The news is by your side.

د مریض پوښتنه – مرض، او د مریض د سختیو اجر

دكتور محمد عبدالرحمٰن العريفى

0

ژباړن: میوند محمد جمال

آيا مونږ د مريض پوښتنه د هغه مال لپاره كوو؟

آيا مونږ ديوه غريب پوښته د دې لپاره كوو، چې هغه زړور دى؟

مونږ د يوه كمزوري پوښتنه د څه لپاره كوو؟ آيا مونږ د هغه د نسب او ښايـست له امله د هغه پوښتنې ته ورځو؟.

نه داسې نه ده كوم خلك چې رښتوني مسلمانان وي هغوى د انسان، مال ، نسب او طاقت ته نه ګوري او مريض چې هغه په هر حال وي پوښتنه یې د دې لپاره كوي ترڅو الله جل جلاله اجر او ثواب وركړي.

د ثوبان رضى الله عنه نه روايت دى چې  وایې: رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل: «من عادمريضا لم يزل فى خرقة الجنه حتى يرجع»

ژباړه:  «چا چې ديوه مريض پوښتنه وكړه هغه به تر هغه په جنت كې وي ترڅو چې د مريض څخه تللى نه وي» مسلم

د حضرت على كرم الله وجهه نه روايت دى، چې  وایې : ما د رسول الله صلى الله عليه وسلم نه واورېدل چې هغه فرمايل:

ژباړه: «كوم مسلمان چې په سهار كې دبل مريض مسلمان پوښتنې ته ورشي تر ماښامه ۷۰ زره فرښتې هغه ته دعا كوي او څوك چې د کوم مسلمان پوښتنې ته د شپې ورشي تر سهاره د هغه لپاره اويا زره فرښتې دعا كوي او هغه ته په جنت كې الله جل جلاله يوباغ وركوي» (ترمذى) د ام سلمة رضى الله عنها نه روايت دى چې وایې: رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل:

ژباړه: «كله چې تاسو د كوم مريض پوښتنې يـا  كوم مړي ته ورځى نو هغه ښه يادوى، تاسو چې هلته څـه وايى فـرښتې په هغه آمين وايي» مسلم

د ام المؤمنين بى بى عايشې نه روايت دى چې وایې : رسول الله صلى الله عليه وسلم به چې كله د كوم مريض پوښتنې ته ورته او يا هم هغه ته كوم مريض راوستل كېده هغه عليه السلام به ورته ويل:

«اذهب البأس رب الناس، اشف، انت الشافى، لا شفاء الا شفاءک، شفاء لا یغادر سقما»

ژباړه: «اى  دخلكو ربه! ته دغـه تكليف لرې كړې، ته شفاء وكړه، همدا ته شفاء وركونكى يې، شفاء خو هاغه شفاء ده چې ته يې وركوي ته داسې شفاء  ورکړي چې هغه يو مرض هم پرې نږدې» (بخاري- مسلم)

(Visited 20 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.