The news is by your side.

د پوهنې ناخبره وزارت؛ په پکتیکا کې یې یوه دوکاندار ته توصیه‌ لیک لېږلی

0

د پکتيکا د پوهنې رياست چارواکي پوهنې د له وزارته شکایت کوي چې په دغه ولایت کې د خپلو ولايتي کارکوونکیو په اړه مالومات نه ‌لري او تازه یې داسې یوه کس ته سپارښتلیک لېږلی چې هغوی کلونه وړاندې خپلې دندې خوشې کړې یا هم منفک شوي او اوس شخصي کاروبار کوي.
د پکتيکا د پوهنې رياست د تشکيل مدير عظمت کټوازی وايي، د پوهنې وزارت په يوه جدول کې د ده نوم ځکه سم ليکلی و چې څه موده مخکې یې د ټلیفون له لارې د وزارت یوه کارکوونکي ته ځان معرفي کړی و او مخکې له مخکې یې پېژنده، که ‌نه د وزارت اړوندې ادارې په ولایتونو کې د خپلو ریاستونو کارکوونکيو په اړه مالومات نه‌ لری.
د کټوازي په وینا، د داسې چارواکیو په امر د شپې تر اتو بجو کار کوي چې په پنځو کلونو کې پر دې خبر نه شول چې د بشري سرچینو مدیر یې څوک دی او چا ته باید توصیه ولیکي!
کټوازی زیاتوي، د پوهنې وزارت د پکتيکا د پوهنې رياست د اړوندو خالي بستونو په اړه ترې مالومات وغوښتل چې اعلان یې کړي او د دغه رياست هم د مرکز له لارښوونې سره سم ۱۳۰۰ بستونه مشخص او ور ولېږل، خو د وزارت مامورانو ورته بیا یو بل جدول ور لېږلی چې په هغه کې باید خالي بستونه او په اړه یې لازم مالومات ولیکل او ورته ولېږل شي.
عظمت کټوازی وايي، د وزارت د نوې سپارښتنې له کبله يې همداسې وکړل، خو د وزارت له ‌خوا بيا رد او ورته وويل شول چې بيا دې په يوه نوي جدول کې ور ولېږي. د پوهنې ولایتي رياست بیا هم له لارښوونې سره سم اقدام کوي، خو دا پروسه که څه هم پنځه ځله تکرارېږي، خو بیا هم وزارت قناعت نه کوي او لا یې هم په اړه پایلې ته نه‌ دې رسېدلي.
کټوازی وايي، فکر يې کاوه چې وزارت دغه تکراري غوښتنې د جديت له مخې کوي، خو په اصل کې داسې نه وه، د کارونو د ګډوډي او په وزارت کې د هر چا د مسوولیتونو نه پېژندلو له کبله دا ډول غوښتنلیکونه رالېږل کېدل.
بل ‌خوا د پوهنې وزارت څو ورځې وړاندې د پکتیکا د پوهنې ریاست د بشري سرچینو مدیر محمدامین ته د وزیر په لاسلیک یوه مکتوبي توصیه لېږي، په داسې حال کې هغه پنځه کاله وړاندې له پکتیکا نه تبدیل شوی او اوس د میدان وردګ په پوهنتون کې دنده لري.
د پکتیکا په پوهنې ریاست کې یوه سرچینې سرخط ته وویل چې د پوهنې وزارت یوه بله مکتوبي توصیه د پلان مخکیني مدیر نثاراحمد ته هم رالېږلې، خو هغه دوه کاله مخکې له دندې منفک او اوس په کویټه کې دوکان لري.
د پکتیکا د پوهنې ریاست د تشکیل مدیر عظمت کټوازی وایي، د پوهنې وزارت د دوو کلونو په تېرېدو سره سره لا هم نه ‌دی خبر چې اوس د دغه ولایت په پوهنې ریاست کې «د پلان مدیریت» بست خالي دی او مخکنی مدیر یې دوکانداري کوي.
که څه هم کټوازی وېره لري چې دا ډول څرګندونې او له دغه رازه پرده پورته کول به یې ښايي دندې ته ګواښ پېښ کړي، خو په وینا یې دا کار ځکه کوي چې د وزارت کارکوونکي او چارواکي لږ را ويښ شي او د پوهنې وزارت په څېر یوه مهمه اداره له سنتي او ناکاره مامورانو وژغوري.
په همدې حال کې د پکتیکا د پوهنې رييس محراب‌الدین شفق هم د پوهنې وزارت له کارونو او چلنده سر ټکوي او وايي چې د وزارت دغه بې‌خبري، نامسلکیتوب او بې‌غوري د ده او نورو کارکوونکیو پر روان ناسم اغېز کړی دی.
د هغه په وینا، د داسې چا تر امر لاندې کار کوي چې تر اوسه د خپلو کارکوونکیو په اړه مالومات نه‌ لري.
شفق زیاتوي، د وزارت دا ډول توپیري چلند چې د شخصی تضاد له مخې له دغه وزارت سره کوي، د دوی مورال کمزوری کړی او نه پوهېږي چې د چا لپاره کار کوي.
د ده په خبره، که دا ډول کارونه د کوم بل چا له لوري شوي وای، اوس به د وزارت له بېلابېلو عکس‌العملونو سره مخ شوي وو، خو اوس دومره څوک نهشته چې د وزارت د دغه چلند او ناکاري پوښتنه وکړي.

موږ هڅه وکړه چې په دې اړه د پوهنې وزارت د وياندې نوريې نزهت نظر هم واخلو، خو هغې په خپله زموږ ټلیفون ځواب نه کړ.

سرخط ورځپاڼه

(Visited 49 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.