The news is by your side.

د ملي یووالي حکومت په دوره کې د جنايي پېښو کچه

0

د ستراتېژیکو او سیمهییزو څېړنو مرکز

تېره اوونۍ د کورنیو چارو سرپرست وزیر په یوه مطبوعاتي غونډه کې وویل چې په تېرو پنځو کلونو کې د افغانستان په کچه هره ورځ ۵۱ جنايي پېښې چې تر ډېره غلاوو، ټپي کېدو، او د وژلو موارد په‌کې شامل دي ثبت شوې دي. همدارنګه په دې غونډه کې د کورنیو چارو وزارت له جنايي جرمونو سره د مبارزې عمومي مشر مل پاسوال جمشېد رسولي وویل چې څه باندې ۶۲۰۰ مختلفې وسلې، له ۶۰ ټنه څخه زیات نشه‌یې توکي، زرګونه لېټره مشروبات، له ۷۷۲۰۰ جرمي پېښو مخنیوی او د بېلابېلو جرمونو په تړاو د نږدې ۱۱۵ زرو کسانو نیول کېدو سره سره بیا هم د تېرو پنځو کلونو په جریان کې [1]۹۲ زره جنایي پېښې ثبت شوي دي  د تېرو ۵ کلونو د جنايي پېښو شاليد ته په کتو سره، ولې دارنګه پېښې ورځ تر بلې زياتېږي؟ مهم لاملونه يې کوم دي؟  هغه موضوعات دي چې د ستراتېژیکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز د اوونۍ تحلیل کې بحث پرې شوی دی.

د ملي یووالي حکومت په دوره کې د ثبت شويو جنايي پېښو کچه

له تېرو پنځو کلونو راهیسې په هېواد کې د جنايي پېښو ګراف مخ په لوړېدو دی. د ۱۳۹۳ لمریز کال په آخرو درېیو ربعو کې په مجموعي توګه ۱۵۰۵۰ جنايي پېښې ثبت شوې وې، چې په۱۳۹۴ لمریز کال کې د جنایي پېښو کچه ۲۸۰۲۶ ته لوړه شوه؛ خو په ۱۳۹۵ لمریز کال کې د جنایي پېښو ګراف  نظر تېر کال ته راښکته شو چې په مجموعي توګه ۲۰۸۸۶ جنایي پېښې ثبت شوې وې، او په ۱۳۹۶ لمریز کال کې هم نظر ۱۳۹۵ لمریز کال ته په کمه اندازه د جنايي پېښو ګراف راښکته شو چې په مجموعي ډول باندې ۲۰۱۸۱ جنایي پېښې ثبت شوې وې.د مرکزي احصائي د فصل‌وارو احصائیوي شاخصونو له مخې، په [2]۱۳۹۷ لمریز کال کې ۱۰۸۵۱ پېښې ثبت شوې دي؛ خو دا یوازې د ۱۳۹۷ لمریز کال د لومړیو دوو ربعو ارقام دي او د وروستیو (درېیمې او څلورمې) ربعې شمېرې د راپورونو د نه خپرېدو له کبله، نه دي پکې شاملې شوې.

که د [3]۱۳۹۷ کال ربع‌وارو ارقامو ته وګورو، نو جوتېږي چې د لومړیو دوو ربعو مجموعي ارقام ۱۰۸۵۱ بیا هم د تېر کال (۱۳۹۶) د لومړیو دوو ربعو په پرتله لوړ دي؛ ځکه د [4]۱۳۹۶ کال په لومړیو دوو ربعو کې تقریباً ۹۹۸۰ جنايي پېښې ثبت شوې وې.

پورته چې د جنايي پېښو په تړاو څومره کوم ارقام وړاندې شوي، یوازې ثبت شوې پېښې دي او ناثبت شوې پېښې نه دي پکې شاملې.

الف جدول:                                     په تېرو پنځو کلونو کې د جرایمو شمېرې

2 ربعې-1397 1396 1395 1394 3 ربعې 1393 جرم ډول شماره
1185 2515 2289 3367 1628 وژل 1
131 312 342 270 185 لوټماري 2
79 185 229 380 149 تښتول 3
2649 3593 4869 4071 2610 غلا 4
4 10 18 44 3 اختلاس 5
6 11 14 389 22 د بندیانو تښتېدل 6
631 1270 1195 1492 626 قاچاق 7
6 19 44 59 0 بډې 8
64 184 121 173 146 جیب وهل 9
1498 3348 3508 6336 2311 ټپیکېدل 10
223 405 376 792 317 زنا 11
72 272 294 310 95 جعل 12
4303 8048 7587 10343 6749 نور جرمونه 13
10851 20181 20886 28026 15050 مجموعه 14

                 ماخذ: د افغانستان احصائیوي کلني راپورونه (۱۳۹۳- ۱۳۹۶) او ربع‌وار احصائیوي شاخصونه (۱۳۹۷)

 ناثبت شوې جنايي پېښې

په لرې پرتو سیمو کې د دولت کمزوری حاکمیت، په عدلي او قضایي ارګانونو کې اداري فساد، د مجرمینو نه نیول کېدل او یا هم بېرته خوشي کېدل او په هېواد کې  د سیاسیونو سره د مجرمینو اړیکو ته په کتلو سره، د جنایي پېښو ريښتینې شمېرې له پورته یادو شویو شمېرو لوړې دي.

پر پولیسو بې‌باوري، د ځواکمنو مجرمینو نه نيول کېدل، د مجرمینو تر شا پټ سیاسي لاسونه او مافياوې، په عدلي او قضايي ارګانونو کې اداري فساد. او په لرې پرتو سيمو کې د دولت د حاکميت نشتوالی، چې په دې اړه په ۲۰۱۶ م کال کې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د سرمفتش ادارې راپور خپور کړ چې افغان حکومت یوازې په [5]۵۷ سلنه خاوره باندې حاکمیت لري نو له دې معلومیږي چې افغان حکومت په هغه سیمو کې چې حاکمیت نلري نو په هغه سیمه کې چې جنایي پېښې تر سره کیږي په ثبت شویو شمېرو کې شاملې نه دي نو داسې معلومیږي چې ریښتیني جنايي پېښې له پورته یادو شویو شمېرو لوړې دي.

جنايي پېښو د زياتېدو عوامل

جنايي پېښې په مشخصه توګه څو ځانګړي عوامل نه لري، بلکې د هرې [6]جنايي پېښې عوامل له بلې سره توپير لري؛ خو بیا هم په عمومي توګه اقتصادي، ټولنیز، قضايي او سیاسي عوامل د جنايي پېښو د زياتوالي د لاملونو په توګه يادولی شو:

  1. اداري فساد

اداري فساد د جرمونو د کچې په لوړوالي کې مهم عامل بلل کېږي. د شفافیت نړېوالې ادارې د ۱۳۹۷ کال د کلني راپور له مخې، افغانسان په اداري فساد کې  [7]نهم هېواد یاد کړی او د افغانستان د روڼتیا څار ادارې د ۱۳۹۷ کال د سروې له مخې، په افغانستان کې عدلي او قضايي ارګانونه او پولیس تر ټولو ډېر په فساد کې ښکېل بللي دي. په هرو څلورو افغانانو کې یوازې یو یې پدې باور دی چې په دولتي ادارو کې د فساد په کمښت کې یو څه پرمختګ شوی دی. د سروې له مخې په تېرو دولسو میاشتو کې له ۲۵[8] سلنه ډېر افغانان د اداري فساد سره مخ شوي دي. دا چې د عدلي او قضايي ارګانونو ترڅنګ پولیس هم په فساد کې تر ټولو زيات ښکېل دي، دا بیا مجرمینو ته فرصت برابروي، چې د رشوت په بدل کې ځانونه خوشي کړي، له بلې خوا د امنيتي ځواکونو غیرمسلکي‌توب هم د دې لامل شوی، چې د دارنګه پېښو په مخنيوي کې پاتې راشي او حتی په ځينو مواردو کې د دا ډول جرايمو په ارتکاب کې، له مجرمينو سره ملګري وي.

  1. ناقانونه وسلوالې ډلې

همدا راز د ځینو امنیتي چارواکو په اند د جنايي پېښو يو اساسي لامل له ګاونډیو هېوادونو څخه په قاچاقي توګه د غیرقانوني وسلو راوړل دي، چې په جنايي پېښو کې ترې ګټه اخستل کیږي.خو د دې ترڅنګ په زياتو سيمو کې سيمه‌ييز زورواکي او نامسؤوله وسله‌وال، چې معمولا د حکومت له جګپوړو چارواکو سره تړاو لري، د دغو جرايمو په ترسره کولو کې ستر رول لري. چې څه موده وړاندې کورنیو چارو وزارت د هغه کسانو نوملړ خپور کړ چې ناقانونه وسلوالې ډلې یې جوړې کړې دي خو په اړه یې تر اوسه پورې هېڅ نوع عملي اقدام نه دی تر سره شوی.

  1. کلتوري یرغل

که د جنايي پېښو وروستیو ارقامو ته وګورو نو جوته به شي، چې په هېواد کې د غلا، قتل او زنا  پېښې د زیاتېدو پر لور دي. [9]د بېلګې په توګه د ۱۳۹۸ کال د ثور میاشتې په ۱۴ مه نېټه باندې د کندز ولایت په ابدان دښته کې د عامه نظم پولیسو د امام صاحب د ولسوالۍ اوسیدونکې یوه د پاخه عمر میرمن د لویې لارې پر سر  له موټر ښکته کړې او بیا یې جنسي تیری پرې کړی. په ډېری توګه د دغو ناوړه پېښو تر شا د وروستیو ۱۸کلونو بې‌سانسوره رسنۍ او د نورو هېوادونو له خوا کلتوري یرغل ستر عامل بلل کېږي. د مشهورو تلویزونونو له خوا چې له بېلابېلو لورو څخه تمويلېږي، غیر اخلاقي سریالونه او غيراخلاقي فلمونه  چې زموږ په ټولنه کې اخلاقي ګډوډي رامنځته کړې.

د دغو رسنيو له خوا په دوامدار ډول زموږ د ټولنې ديني ارزښتونه ټکول کېږي او پر ځای يې د اخلاقي فساد ترويج ته لمن وهل کېږي، په داسې حال کې چې د جنايي جرمونو په ټيټوالي کې يو ستر مرستندوی عامل، په رسنيو کې له مبتذلو نشراتو مخنيوی او پر ځای يې د مفيدو او د عامه پوهاوي لوړوونکو نشراتو خپرېدل بلل کېږي.

  1. فقر او بې‌کاري

په بنسټیزه توګه د ځینو جرمونو په تېره بيا وسله‌والو غلاوو تر شا وزګارتیا او بې‌کاري هم لوی لامل دی. په دې تړاو ډېری پوهانو څېړنې او نظریې هم وړاندې کړې دي، چې د جرمونو او وزګارتیا یا لږو امتیازاتو ترمنځ د اړيکو ښودنه کوي. کله چې وزګارتيا زياته شي، په قانوني ډګر کې د پيسو لاسته راوړل محدودېږي او له ناقانونه لارو څخه د پيسو لاسته راوړل (جرمونه) زياتېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د هېواد د نفوس نیمایي (۴۹.۶۶[10]) سلنه یې د کار په شرایطو برابر کسان دي چې له دې جملې څخه یې ۳۰.۷ سلنه بېکاره دي د مرکزي احصائې د سروې په اساس چې په ۱۳۹۷ لمریز کال کې یې تر سره کړې ده موندنې ښه‌یي چې  ۵۴.۵ سلنه وګړي د فقر تر کرښه لاندې ژوند کوي.همدا لامل دی، چې په ډېری سيمو کې ځينې خلک په غلاوو، اختطاف، لوټمارۍ او نورو جنايي پېښو کې ښکېل دي. د دې ترڅنګ کورني تاوتريخوالي هم په ډېری مواردو کې له اقتصادي ستونزو سره تړاو لري.

 سپارښتنې

څرنګه کولای شو چې په هېواد کې د جنایي پېښو کچه راکمه کړو په دې اړه لاندې ګامونه اړین دي:

  • د منبر او د رسنیو له لارې د جرم قباحت او د حق العبد د ضایع کولو سخت عواقب په مناسب او مسلسل ډول تبلیغ شي؛ ځکه چې دیني انګېزه ژوندي کول د جرمونو په کنټرول کې ډېره ستره ونډه لرلی شي.
  • په عدلي او قضایي او امنیتي ارګانونو کې د فساد د مخنیوي لپاره د اغېزناکو پالیسیو او پلانونو جوړول او تطبیق کول یې.
  • د جنایي پېښو ضد ارګانونو تقویه او د کارکوونکو مادي او معنوي برخو ته یې جدي پاملرنه.
  • د وزګارتیا د کچې د ټېټېدو لپاره هڅې او په مجموع کې د هېواد د اقتصادي وضعیت د ښه والي لپاره د بنسټیزو کارونو تر سره کول.
  • بې د کوم تفاوت څخه په مجرمینو باندې د قانون تطبیق.
  • د تېرو ۱۸ کلونو د جنایي پېښو په تړاو ارقام راټول شي؛ دې ارقامو له مخې د جنایي پېښو عوامل په نښه شي او بیا د هغو عواملو د له منځه وړلو لپاره جدي هلې ځلې وشي.

پای

[1] https://www.pajhwok.com/dr/subscription-required?redirect_from=544645

[2] http://cso.gov.af/Content/files/%D8%B3%D8%A7%D9%84%D9%86%D8%A7%D9%85%D9%87%20%D8%A7%D8%AD%D8%B5%D8%A7%D8%A6%DB%8C%D9%88%DB%8C/%D8%B3%D8%A7%D9%84%2096/Pashto%20Statistical%20Yearbook%201396-ilovepdf-compressed%20(1).pdf

[3] http://cso.gov.af/Content/files/%D8%B3%D8%A7%D9%84%D9%86%D8%A7%D9%85%D9%87%20%D8%A7%D8%AD%D8%B5%D8%A7%D8%A6%DB%8C%D9%88%DB%8C/%D8%B3%D8%A7%D9%84%D9%86%D8%A7%D9%85%D9%87%2097/%D8%B3%D8%A7%D9%84%D9%86%D8%A7%D9%85%D9%87%20%D8%A7%D8%AD%D8%B5%D8%A7%D8%A6%DB%8C%D9%88%DB%8C%2097.pdf

[4] http://cso.gov.af/fa/page/1500/4722/2016-17

[5] https://www.kabulnews.af/pashto/index.php/afghanistan/10043-2017-02-01-15-03-06

[6] https://pa.azadiradio.com/a/29851505.html

[7] https://www.dw.com/fa-af/%D8%A7%D9%81%D8%BA%D8%A7%D9%86%D8%B3%D8%AA%D8%A7%D9%86-%D8%AF%D8%B1-%D8%B4%D8%A7%D8%AE%D8%B5-%D8%AC%D9%87%D8%A7%D9%86%DB%8C-%D9%85%D8%A8%D8%A7%D8%B1%D8%B2%D9%87-%D8%A8%D8%A7-%D9%81%D8%B3%D8%A7%D8%AF-%D9%86%D8%B3%D8%A8%D8%AA-%D8%A8%D9%87-%D8%B3%D8%A7%D9%84-%DA%AF%D8%B0%D8%B4%D8%AA%D9%87-%DB%8C%DA%A9-%D8%A7%D9%85%D8%AA%DB%8C%D8%A7%D8%B2-%D8%A8%DB%8C%D8%B4%D8%AA%D8%B1-%DA%AF%D8%B1%D9%81%D8%AA%D9%87-%D8%A7%D8%B3%D8%AA/a-47273832

[8] https://iwaweb.org/pa/wp-content/uploads/2019/01/NCS-Pashto__final.pdf

[9] https://www.nunn.asia/144145/%D8%B4%D9%85%D8%B4%D8%A7%D8%AF-%DA%A9%D9%86%D8%AF%D8%B2-%DA%A9%DB%90-%D8%AF-%D8%B9%D8%A7%D9%85%D9%87-%D9%86%D8%B8%D9%85-%D9%BE%D9%88%D9%84%DB%8C%D8%B3%D9%88-%DA%9A%DA%81%D9%87-%D9%84%D9%87-%D9%84/

[10] http://www.taand.com/archives/126958

(Visited 12 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.