان او ايران په پوځي تړونونو(سينو او سيتو) كې شامل شوي وو. لویې جرګې په سيمه كې د قواوو د انډول په موخ د هېواد د پوځي ځواك د پياوړتيا پريكړه وكړه. په دې وخت کې اعلیحضرت محمد ظاهرشاه د افغانستان پاچا وو.

  1. د کابل لويه جرګه

د کابل لویه جرګه په ۱۳۴۳ هجري لمریز کال چې د  ۱۹۶۴ زیږدیز کال سره برابره ده، د کابل د ارګ د سلامخانې په ماڼۍ كې جوړه شوه او لس ورځې يې دوام وكړ. دغې جرګې د افغانستان د سترې دیموکراسۍ داسې اساسي قانون يې تصويب كړ چې په نړۍ کې ساری کم لیدل کېده. په دې وخت کې اعلیحضرت محمد ظاهرشاه د افغانستان پاچا وو.

  1. د کابل لويه جرګه

د کابل لویه جرګه په ١٣٥٥ هجري لمریز کال چې د ١٩٧٦ زیږدیز کال سره برابره ده، د سردار محمد داود خان د جمهوري نظام اساسي قانون تصويب او ښاغلی سردار محمد داودخان یې د افغانستان د لومړي جمهوری رییس په توګه انتخاب کړ. په دې وخت کې سردار محمد داودخان د افغانستان د جمهوري دولت مشري په غاړه درلوده.

۱۴.د کابل لویه جرګه

د کابل لویه جرګه په ۱۳۶۴ هجري لمریز کال چې د ۱۹۸۵ زېږدیز کال سره برابره ده، هغه مهال په کابل کې جوړه شوه چې د هېواد د چارو واګې د ښاغلي ببرک کارمل په لاس کې وي او د شوروي پوځونو په افغانستان کې حضور درلود او له مجاهدینو سره د هېواد په ګوټ ګوټ کې په توده جګړه لګیا وو. د دې جرګې موخه د لویې جرګې د غړو له خوا د دولت د پالیسیو تاییدول او د افغانستان د خلق دیموکراتیک جمهوریت ته مشوره ورکول وو.

۱۵.د کابل لویه جرګه

د کابل لویه جرګه په ۱۳۶۶ هجري لمریز کال چې د ۱۹۸۷ زېږدیز کال سره برابره ده، هغه مهال په کابل کې جوړه شوه چې د هېواد د چارو واګې د ښاغلي ډاکتر نجیب الله په لاس کې وي، د شوروي پوځونو په افغانستان کې یرغلیز حضور درلود او له مجاهدینو سره د هېواد په ګوټ ګوټ کې په توده جګړه لګیا وو. د دې جرګې موخه د لویې جرګې د غړو له خوا د دولت د پالیسیو تاییدول او د افغانستان د خلق دیموکراتیک جمهوریت ته مشوره ورکول وو.

۱۶.د کابل لویه جرګه

د کابل لویه جرګه په  ۱۳۶۸ هجري لمریز کال چې د ۱۹۸۹ زیږدیز کال سره برابر ده، هغه مهال په کابل کې جوړه شوه چې ښاغلی ډاکتر نجیب الله د افغانستان د دولت مشر وو. دغې جرګې د وخت د دولت د سیاست، د نظام په څرنګوالي، اساسي قانون او د ملي روغې جوړې پر بهیر دولت ته مشورې ورکړې وې او د افغانستان دیموکراتیک جمهوریت نوم د افغانستان د جمهوریت په نوم بدل کړ. په دې وخت کې د کابل د رژيم ځواکونه چې د شورویانو ملاتړ ورسره وو له مجاهدینو سره د هېواد په ګوټ ګوټ کې په توده او ورانونکې جګړه لګیا وو.

۱۷. بېړنۍ لويه جرګه

بیړنۍ لویه جرګه چې د اضطراري لویې جرګې په نوم هم یادېږي په  ١٣٨۱ هجري لمریز کال چې د ٢٠٠٢ زیږدیز کال سره برابر دی، د بن د تړون پر بنسټ د کابل پولي تخنیک پوهنتون په انګړ کې د لويې جرګې په خيمه كې جوړه شوه. د دې جرګې په پایله کې منځمهاله اداره تصويب او ښاغلى حامد كرزى يې د دوو کلونو لپاره د منځمهالې ادارې د مشر په توګه تایید کړ. باید وویل شي چې په دې وخت کې ښاغلی حامد کرزی د افغانستان د لنډمهالې ادارې مشر وو.

۱۶.د اساسي قانون د تصويب لويه جرګه

د اساسي قانون د تصویب لویه جرګه په ١٣٨٢ هجري لمریز کال چې د ۲۰۰۳ زېږدیز کال سره برابر دی، د كابل پولي تخنيك پوهنتون په انګړ کې د لويې جرګې په خيمه كې جوړه او د افغانستان د اسلامي جمهوريت اساسي قانون يې تصويب كړ. باید وویل شي چې په دې وخت کې ښاغلی حامد کرزی د افغانستان د منځمالي دولت مشر وو.

۱۷.د افغانستان او پاکستان د امن ګډه جرګه

د افغانستان او پاکستان د امن ګډه جرګه په ١٣٨۶ هجري لمریز کال چې د ۲۰۰۷ زېږدیز کال سره برابر دی، د کابل پولي تخنیک پوهنتون په انګړ کې د لوېې جرګې په خيمه كې جوړه شوه. د دې جرګې موخه د افغانستان او پاكستان تر منځ د ورورګلویزو اړيكو د پياوړتيا او په دواړو هېوادونو كې د امنيت او سولې د خوندي كولو په موخه جوړه شوې وه چې څلور ورځې یې دوام درلود. د همدې جرګې په پایله کې د ترورېزم پر وړاندې د افغانستان او پاكستان د ګډې مبارزې په اړه  شپږ فقريزه اعلاميه تصويب شو او د پنځوس کسانو په ترکیب یې د سولې د مذاکراتو جرګه ګۍ رامنځته کړه. باید وویل شي چې په دې وخت کې ښاغلی حامد کرزی د افغانستان د اسلامي جمهوریت ولسمشر وو.

۱۸.د سولې ملي مشورتي جرګه

د سولې مشورتي لویه جرګه په ۱۳۸۹ هجري لمریز کال چې د ۲۰۱۰ زېږدیز کال سره برابر دی، د کابل پولي تخنیک پوهنتون په انګړ کې د لوېې جرګې په خيمه كې جوړه شوه. دغې جرګې چې د غړو شمېر یې ۱۶۰۰ تنو ته رسېده او د همدې کرښو لیکوال ګل آغا احمدي د جرګې ویاند وو، د افغانستان د دولت له مخالفینو سره د مفاهمې، مذاکرې او موافقې د چوکاټ  د رامنځته کولو په اړوند جوړه شوې وه او د افغانستان دولت ته یې له مخالفینو سره د سولې د عالي شورا د جوړولو وړاندیز وکړ. باید وویل شي چې په دې وخت کې ښاغلی حامد کرزی د افغانستان ولسمشر وو.

۱۹.د افغانستان دودیزه لویه جرګه

د افغانستان دودیزه لویه جرګه چې عنعنوي جرګه هم ورته ویل کېده په ۱۳۹۰ هجري لمریز کال چې د ۲۰۱۱ زېږدیز کال سره برابر دی، د کابل پولي تخنیک پوهنتون په انګړ کې د لوېې جرګې په تالار كې جوړه شوه. دغې جرګې چې ۲۳۰۰ تنه غړي درلودل، موخه یې د امریکا د متحده ایالاتو سره د افغانستان د ستراتیجیک تړون په هکله د افغان ولس له استازو سره مشوره وه. د دې جرګې په پایله کې د جرګې غړو د امریکا له متحده ایالاتو سره د افغانستان د ستراتیجک تړون په هکله مثبته رایه ورکړه او تایید یې کړ. باید وویل شي چې په دې وخت کې ښاغلی حامد کرزی د افغانستان د اسلامي جمهوریت ولسمشر وو.

۲۰.مشورتي لویه جرګه

مشورتي لویه جرګه په ۱۳۹۲ هجري لمریز کال چې د ۲۰۱۳ زېږدیز کال سره برابر دی، د کابل پولي تخنیک پوهنتون په انګړ کې د لوېې جرګې په تالار كې جوړه شوه. دغې جرګې چې ۲۵۰۰ تنه غړي یې درلودل، موخه یې د امریکا د متحده ایالاتو سره د افغانستان د امنیتي تړون په هکله د افغان ولس له استازو سره مشوره وه. د دې جرګې په پایله کې د جرګې غړو د امریکا له متحده ایالاتو سره د افغانستان د امنیتي تړون په هکله مثبته رایه ورکړه او تایید یې کړ. خو ولسمشر یې مشوره و نه منله او د خپلې واکمنۍ تر پایه یې د امریکا له متحده ایالاتو سره امنیتي تړون لاسلیک نه کړ. باید وویل شي چې په دې وخت کې ښاغلی حامد کرزی د افغانستان د اسلامي جمهوریت ولسمشر وو.

۲۱.د سولې مشورتي لویه جرګه

په پام کې ده چې د سولې مشورتي لویه جرګه د ۱۳۹۸ هجري لمریز کال د ثور د میاشتې په ۹مه نېټه چې د ۲۰۱۹ زېږدیز کال د اپرېل د میاشتې له ۲۹مې نېټې سره برابره ده، د کابل پولي تخنیک پوهنتون په انګړ کې د لوېې جرګې په تالار كې جوړه شي. په دې لویه جرګه کې به کابو ۳۰۰۰ تنه استازي له ولایتونو، ولسوالیو او د افغانانو له ۲۵ کتګوریو وګړو څخه ګډون کوي. د دې جرګې موخه د طالبانو له تحریک سره د سولې د مذاکراتو د حدودو، چوکاټ او میکانیزم رامنځته کول دي.

اخځلیکونه:

۱.د سولې د ملي مشورتي جرګې معلوماتي کتابګوټی چې د همدې جرګې د مطبوعاتو، فرهنګي چارو او عامه پوهاوي کمیټې په ۱۳۸۹ هجري لمریز کال چاپ کړی وو.

۲.احمدي وردګ، ګل آغا، د سولې د مشورتي لویې جرګې ناچاپ اثر

(Visited 87 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.