The news is by your side.

د ملت حافظه دومره ژر نه پاکېږي

خوشال خلیل

0

د ملت حافظه دومره ژر نه پاکېږي، د سولې بحث او په عمل کې سولې ته کار چا وکړ او څوک ورته صادق دي په دې ملت پوهېږي.
ښه مې یاد شي یو وخت چې ولسمشر غني نوی وټاکل شو او د سولې هلې ځلې یې پیل کړې، د ډاکټر عبدالله ډلې به ویل، غني فاشیست دی او غواړي طالبان بیا واک ته ورسوي او له زندانونو طالبان آزاد کړي. خو نن څه وشول چې عبدالله او د ټیم عمده غړي یې ځان د سولې درجه یک حاميان بولي؟ 
کله چې کرزی په واک کې و، قطر کې یې د طالبانو جنډه لا پرېنښوده او دفتر یې پرې بند کړ، هغه وخت زاخیلوال د مالیې وزیر و، د سولې باره کې یې چورت هم نه واهه او ټوله توجه یې ګمرکونو او فسادونو کې وه، خو اوس څه وشول چې د سولې سپینې کوتره ځانته وايي؟
غني چې حکمتیار سره سوله وکړه، همدا اوس ګوګل سرچ کړی درته به معلومه شي هغه چا یې چې مخالفت کاوه اوس تر نورو زیات د سولې چغې وهي. سوله فاسد سیاستوال نشي راوستلی، نه د ملت نمایندګي کولای شي، دوی چې هره ورځ زموږ د خلکو په استازیتوب له بهرنیانو سره زموږ د برخلیک په اړه ګوري دوی ته هیچا دا واک او صلاحیت نه دی ورکړی، اساسي قانون کې د جنګ او سولې واک یوازې برحال ولسمشر سره دی، کرزي له دغه صلاحیت ګټه وانه خیسته، اوس پریږدی چې غني څه کوي.
سوله هغه کسان چې تېر شل کاله یې دلته پروژې مخې ته وړلې او بیغمه یې پیسې جوړولې اوس چې دا هر څه پرې دریدلي، دوی سوله نشي راوستی، سوله او د سولې سپیڅلی شعار د دوی لپاره یوه پرده ده چې خپل کړي فسادونه پرې پټ کړي او ولس ته ځان سپینه ملایکه ثابته کړي.
سوله که راځي، په رڼا ورځ به راځي او خلک به ورته شرایط ټاکي چې څنګه سوله وکړي او څنګه یې بیا وساتي، سوله سپیڅلی کلمه ده او د دغسې مفسدو سیاستوالو په خبرو، نه د سولې بهیر خرابېږي او نه ګټه ورته رسېږي.
موږ ټول سوله غواړو، په سوله کې حتا د تېرو ټولو بې عدالتۍ حساب ورسره غواړو، یا یې لږ تر لږه له یاده نشو ویستی. هغه بې عدالتي که په نظام کې دننه چارواکو او سیاسیونو کړي وي، که له نظامه بهر طالبانو یا نورو کړي وي.
تېر شل کلن تاریخ د ملت له حافظې ژر نه پاکېږي، د ګمرکونو کمیشنکاران، د ناټو قراردادیان، ترجمانان او د باجوه او سلیماني خواخوږي، سوله نه غواړي نه یې راوستی شي.
د سولې د تړون تر لاسلیکه وروسته باید ټولې هغه پیسې چې دوی غلا کړي او د کاناډا، سویس او دوبۍ په بانکونو کې دي بېرته دولت ته ورکړي. هلته هغه اخیستې بنګلې هم باید بیرته خرڅې کړي. اخر سوله ده هر څوک باید خپلې غلاوې ښکاره کړي. سوله قرباني غواړي.

(Visited 30 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.