The news is by your side.

!د هوا د ککړتیا عوامل او حل لارې

لیکوال: ذبیح الله تنوير

0

هر هغه ماده چې د ژوندیو موجوداتو د ژوند لپاره مضره وي، په هوا کې يې موجودیت د هوا د ککړتیا په نوم یادیږي، د ژوند چاپیریال له دې بدې پدیدې څخه خوندي نه دی پاتې شوی او لا هم ګواښل کيږي، دا ښکاره ده چې د ژوندیو موجوداتو د پایښت لپاره اکسیجن اړین عنصر دی کوم چې په د هوا په ترکیب کې شتون لري او د خپلو فزیالوژیکي دنده د ترسره کولو لپاره یې مصرفوي، چې د یاد عنصر په ککړیدو او تنفس کیدو سره بیا د فزیالوژیکي دندو د خڼډ او ځنډ،  د ژوندیو موجوداتو د ناروغتیا، اقلیمي بدلونونو، د ځمکې کرې د ګرمیدو او د چاپیریال د ککړیدو سبب کیږي.

د هوا ککړتیا د نړۍ د نورو هېوادونو ترڅنګ افغانستان هم ځپلی او لا هم ددې هېواد ډیری لوی ښارونه دغه ستر ناورین ګالي، په لویو ښارونو کې د نفوسو زیاتوالی، د نا امنۍ له وجې له کلیوالي ساحو څخه ښارونو ته د مهاجرتونو ډیروالی، د نباتي پوښښ کموالی، د ځنګلونو او څړځایونو تخریب، د طبیعي سرچینو نه مدیریت، په هېواد کې د سرکونو خاموالی، د غير معیاري تیلو استعمال، د زړو انجن لرونکو موټرونو چلښت، د چاپیریالي زیانونو په اړه د خلکو د پوهوي کموالی، د ډبرو سکرو او لرګيو ډیر استعمال، په ښارونو کې د شنو ساحو کموالی، د پلاستیکونو، سويو مبلایلو، ټیرونو او ډیزلو سوځول، د ښاریانو له لورې په لارو او کوڅو کې د کثافاتو غورځول،په ښاري سیمو کې د صنعتي فابریکو او فعالیتونو ډیروالی، د بریښنا د کمښت له وجې د زړو جنراتورونو زیات استعمال، د غیر ضروري توکو سوځیدل، د جنګي توکو چاودیدل، د جګړې شدت، د هېواد کمزوی اقتصادي حالت، په ولسونو کې د ملي اخساس کموالی، په ښار کې د کثافاتو ځنډیدل، د چاپیریالي قوانینو  نه راعیتول، په هوټلونو  او سلمانیو کې د لرګيو ډیر استعمال، د ټیټ ماډل لرونکو موټرو  ډيروالی، په ښارونو د لېږد رالېږد وسایلو ډیر تګ راتګ، په ښارونو کې د ساختماني چارو غېر معیاري ترسره کیدنه د هوا د ککړتیا انساني عوامل او شدید بادونه، زلزلې، په طبعیت کې د ځینو توکو خوسا کیدنه، اور لګیدنه او نور د هوا د ککړتیا طبیعي عوامل دي، خو په هېواد کې د عنعنوي کرنې شتون، د معیاري کرنې نه موجودیت، د نباتي پوښښ نشتوالی، د ځنګلونو، څړځایونو، طبیعي سرچینو نه مدیریت، شنو ساحو او نورو کرنیزو ځمکو تخریب او له منځه تګ د هوا د ککړتیا اساسي عوامل دي.

د هېواد په لويو ښارونو کې د هوا د ککړتیا د مخنیوي لپاره لازمه ده چې، په کرنه باندې زیات تمرکز وشي، تخریب شوي ځنګلونو او څړځایونه ورغول شي، لوڅې شوې خاورې او  شاړې ځمکې په نباتاتو باندې وپوښل شي، د طبیعي ځنګلونو  د تخریب او قطع کولو مخه ونیول شي، خلپه ښار کې د استوګنۍ او سوداګرۍ ځایونو ترڅنګ د زینتي نیالګيو د کینولو په موخه کرنیزو ساحو ته اولویت ورکړل شي، ښار ته په نږدې تپو کې تراسونه جوړ شي، د مارکیټونو په خاوندانو باید د مارکیټ د مخې ساخو زرغونول جبري شي، فابریکې او  نور صنعتي فعالیتونه باید د ښار له منځ څخه اطرافو ته انتقال او هلته ترسره شي، په ښارونو کې باید ټول خام سرکونه په پاخه اواساسي ډول ورغول شي، په  زړو انجن او ټیټ ماډل لرونکو موټرو باندې باید ګرځبندیز ولګول شي، هېواد ته په وارد کیدونکو بې کفیته تیلو باندې باید بندیز ولګول شي، د بریښنا د نورو ډولونو پرځای باید ښاریانو ته د اوبو او یا باد بریښنا برابره شي، په ښار کې باید د غیر ضروري توکو په سون بندیز ولګول شي، ټول ښاري کثافات باید راټول او له ښار څخه په لرې ساحه کې ښخ کړل شي، په هوټلونو  او  سلمانیو کې د لرګيو استعمال باید نهایتآ راکم شي، ښاریان باید د چاپیریالي ککړتیاوو په زیانونو باندې پوه شي، په ښار کې هر ډول کثافات په خپل وخت راټول شي، د چاپیریالي قوانینو په نه عملي کیدو باندې ښاریان مجازات شي، د هېواد په لويو ښارونو کې باید سرکونه ازاد شي، د هېواد شته طبیعي سرچینې باید مدیریت شي، د کورونو مخې ته باید د کورنیو اضافي توکو د خوندي کولو په موخه کثافت دانۍ جوړې شي،په ښارونو کې د ترانسپورټ تنظیم ته ځانګړې پاملرنه وشي، په چاپیریالي قوانینو ښاریان پوه شي او په جدي ډول عملي شي.

د چاپیریال ساتنې او د چاپیریالي ککړتیاوو د له منځه وړلو لپاره د ورځینو کړنو ترڅنګ په هغو بنسټیزو کړنو لاس پورې کولو ته اړتیا ده، کوم چې په یقیني ډول چاپیریال له اوسنیو ننګونو څخه راګرځولی او چاپیریال ساتنه دوامدار حالت بیولی شي، په همدې موخه د هېواد د کرنې کمزوري حالت ته په کتو د طبیعي سرچینو موثر استعمال او مدیریت، د سرچینو لپاره د ستراتيژیکو پلانونو او پالیسیو جوړونه او پلي کیدنه او د سرچینو په برخه کې د بیارغونې د کړنو ترسره وی اول لومړیتوب، د عصري کرنې او مالدارۍ رایجول، د صنعت لپاره دخامو موادو برابرونه، له سرچینو څخه د ګټې اخیستنې په برخه کې د نوې ټکنالوژۍ استعمال، د تولید د کچې لوړونه، له سرچینو څخه د چاپیریالي، ټولنیزو، اقتصادي، کلتوري او سیاسي موخو لاسته راوړنه دوهم لومړیتوب او د تولیدو شویو محصولات د پروسس لپاره د فابریکو جوړونه، د صنعت وده او د تولید شویو توکو لپاره بازارموندنه دریم لومړیتوب ګڼلی شو.

په پوره باور سره ویلی شو، چې د هېواد سرچینو په مدیریت سره، یوې معیاري، پراخې او  موثرې کرنې ته لاره هواریږي، یوه ښه کرنه بیا کولی شي، چې هېواد اقتصادي غښتلتیا ته ورسوي، پرځان يې باسیا کړي، چاپیریال او د ایکو سیستم خپل د توازن په حالت کې وساتي او هېواد له اوسنيو شته مجبوریتونو څخه وژغوري، لکه څرنګه چې مخکې مو ورته یادونه وکړه چې نباتات د هوا د ککړتیا په مخنیوي کې اساسي رول لوبوي، همدا نباتات دې چې با ارزښته ګازونه تولیدوي او مضره ګازونه جذبوي، چې په ډیریدو سره یې د هوا د ککړتیا مخنیوی تضمین کیږي او چاپیریال له هر ډول ننګوونو څخه ژغورلی شي.

د هوا ککړتیا په مستقیم او غیر مستقیم ډول د ژوند چاپیریال د خطرونو په زیاتیدو کې مرسته کوي، له همدې امله روغتیا ته زیان رسوي، د اقلیمي بدلونونو د رامنځته کیدو سبب کيږي، د ځمکې کرې د ګرمیدو لامل ګرځي، د چاپیریال د ککړیدو او بدرنګیدو سبب کیږي، د ایکو سیستم توازن له منځه وړي او د ژوند چاپیریال له بېلابېلو ننګوونو سره مخ کوي، د هوا له ککړتیا څخه رامنځته کیدونکي ذکر شوې بدې پایلې بیا له ځان سره نوې بدې پایلې زیږوي او چاپیریال تر ژورې اغېزې لاندې راولي.

(Visited 18 times, 1 visits today)
Leave A Reply

Your email address will not be published.