The news is by your side.

د نظام ننګونه خو تر کومه…؟/ هیلۍ اسد

0

هیلۍ اسد-

تاریخ کې مې لوستي چې د افغانستان د لومړني ولسمشر سردار محمد داود خان د ژوند لویه تېروتنه دا وه، چې هغه د یو جوړ او مقتدر نظام پر وړاندې بغاوت وکړ …

که څه هم سردار محمد داوود خان د افغانستان لپاره ښې طرحې او پلانونه درلودل خو د نظام له ړنګولو سره شته ټول ارزښتونه، پروګرامونه، د یو نظام خودکفايي، له منځه لاړ او په ملت کې د بغاوت فکر وغړېده. دا ټوله هغه څه دي چې کله په یو ملت کې د دې فکر پیداشي چې نظام وننګوي، و یې نړوي او شته حکومت، ملت ړوند وساتي، و یې غولوي او خپل ناکام حکومت مخته یوسي …

که څه هم دا سمه نه ده، ملت باید ړوند ونه ساتل شي، هر ډول کمزوری نظام باید کش نه شي خو کله چې په ملت کې د حکومت او ملت، ملت له ملت او ملت له حکومت سره بې باورۍ رامنځته شي او بیا له یو ملت سره هم کومه سمه او کامیابه برنامه نه اووسي نو دا د یو ملت لپاره د بربادۍ په معنا ده . کله چې په ۱۳۵۲ کال کې سردار داود شته نظام وننګولو او بالاخره یې ړنګ کړو .

په(۵۷ ۱۳) کال کې همداسې یو څوک را پاڅېده او سردار داود یې لمنځه یوړ چې له هماغه وخته په دې هېواد کې د بدبختۍ ډبره کېښودل شوه. افغان ملت چې تر ډېره یې تاریخ د باتورۍ، غیرت، ژمنتیا او زړورتیا شاهد دی خو د تاریخ په اوږدو کې چې هر کله یو نوی حکومت راغلی افغان ملت په پټو سترګو منلی، وخت یې تیر کړی، تاریخ یې شاته غورځولی، د هېڅ تیروتني پوښتنه یې نه ده کړې او بالاخره یو بل څوک را پاڅېدلی همدا میشت ملت یې نه یی ګټه اخیستې، ټوپک یې په لاس کې ورکړی او د نظام د ړنګولو لپاره یې ترې ګټه اخیستی. له فرصت سره سم یې بیا د دوئ ترمنځ نفاق اچولی او په خپل منځ کې یې جنګولي او د دوی شته ټول ارزښتونه یې لمنځه وړي او خپلې موخې ته یې ځان رسولی دی.

د کلونو بدبختیوو، جنګونو، وژلو، د نظام پر وړاندې د درېدلو، د ولسمشر او یا نظام د مشر په وژلو، ترور او تېښته دغه کیسه همداسې بار، بار تکرار شوې خو دا ملت بدل نشوو، دا ملت هوښیار نشوو، دا ملت سم نشوو ، دا ملت بشردوست او وطن دوست نشوو، دا ملت د یوې ښې پریکړې او تصمیم نیوونکی نشوو… هر وخت ووژل شوو، کډوال شوو، په غربت کې وسوځېد، د نورو د ګټو او لوبو قرباني شوو او بالاخره یې هره بدبختې په لمنه پورې وتړل شوه.

نننی افغانستان د ۱۳۵۷ له افغانستان سره بدبختانه چې کم توپیر لري، دلته ملت ډېر کم هوښیار شوی، دلته ملت ډېر کم بدل شوی، دلته د نړۍ او د سیمې د هېوادونو لوبي ډېرې کمې بدلې شوي او دلته بیا شته ملت هم ډېر ډېر کم بدل شوی.

منم چې موږ د عصري ژوند قدمونه واخیستل، موږ ښوونځې ته لاړو، پوهنتون ته لاړو، بهر ته د زده کړو لپاره لاړو، سیاستمداران شوو، ډاکتران شوو، لیکوالان شوو، شاعران شوو، یو د بل حقونو ته د وفادارۍ ژمنتیا مو وښودله، ښځې مو له کورونو ووتې، زده کړې یې وکړې، د ژوند اړین حقونه یې ترلاسه کړل خو بدختانه زموږ سیاسي او ملي شعور لا هم د ځمکې په تل کې پروت دی. نن هم موږ د یو نظام پر وړاندې درېږو خو یوازې د نورو په اشاره.

موږ یو داسې ملت یوو چې څلوېښت کاله په نا اعلان شوې جګړه کې وژل کیږو خو د خپلو مړو پوښتنه نشوو کولای. خو فکر وکړئ، زموږ تر مخه څومره نظامونه ونړېدل، څومره ریښتینو خلکو سره مو خیانت وکړو، څومره خاینان زموږ له امله اتلان شول چې د همغوی په نمانځنه هم نن وژل کېږو.

نن هم د ورځې په سلګونو ولسی وګړي د نورو د ګټو لپاره وژل کیږي، خو موږ هېڅ کله فکر نه دی کړی چې موږ ولې وژل کېږو؟ د چا لپاره او د چا په دستور وژل کېږو؟ له دولتي چارواکي نیولې تر عادي دهقانه یوازې دې ته کار کوو چې د خپل نظام مشروعیت څنګه تر سوال لاندې راولو.

موږ نه داسې جامده انسانان جوړ شوي چې خپل د ژوند حالت ته تغیر نشوو ورکولائ خو په خپلې لا شعورۍ او د نظام پر وړاندې د بغاوت د فکر له امله د نظام په سیاست کې تغیر راوستلی شوو ،ډېر کله دومره زر قضاوت کوو چې د شته نظام چارواکي مو مجبور شي پټ، ښکاره او ښکاره پټ کړي. اودلف هټلر وایي د نظام د کامیابۍ او د یو ملت د ازادۍ او ژغورنې لپاره تر ټولو غوره خبره د یو ملت وفاداري ده.

هغه وایي، د یو هېواد لپاره هېڅ بهرنی دښمن نشته تر هغه چې کورنی دښمن و نه اوسي. هغه وایي که غواړئ چې د هېواد او نظام دښمنان مو لمنځه لاړ شي نو لس ګولۍ راواخلئ په نهو یې کورني دښمنان ووژنئ او یوازې یوه یې بهرني دښمن ته وساتئ. د افغانستان په اوسني وضعیت کې په ښارونو کې مو چاودنې وشي په لسګونو ماشومان، ځوانان، ښځې مو ووژل شي، کور، ښوونځی، پوهنتون، دوکان، مال هر څه مو وسوځول شي خو یوازې یو بې ارزښته ښیرا وکړو او کیسه خلاصه شي.

لویه د شرم خبره خو یې لا دا وي چې د هېواد ساتوونکی سرتیری مو د کورنۍ غړی، ورور، زوی، خاوند، پلار، خپلوان، ګاونډی او هېواد وال وي خو په مرګ یې فکر کوو چې پردی مزدور دی او وژل یې دښمن ته جایز ده. ډېر علمي خلک مو غلي وي لکه هېڅ چې په وطن نه وي شوي خو په ورځ کې لس ځلي په فیسبوک، رسنیوو، ناسته ولاړه کې په ویاړ وایوو چې حکومت د سولې دښمن دی او بیا دا خبره لا غبرګوو چې :

ـ هو په نظام کې شته خلک د ملت دښمنان دي، هغوی سوله نه غواړي، هغوی د واک لپاره هر څه کوي. د کابل په ګرین ویلج مېلمستون د شپې برید کېږي، په لس ګونه عام هېواد وال مو وژل کېږي، عسکر مو شهیدان کېږي، کورونه مو ورانېږي او سهار طالب ویاند ټویټ کوي چې د دوی مجاهدینو په سلګونو کفار وژلي . خو زموږ خولې ګنډل شوي، هېڅوک د پوښتنې نشته چې ایا ریښتیا هم دلته بهرنیان او یا افغان ماشومان او میرمني وژل شوي…؟

برعکس دستي په حکومت او نظام پسې قلم را اخلو، له دقیقې اګاهۍ او ثبوت نه پرته هر څه مو چې خولې ته راشي وایو یې.

موږ د یوه ملت او انسان په توګه د خپلو هېواد والو ټپ ته پټۍ نه جوړېړو بلکه ټوله ورځ فیسبوک، ټویټر، تلویزون او نورو رسنیو کې یوازې د خپلو هېواد والو په وینو لړلي تصویرونه خپروو، د هغو مېرمنو انځورونه خپروو چې ټول عمر یې په ستر کې ژوند کړی دی خو موږ ځانته دا حق ورکو چې د پردۍ مېرمنې، بچي او کورنۍ انځورنه خپورو.

تېر ماښام مې د یو چا پوسټ ولوسته چې لیکلي یې وو (کوم ملت چې د ترهګر په وحشت د ډار بړستنه اغوندي او غوږونو کې ګوتې ږدي خو د نظام په اشتباه په خپلو چغو قیامت راولي، هغه ملت د ډبرو زمانې ته د ستنېدو حقدار دی، تر بیګاني وحشت لوی څه نه شي پیدا کېدای، خو په دې ښار کې د دې وحشت نه کرکه کوونکی هم په ګرانه پیدا کېږي، بلکې مینه وال او هرکلي وال یې لا تر دوی ډېر دي) فکر مې وکړ یو فکر شته خو دا چې کم دی نو د نورو د ګرد جن فکر ګرد پرې پروت دی موږ باید بدل شوو، موږ باید یوازې ښېرا ونکړو موږ باید د خپلو وینو د توییدو لپاره پوښتنه وکړو او را پاڅو، د نظام پر وړاندي نه بلکې د نظام د دښمن پر وړاندې باید پاڅېږو .

زما په نظر یوازې همدا د حل لار ده نه دا چې نظام سره دښمني وکړو او د بل ځای ډک زړه پر نظام باندې تش کړو. راځئ یو ژوندی ملت شوو چې د نظام ننګه وکړو نه چې د نظام د ړنګیدو، د ولسمشر د ترور او یا د هغه د تېښتې لامل شوو او همدا به زموږ لپاره غوره لار وي زما لپاره نظام سره کرښه ده .

(Visited 7 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.