The news is by your side.

د يوه افغان معلم تعلیمي ژوند ته یوه کتنه – آتمه برخه

عبدالله وردک

0

له تاسې ټولو نه په ډېره درناوۍ هیله کوم، چې زما لیکنه تر آخره پورې په ډېر غور سره ولولئ، او خپل نظرونه له ما سره شریک کړئ.

د لیکنې پدغه برخه کې، غواړم چې ګرانو او قدرمنو لوستونکو ته، په انګلستان کې د خپلو زده کړو په هکله، یو څه معلومات وړاندې کړم.

زه د ۱۹۸۴ میلادي کال د جون د میاشتې په ۲۱ نېټه، لندن ته د درس ویلو دپاره راغلم۰ دغه ورځ د کال اوږده ورځ وه، او د روژې مبارکه میاشت هم وه.

ما خپله کورنۍ په افغانستان کې، د خپل تګ څخه خبره نکړه، او ما فکر کاوه چې ترڅو دوی خبريږي، ما به خپله ماستري خلاصه کړې وي، او زه به بېرته پاکستان ته راغلی وم۰ اما، داسې ونشول، او زه تر اوسه دلته په انګلستان کې پروت يم.

ما ته یې په مانچستر کې د UMIST په پوهنتون کې د Power په برخه کې، د ماسترۍ داخله راکړې وه. نو کله چې لندن ته راغلم، نو بیا مې له ځینو دوستانو سره مشوره وکړه، او ټولو راته دا مشوره راکړه، چې زه باید د Power پرځای، الکترانکس ووایم. نو یوه عریضه مې پدې هکله، د برېتش کونسل مرکزي دفتر ته ورکړه. هغوی په ځواب کې راته ولیکل، چې دوی به زما اسناد، د Salford پوهنتون ته ولیږي؛ او دا ځکه چې الکترانکس پدغه پوهنتون کې ډېر ښه و. هغه و، چې د Salford پوهنتون زه بیا متأسفانه، راساً ماسترۍ ته قبول نکړم، او ما ته يې وويل چې زه بايد د دوی د لېسانس دوره له سره ووايم۰ دوی ته د ځینو دلايلو له کبله د افغانستان زده کړې، او تعلیمي اسناد، بې اعتباره شوي وو؛ او په دغه پوهنتون کې له ما څخه مخکې ځینو افغانانو درس شروع کړی و۰ ما ډېر غالمغال وکړ، او ما دغه فيصله نه منله۰

ما ورته ويل چې ما خپل ليسانس د کابل د پوهنتون څخه اخیستی دی، او هم مې ۶ مياشتې په امريکه کې سبق ويلی دی، او هم مې ۶ کاله د انجينرۍ په پوهنځۍ کې معلمي کړېده، او زه کولای شم چې د ماسترۍ پروګرام راساً شروع کړم۰

وروسته له ډېره جنجاله داسې فیصله وشوه، چې زما سره به د برق د شعبې ټول استادان انټرویو کوي، او هغوی به بیا زما په هکله خپل نظرونه وړاندې کوي۰ له انټرویو څخه وروسته، آخري فيصله داسې وشوه، چې زه به د ۳ کالو پرځای، یوازې یو کال وایم. یعنې، زه بايد د لېسانس د دورې، آخري صنف حتمي ووايم، او وروسته به بیا زما د ماسترۍ په هکله فيصله کيږي۰

نو د پوهنتون د فيصلې سره سم، ما خپل درس په آخري صنف کې زړه او نازړه شروع کړ۰

کله چې زه په لومړی ورځ صنف ته ولاړم، ټول شاګردان ما ته نا آشنا وو، او دا ځکه چې زه له دوی سره په آخري صنف کې يوځای شوی وم۰

زه غواړم، چې یوې ډېرې مهمې موضوع ته چې ډیره د اهمیت وړ ده، اشاره وکړم؛ او الله(ج) د وکړي چې، په چا بده ونه لګیږي۰

که چېرې تاسې تر اوسه پورې زما ليکنې، په پوره دقت سره لوستلې وي، نو تاسې ته به معلومه شوې وي، چې زه الحمدلله په ټولو زده کړو کې عمومي اول نمره وم، امريکې ته هم تللی وم، او ۶ کاله مې د انجينرۍ په پوهنځۍ کې معلمي هم کړې وه. لېکن، زه د درس په لومړی ورځ په صنف کې پدې نه پوهيدلم، چې استاد څه وایي، يعنې دومره فرق د برق په مسلک کې موجود و۰

ما فکر کاوه، چې ډېر امکان لري چې زه ناکام شم. نو زه زړه او نازړه وم چې درس ووايم، او که بېرته وطن ته ولاړ شم۰ زما يوه ملګري چې هغه له ما نه يو کال مخکې په همدغه پوهنتون کې درس شروع کړی و، ډېره ډاډ ګيرنه راکوله، چې الله (ج) د هغه ته ډېر اجرونه په دنيا او په آخرت کې ورکړي (آمين)۰ زه نیږدې يوه مياشت زړه او نا زړه وم، چې پاته شم او که لاړشم۰ په آخر کې مې الله(ج) ته استخاره وکړه، او بیا مې فيصله وکړه چه درس ووايم، او هغه و، چې زما د درس ویلو دوره شروع شوه۰

د درس په لومړیو شپو او ورځو کې ما په صنف کې، له یوه استاده د يوې موضوع په هکله پوښتنه وکړه، او هغه استاد ماته رانیږدې شو او ماته ئي وويل، چې زما له سوال څخه داسې معلومیږي، چې زه په دغه موضوع باالکل پوه شوی نه يم. ما، هم حقيقت ورته ووایه چې باالکل همداسې ده، نو هغه چې د نړۍ له مشهورو پروفيسورانو څخه و، زه یې له لاسه ونيولم او خپل دفتر ته یې بوتلم، او هلته یې خپلې سکرترې ته وويل، چې دغه شاګرد به هر وخت بې له اجازې، د زما دفتر ته د سوال کولو د پاره را پرېږدې. د استاد، ددغه ښې رويې څخه زه ډېر خوشحاله شوم، او ما هم خپله ملاء د درس ویلو دپاره کلکه وتړله، او زما د زده کړې دوره شروع شوه ۰

ديادونې وړ ده، چې زه د نوموړي استاد له ښې رويې څخه ډېر خوشحاله شوم، او حتٰی زه د هغه دفتر ته د پوښتنې د پاره بیا هيڅ ولاړ نه شوم۰ د ۲ رکعته نفل کولو نه وروسته مې په الله(ج) توکل وکړ او خپل درس ته مې شروع وکړه۰

ما الحمدلله، ”First Class“ ترلاسه کړه، او هغې زما تعليمي زده کړې ته لاره هواره کړه.

کله چې ما الحمدلله، ”First Class“ ترلاسه کړه، نو بیایې ما ته، د ماسترۍ دپاره قبولي راکړه. بيا مې خپله ماستري له يوه کاله وروسته په اعلٰی درجه سره، په مانچستر کې د Salford په پوهنتون کې خلاصه کړه۰

کله چې ما خپله ماستري، په کنترول انجینرنګ کې، په اعلٰی درجه سره خلاصه کړه، نو بیایې ما ته سمدلاسه، د دکتورا دپاره سکالرشېپ راکړ.

کله چې ما د دکتورا دپاره سکالرشېپ ترلاسه کړ، نو بیا په ۱۹۸۶ میلادي کال کې، د خپلې کورنۍ د لیدلو دپاره، لومړی پېښور، او بیا له هغه ځایه، له یوه ګروپ سره، خپل کلي ته ولاړم. زه خپل کورته د شپې ورسېدلم، او په سهار کې د قطار له ډاره غره ته لاړم. هلته زما د تره لمسیانو بوټي کول، او خپلې سلاح ګانې یې له لرې معلومېدلې. دوی زما له راتګ څخه خبر نه وو. ما غوښتل، چې د دوی سلاح ته ځان ورو ورو ورنیږدې کړم. دوی به خپلې سلاح ګانې، خپلو ځانونو ته ورنیږدې کولې، او ما به فقط، د دوی سلاح ګانو ته سترګې نیولې وې. دوی ته مې ډېر تشویش پیدا کړی و، او په آخر کې مې ځان ور وښود، چې دوی ټول ډېر حیران، او ډېر خوشحاله شول. بیا به زه هم له خپلو زامنو، او ورېرو سره غره ته تلم، او ما هم بوټي ورسره کول.

ما ډېر کوښښ وکړ، چې خپل مور او پلار پدې قانع کړم، چې ما ته اجازه راکړي، چې خپل فامیل لندن ته راولم. پلار مې راته وویل، چې لومړی د له مور سره خبرې وکړه. مور ته مې چې هر څومره زارۍ وکړې، مور مې اجازه رانکړه، او پلار ته هېڅ ضرورت پاته نشو. لېکن، دا یې راته وویل، چې د کور یوه برخه، پاکستان ته درسره بوزه، او فکر د وي، چې لندن ته یې درسره بونزې.

هغه و، چې زموږه د کور یوه برخه، پاکستان ته مهاجر شوه.

د یادونې وړ ده، چې هغه آسونه، چې زمونږه د تګ دپاره تعین شوي وو، هغه بلې کورنۍ ته ورکړل شوي وو، او مونږه ته نور آسونه، راکړل شول. بیا په هغه وخت کې د یک پایه په کوتل کې، همهغه فامیل متأسفانه، د روسانو په کمین برابر شو، او ډېر وروڼه او خویندې یې ترې شهیدان کړل. کله چې مونږه په یک پایه تېرېدلو، نو ځینې آسونه لا هنوز ژوندي وو، او مونږه زرملې ته ورسېدو.

په لاره کې ټولو خلکو له مونږه سره، دومره ښه کړيدي، چې د هغې یادول امکان نلري. الله(ج) د، دوی ټولو ته ډېر ډېر اجرونه ورکړي. آمین یارب العالمین.

کله چې زمونږه د کور یوه برخه، پاکستان ته را مهاجر شوه، نو بیا مو په غازي کې، د حسن پور په کلي کې یو کور په کرایه ونیوه، او زه یوازې بېرته لندن ته راغلم.

ما خپله دکتورا د بردفورد په پوهنتون کې، د ”مایکرو کمپیوتر او د هغه د اپلېکشن“ په برخه کې شروع کړه.

زه د ۱۹۸۷ میلادي کال د نومبر په میاشت کې، یو ځل بیا د خپلې کورنۍ د لیدلو دپاره کوهاټ ته راغلم. زما مشرې خور ما ته په جدي توګه وویل چې دوی ته باید په شمشتو کې خپل کور جوړ کړم. هغه وو، چې د کور لپاره مو مځکه راونیوله. ما ته به دوستانو، او د کورنۍ غړو ویل، چې د خامو او پخو خښتو لږ په قېمت کې فرق دی. هغه و، چې ټول کور یې پوخ راباندې جوړ کړ. زما نیږدې ۳ لکه کلدارې پدغه کور ولګېدې. په هغه وخت کې یو پونډ ۱۷ کلدارې کېدلې.

نیږدې ګاونډیانو، به چې زمونږه کار ولیده، نو دوی به ما ته ویل، چې روسان لکه چې نه وزي!

هغه کور مو بیا له ۳۳ کلونو وروسته، روغ او جوړ په شمشتو کې همداسې روغ پرېښوده.

زما اولادونه، په ۱۹۸۸ میلادي کال، د فبروري په ۲۳ نېټه، بردفورد ته راسره راغلل.

د یادونې وړ ده، چې زما مشرې خور، زما مشره لور، له ځانه سره، وګرزوله، او هغه بیا ۹ کاله، له مونږه جدا وه.

ما خپله دکتورا هم الحمدلله، د ۱۹۹۱ میلادي کال په آخر کې په ډېره ښه توګه، تر لاسه کړه۰ دا پدې معنا، چې ما ته یې په همهغه ورځ، بېدون د کوم تغیر نه، دکتورا راکړه.

​د یادونې وړ ده، چې د تحصيل په پای کې، د هغه وخت د کابينې د وزيرې په امضاء یو ستاينليک هم راکړل شو۰

د پام وړ ټکي:​

ګرانو او قدرمنو لوستونکو!

که چېرې زما په شان، د یوه غریب مسلمان افغان دهقان زوی، دومره کولای شي، چې هم الحمدلله، ښه تکړه مسلمان، او هم ښه تکړه شاګرد، او هم ښه تکړه معلم پاته شي؛ نو تاسې ټول هم کولای شی، چې لا ډېر لوی لوی کارونه ترسره  کړی، او مهرباني وکړی، خپلو ځانونو ته، عذر او بهانې مه لټوئ.

هیله کوم، چې کوم لوستونکی داسې فکر ونکړي، چې خدای مکړه، زه ځان ښودنه کوم. نه داسې نده. ما ته تر اوسه، د موټر د چلولو، چل نه راځي.

زه غواړم، چې ځینو ته وښيم، چې الحمدلله، مسلمانان تر هيچا په هيڅ شي کې کم ندي، او هغوی ان شاءالله هم ښه تکړه مسلمانان او هم ښه تکړه محصلین کېدلای شي۰

هرڅوک کولای شي چه ليسانس، ماستري او دکتورا واخلي، او هغه يوازې او یوازې په شرایطو پورې اړه لري، او بس.

هېچا ته باید دغه حق ورنکړای شي، چې هغوی خپلې زده کړي، د یوه چا په ضد وکاروي، او له هغو نه ناوړه ګټه پورته کړي۰

زده کړې باید د خلکو د خدمت لپاره وي، او بس.

د یادونې وړ ده، چې د مدرسې او پوهنتون تر منځ فاصله باید ورو ورو کمه، او په پای کې باالکل له منځه لاړه شي. یعنې زموږه ځوان نسل باید په اسلامي او عصري علومو سمبال وي.

همدارنګه، په ګران افغانستان کې ځینې قدرمن استادان او مسٔولین دغې ټکي ته په ډېر احترامانه ډول پاملرنه وکړي، چې په ځینو پوهنتونو کې د ځینو مضامینو د تعلیمي نصاب بدلېدو ته اشد ضرورت دی. استادان باید خپل تعلیمې نصاب او درسي لکچرونه، د ورځني عصري علومو او اړتیاوو په رڼا کې ترتیب کړي.

په نهمه برخه کې به ان شاءالله، قدرمنو لوستونکو ته، په انګلستان کې د خپلې معلمۍ په هکله، یو څه معلومات وړاندې کړم.

الله(ج) د، ددغه وطن، په اسلام او وطن مین خلک، او لویې اسلامي پرګنې سره یو موټی کړي، تر څو وکولای شي، چې په ریښتیا سره، د دغه وطن، یووالی، عزت، آزادي، او افتخار، بېرته لاسته راوړي. آمین یارب العالمین.

په پای کې خپل د عاجزۍ دواړه لاسونه، د الله(ج) لوی او مهربان دربار ته پورته کوم، او دعا کوم چې الله(ج) د، په افغانستان او په ټوله نړۍ کې هغه شانته سوله راولي، چې هغه الله(ج) ته قبوله اومنظوره وي. آمين یارب العالمین.

زه یوځل بیا خپل د عاجزۍ دواړه لاسونه، د الله(ج) لوی او مهربان دربار ته پورته کوم، او دعا کوم، چې الله(ج) د، د افغانانو ترمنځ هغه څه فیصله کړي، چې هغه الله(ج) ته قبول اومنظور وي. آمين یارب العالمین.

همدارنګه، الله(ج) ته د دعا دپاره یو ځل بیا لاسونه پورته کوم، او دعا کوم، چې الله(ج) د، دغه د کورونا، د وایرس ناورین، پخپل رحمت سره له نړۍ ورک کړي. آمین یارب العالمین.

تر بلې لیکنې، تاسې ټول په لوی او مهربان الله(ج) سپارم.

والسلام.

زما اړیکه:

abdullahwardak53@gmail.com

(Visited 36 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.