The news is by your side.

د پښتنو راتلونکې پنځوستیزه / اتل سالار

0

په مجموع کې د افغانانو او په خاص ډول د پښتنو په اړه چې ما څونه تاریخي مطالعه کړې ده او د هغو معلوماتو په رڼا کې اوسني وضعیت ته ګورم؛ د پښتنو د راتلونکي په اړه هيڅ خوشبین نه یم. څو ستونزې چې ما ته ښکاره شوې دي یا ممکن زه د هغو په اړه له یوې زاويې ګورم او بل کس کیدای شي له بلې زاويې ورته وګوري نو ماته ستونزې ښکاري او هغه ته ممکن ستونزه نه وي.

له وخته په پښتنو کې اتحاد نه وو؛ له خوشاله تر ابداله، له تیموره تر امانه، له داوده تر نجیبه، له طالبه تر حکمتیاره، هر یوه خپله لاره اخیستې وه. احمد شاه بابا هم دخپلو کسانو سره جنګېدلی دی او خپلو خلکو يې په وړاندې دسیسې جوړې کړې دي. دلته داخلي مشکلات خو همدې خپلو کسانو ورته پيدا کول. د بابا د دومره سترې امپراتورۍ زوال د پښتون له ځانغوښتنې او نه اتفاق څخه پيل شو او تر نن ورځې يې دوام کړی دی.

له پرون څخه نن ته راځو؛ نن چې د پښتنو دوه نفر پر یوه لار روان نه دي او مختلفو لاملونو د بې اتفاقې دا خلیج نور هم پراخ کړی دی، دا په ایینده کې د پښتون د نور ضعف، بیلوالي او له قدرته د لوېدو سبب کېږي. پښتون قام د خپل دې عمل یوه خطرناکه سزا لیدلې ده چې د انګریز په لاس يې پر نس باندي یوه فرضي کرښه تيره شوه او تر ننه له هغې کرښې ټول پښتانه رنځ وړي.

زه له دې ډارېږم چې که پښتانه د نن په شان په ډلو کې سره وویشل شي، مختلف افکار يې پر یوه محور را ټولېدو ته پرېنږدي؛ ممکن یو مهال د اوس وخت هغه پښتانه چې په یوه جغرافیه کې اوسي په دوو یا هم زیاتو وړو ملکونو يې دا پاته سیمه هم بدله شي یا هم د نورو تر لاس لاندي شي.

پښتانه همدا نن تر بل هر قوم، په خپل منځ کې ډېر زیات سره وژني. دا که د طالب په نوم دی یا هم د داعش و دولت؛ د پښتون نسل قتل عام روان دی او په سل کې تر اتیا لوړه سلنه وژنې هم بیرته پښتون کوي.

د پښتون په سیمه کې د فقر او بې کارۍ حال په ژبه نه بیانېږي، د کورني تاوتریخوالي حال د ویلو نه دی، له مېرمنو او ماشومانو سره کېدونکی ظلم تر دا مهال د تاریخ ریکارډ دی، له علمه د لرېوالي ګراف يې د نورو ټولو نژدو قومونو په نسبت خورا زیات دی، زه چې ګورم، اورم او عملي ژوند ته يې پام کوم، نو دا نتیجه ځنې باسم چې پښتون لا هم تر یوه نظام لاندي ژوند باندي قبیلوي ژوند ښه بولي، دوی لا هم د قانون منلو او ورته د احترام چل سم نه دی زده کړی، دوی ته لا هم میرمنې د خپل عزت توکي ښکاري له دې امله يې د کار او زده کړې اجازه هم نه ده ور کړې، د ماشوم او ښځو حقونه منل يې لا په خټه نه دي اخښل شوي، بناء دوی د خپل بد وضعیت، نه علم، فقر و بې کارۍ او د نورو مجبوریتونو له امله هم په ځان خولې لګوي او هم نور قومونه تر فشار لاندی نیسي. د انسان دا خاصیت دی که ارام ژوند ورته جوړ کړې نو لټ شي او که سختي پر راولې نو زحمت کش شي چې ځان ته نوي ابتکارات وکړي او نوې لارې چارې راباسي.

په تاریخ د پښتنو ځینو مشرانو هم پر خپلو ځینو پښتنو قبایلو ظلم کړی دی او هم يې پر ځینو نورو قومونو کړی دی چې ښه مثال يې د عبد الرحمن خان دی، ده په خپل وخت کې پښتون هم ټکولی دی خو هزاره يې هم وهلي دي. له پښتتون سره د جنګ مثال يې امیر ایوب خان دی چې تر فتحو او ستړیاوو وروسته يې د انګریز لاس ته مجبور کړ او خپله يې قدرت ترې غصب کړ. اما له هزاره سره يې هم ښه وضعه نه ده کړې، وهل، مړه کول، غلام او مینځې نیول يې له هزاره ګانو سره تعامل وو.

د انسانیت د هغه عمومي فورمول له مخې چې د سختۍ په وخت کې ځان ته د نجات یوه لار پیدا کوي، هزاره د افغانستان په ټولو قومونو کې زحمت کش، کمال داره، تر خپل منځ متحد، یو بل ته لاس ور کونکی او له سختو ورځو د نیکبختۍ په لورو ګامونه اخیستونکی قوم دی. د امیرانو د سختیو نتیجه دا شوه چې دغه انسانان له خپله دې کړاوه د ځان او ایینده نسل د خلاصون لپاره يوه لار پيدا کړي. دوی انساني عزم، همت او ارادې ته پنا یووړه. انساني همت غرونه خوځوي، له دې امله هغوی ځان د هنر په ګاڼه سمبال کړل، د نوور خلکو په زیاتو شیانو کې اړتیا ورته پيدا شوه چې د کاریګر په صفت يې خلکو احترام هم کاوه، له دې لارې يې هم ځان ته روزي ګټله، هم يې احترام تر لاسه کړ او هم يې له نورو قومونو سره اړیکې پراخې کړې؛ چې درې واړه په دنیوي ژوند کې حیاتي حیثیت لري.

هغوی خپل نوي نسل ته دا سبق رانقل کړ، هغوی هم تل پر خپل مټ تکیه وکړه، هره نوې اختراع چې په دنیا کې کېدله، دوی يې د زدکړې هڅه کوله، له نارینه تر ښځې، له بوډا تر ځوانه ټولو ته يې د هنر اهمیت ور وښود، د خپل مټ د تیکې په ارزښت يې پوه کړل، د اتحاد او اتفاق په واقعي مفهوم يې پوه کړل، په ټوله کې يې د دې ژوند مقهوم ور زده کړ چې دلته هر څه ستا واک ته پرېښودل شوي دي، که غواړې خپل ژوند ته دې تغییر ور کړې نو لاره يې یوازي ستا مټې دي، ستا اراده او عمل غواړي نو هيڅ خارق العادته پيښه نه کېږي چې تاته روزي در کړي او ستا ژوند ته دوام، نه ستا کړاو ختموي او نه تاته د ارام ژوند وسایل مهیا کوي. له دې امله هغوی په دې فکر ورزول شول چې هر تغییر د انسان په اراده پوري اړه لري، له دې وجې نو هغوی د یوه ناځاپي تغییر چې په معجزانه توګه را پيدا شي، په انتظار هيڅکله نه کېنستل، بلکې د خپل ژوند د بقا، ارامتیا او پرمختګ لپاره يې لاسونه سره ور کړل، په جمعي هڅو او د انساني وسایلو په استعمال يې ځانونه هغه ځای ته رسولي دي چې موږ يې نن په خپلو سترګو وینو.

د هغوی پلانونه چې زه وینم، ډېر سیستماتیک روان دي. له قومونو سره د اړیکو په برخه کي، د زده کړو په میدان کې، تر خپل منځ د همغږي په لړ کې، د اقتصاد پر مخ بوولو په برخه کې، سیاسي واک ته د ځان رسولو او همدا شان ورته د ځوانو کدرونو د روزنې په میدان کې تر پښتون او تاجیک په ډېر چټک او سیستماتیک ډول روان دي.

دوی نه یوازي د نن پلان لري، بلکې د سبا او سل کاله راتلونکې لپاره هم منظم پلانونه لري. دوی د خپل اتحاد په مټ خپلې سیمې امن کړي دي، ځوانان او ځوانانې يې زده کړې کوي. په دفتر کې لویه برخې ښځې د دوی دي، ټوله بشري قوه يې په یوه نه یوه کار ګومارلې ده چې د دوی په قدرت کې ورځ په ورځ زیاتوب راځي.

هزاره په هیواد کې داسې وربړول شول لکه په نړۍ کې یهود، هغوی هم د انساني عمومي فورمول له مخې تر سختۍ وروسته ځانو ته حللار پيدا کړه او نن نړۍ پر ګوته څرخوي، شرایطو ته په کتو زما اټکل دادی چې راتلونکو پنځوستو کلونو کې به د قدرت لویه برخه هزاره ګان د خپلو کادرونو په وجه واخلي او ممکن تر هغه وروسته د دوی د سیاست، اقتصاد، تعلیم، کارنده مهمې بشرې قوې په ډګر کې لا ښه وځلېږي.

زه له هزاره ګانو سره تعصب نه لرم، نه د هغوی د واک او کړنو ضد یم، بلکې دا کرښې د خپل قوم پر درپه دره حال د افسوس له مخې لیکم. څوک يې د جهاد په نوم د خپل وطن ورانولو ته هڅوي، څوک يې د ملت وژنې ته جوړوي، څوک يې د حورو په نوم له ژونده زړه ور توروي، څوک يې د دین په نوم غیر انساني او شرعي کړنو ته ټیل وهي، بل د ارزښتونو د ساتنې په نوم ټول انساني او دیني ارزښتونه په پایماله کوي، نورو يې د اسلامي نظام په نوم د ملت ربړونې ته تشویقوي او داسې نور؛ دوی د دې هر یوه په لومه کې مښتي دي او هغه څه ترسره کوي چې بل يې ورته په ګوته کوي. دا نن د لارو، پلانو، روغتونو، مکتبونو، کلینیکونو، ښارونو، کلیو، مساجدو، هدیرو، جنازو، ودونو، بندونو، بریښنايي ستنو او… هر څه تخریب چې وینئ همدا دوی يې د نورو په اشارو خپل وطن کې کوي او له خدایه د ثواب هیله هم پرې کوي!

د قوم د راتلونکې ساتنې لپاره یوازې او یوازې دوې لارې دي: اوله؛ تعلیم او ورپسې؛ غښتلی اقتصاد. زما د نن ورځې پښتانه په دواړو برخو کې پاته دي.موږ له دینې مدرسې، یو میلیون فارغان لرو، خو له کمپوټر ساینس، ځمک پوهنې، کان استخراجونې او نورو مسلکي و تخنیکي برخو د دوی په نیمايي نه په درېيمه برخه کسان هم نه لرو. زموږ وال زیاتره نظري علوم وايي، هغه علوم چې له لوستنې پرته په مطالعه هم کولای شئ چې زده يې کړئ، خو زموږ کسان چې له دې هم فارع شي زموږ اتڼونه نه خلاصېږي چې هلک مو تعلیم وکړ، اما کله چې وخت د مسلکي دندې او کار راشي نو په سلو فارغانو کې یو یا دوه په زحمت پيدا کېږي چې د مسلکي او تخنیکي دندو د مخته وړلو لپاره ځانونه وړاندي کړي.

ويښ او په حالاتو پوه کسان باید قوم په دې مسله پوه کړي، د حللار او د ستونزو ريښې ورته په ګوته کړي او د راتلونکي ستر ناورین څخه يې وساتي.

۲۰۱۹/ سپټمبر/۲۰

(Visited 27 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.