The news is by your side.

د پاکستان د اقتصاد سورۍ بېړۍ

0

د پاکستان په ټول تاریخ کې کله هم د هغه هېواد د اقتصاد د ماتېدو په تړاو دومره اندېښنې نه وې په ډاګه شوې لکه چې نن یې په ډوبېدو هر خوا اندېښنې ښوول کېږي. پاکستان اوس نه یوازې عامو پاکستانیانو، بلکې د لومړۍ کچې سیاستوالو او نړیوالو اقتصادي او سیاسي شنونکيو ته داسې برېښي چې د بشپړې اقتصادي شړېدا یا دېوالي کېدو د ګړنګ پر غاړه ولاړ دی.
اوس ډېر کم خلک باور کولای شي چې واکمن نظام دې د پاکستان په نوم هېواد له دغه ناورینه وژغورلای شي. سره له دې چې پاکستان د پیسو له نړیوال صندوقه ۶ میلیارډ ډالره تازه پور وکړ، خو د پاکستان دننه ډېر کتونکي دا پور د پاکستان د خرڅلاو په مانا ګڼي چې ای‌ام‌اف د یوه تړون پر اساس د هغه هېواد ټول مالي سیسټم تر خپلې ولکې لاندې را وست او د پاکستان مالي ازادي ته یې د پای ټکی کېښود.
په پاکستان کې روان اقتصادي وضعیت ته تر ولس سیاستوال ډېر وارخطا دي او دا په خپله د روان ناورین ژوروالی ښيي چې دا ځل یې زیان پر عام ولس سربېره د سیاست لوبغاړو او د پاکستان د هر څه خاوندانو ته رسېږي. له حکومته لار ورکه ده او په وروستي یوه کال کې د عمران خان حکومت ټول پام په پورونو کولو دی چې خپل هېواد یې د نږدې سل میلیارډ ډالرو پور لاندې څملولی او د هرې ورځې په تېرېدو سره د ډالر په زور چختاړېږي.
چارواکي وايي چې تجارت یې ۲۰ میلیارډ ډالره کم شوی او په وروستیو ۲ کلونو کې یې اسعاري زېرمه پنځوس په سلو کې کمه شوې او د پور د ورکړې په برخه کې هر کال ۱۲ میلیارډ ډالرو ته اړتیا لري چې اوسنی پاکستان یې د نیمايي وړتیا هم نه لري. د پاکستان داقتصاد سورۍ شوې بېړۍ اوس نه د چین د سیپیک په پروژه پټېږي، نه د سعودي او اماراتو په ۶ میلیارډ ډالرو پینه کېږي او نه هم دIMF په پور تر ساحله رسېږي. پکې سپاره شاوخوا ۲۲۰ میلیون پاکستانیان په داسې سمندر کې ډوبېدونکي دي چې د بشري ناورین چیغې به یې پر سیمه سربېره ټوله نړۍ واوري.
د عمران خان حکومت هرې خوا ته لاس او پښې وهي چې وکولای شي خوړلي ټپ ته لنډه بې‌هوښې ورکړي، خو ښکاري چې خپل پروني او ننني ملګري یې په درملنه ستړي شول او ژر به د دوست په خوا کي دوښمنان هم ځانونه پرې ستړي کړي. هغه له اقتصادي اړخه کوچني افغانستان ته هم د خیر ور رسېدو په هیله لاس اوږد کړی او له ولسمشر اشرف غني یې تمه کړې چې اسلام‌اباد ته ور شي او د سیمه‌یز اتصال په نوم د افغان ولسمشر په اقتصادي پلان کې ورسره ښکېل شي.
او بله تمه يې دا ده چې منځنۍ اسیا ته پاکستان لار ومومي او د چین د ورېښمو په لار کې افغانستان ور شامل او د چین د سیپیک پروژې عملي چارې پراخې شي.
د سیپیک په نوم د پاکستان او چین اقتصادي کوريډور هم اوس پاکستان ته په یوې اقتصادي لانجې بدل شوی او داسې ویل کېږي چې د چین او پاکستان تر منځ پر دغه پروژه د نظر اختلاف چینایان ټکني کړي دي. بل خوا پر ایران د امریکا اقتصادي بندیزونو له هغه هېواده په وروستیو ورځو کې د ۲ لویو چینايي شرکتونو وتل له خلیجه د چین زړه نور هم تور کړ.
همدارنګه د ګوادر په بندر کې د بلوڅ بېلتون‌پالو بریدونو دغلته چینايي پانګونه له خنډ او ځنډ سره مخامخ کړې او د پاکستاني نجونو اوچینایي ځوانانو تر منځ د ودونو په نوم را منځ ته شوې مسالې د بېجینګ او اسلام‌ابادپه اړیکو کې د نويو ننګونو اشارې ورکوي. د پاکستان د خزانې وزارت د هغه هېواد د پورونو په اړه تازه جزییات خپاره کړي چې پر اسلام‌اباد د څه باندې ۹۰ میلیارډ ډالرو پور د درېدو خبر ورکوي. وزارت ویلي چې په وروستیو ۶ کلونو کې د پور له اړخه څه باندې ۷ میلیارډ ډالره سود هم پر پاکستان ور اوښتی دی.
په پاکستان کې چارواکيو اوس هغو ۸ میلیون بهر‌مېشتو پاکستانیانو ته سترګې نیولې چې د خپلو کورنیو او خپلوانو د مالي ملاتړ لپاره را استول کېدونکې پیسې به دغه هېواد له اقتصادي ډوبېدو وژغوري چې د پاکستان د مالیې وزارت په خبره په وروستیو ۷ کلونو کې همدغو بهرمېشتو تر ۱۲۰ میلیارډ ترلاسه کړي ډالر پاکستان ته استولي چې څه باندې ۳۴ یې له سعودي، څه باندې ۲۶ یې له عرب اماراتو او څه باندې ۱۷ میلیارډ ډالره یې له امریکا او پاتې يې له نورو هېوادونو پاکستان ته استول شوي دي. اوس پاکستان د نړۍ د هغو لسو هېوادونو په ډله کې په اووم نمبر کې دی چې اوسېدونکي یې له بهره خپل هېواد ته ډېرې پیسې لېږي.
راپورونه وايي چې تر فبروري مخکې اتو میاشتو کې ۱۴ میلیارډ ډالره بهر بوختو پاکستاني کارکوونکيو خپل هېواد ته استولې دي چې د پخوا په پرتله ۱۱ په سلو کې زیاتوالي ته یې په پاکستان کې خوښې ښوول کېږي.
پاکستاني چارواکي یوې بلې لارې ته هم خوښ دي چې هغه د پوځي لګښتونو را کمول دي چې نړیوالو تجربو ته په کتو به د اقتصادي بحران په اوج کې پاکستانیان ژر د خپلو پوځي جنرالانو ګرېوان ته لاسونه ور واچوي چې د اوس لپاره په کړکېچ کې د را ګیر پاکستان په ډېرو اقتصادي منابعو نېغ کنټرول لري او هر څه د پوځ حق ګڼي. نړیوالې تجربې ښيي چې اقتصادي ناورینونه بې‌ثباتي او کډوالي پراخوي او په پای کې د نظام د پاشل کېدو بالقوه امکانات را منځ ته کوي چې د پاکستان لپاره به یې بیا را غونډول یوه معجزه وي.
د برېښنا، ګازو، تېلو او خوراکي توکيو بیې په بې‌ساري ډول په پاکستان کې پورته روانې دي او پاکستانیانو ورته د سونامي نوم ورکړی. اقتصاد پوهان یې تمه کوي چې د کالدارې ارزښت به نور هم وغورځېږي او کېدای شي یو ډالر تر ۱۷۵ پورې ورسېږي. د عمران خان د تبدیلي په شعار اوس ریشخند وهل کېږي او ښکاري چې له واکمن انصاف ګونده د خلکو کرکه وروستۍ کچې ته لوړه شوې.

سرخط ورځپاڼه

(Visited 42 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.