The news is by your side.

د نن او پرون حالات او شرایط

عبدالباري جهاني

0

درنو وطنوالو. په افغانستان کي حالات په دومره چټکۍ سره په تغییر کي دي چي زموږ او ستاسي نظریات او لیکني ورپسي رسېدلای نه سي. د امریکا جمهورریس، هغه ډانلډ ټرمپ چي تر پرون پوري یې طالبان یوه ټروریسټي موسسه بلله او رهبران یې د ملګرو ملتونو په تولیست کي شامل کړي ول، درې ورځي مخکي د طالبانو له مشر ملاعبدالغني برادر سره، په ټلفون کي، څه باندي پنځه دېرش دقیقې خبري وکړې او وروسته یې وویل  چي له هغه سره یې ښې او ګټوري خبري وکړې. دا چي په دې دومره اوږده مکالمه کي به یې څه سره ویلي وي موږ یو هم په خبر نه یو. هغه امریکا چي څه کم نولس کاله له طالبانو سره وجنګېده او په زرهاوو یې هم د جنګ په میدانونو کي ووژل او هم یې په زندانونو کي شکنجه کړل. هغه امریکا چي څه باندي پنځه زره طالب بندیان یې د شمال مشهور قصاب او مسلکي جنایتکار رشید دوستم ( د صبغت الله مجددي خالد بن ولید) ته وسپارل او هغه د قربانۍ د پسونو په څېر قتل کړل. هغه امریکا چي له کابل څخه تر کندهاره پوري یې مخ په تېښته طالبان، له هیلي کوپټرونو څخه، د مرغیو او د ښکار د هوسیو په څېر وویشتل. نن د سولي خبري ورسره کوي. جمهورریس یې په ټلفون کي ورسره ږغیږي او خارجه وزیر پومپیو او خاص استازی زلمی خلیلزاد یې تر دوحې پوري ملاقات ته ورځي. دا نه ساده خبري او نه بې مفهومه انکشافات دي او نه د متحده ایالاتو حکومت زموږ مضامینو، اعتراضونو او مشورو ته دوه توته ارزش ورکوي.

پر افغانستان باندي، چي له بده مرغه هر وخت د ختیځ او لوېدیځ د رقابتونو په سلسله کي د تودو او سړو جنګونو میدان دی، په سل ګونو کتابونه لیکل سوي دي او دلته په یوه لنډ مضمون کي، چي یوازي له خپلو وطنوالو سره د زړه د خوالې کولو په غرض لیکل کیږي، بحث نه سي ورباندي کېدلای.

د افغانستان په برخه کي د روسیې د پراختیاغوښتني سیاست، بد نیت او جنګي عملیات او یرغلونه په نولسمه او شلمه پېړۍ کي څو ځله د لوېدیځو قدرتونو، برټانیې او حتی ټولي غربي نړۍ د مداخلې سبب سوی دی.

تاسي ټولو ته به په یاد وي چي روسیې  پر افغانستان باندي د امریکا د یرغل څخه لږه موده وروسته د شمال ایتلاف، په تېره بیا برهان الدین رباني او خپل پخواني همکار رشید دوستم ته د دوستی لاس اوږد کړ او په دې توګه یې یو ځل بیا ځکه د افغانستان په چارو کي سیاسي مداخله پیل کړه چي پر افغانستان باندي د متحده ایالاتو او ناټو په ګډ یرغل کي  برخه او جدي بلنه نه وه ورکړه سوې. دا خبري پخپله اوږده بحث ته اړتیا لري.

کله چي طالبان، د امریکا او لوېدیځي نړۍ د یوه غلیم قدرت په حیث، له ټولي نړۍ څخه تجرید سول؛ ضمنا د افغانستان د حکومت او مخالفینو ترمنځ د سولي د خبرو او احتمالي روغي جوړي په باب آوازې او لیدني کتني پیل سوې نو د روسیې لپاره د مداخلې کولو تر ټولو ښه فرصت برابر سو. روسیې، چي  په ۱۹۸۲ کال کي یې د جمعیت اسلامي د شورای نظار د امیر احمدشاه مسعود سره د دوستی او تېري نه کولو تړون لاسلیک کړی وو او له پخوا څخه یې لا د شمال ایتلاف او پخواني جمهورریس حامد کرزي سره ښې اړیکي ټینګي کړي وې، طالبانو ته هم د دوستی یا لږترلږه له حکومت او مخالفینو سره په خبرو کي د منځګړتوب او د خبرو د کوربه توب پېشنهاد وکړ. طالبانو، چي  بین المللي توجه ته یې ضرورت درلود، له مخالفینو سره یې دوه ځله په ماسکو کي خبري وکړې؛ تود هرکلی یې وسو او د خبرو اترو په باب اطلاعاتو یې د نړۍ په مطبوعاتو کي انعکاس وکړ.

متحده ایالاتو، چي په افغانستان کي یې په څه کم شلو کلونو جګړو کي په میلیارډونو ډالرونه لګولي، څه باندي دوه زره عسکر یې پکښي قتل سوي، په لس هاوو زره یې معیوب سوي او د تل لپاره پر حکومت باندي تاوان سوي، په زرهاوو یې په روحي ناروغیو اخته سوي او په لس هاوو زره یې په مخدره موادو معتاد سوي  او په مقابل کي یې د جنګ په میدانونو کي نه یوازي پرمختګ نه دی کړی بلکه هره ورځ یې پر شا تګ کړی دی، د روسیې دغه ډول مداخله ځکه نه سوای منلای چي روسیې د شمال ایتلاف له وخته لا د ځان کړی وو.

له یوې خوا د شمال ایتلاف او د هغه انډیوال، یا د شمال له ایتلاف څخه جوړ د کابل حکومت، په دې څه کم شلو کالو کي نه یوازي لاري ته رانه غی بلکه هره ورځ تر بلي په فساد کي ډوب سو، په خپل منځي جګړو او د غنیمتونو د وېشلو پر سر په مخالفتونو لګیا سو او هره ورځ یې د جنګ په میدانونو کي لیاقت، جنګي قابلیت او جنګي روحیات کمزوري سوه. له بلي خوا طالبان هره ورځ تر بلي غښتلي سول، اولسوالی او خاوري یې ونیولې او، په وروستیو وختونو کي یې لا،  په بین المللي میدان کي رسمیت هم پیدا کړ او د سیمي توجه یې جلب کړه.

د امریکا لپاره به دا سادګي وای چي د شمال د ایتلاف تر څنګ یې، چي د دوي په زرهاوو میلیونو ډالرو یې هسي بېځایه او بې ګټي چړچې کړي وې، او بالاخره د روسیې لمني ته لوېدلي وه، د طالبانو منظم قوت، تر قیامته پوري، د ځان دښمن کړي. امریکا، د فرصت د ترلاسه کولو او نورو تاوانونو څخه د ځان ژغورلو لپاره، میدان ته ودانګل او څرنګه چي په روانه جګړه کي تر ټولو قوي اړخ دی نو دا ګړی داسي ښکاري چي میدان یې ګټلی دی.

امریکا او طالبانو، له ډېرو اوږدو پټو او ښکاره مذاکراتو څخه وروسته، د روان کال د فبروري پر نهه ویشتمه په دوحه کي توافقنامه لاسلیک کړه او د دوهمي برخي لومړۍ ماده یې وايي: « د افغانستان اسلامي امارت، چي متحده ایالاتونه یې د دولت په توګه نه پېژني او د طالبانو په نوم یې پېژني، به خپل هیڅ غړي او د القاعدې په شمول هیڅ ډلي او یا فرد ته اجازه ورنه کړي چي د افغانستان له خاوري څخه د متحده ایالتونو او د هغوی د متحدینو امنیت ته ګواښ پېښ کړي»

په دوهمه ماده کي ژمنه کوي چي خپلو غړو ته به لار ښوونه وکړي چي له هغو ډلو سره همکاري ونه کړي چي د متحده ایالتونو او د هغوی متحدین تهدیدوي. په دریمه ماده کي وايي طالبان به په افغانستان کي د متحده ایالتونو او د هغوی د متحدینو د امنیت د تهدیدولو څخه د هري ډلي یا فرد مخنیوی کوي او له جلب و جذب، روزني او بسپني ټولولو څخه به یې منع کوي او کوربه توب به یې نه کوي. تر دې لا په زړه پوري څلورمه ماده ده چي طالبان هغو کسانو ته د وېزې، پاسپورټ او د سفر د جواز او نورو قانوني اسنادو ورکولو څخه منع کوي چي د متحدینو امنیت ته خطر متوجه کوي. او تر ټولو عجیبه خو لا دا ده چي، د توافقنامې د دریمي برخي په لومړۍ ماده کي، متحده ایالات ژمنه کوي چي د نوي اسلامي حکومت سره به مثبتي اړیکي ساتي او په ورپسې ماده کي وايي چي متحده ایالات به د بین الافغاني ډیالوګ او مذاکراتو له لاري تر جوړ جاړي وروسته د نوي افغان اسلامي حکومت لپاره د بیا رغولو اقتصادي مرستي وغواړي.

د لومړۍ برخي په  هه ماده کي راغلي دي چي متحده ایالات به کوښښ وکړي چي د امنیت په شورا کي ډیپلوماټیکي هلي ځلی پیل کړي څو له خپل تور لیست څخه د طالب مشرانو نومونه وباسي.

د دې کلماتو زیاتي توضېح ته ضرورت نسته خو په څرګنده ښکاري چي امریکا طالبانو ته د وخته لا د یوې ادارې او حتی د حکومت په حیثیت قایله ده.

 د المان د ډویچي ویلې  خبري آژانس وايي کله چي د جمعې په ورځ په سپینه ماڼۍ کي له جمهورریس ټرمپ څخه پوښتنه وسوه چي ایا کېدلای سي طالبان یو وخت واک ته ورسیږي هغه ورته وویل چي په پلان کي نه ده خو کېدای سي داسي څه ترسره سي.

ډویچي ویلې وايي د امریکا جمهورریس زیاته کړه چي موږ نه سو کولای د راتلونکو شلو کالو لپاره هلته پاته سو. ده وویل موږ دا شل کاله هلته یو او د هغه هیواد  مخافظت کوو. یو وخت باید هغوی پخپله د ځان مخافظت وکړي. ډویچي ویلې وايي ټرمپ وویل چي زه نه پوهېږم چي له افغانستان څخه د امریکايی قواوو له وتلو وروسته افغان حکومت د ځان ساتلو وړتیا لري کنه خو موږ باید انتظار وباسو.

موږ ګورو چي امریکا له یوې خوا د وخته لا طالبانو ته د یوه حکومت او اداري واحد په حیثیت قایله سوې او له بلي خوا د افغانستان اوسنی حکومت، چي څه کم شل کاله، د امریکا په ډالرو چلېدلی او عیشونه یې کړي دي، بالاخره پر میدان پرېږدي او پخپله جمهورریس ټرمپ وايي نه پوهیږي چي حکومت له ځان څخه دفاع کولای سي کنه.

له دې لیکني څخه، چي زه یقین لرم ډیرو کسانو ته به د تکرار خبرو حیثیت ولري، زما مطلب دا دی چي لکه څرنګه چي تر اوسه پوري هیڅ وخت زموږ، په اصطلاح، منورینو نظر نه دی غوښتل سوی نو په دغه برخه کي هم نه موږ ته څوک غوږ نیسي او نه زموږ په مضامینو فکر خرابوي. بهتره دا ده چي یوه بل ته له بد رد ویلو څخه ځانونه وژغورو، هسي یوه بل ته د طالب او دې او هغه په ویلو ځانونه ستړي نه کړو. څه چي کیږي هغه کېدونکي دي او زموږ که یو څه خیر له لاسه کېدی رسوو به یې.

و ما علینا الّا البلاغ

(Visited 82 times, 2 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.