The news is by your side.

د ماشومانو روزنه/ سید عبیدالله

0

ماشومان د لاسه څخه ونیسۍ او قدم په قدم یي ،د معرفت د دنیا په لور روان کړئ .د دوی د ذهنونو څخه د  انسان وژنی ریکارد پا ک کړئ .د دوی په ور کوټي زړونو کې د همدا اوس څخه د معرفت شمعی روښانه کړئ . دوی په علم او پوهنه کې ، هغه مدارجو یا پوړیو ته ورسوئ . چی د نن ورځي د بشری ټو لني تمه ده . او د عصر او زمان په علومو باندی یی سمبال کړئ .د دوی د زړونو او ذهنونو په پاکه نړۍ کې د مهر او محبت ، او وفا ګلونه و کرئ .دوی د جنګ د فاجعو او د کینو له بد بختیو څخه وژغورۍ ،د دوی بشری عواطف او احساسات داسی وروزئ ،چی په ټولنه کې د ټولو دردمنو ،غمجنو،او کړیدلو انسانانود پاره په کار شي .او سبا ورځي د بشر ریښتیني غمخوارانو سره د جهل او نادانۍ د له مینځه وړلو له پاره په یوه سنګر کې ،اوږه په اوږه وجنګیږي ، او زمونږ قام ته دا ویاړ په برخه شي .چي په دي نا مساعده حلاتو کې ،مونږ خپل بچیان داسی وروزل،ځکه زمونږ د بچیانو په واړه ذهنونو کې، لا تر اوسه ،د توپونو، ټانکونو، د جهازونو، او مخربه سلاګانو درزارۍ پاتی دی .د دوی شوق او ذوق د ټوپک او جنګ لورته زیات دی .او د روسانو او د کرملین د با دارانو تحفه ده ،چي په دي شلمه پیړئ کې یي زمونږدي سوله دوسته ملت ته وروبخښله .او دا په آخور کې لوی شوی زمامداران،او د مدنیت نه لیري وحشیانو ،او ځناورو داسی یوه تحفه راوړه،چی د پیړۍ د شان سره سمون نه خوری ،روسانو په خپلو دي ناقصو نظریاتو ، او بی تدبیره کارونو،ډیر تاوانونه،خپل ځانونه ته واړول،او خپل ملت یی هم دړی وړی کړو.چی ټوله نړۍ یی ننداره وکړه .مونږ ته په کار ده ،چی د ماینونو د ایستلو تر څنګه هغه ماینونه چی زمونږ د ماشومانو، په ذهنونوکې ښخ دي هغه هم و کاږو ،ځکه هغه ماینونه کې د انسانانو پښي او لاسونه قطع کوی ،یا افغانان له مینځه وړي ،دا د ذهنونو ماینونه ټول عالم بشریت ته مضر دي ،

 

(Visited 168 times, 1 visits today)
Leave A Reply

Your email address will not be published.