The news is by your side.

د مولوي مفتي ثاقب افغان د لا وېښتيا او سياسي پوهاوي په پار

سيد حسين پاچا

0

د مولوي مفتي ثاقب افغان د لا وېښتيا او سياسي پوهاوي په پار :

د سبوتاژ پړه به پر رياست او طالبانو وي نه پر ولسمشر غني

تېر ته په کتو زموږ ګاونډيو د ملګرو ملتونو هڅې سبوتاژ کړي

د پخواني ولسمشر ډاکټر نجيب وژنه هم د هماغو سبوتاژونو پايله وه چې رياست د طالبانو په نوم ولوبوله

فاسألوا أهل الذکر ان کنتم لاتعلمون [النحل : ۴۳]؛

نوټ : ….زموږ د مفتي صاحب د لا سياسي وېښتيا او پوهاوي لپاره دومره اړينه بولم چې منحيث يو مفتي دې د پورته قرآني ارزښتونو په رڼا کې يوځل پخپله استخباراتي لوبه او د پرديو په تپل شوې جګړه کې له سره سوچ وکړي چې د کرنيل امام د کتاب له مخې ((د افغانستان د جهاد داستان))، ”تلک خرس يا حقايق پُشت پردهء جهاد افغانستان“ او داسې نورو پر بنسټ خو به تېروتلي نه وي؟ که شعوريان ”حزب اسلامي، جمعيت اسلامي او د نظار شوری“ ترې ښاد شوي وي، نو ناشعوره طالبان وحقانيان به ترې هم ښاد شي.

ښاغلی مفتي ثاقب،

کرنيل امام پخپل کتاب ”د افغانستان د جهاد داستان“ کې داسې وايی :

۲۵ – ۲۶ مخونه

د افغانستان جهاد په اړه د امريکا او پاکستان ترمنځ د خبرو اترو دا لړۍ همداسې روانه وه چې د جيمي کارټر د ولسمشرۍ دوره هم پوره شوه او ريګن د امريکا د نوي ولسمشر په توګه واک ته ورسېد له يو تفصيلي راپور او ارزونې وروسته ولسمشر ريګن خپل مشاور او د سي ای ای مشر ويليم کيسي پاکستان ته را ولېږل، هغوی مونږ ته د هر ډول مرستو وړانديز وکړ او زياته يې کړه چې د هر ډول همکارۍ له پاره امريکا تاسو سره ده، خو جنرال ضياالحق په ډېر مېړانه ځواب ورکړ چې روان بهير چې څنګه روان دی همداسې يې پرېږدئ او تاسو په کې هېڅ مداخله مه کوئ مونږ پوهېږو چې څه وکړو؟  ضياالحق دا هم ورته وويل چې که زمونږ په کارونو کې تاسو ته کوم مشکل ښکاري نو تاسو راته لارښوونه وکړئ باقي د پاکستان پوځ هرڅه مخ ته په سمه توګه وړي

۴۳ – ۴۴ مخونه

کرنيل امام زياتوي :

هغه ډول چې مونږ غوښتل د مجاهدينو حکومت هغسې جوړ نه شو، مونږ خو دا ګڼله چې افغانستان به د پاکستان لکه د پنځمې صوبې په شکل وي مونږ به د يو ښه ګاونډي هېواد په توګه له دې سيمې هر ډول ګټه اخېستلای شو او دا جعرافيه به کله هم زمونږ په خلاف بيا استعماله نه شي او نه به هم د پاکستان دښمن دلته د پښې کېښودو د ځای پيدا کولو جوګه شي خو دا هرڅه يو خوب شول او مونږ په تش ميدان پاتې شوو.

مونږ ډېر کوشش وکړ چې د جمعيت اسلامي او حزب اسلامي په مشرۍ افغانستان يو سياسي حکومت جوړ کړي خو ددوی ترمنځ اختلاف، جنګونو او شخړو مونږ په يو بل فکر مجبور کړو او دا مو د ځان له پاره يوه ښه لاره وبلله چې د طالبانو ملاتړ وکړو او يوه سيمه د ځان له پاره خوندي پيدا کړو.

جېنوا معاهده، ضياءالحق او افغان جهاد

۳۸ – ۴۴ مخونه

ضيا صيب زمونږ ملګرو ته د هر ډول همکارۍ راکولو ډاډ راکړی وو او حوصله يې راکوله چې کله لږه نوره سختي هم وګالو پاکستان له يو مشکل وخت نه وباسو او بيا به په دې سيمه ”زمونږ د بيرغ واکمني وي“.

ضياالحق صيب له کودتا پوره اته کاله وروسته خپله وفا پوره کړه او په پاکستان کې د ټاکنو له پاره يې اعلان وکړ، خو بيا هم ځينې سياسي ډلو مخالفت وکړ او په دې سره سياسي کړکيچ لا پسې زيات شو.

خو د ټاکنو په پايله کې سياسي قيادت د محمد خان جونېجو د لومړي وزير په توګه وټاکل شو، محمد خان جونېجو د ايوب خان په وخت کې هم حکومت سره د مواصلاتو د وزير په توګه کار کړی و، ضياصاحب داسې ګڼله چې نوموړی به له دسره ډېر هم فکره وي او په دې توګه به پاتې کارونه سم مخ ته لاړ شي، خو داسې ونه شول او د ځېنو نورو مسايلو ترڅنګ د جېنوا معاهدې په اړه د دواړو ترمنځ شديد اختلافات رامنځ ته شول.

زه چې وايم امريکا له مونږ سره تل جفا کړې او مونږ يې تل په خپلو کې په جنګ اچولي يو، نو دلته وايم کنه چې ډېر ژر د امريکا سياسي قيادت د محمد خان جونېجو سره خپل روابط پاخه کړل او له هغه يې د جنېوا معاهدې په اړه همکاري وغوښتله.

ضيا صيب د جنېوا معاهدې سره جوړ نه وو، هغه نه غوښتل چې د دومره لوی بری نه وړاندې په داسې شکل مونږ دې جنګ نه په شا شو چې اتيا سلنه د ګټې پرېکړه يې زمونږ په حق کې کېدله.

ضيا صيب نه غوښتل چې د جنېوا معاهده دې د افغان جهاد لاسته راوړې ثمره ضايع کړي بلکې هغه وخت د پاکستان پوځي قیادت نظر دا و چې قيادت بايد جهادي ډلو ته وسپارل شي خو داسې ښکارېده چې امريکا له دې سره جوړه نه وه، او د امريکا له پاره دا مهمه وه چې د جنېوا معاهده لاسليک شي او په هغې کې د پاکستان موجوديت هم يې ضروري ګڼلو.

هغه وخت هم زمونږ دا خيال و چې د دغې معاهدې په امضا سره امريکا پاکستان بدنامول غواړي او خپلونورو مقاصدو ته رسېدو له پاره په يو داسې کار لاس پورې کوي. خو بدقسمتي دا وه چې مونږ سره چا لومړي لاس معلومات نه شريکول او بل مونږ هم دا د ځان له پاره غوره ګڼلې وه چې څه کېدونکي دي بس مشران شته او هغوی پوهيږي چې څه وکړي

مونږ خو د حکم تابع وو او هغه څه مو بايد کړای وی چې را سپارل شوي وو. که د جنېوا معاهده هغه ډول شوی وای څنګه چې د پاکستان پوځي قيادت غوښتله، نو زه باور لرم چې اوس به مونږ په افغانستان کې يو داسې ورور اسلامي هېواد درلودلای چې د پاکستان سلامتيا به په کې خوندي وی. ما په خپله د جهادي کمانډرانو او مشرانو نه اورېدلي و چې دوی به ويل مونږ د داوود خان او د کمونيسټانو غوندې حکومتونه نه جوړوو چې په خلکو ظلمونه او غير اسلامي کارونو ته دروازې خلاصوي، بلکې مونږ اسلامي نظام جوړوو د کوم له پاره چې مونږ وينې ورکړي دي او کلونه کلونه مو جګړې وکړې.

د جنيوا له معاهدې وروسته د پاک پوځ د مشرانو نظر دا وو چې د وزير اعظم په توګه د خان محمد جونېجو پاتې کېدل نور د پاکستان له پاره مناسب نه دي، خو ډېر وخت لا تېر نه وو چې د ضيا صيب د الوتکې د چاودنې پېښه رامنځ ته شوه او په دې توګه افغان جهاد ته يوه غټه صدمه ورسېده، امريکا په خپل هدف کې بريالۍ شوه روسيه له افغانستانه خپل پوځونه وويستل، افغان مجاهدين خپل هدف ته ورسېدل او د نجيب حکومت يې نسکور کړ خو د جنېوا د معاهدې د امضا له کبله تر ټولو نه جبران کېدونکی تاوان پاکستان ته ورسېد او د کلونو کلونو خوارۍ يې په اوبو لاهو شوې.

دا به تاريخ ياد ساتي چې خان محمد جونېجو افغان جهاد ته غټه ضربه ورسوله.

د روس له ماتې وروسته امريکا له افغانستانه سترګې واړولې او ټولې لانجې او ستونزې يې پاکستان ته پرېښودې چې پاکستان په کې خپل دوستان هم له لاسه ورکړل او په داخل د پاکستان کې هم بلا شی ستونزې وزېږېدلې. مجاهدين د يو اسلامي نظام په جوړولو کې پاتې راغلل، خپل منځي اختلافات د دې سبب شول چې د جهادي تنظيمونو سوچ د پاکستان په اړه خراب شي او د پاکستان مخالفو قوتونو ته د ګوتې کېښودو ځای پيدا شو.

هغه ډول چې مونږ غوښتل د مجاهدينو حکومت هغسې جوړ نه شو، مونږ خو دا ګڼله چې افغانستان به د پاکستان لکه د پنځمې صوبې په شکل وي مونږ به د يو ښه ګاونډي هېواد په توګه له دې سيمې هر ډول ګټه اخېستلای شو او دا جعرافيه به کله هم زمونږ په خلاف بيا استعماله نه شي او نه به هم د پاکستان دښمن دلته د پښې کېښودو د ځای پيدا کولو جوګه شي، خو دا هرڅه يو خوب شول او مونږ په تش ميدان پاتې شوو.

مونږ ډېر کوشش وکړ چې د جمعيت اسلامي او حزب اسلامي په مشرۍ افغانستان يو سياسي حکومت جوړ کړي خو د دوی ترمنځ اختلاف، جنګونو او شخړو مونږ په يو بل فکر مجبور کړو او دا مو د ځان له پاره يوه ښه لاره وبلله چې د طالبانو ملاتړ وکړو او يوه سيمه د ځان له پاره خوندي پيدا کړو.

هم هغه وو چې د مجاهدينو ترمنځ له يو اوږد څو کلن جنګ وروسته طالبان دخلکو له پاره د سولې د فرشتو په توګه را پيدا شول او په ټول افغانستان يې قبضه وکړه او مونږ ته يې د پاکستان د خونديتوب يو نوی فرصت په لاس راکړ.

۴۷ – ۴۸ مخونه

کرنيل امام ورپسې داسې زياتوي :

د استاد سياف له خوا عربانو سره ډېر ښه کمونېکېشن شوی وو او مرستو يوه لويه برخه د جلال الدين حقاني د دفتر او استاد سياف د دفتر له خوا تر لاسه کېدلې او دا هغه څه وو چې مونږ ته خواشينونکي وو.

په جلسه کې د اکثره مشرانو رايه دا وه چې ”د افغان جهاد د نګرانۍ مشري بايد تل د پاکستان لاس کې وي او بل هرڅوک که دې ميدان ته را ګډيږي، نو بايد د پاکستان له لارې خپل کارونه مخ ته يوسي.“.

د يو اوږد ميټينګ او بحثونو وروستو ماته يوه نوې نقشه په لاس کې را وسپارل شوه.

زه د پنځوسو په شاوخوا کې نوی کمانډران ټريننګ کړم، ددغو کسانو ځانګړتياوې هم را وښودل شوې، ”دوی بايد د عصري زدکړو پر ځای ديني زدکړې ولري“. ديني زدکړې يې هم بايد د نړيوالو عصري سيسټمونو پر ځای د مدرسو او جماعتونو له لارې تر لاسه کړي وي. زمونږ داسې کسان پکار وو چې هغه بايد دينداره وي او په دې فاني دنيا غولېدونکي نه وي.

مولوي محمد نبي محمدي چې د افغاني مجاهدينو لنډرانو په منځ کې تقوا دار او پاک مجاهد وو. له پاکستان سره يې خاص مينه وه او تل به يې مونږ ته د پاکستان د بقا دعا ګانې کولې.

مولوي محمد نبي ساده او مخلص انسان وو. د هرې مرستې له پاره به مو چې پرې غږ وکړ، نو نه يې نه کوله. د مولوي محمد نبي محمدي صيب ګروپ کې يوه ځانګړتيا دا وه چې د افغانستان زيات شمېر ديني عالمان په دې ډله کې وو او د مدرسو طالبانو به هم دې خوا ته ډېره مخه کوله. هغه رنګه اشخاص چې زما پکار وو هغه مې دلته پيدا کولای شول.

په همدې دوران کې مې په يوه جلسه کې د مولوي صيب محمدي نه دهمداسې ځوانانو غوښتنه وکړه چې زه بايد هغوی ته ځانګړې روزنې ورکړم.

نو ښاغلی مفتي ګله،

ضياءالحق :

پاکستان په خپل ګاونډ کې خپل سري او د پاکستان د ارزوګانو مخالف افغانستان د زغملو وړ نه بولي.

افغانان نه شي کولای د خپل جهاد سياسي نماينده ګي وکړي.

مکار ديکتاتور پروېز مشرف :

Musharraf: Pakistan and India’s backing for ‘proxies’ in Afghanistan must stop

In interview with the Guardian, former Pakistan president voices his support for Ashraf Ghani and hints that he cultivated the Taliban.

  • In an interview with the Guardian, Musharraf admitted that when he was in power, Pakistan sought to undermine the government of former Afghan president Hamid Karzai because Karzai had “helped India stab Pakistanin the back”. But now the time had come to “totally cooperate” with Ashraf Ghani, the Afghan president since September, who Musharraf believes is “the last hope for peace in the region”.

  • “In President Karzai’s times, yes, indeed, he was damaging Pakistan and therefore we were working against his interest. Obviously, we had to protect our own interest,” Musharraf said. “But now President Ashraf Ghani has come and he is trying to restore balance in Afghanistan. We must totally cooperate with him.”

نو زما مفتي ګله،

ماته خو داسې برېښي چې ښه پر يخ خويه شوي ياست او هسې وړيا او په پټو او وړندو سترګو مو د رياست تپل شوې اوږد مهاله جګړه په ډېر کم لګښت مخته يووړه. تاسې خو عالم ياست او مفتي هم ياست د خپل علم په رڼا کې تاسې وګورئ چې خدای مه کړه د اجرتي قاتلانو حکم خو به نه رانغاړئ؟

Prime Minister of Pakistan[edit]

Main article: 1984 Pakistani Islamisation programme referendum

In January 1985, President Zia-ul-Haq announced to hold nationwide general elections that would be based on non-partisanism– there have been political rumors that the U.S. President Ronald Reagan had a subsequent political role in such regards.:503[9]

Junejo was successful in defending his constituency from the Sanghar District and was known to be a religio-political missionary of Pir Pagara who had been leading his own political faction in SindhPresident Zia considered three names for the appointment of the Prime Minister that included: Ghulam Mustafa JatoiLiaquat Ali Jatoi and Junejo– all were from Sindh.[1] After consulting with Pir Pagara, President Zia hand-picked and appointed Junejo as Prime Minister through an invitation to form the civilian government in accordance to the revival of constitution.[10]

His mindset reflected a conservatism and was a powerful feudalist whom President Zia considered him to be ineffective in leading towards the decision-making processes.:97–98[11]:268[12]

After securing votes in the Parliament through the Vote of Confidence (VoC), he met with President Zia and reportedly asking him about the ending of the martial law.[1]

The martial law was eventually lifted on his repeated instances and announced his cabinet which saw the ouster of many of President Zia’s military members in the civilian cabinet.[1] He kept two ministerial departments of defence and interior.

Prime Minister Junejo’s social policies led to the political independence when he was appointed as the President of Pakistan Muslim League.[1][13] His policy also included the freedom of press despite opposition he faced with President Zia in this issue.[1] He gained popularity and significance for his daring stance and disagreement with President Zia over many issues that President Zia had been managing since his control over the government since 1977.[3]

On economic front, he took the austerity measures and ultimately halted the Islamization of Economy ran under the President Zia, which eventually put him at odds with President Zia.[1]

Junejo Event[edit]

In 1986–87, his political relations with President Zia began to deteriorated over the control over the foreign policy and daringly authorized his Foreign Minister Yakob Ali Khan to ratify the Geneva Accords that allowed the Russian retreat from Afghanistan.[1] In this regard, he had held a party conference that he invited the Communist Party and Pakistan Peoples Party to discuss to end the bloodshed in Afghanistan.:504[9] In 1987, he provided his political support and eventually used his pejorative to appointed Lieutenant-General Mirza Aslam Beg as vice-army chief, despite President Zia wanting Lieutenant-General Zahid Ali Akbar who was sent to DESTO.:73[14]

Prime Minister Junejo also stalled the fundamentalist legislation in an attempt to keep a leverage on President Zia.:504[9] Following the massive explosion near a hidden facility in Rawalpindi Cantonment that resulted in more than 100 lives lost, Prime Minister Junejo announced to call for a parliamentary inquiry to overlook the incident.[1]

On 28 May 1988, DG ISPR Brigadier Siddique Salik informed Prime Minister Junejo of President Zia holding the press conference the next day in this regards, terming it “very important.” On 29 May 1988, President Zia appeared on PTV News and surprisingly announced to have dissolved the Parliament, using the Eighth Amendment.[15] Many investigative newspapers and political gossips pointed that it was the inquiry report on the “Ojhri Camp disaster” that implicated the military members in Zia’s administration despite President Zia claiming of Junejo’s Government had been dismissed because the law and order situation had broken down to an alarming extent and the government could not be run in accordance with the Constitution.[16]:contents[17]

During the general elections held in 1988, he was unsuccessful for defending his constituency but was elected for the National Assembly general elections held in 1990 and remained head of the PML.[3]

In 1993, he was diagnosed of Leukemia and went to the United States for the treatment where he was treated at the Johns Hopkins Hospital in BaltimoreMarylandUnited States, where he died the same year.[7] He was brought and buried in his locality.[1]

His widow, Begum Junejo, died in Karachi on July 13, 2003, at the age of 60.[18]

نو ښاغليه مفتي ثاقب،

ستاسې د لا پوهاوي لپاره دا اړينه بولم چې د ضياء او جونېجو ترمينځ ولې سخت ټکر (اختلاف) راغی چې کرنيل هم ورته اشاره کړې، خو هغه پخپلو خبرو کې رښتينی نه دی او حق يې پټ کړی دی. دغه پورته معلومات به ستا لپاره بس وي.

په دې پورته معلومات دواړو کورنيو او بهرنيو کړنلارو، کورواکې سياسي واقتصادي خپلواکي، محتاطي ((محتاط پلوه)) او د اسلامي سختدريځۍ مخنيوی وو او ضياء د اسلامي سختدريځۍ ملاتړی وو چې په دې توګه د ځان لپاره د عايد يوه ښه سوړه ځانته پيدا کړي، لکه تر ننه چې روانه ده. د بېلګې په توګه هغه غوښتل چې په افغانستان کې د نورو ګوندو سره په ګډه وينې تويونې ته د پاي ټکی کښېږدي، خو ضياء پرې وار مخکې او پارلمان يې ونړولو، لکه دلته :

[[In 1986–87, his political relations with President Zia began to deteriorated over the control over the foreign policy and daringly authorized his Foreign Minister Yakob Ali Khan to ratify the Geneva Accords that allowed the Russian retreat from Afghanistan.[1] In this regard, he had held a party conference that he invited the Communist Party and Pakistan Peoples Party to discuss to end the bloodshed in Afghanistan.]]

نو ښاغلی مفتي ګله،

ستا به ياد وي او يا نه، کېدای شي چې هغه وخت به وړوکی وې.

روسانو چې کله د سولې د خبرو وړانديز وکړ چې له مجاهدينو سره مخامخ خبرې وکړي او مجاهدين د قضيې اصلي اړخ وو، نو ضياءالحق زموږ د نورو ټولو جهادي تنظيمونو په استازولۍ وهڅولو او له روسانو او د هغه وخت له حکومت (رژيم)) يې د سولې لار خپله نه کړه او د تشدد (جنګ) لاره يې خپله کړله. هماغه وو چې له موږ هغه وخت د ضياءالحق په لمسون (شيطانۍ) سياسي واک واختيار واخېستل شو او تر ننه يې رياست نه راکوي. اګر چې هغه وخت پير سيد احمد ګيلاني د دې ملاتړی وو چې موږ مجاهدين بايد له روسانو سره مخامخ خبرې وکړو، خو ښاغلي حکمتيار د ټولو په استازولۍ د ضياءالحق په زور استازولي وکړه او له روسانو سره يې د مخامخ خبرو وړانديز په لغته ووهلو او د تل لپاره د رياست په واک کې پاتې شو چې د کرنيل امام په خبره چې

مونږ ډېر کوشش وکړ چې د جمعيت اسلامي او حزب اسلامي په مشرۍ افغانستان يو سياسي حکومت جوړ کړي، خو د دوی ترمنځ اختلاف، جنګونو او شخړو مونږ په يو بل فکر مجبور کړو او دا مو د ځان له پاره يوه ښه لاره وبلله چې ”د طالبانو ملاتړ وکړو او يوه سيمه د ځان له پاره خوندي پيدا کړو“.

هم هغه وو چې د مجاهدينو ترمنځ له يو اوږد څو کلن جنګ وروسته طالبان دخلکو له پاره د سولې د فرشتو په توګه را پيدا شول او په ټول افغانستان يې قبضه وکړه او مونږ ته يې د پاکستان د خونديتوب يو نوی فرصت په لاس راکړ.

The Rise of Taliban

Rafiq Afghan has come out with detailed arguments with his own viewpoint which appeared in weekly Takbeer of March 02, 1995 (Pp. 17-20). Resume of this article is produced here-in-under:

The America CIA is involved in raising the Taliban through the British diplomats who have good knowledge about the people of Afghanistan against whom they had fought three wars. The British diplomats selected two Maulvis of JUI (F & S) who had strong links across the border. Beside financial assistance they were given such vehicles which were equipped with most modern communication system. After that they were noticed on regular errands to Kandahar. For one year they struggled constantly, contacted pro-Zahir commanders of Kandahar, assuring them necessary assistance, and met regularly the Maulvis of the maddrassas along the border. Then it was decided to raise the Taliban force.”

بېنظيره له ليموند ورځپاڼې سره :

طالبان د برتانيه طرحه وه چې مالي ونظامي لګښتونه يې امريکا وسعودي پر غاړه دي او روزنه يې زموږ ده چې زموږ د موخو (اهدافو) لپاره کار کوي.

د ميرزا اسلم بيګ خبره :

بينظيرې موږ ته وويل چې جلال اباد ونيسئ او کابل وسېځئ!

مشاهد حسين :

هغه وخت خو زموږ پلان او فکر دا وو چې په افغانستان کې يو اسلامي دولت د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ رامينځته او له هغې وروسته منځنۍ اسيا هم فتحه کړو

نو ښاغلی مفتي ثاقب،

کرنيل امام (امير سلطان تارړ) :

ما دا هر څه د پاکستان لپاره کړي چې د هلالي جنډه (بيرغ) په دې ټوله سيمه رپانده وي. هغه خپلې ټولې ناولې هڅې او موخې له جهادي پيره تر طالبي پيره په دې لاندې دريو ټکو کې رانچوړ کړي دي :

  • ګډوډي چې څنګه يوه ارامه او رسوخ داره ټولنه بېثباته (ناارامه کړي) او شورو غوغا جوړه کړي؟
  • د افغان ځوانونه روزنه چې څنګه يې د خپلې اوږد مهاله جګړې لپاره وکاروي؟
  • څنګه د سختيا (مشکل) په وخت کې له بهرنۍ مرستې پرته وړيا او په کم لګښت دومداره جګړه مخته يوسي؟

حکمتيار :

د پاکستان مجاهد پوځ (؟!) او د پاکستان د ديپلوماسۍ دستګاه په مهارت سره کولای شي د افغان جهاد مفاد او منفعت وساتي.

حوت ۱۳۶۶ : [د حزب خپله ګڼه]

حکمتيار : ((اګر در هر دو کشور نظام اسلامي حاکم باشد ما تصميم ميګيريم که مرز از ميان ما برداشته شود و هر دو کشور به يک کشور بدل ګردد)).

((که چېرې په دواړو هېوادونو (افغانستان وپاکستان) کې اسلامي نظام شتون ولري، نو موږ پرېکړه کوو چې زموږ ترمينځ دا سرحد ((خيالي کرښه)) لېرې  او دواړه يوهېواد شي)).

ښاغلی حکمتيار به اوس پوه شوی وي چې ښه منفعت يې وساته. تر هغه وخته چې پکې ګټه وه، نو ويې کارولو، خو نور چې څه پکې نشته، نو رارخصت يې کړ، نو سبا به ستاسې هم همداسې حال وي. پرون يې ملا اختر محمد منصور درته درووژلو او نن يې د هغه ملکيتونه او شتمنۍ درته کنګل کړې، نو تاسې کې نور څه پاتې دي؟

ميجر عامر :

موږ د امريکې ډېر خدمت کړی. د طالبانو حکومت مو ړنګ کړ. شپږ سوه کسان مو وروسپارل او ملا ضعيف مو بېعزته کړ.

رستم شاه مهمند څه وايی؟

https://www.facebook.com/pshtonistan/videos/795873230759545/

ډاکټر اسرار احمد مشرف ته خبرداری ورکړی وو، خو هغه نه وو منلی

I warned Musharraf but He denied – Dr. Israr Ahmed (29 Nov 2011)

https://www.youtube.com/watch?v=lvbd7tg1W18

تاسې چې پخپل د وخت پر سفير او نورو لوړپوړو چارواکيو پر بېعزتۍ، وژلو او پلورلو نه شرمېږئ، نو نور به له چا وشرمېږئ؟

دا ښه شوه چې اميرخان تامتقي ځان پرېښته ګڼلو او د څارګرې له نفوذه يې ځان خلاص ګڼلو، خو اوس دا دی جوته شوه چې څاګرې ادارې پکې پړی اچولی او تورن يا blackmail کړی يې دی. دا دومره په ميليونو پيسې يې له کومه کړې؟ د امارت مشران مو ټول له يوې څلمې په فساد کې ښکېل دي.

ايا ښه به دا نه وي چې د يو مفتي په توګه د تحری القبلة د حکم په رڼا کې پر خپل شتون او کړووړو کې له سره غور وکړئ چې ولې رامينځته شوئ؟

ښه به دا وي چې تاسې يوځلې د ”تلک خرس يا حقايق پُشت پردهء جهاد افغانستان“، ”د پيريانو جګړې“. ”ناسم دښمن“، د احمد رشيد د Taliban” او داسې نور کتابونه هم ولولئ چې سر مو خلاص شي. تاسې ايله د څارګرې ادارې خولې ته ناست چې د ټانګې د اسپې او يا د وړندو چرګانو په شان وړانده ساتلي ياست. تاسې لږ بهر راووځئ چې په حقايقو پوه شئ.

د اميرخان نامتقي پورې اړوند لينکونه :

https://www.youtube.com/results?search_query=%D8%A7%D9%85%D9%8A%D8%B1%D8%AE%D8%A7%D9%86+%D9%85%D8%AA%D9%82%D9%8A

لنډه دا چې وروستی عقله کاشکې چې مخکې وای!

تاسې په دې مه خوشالېږئ! تاسې ته څوک داسې واک نه درکوي، بلکې تل مو له ځان سره تړلي او محتاج ساتي چې د هغوی غوښتنې هر وخت ومنۍ او د سرغړونې په صورت کې به د خپلو نورو لوړپوړو چارواکيو غوندې په بد سرنوشت اخته کېږئ.

نو هماغه خبره پر تاسې سمون خوري چې : ((شاهداک زوجاک)) چا چې رامينځته کړي ياست، نو د واک کيلي مو له هغوی سره دی او هغوی هېڅکله تاسې خپلې خوښې ته نه پرېږدي.

د سليم عقل په رڼا کې به دا درته ښه وي چې له ښاغلي غني سره سيده په اړيکه کې شئ او ځانونه له دې ذلت واحتياجه خلاص کړئ او هغه دا چې تاسې بايد ځانونه نور بايد د رياست له منګلو راخلاص کړئ. له ولسمشر غني سره سوله او هر اړخيز اوربند به د ټولو په ګټو وي.

په درنښت

سيد حسين پاچا

د ملا عمر زوی نوې اضافي دنده او اثرات يې / مولوي مفتي ثاقب افغان

https://www.taand.com/archives/149509

اميرخان متقي : منتقدين دې پر موږ د پاکستان په ګټه يو څه ثابت کړي

https://www.youtube.com/watch?v=E1mJRx1kswI

(Visited 38 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.