The news is by your side.

د معلم د ورځې خاطره

عظم الدین علیمي

0

په 1345 لمريز کال کې مې د معلم په ورځ تر 3000 زيات حاضرين وخندول.
د حربي ښوونځي د يوولسم ټولگي متعلم وم. په ښوونځي کې د معلم ورځ لمانځلی شوه. ما هم يو نظم ليکلی و چې سرليک يې د معلم او متعلم سوال ځواب و. د نظم منځپانگه که څه هم په ظاهر کې کوميډې ښکارېده, خو په واقعيت کې تراژيک نظم و. د ښوونکو په وسيله د متعلمينو په وهلو ټکولو انتقاد هم پکې ځاي شوی و. په هغه کال د هيواد په شمالي ولايتونو کې د کاختۍ (قحطۍ) ملخانو کرنې ته سخت زيان اړولی و. د غلې دانې کمبود و, د افغانستان حکومت له کاناډا څخه جوار او له امريکا څخه غنم غوښتي و. ټول نظم مې په ياد نه دی, يوازې د سر او آخر بيتونه مې يو څه په حافظه کې دي او هغه داسې وو:
متعلم:
معلمه پرېږده ما چې زلفې د ليلا يادې کړم
په تصور کې يې خوږې شونډې زيبا يادې کړم
معلم:
بچيه خوږ وطن ليلا اشنا کتاب ولره
وهمونه پرېږده حقيقت په لور شتاب ولره
په پاي کې معلم داسې ويلي و:
موږ د خيرات د جوارو طمعه کاناډا نه کوو
سوال د يو څو منه غنمو امريکا نه کوو
ته نه شرميږې چې لا زلفې د ليلا يادوې
په تصور کې يې خوږې شونډې زيبا يادوې

نظم اوږد و او په هره برخه کې يې د لاسونو له پړکا سره خندا ملگرې وه.
د حربي ښوونځي قوماندان, بريد جنرال ارکانحرب محمد عثمان هم د خندا شين و.
هغه مهال د عکاسۍ عصري سيستم شتون نه درلود. د ښوونځي ادارې په ميوند واټ کې له يوې عکاسخانې څخه عکاس راغوښتی و. د نظم تر لوستنې وروسته عکاس راته وويل که عکس دې غواړې بيا عکاسخانې ته راشه. د جمعې په ورځ عکاسخانې ته ورغلم او عکس يې راکړ.
په لاندينۍ عکس کې هغه مهال د ح.ښ.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

استاد جگړن سيد صالح محمد خان مشهور په افندي آغا, عظم الدين عليمي او عکاس ليدل کېږي.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
هغوي چې په حربي ښوونځي کې زما ښوونکي وو, که ژوندي وې د ښوونکي د ورځې مبارکي ورته وايم او د هوسا اوږده عمر هيله يې کوم. هغوي چې له دې فانې نړۍ يې رحلت کړی دی له الله پاک څخه ورته فردوس جنت غواړم. دوه ډېر گران معزز استادان مې يو په ناروې کې استوگن محمد ناصر پويا او بل په دنمارک کې ميشت عبدا لرشيد اندړ دي. دغو دواړو درنو استادانو ته له پاک خداي(ج) څخه اوږد او هوسا ژوند غواړم.

(Visited 23 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.