The news is by your side.

د ولسمشر غني بدیلې لارې

0

محمدروښان ښاد

ولسمشر غني په تېرو پنځو کالو کې د هیواد موقعیت او دېته چې په وچه کې ایسار یوو لاس تر زنې کېنناست، بلکې د بدیلو لارو په فکر کې شو او دغه فکر یې هم رنګ راوړ، هم یې نتیجه ورکړه او هم یې خلکو عملاً اغېز او پایلې حس کړې.

دا چې بحر ته لاره نه لرو او ځان په وچه کې ایسار ګڼو، مګر په دې هم باید فکر وکړو چې د دغه محرومیت تر څنګ خدای تعالی یو لوی رحمت پر موږ لورولی دی او هغه زموږ موقعیت دی چې د اسیا د زړه او څلور لارې په توګه په سیمه کې پراته یوو. که چېرې پخوا تر ولسمشر غني دې فکر ته توجه شوې وای او ورباندې کار شوی وای، نو باور دی چې افغانستان به اوس ډېر زیات بدلون کړی وای، مګر لا هم سر وخت دی.

په دې کې شک نشته چې نړۍ په راکړه ورکړه او ښو مناسباتو چلېږي او افغانستان له کومې استثنا پرته له ټولې سیمې او نړۍ سره تل دوستانه مناسبات غوښتي، لرلي او لا یې هم غواړي او له همدې امله د ګاونډیو بحري بندرونو ته سوداګریزې لارې پیدا کول موږ ته د وینو د رګونو حیثیت لري، څرنګه چې زموږ په شمالي ګاونډ کې امنیت ټینګ دی، نو له دې هیوادونو سره موږ ښه راکړه ورکړه لرلی شو، خو د پخواني شوروي اتحاد د یرغل او وحشت له امله له دغو هیوادونو سره چې زموږ اړیکې پرې شوې، نو بیا یې د رغاولو لپاره او د بېرته ټینګولو لپاره اساسي ګام نه دی اخیستل شوی او له همدې امله ولسمشر غني نه یوازې په دې برخه کې اساسي ګام واخیست او دغه اړیکې بېرته د پخوا په څېر ورغاولې، بلکې خپل بهرنی سیاست یې له ګاونډي ازبکستان څخه چې هغه مهال ډېرو ته حیرانونکی هم وو پیل کړ.

د منځنۍ اسیا هیوادونو سره د اړیکو د رغېدو په پایله کې ولسمشر غني ازبکستان او ترکمنستان سره د اورګاډي کرښې وغځولې او همدارنګه په پام کې ده چې دغه کرې له تورغونډۍ حځه تر هرات او له هرات څخه اسلام قلعه ته له رسېدو وروسته د ایران له اوسپنیزې کرښې سره ونښلول شي.

همدارنګه له حیرتان او اقینې څخهباید دا پټلۍ تر مزار او شبرغان پورې ورسېږي [ې موږ په مستقیمه توګه له قزاقستان ، اوکراین، اروپا او روسیې سره وصلولی شي او زموږ ډېر مهم حیاتي واردات لکه تېل، فولاد، لرګي او غنم له همدې هیوادونو څخه راځي او هم له دغو لارو څخه موږ خپل افغاني محصولات او صادرات بهرنیو هیوادونو ان اروپا ته رسولی شو.

موږ به وکولی شو چې پر همدغه اعتماد خپل راتلونکي پراختیایي پلانونه طرحه او عملي کړو او دا به زموږ د هغو ولایتونو چې دغې کرښې ته نږدې ور پراته دي لکه هرات، فراه، نیمروز او ځینو نورو په هر اړخیزه وده کې مهم رول ولري، د خلکو ژوند به ورسره بدل شي، شغلونه به ایجاد شي، امنیت او ثبات به ورسره شي او د خلکو د ژوند اړتیاوې به په ښه ډول تامین شي.

 

(Visited 35 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.