The news is by your side.

!د وحشي ژويو ارزښت، انقراض او مخنیوی یې

لیکوال: ذبیح الله تنوير

0

د حیواناتو او نباتاتو هغه ډله چې په ځنګلونو، څړځایونو، دښتو، فصلونو او غیر کرل شويو ځمکو کې د طبیعي چاپيریال او اقلیم په شتون سره د انسانانو د پالنې پرته خپل ژوند پر مخ بیايي د وخشي ژوند په نوم ياديږي.

وخشي حیوانات د خپل ژوند د پر مخ وړلو لپاره د انسانانو په څېر هوسا چاپیریال، مناسب اقلیم، غذا، اوبو، پټن ځایونو او نورو اړینو توکو ته اړتیا لري، ترڅو د ژوند کولو لپاره ورڅخه ګټه پورته کړي، یاد حیوانات په طبعیت کې د خورا زياتو، اقتصادي، ټولنيزو، چاپیریالي، تجارتي، تفریحي، بیولوژیکي، زینتي، ایکولوجیکي او  علمي ارزښتونو درلودونکي دي.

د وخشي ژويو د محصولاتو په خرڅلاو سره ډیر عاید ترلاسه کیږي، هغه سیمې چې وخشي ژوي لري، په نړيواله سطحه يې شهرت ترلاسه کړی او خلک ورته د چکر او ساعت تیري په موخه ورځي، د نسل ډیرونې او طب کې د نویو تجربو د ازمایښت لپاره غوره وسیله بلل کیږي، د چاپیریال په ښکلا کې د ځانګړي ارزښت درلودونکي دي، د ایکو سیستم ستره برخه تشکیلوي، د وخشي ژویو بڼونه د ټولنيزو اړیکو د غښتلتیا سبب کيږي، د غذايي ځنځیر مهمه برخه تشکلیوي، د ځنګلونو او څړځايو په پراختیا کې ځانکړی رول لوبوي، په طبعیت کې د نورو مضرو ژوندیو موجوداتو له ډيریدو څخه مخنیوی کوي، د وخشي ژويو شتون د هېواد په د ملي اقتصاد په لوړوالي کې رغنده رول لوبوي او د چاپیریال ساتنې لپاره شتون حتمي ګڼل کیږي.

وخشي ژوي د طبیعي پیښو او په طبعیت کې د انساني لاسوهنو په پایله کې د تهدید له ګواښ سره مخ دي، همدا لامل دی چې له خپلو پټن ځایونو څخه تېښتې ته اړ کیږي، چې په نشتون سره یې بیا چاپیریال له ډول ډول ننګونو سره مخ کیږي، له عواملو څخه يې په لاندې ډول یادونه کوو:

د ځنګلونو په قطع کیدو سره د وخشي ژویو پټن ځایونو له منځه ځي، د سیلابونو په راوتلو سره د غذايي موادو سرچینې کمیږي، د اوسیدو ځایونه يې زیانمن کیږي، خاوره تخریبیږي او ځاني زیانونه ورته اړوي، زلزلې، وچکالۍ، تیز بادونه، د اقلیم بدلون، مرضونه، افاتونه، اور لګیدنه، بارانونه، جنګونه او نور طبیعي عوامل د وخشي ژويو د نسلونو د کمښت او تیښتې سبب شوي، په ځنګلونو او څړځایونو کې د غذايي مواد کمښت او په شاړو ځمکو یې بدلیدل بله هغه ستره ستونزه ده چې وخشي ژوي فرار کیدو ته اړ کوي.

انسانان هم تر ډیره پورې د وخشي ژويو په له منځه تللو کې لاس لري، اوسني چټک صنعتي فعالیتونه، د ریل پټلیو جوړیدل، د هوايي میدانونو جوړیدل، ځنګلي ساحې د استوګنې په ساحو بدلیدل، د ځنګلونو او څړځایونو له منځه وړل، ښاري پراختیا، د نفوس زیاتیدل، د وخشي ژویو غیر قانوني ښکار کول، جګړې، د وخشي حیواناتو ډارول هغه څه دي چې له مخې يې د وخشي ژويو ژوند تریخ شوی.

په افغانستان کې د پورتنیو عواملو باوجود د  وخشي ژويو د ساتنې، نسلګيرۍ، د هغوی لپاره د غذا برابرونې، د دوی د ښکار کولو د مخنیوي، د نویو نسلونو د روزنې او  اداره کونې فعالیتونه په نشت حساب دي، همدا لامل دی چې د هېواد لرغوني وخشي ژويو ګاونډیو هېوادونو ته تیښته کړې، دا به ډیره ستونزمنه وي، چې هلته تللي وخشي ژوي بیرته د هېواد ځنګلونو ته راشي، دا ځکه چې دوی د وخشي ژويو د ساتنې لپاره ځانګړې پروژې تر کار لاندې لري.

 د وخشي ژويو د انقراض د مخنیوي، ساتنې او ژغورنې لپاره لازمه ده چې په هېواد کې قطع شوي ځنګلونه بیا ورغول شي، څړځایونو ته پراختیا ورکړل شي، شاړې ځمکې په ځنګلونو وپوښل شي، په ځنګلي او کرنيزو ځمکو کې د صنعتي، ښاري، رهایشي او نورو فعاليتونو له ترسره کیدو څخه مخنیوی وشي، ځنګلونه له قطع کیدو څخه وژغورل شي، د وخشي ژويو ښکار کول بند شي، د ځنګلونو او وخشي ژويو د ساتنې لپاره ځانګړي قوانین پلي شي، د وخشي ژويو د نسلګيرۍ، د نويو نسلونو د ډيروالي او د لرغونو نسلونو د ساتنې پروګرامونه  په هېواد کې عملي شي، همدارنګه د وخشي ژويو لپاره داسې د اوسیدو چاپیریال برابر شي چې د دوی ژوند تر د ولاړو تهدیدونو څخه خوندي وي.

(Visited 39 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.