The news is by your side.

د ولسمشرۍ نوماندان په خوب کې فرمانونه ورکوي

0

د افغانستان د ولسمشري د راتلونکو ټاکنو کاندیدان سر له اوسه د مشرانو او رهبرانو پېښې کوي او ټول یې ځانونه د دې هېواد د هر څه مالکین او وارثین ګڼي. د افغانستان په هره سیاسي مساله کې ځانونه د تصمیم او پرېکړو مستحق ګڼي او داسې فرمایشونه ورکوي چې دغه ۶۵۰ زره کیلومیټره مربع خاوره یوازې د دوی د پلرونو او نیکو میراث دی چې دې څه باندې دېرش میلیونه خلکو ته یې پکې د اوسېدو خیراتي اجازه ورکړې. دغه اولس رامخې ته شوي کاندیدان له رسنیو سره داسې خبرې کوي چې فکر کېږي له دوی پرته په دې خړ پړ هېواد کې نور څوک د خبرو لپاره هیڅ نه لري او یوازې د دوی فرمایشونه باید د سیاست په ټولو برخو کې په پام کې ونیول شي.
په دوی کې داسې کسان هم شته چې کېدای شي په کور کې یې مېرمن هم پر کاندیدو راضي نه وي، خو په بهر کې یې لافو پټاکو ته پر ټلوېزیون د خلکو بډوډي له خندا په درد دي. همدې څو کاندیدانو د افغانستان د ملت په لویې جرګې د ښه او بدو دومره ټاپې پورې کړې چې فکر کېده له دوی پرته جرګه ناشونې او غیر مشروع ده.
دوی د افغانستان د سولې د بهیر په څېر مهمو مسالو د تصمیم نیونې په اړه هم تر ټولو ځانونه د ډېرې ښکېلتیا وړ بولي او پر دغه بهیر تر ټولو ډېرې نیوکې او د بري او ناکامي تورونه هم همدوی لګوي. دوی ته ځانونه له اوسه د ارګ د څلورو دېوالونو واکمن ښکاري چې د شپې په خوب کې له لیدلې څوکۍ خبرې او فرمان صادروي.

دوی ته اوس د افغانستان د نظام ټول بنسټونه ناقانونه او د بل لپاره کارېدونکي برېښي. دوی فکر کوي چې که په لویه جرګه کې دوی او د دوی د کورنۍ او ډلې برېتور نه وای؛ نو جرګه او پرېکړې یې سمې نه دې او هغه ټولې چارې ناسمې روانې بولي چې په خبره یې دوی پکې ښکېل نه دي.

دغه کاندیدان خپل حضور د ټول ملت له موجوديته سره نه برابروي او د افغان ولس استازي ورته فرمایشي برېښي. دوی سر له اوسه دې عظیم ملت ته دومره سپک نظر کوي او د هغه او دغه په لمنې پورې یې تړلي بولي.

دوی ته د واک د تندې سړولو او د تصمیم نیونې په بهیر کې د شاملولو لومړی چانس ولسمشر محمد اشرف غني ورکړ. دغه ګام شاوخوا دوې میاشتې وړاندې ولسمشر د دوی په حضور کې د څه باندې سلو کسانو له ډلې څه باندې لس تنه د ټاکنیزو کمېسیونونو لپاره غوره کړل. په دوی کې د حکمتیار صاحب په څېر د واک تږو خو ان په هماغه ناسته کې د ټاکنیزو کمېسیونونو لپاره د کمېشنرانو د غوراوي په موخه د جوړې شوې کمېټې په غړو داسې تندې لفظي حملې کولې چې فکر کېده برحاله ولسمشر وي او په وار وار یې دا خبره کوله چې د غوراوي لپاره د ټاکنو چاره دې دوی ته ور خوشې او خپل کار دې پای ته رسېدونکی وګڼي.

سره له دې چې د ټاکنو د کمېسیون د کمېشنرانو په ټاکلو کې ولسمشر محمد اشرف غني خپل واک له نورو کاندیدانو سره شریک کړ، خو د ښاغلي غني په خوا کې ټولو ۱۷ کاندیدانو همالته داسې فیصلې او نظریې وړاندې کولې چې فکر کېده د افغانستان راتلونکې ټاکنې یوازې واک ته د دوی د رسېدو لپاره تنظیم شوې او هر یو یې په زړه کې ارګ ته څو میاشتې وروسته د ور دننه کېدو ګوړې ماتوي.

دوی ته د افغانستان اصلي وارث ځانونه ښکاري. له دې کاره د ولسمشر غني موخه د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو د احتمالي کړکېچ مخنیوی او د راتلونکو ټاکنو په موضوع کې د ټولو کاندیدانو ښکېلول دي چې له ټاکنو وروسته پر ولسمشر د کمېسیون د پلوي تور نه وي او په هر بري او ناکامي کې د ټولو کاندیدانو لاسونه شامل وي. سره له دې چې دا کار له همدې اړخه بریالۍ هڅه بلل کېږي، خو د کاندیدانو تقاضا یې دومره لوړه کړه چې اوس په هره مساله کې دوی ځانونه شریکباڼي ګڼي او تمه یې دا ده چې پر ټاکنو سربېره په هره وړه او لویه مساله کې دې ښاغلی غني له دوی سره مشوره وکړي.

خو د دوی سر لا په دې نه دی خلاص چې د افغانستان خلکو لا دوی ته رایه نه ده ورکړې او د دوی پر برخلیک هغه وخت دغه څو ښاغلي خبره کولای شي چې ولس ورته په صندوقونو کې پرېمانه رایې تویې کړي. په داسې حال کې چې له هماغې لومړۍ ورځې ډېر کاندیدان په خپل برخلیک پوهېږي، خو داسې اکټونه کوي لکه چې دا ملت د دوی په ټاکلو پسې ړوند شوی وي او د خدای په دې لویه ځمکه او افغاني ټولنه کې نور څوک نه وي پاته.

پر ټولنیزو رسنیو کاندیدان او د دوی مرستیالان هر یو ځانونه من ګڼي او هیڅ یو یې تر بل کمه نه خوري. ځینې یې لکه د پاکستان عمران خان داسې ژمنې او لارښوونې کوي ته به وايي چې افغانستان د کال تر سل میلیارډ ډالرو ډېر عواید لري او د یوه نورمال هېواد په دننه کې ولسمشر غني ځان په ناغېړي وهلی او کار ته اوږه نه ورکوي. دوی کې ځینو د حسن چپ په کوڅه کې ځان وهلی او فکر کوي چې ملت ړوند دی او د دوی په تېرو کړنو هیڅوک خبر نه دي. ځینې نور یې داسې انګېري چې د دوی په څېر ولس هم د هېواد په حالاتو ډېر نه پوهېږي او هغه ډول چې دوی ورته افغانستان ترسیم او ګزوي هماغه ډول یې خلک ورسره مني.

سرخط ورځپاڼه

(Visited 40 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.