The news is by your side.

د هېواد مشر غني د پام وړ :

0

د هېواد مشر غني د پام وړ :

پرلت وهليو نيوکه کوونکيو ښځينه نوماندانو ته مو جدي پام واړوئ!

هومره وخت چې د شمال ټلوالې له جهادي زورواکو سره په تېره له ډاکټر ګلمرجان سره په دعوو-دنګلو تېروئ، د انصاف لپاره لږ وخت خو دې ښځينه معترضو نوماندو ته هم ورکړئ او ستونزه يې واورئ!

اسناد يې بررسي او بايد قناعت ورکړل شي

سيد حسين پاچا

نوټ :

د ځان ازارول يا ځانته سزا ورکول ولو که په هره بڼه وي له هر اړخيزه پلوه ممنوع او نامعقوله خبره ده. خپل حق بايد له مشروع لارو وغوښتل شي او په مشروع (قانوني) لارې ورکړل شي. په دې هيله چې زموږ ګران هېوادوال (نارينه / ښځينه) په راتلونکې کې له دغسې نامعقولو لارو چارو، لکه : د نه خوړلو اعتصاب، ځان سېځنه، شونډې ګنډل او داسې نور دېته ورته ناخوښو کړنو (لارې چارې) څخه ځانونه وساتي.

ښاغلی هېواد مشر،

له دې سره سره چې تاسې ډېر بوخت ياست، ولې بيا هم د خپلې لوريېنې له مخې هغو معترضو ښځينه نوماندانو ته چې ستاسې له کارځي او استوګنځي سره يې نژدې خېمه وهلې او له تاسې دا هيله لري چې نياو (عدالت / انصاف) ورسره وشي. ښايي چې ځينو کسانو به تاسې د دوی په تړاو ناسم ذهنيت درکړی وي، ولې ښه به دا وي چې که دوی يو وار د خپلې لوريېنې له مخې خپل حضور ته راوغواړئ او :ستونزه يې ورهواره کړئ. په دې هيله چې :

اسناد يې بررسي او قناعت ورکړئ.

که بريالۍ وي، خو خپل حق ورکړئ او که نه، نو قناعت به يې حاصل شي او له پرلت وهلو او ځانته له سزا ورکونې به خلاصې شي. دا خو ستاسې يو اخلاقي رسالت هم دی. په دې هيله چې پاملرنه ورته وکړئ. زه پوره باور لرم چې تاسې يو جدي شخص ياست او دا ستونزه به ژر او اسانه ورته حل کړئ. دا به ستاسې ستر ايماني واخلاقي چوپړ وي چې له پرلت وهلو يې خلاصې او خپلو کورونو ته له قناعت سره ستنې شي.

په پای کې زما مشوره آغلې ډېوې نيازۍ او نورو خويندو ته دا ده چې حق غوښتنه ستاسې مشروع حق دی، خو له مشروع لارو يې وغواړئ او ځانته سزا مه ورکوئ چې دا ستاسې پر خپل ځان ظلم دی او انسان حق نه لري چې خپل ځانته پخپله سزا ورکړي.

ستاسې بدن هم پر تاسې د سالم ساتنې حق لري. که يو لوري حق غواړئ، خو بل لوري ته هم پام کوئ چې حق يې پايمال نه شي. خير دی که دا ځل بريالي شوي نه ياست، بل ځل به بريالي شئ. زغم کوئ او له څښتن تعالی مرسته غواړئ. هېڅکله ناهيلي کېږئ مه!

موږ به هم درته د برياليتوب دوعا کوو چې څښتن تعالی مو بريالي کړه، خو په راتلونکې کې ځانته له داسې سختې سزا ورکونې ساته. مخ په محاسنو د زينت ((ښکلا)) کې راځي ان تر دې چې څښتن (خاوند) ته اجازه نشته چې خپله مېرمن پر مخ باندې پر څپېړه ووهي.

هيله ده چې زموږ روڼ انده او زده کړيالې خويندې، ميندې دغسې حقوقي ارزښتونو ته متوجه اوسي چې خپل محاسن ((مخ، شونډې، پزه، غوږونه او داسې نور)) په سياسي هلوځلو کې مستهلک نه کړي. اخلاقي وحقوقي ارزښتونه بايد په پام کې ونيول شي.

ستاسې د برياليتوب په هيله

په درنښت

سيد حسين پاچا

ډيوې نيازۍ او نورو معترضو نوماندانو خپلې شونډې وګنډلې

https://khabarial.com/archives/34634

(Visited 7 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.