The news is by your side.

د مخالفتونو باوجود هم جرګه بریالۍ وه

0

ګلرحمن رحماني_

په داسې حال کې چې افغان حکومت په هیواد کې د تل پاتې سولې لپاره ډېرې هلې ځلې وکړې، خو بیا هم په هیواد کې تل پاتې سوله رانغله ،خو دا ځل افغان حکومت د سولې لپاره لویه مشورتي جرګه جوړه کړه چې د هیواد له ګوټ ګوټ څخه کابو  درې زره او دوه سوه ګډونوالو خپل نظریات وړاندې کړل تر څو د بین الافغاني سولې لپاه افغانان خپل تصمیم پخپله ونیسي .

د سولې مشورتې لویه جرګه د لویې جرګې خیمې په تالار کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د دوشنبې په ورځ په داسې حال کې پرانیسته چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله په ګډون یو شمیر سیاسی څېرو او د راروانو ولسمشریزو انتخاباتو لپاره ۱۲ کاندیدانو دا جرګه غیر قانوني وبلله او د سبوتاژ کولو هڅه یې کوله، خو په دغه چاره کې بریالي نشول .

هغه نوماندانو چې ځانونه یې راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند کړي، دوی پر دی باور درلوده چې دغه غونډه د سولې لپاره نه بلکی د ولسمشر محمد اشرف غنی له خوا انتخاباتی کمپاین ده . په همدی هدف افغان ولسمشر محمد اشرف غنی د چارشنبی ورځ معترضینو ته په ځواب کې وویل (زه دلته کمپاین ته نه یم راغلی ، که کمپاین می غوښت نوم می ورته لویه جرګه نه کیښوده) .

دغی جرګې سره طالبانو هم پریکون اعلان کړی او د طالبانو ویاند زبیح الله مجاهد رسنیو ته په استول شوی پیغام کې ویلی چې دغه غونډه د وخت ضایع کول او د حکومت د نیمګړو برنامو تطبیقول دی ، معلومه خبر ده هر کله چې افغان حکومت د سولې لپاره یو اقدام وکړی طالبان یو ډول نوم ورکوی خو که موږ په مشورتی لویی جرګې کی د غړو ټاکلو ته وګورو نو معلومیږی چې پدغه غونډه کې حکومت هیڅ ډول دخالت نه کوی بلکی حکومت دا زمینه ورته برابره کړه تر څو هغه اشخاص چې د خلکو په رایه باندی ټاکل شوی وی د هغو  امنیت وساتی .

مشورتی لویه جرګه په ۵۱ کمیټو باندی وویشل شوه او د هری کمیټی ریسان او مرستیالان د موجوده اشخاصو د رایو له لاری په ازاده او دیموکراتیکه فضاء کې وټاکل شول ، د کمیټو داخلي ټاکنو په ډاګه کړه چې د جرګې په چارو کې هیڅ رسمي او غیررسمي حکومتي ادرس مداخله ونه کړه او هر څه د جرګې د غړو د خوښی مطابق په شفاف ډول پر مخ لاړل .

که موږ په مشورتی لویه جرګه کې له لرو پرتو سیمو څخه د خلکو پراخ ګډون ته وګورو نو دا په ډاګه کوی چې افغان ولس له جګړی او جګړه مارو ستړی شوی او نه غواړی چې د هغو ډلو او ټپلو ملتیا وکړی چې د جګړی پر دوام ټینګار کوی . د دغی جرګې د جوړیدو تر ټولو مهم هدف دا و چې د دولت له مخالفینو (طالبانو) سره څنګه او پر کومو شرایطو سوله وشی ؟ ځکه طالبان هر ځل د سولې لپاره جلا جلا شرایط وړاندې کوې خو افغان حکومت هر وخت د دوی شرایط منلی او د مختلفو غونډو له لاری یې پر طالبانو غږ کړی چې موږ باید هر څه د خبرو له لاری حل کړو ځکه جګړه د حل لار نده بلکی اوسنی جګړه افغان وژنه ده په هر هغه څه چې ته نیوکه لری موږ ته یی واضح کړی تر څو موږ هغه په ګډه د خبرو له لاری حل کړو .

د دغی جرګې د جوړیدو بل هدف دا و چې له طالبانو سره پر هغو مواردو خبری وشی چې عام ولس یې غواړی ، پدغه جرګه کې د راټول شوو اشخاصو غوښتنه دا وه چې باید طالبان او حکومت اوږد مهاله اوربند وکړی او د اوربند پر مهال دواړه لوري (حکومت او طالبان) د بین الافغاني سولې لپاره خبري اتري وکړی تر څو په افغانستان کې تل پاتی سرتاسری سوله راشی .

(Visited 51 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.