The news is by your side.

د نړۍ پر سټيج حاضر افغانان؛ حمدالله محب د هېوادوالو زړه تش کړ

سرخط

0

له هغه وروسته چې د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب په واشنګټن کې د افغان سولې په نوم د امریکا او طالبانو تر منځ روانه معامله افشا کړه، دې کار د امریکا توند غبرګون راوپاراوه. له محب سره یې خپلې ټولې اړیکې پرې کړې او د هغه څرګندونو تقریباً له افغان حکومت سره د امریکا پر اړیکو هم سیوری وغوړاوه.
خو په کور دننه د محب د څرګندونو تود هرکلی وشو او وروسته بیا د سولې په نوم د امریکا او طالبانو تر منځ د کېدونکې معاملې پټ جزیات په ډاګه شول چې بالاخره د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له طالبانو سره خپل ټول مذاکرات لغوه اعلان کړل.
که څه هم امریکا د ملي امنیت شورا له سلاکار حمدالله محب سره خپلې ټولې مستقیمې اړیکې پرې کړې وې، خو هغه وړمه ورځ د ملګرو ملتونو په ۷۴یمه عمومي غونډه کې د ګډون موخه نیویارک ته لاړ او پرون ماښام یې د افغانستان په استازولي په دغه غونډه کې خبرې وکړې.
محب د ولسمشري ټاکنو، سولې پروسې، د افغان ځواکونو د سرښندنو او مېړانې، اقلیمي بدلونونو او له نړیوالې ټولنې سره د افغانستان د اړیکو او همکاریو په اړه خبرې وکړې.
حمدالله محب وویل، سره له دې چې د ولسمشري ټاکنو پر وړاندې لوی لوی خنډونه جوړ شول او ترهګرو مستقیماً دغه پروسه وننګوله، خو افغانانو د خپل نظام او جمهوریت د بقا، سولې، روښانه راتلونکې، ولسواکي، اساسي قانون، خپلواکي او د خپلې ارادې د تمثیل لپاره د رایو صندقونو ته راووتل او په ټاکنو کې یې پراخ ګډون وکړ.
د محب په وینا، سوله د افغان حکومت او افغانانو هدف، خو ترهګري یې دوښمنه ده چې نړیواله ټولنه باید د ترهګرو د ځپلو او سولې ته د رسېدو په برخه کې له افغانانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
د ملي امنیت شورا سلاکار د ټاکنو ملي پروسې د امنیت ټینګښت په برخه کې د افغان ځواکونو له مېړانې مننه وکړه او ټينګار یې وکړ چې د دغو ځواکونو د لا پیاوړتیا په حال کې دي او د تل لپاره به له خپل ارضي تمامیت، خپلواکي، ملي ګټو، ارزښتونو او له خلکو دفاع وکړي.
حمدالله محب وویل، افغانان اوس پر ولسواکي باور لري او د ټاکنو په ورځ د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې نارینه او ښځینه ټول د دغه اصل د پلي کولو او بنسټیز کېدو لپاره د رایو لپاره راووتل.
محب د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې وویل، نړیواله ټولنه باید د ترهګرو او د هغوی د ملاتړو هېوادونو د ځپلو لپاره د افغانانو تر څنګ ودرېږي، که ‌نه هغوی به پیاوړي او پر وړاندې به یې را پورته شي.
هغه ټینګار وکړ چې د افغانستان هیلې اوس په ځوانانو پورې تړلې او زموږ د تېرو شلو کلونو لاسته راوړنې موږ ته اجازه را کوي چې د خپل هېواد او خلکو لپاره نور اوچت ګامونه هم واخلو.
هغه وویل، سوله ممکنه ده او کولای شو په اړه یې خبرې اترې وکړو، اوربند باید وشي چې د افغانانو د وینې تویول ودرېږي، خو په وینا یې، په افغانستان کې راتلونکې سوله باید جمهوریت، د هېواد ارضي تمامیت او د خلکو عزت وساتي او افغانان یې له کبله یو ځل بیا د تېرو ترخو تجربو شاهدان و نه اوسي.
حمدالله محب د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې نړیوالو ته یو واضح پیغام هم وړاندې کړ. هغه وویل، افغانستان اوس په داسې وضعیت کې دی چې لا هم د نړیوالو مرستو ته اړتیا لري او نړیوال دې له افغانانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي او موږ هم ژمن یو چې د هېواد د خپلواکي، ارضي تمامیت، ولسواکي، جمهوریت، بشري حقونو او خپلو خلکو د ساتلو لپاره د ترهګرو پر وړاندې وجنګېږو او هغوی وځپو.

(Visited 166 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.