The news is by your side.

د پښتنو په تعلیمي مزل کې ولاړ خنډونه

اسد الله مایار

0

د تېرو څو ورځو نه په مطبوعاتي راپورونو کې داسې وییل کیږي چې د خیبر پښتونخوا پوهنتونونه د مالي مسلو سره مخامخ دي. فکر مې کاو چې له دومره وسایلو، قدرتي زېرمو او دولتونو ډک وطن په شمار یو څو پوهنتونونو ته فنډ ولې نه شي پوره کولی. او بیا په تېره تېره سره له دې چې په ۱۸م اییني ترمیم کې د ۲۰۱۰ کال نه وروسته د صوبې پر وسایلو اختیار خو اوس صوبې ته راغلی او ورسره تعلیم هم صوبایي موضوع ګرځیدلې ده.

خو په پښتونخوا کې خصوصااو په ټول لر او بر پښتون/افغان وطن کې په عمومي توګه د پښتنو بچو د تعلیم نه په وروسته د پاتې کولو هم یو اوږد تاریخ دی.

کله چې باچاخان په پښتنه ټولنه کې د بدلون لپاره هلې ځلې پېل کړې نو زر پوهه شو چې د پشتنو تر ټولو لویه ستونزه د تعلیم نشتوالی دې. او هم دغه وجه وه چې هغه په ټوله پښتونخوا کې د ازادو مدرسو په نوم یو منظم نېټ ورک جوړ کړ، چې د پښتنو په تاریخ کې دا لومړی وار وو چې د تعلیم پر اهمیت خلک پوهه کېدل شورو شول، او عملي ګامونه یې پورته کړل. که څه هم هغه وخت د فرنګیانو په غلامۍ کې پښتنو له د شعور ورکولو مطلب د دغه غلامۍ نه انکار کول وو. او باچا خان او د هغه ملګرو ته دا هم مالومه وه چې د دې نتیجې به څه وي.

خو ولې بیا هم چې کله د فرنګي ظلمونو او جېلونو هغوي مات نه کړې شول، نو بیا یې ورته په خپله ټولنه کې داسې خلک پېدا کړل چې هغوی به د دغو سکولونو او یا د دغو ازادو مدرسو خلاف د فرنګیانو په ډاډ پروپېګنډې کولې . لکه څنګه چې به یې وییل چې:

 سبق د مدرسې وایي ــ دپاره د پېسې وایي

جنت کې به یې ځای نه وي ـ دوزخ کې به غوپې وهي

سره د دې ټولو ستونزو او مشکلاتو د باچاخان دغو ازادو مدرسو په پښتنه ټولنه کې یو غټ بدلون راوست. او موږ ولیدل چې بیا وروسته د دغو سکولونو نه ډېر لوی لوی سیاست مداران لیکوالان، استادان، شاعران او ادیبان مخې ته راغلل. د جینکو او ښځو تعلیم او سکولونو ته تګ پېل شو.

په کال ۲۰۰۸م کې چې کله په خیبر پښتونخوا کې د عوامي نېشنل ګوند حکومت جوړ شو نو هغوي هم د باچا خان پر دغه تعلیمي سوچ او فکر په خپل پنځه کلن حکوت کې په صوبه کې نهه پوهنتونونه جوړ کړل. ولې د دې نه مخکې د پاکستان په ۶۰ کلن تاریخ کې شپږ پوهنتونونه وو. د کومې نه چې موږ دا اندازه لګولی شو چې هم هاغه د فرنګي پښتون دښمنه سوچ او فکر د هندوستان د تقسیم نه پس د پاکستان واکدارانو ته پاتې شو. او هم دا وجه وه چې د پښتنو په سیمو کې تعلیم ودې ته نه پرېښودل کیږي. او بیا په تېره تېره د پرایمري سکول د یو ماشوم نه تر پوهنتون د ذدهکونکي پورې یې ورته په کتابونو کې نه یوازې غلط تاریخ وښود، بلکې د پښتنو خپل اتلان خپل تاریخ ، خپل کلتور او خپله جغرافیه او ان تر دې چې خپل شناخت یعني افغانیت یې ترې هم  پټ وساتو.

په خیبر پښتونخوا کې د ۲۰۰۸م کال نه راپه دېښوه په خصوصي توګه ترهګرو بریدونو که یو خوا د عوامي نېشنل ګوند د سوونو کارکنانو پشمول په زرګونو پښتانه ووژل نو بل اړخ ته دغه پښتون دښمنه او تعلیم دښمنه سوچ او فکر لرونکیو په ټوله پښتونخوا کې په سوونو سکولونه په بمونو والوزول

عوامي نېشنل ګوند که یو خوا په خیبر پښتونخوا کې د پوهنتونونو یو جال خور کړ نو بلخوا یې دغه پوهنتونونه د خپلو اتلانو په نوم یاد کړل. کوم اتلان چې د ریاست په کتابونو کې نه وو. لکه په کرک کې خوشال خان خټک پوهنتون، د چارسدې باچا خان پوهنتون، د مردان عبدالولي خان پوهنتون، په نوښار کې د اجمل خټک کالج او په مردان کې د بېګم نسیم ولي خان په نوم د جینکو کالج پشمول نهه پوهنتونونه او د جینکو د ۴۷ کالجونو پشمول په لسګونه نور کالجونه جوړ کړي دي، او ورسره یې په سوونو سکولونه هم پرانستلي. او له دې سره سره يې پښتو ژبه په لومړي ځل په سکولونو کې لازمي مضمون وګرځو ولې بل اړخ ته یې پښتانه اتلان په نصاب کې شامل کړل.خو ولې د تحریک انصاف ګوند په حکومت کې د راتلو سره دغه اتلان بېرنه له نصابي کتابونو نه لرې کړل. او هم دا رنګ سلوک یې د پښتو ژبې سره وکړو. او د یاد ګوند د صوبې پخواني وزیر اعله او اوسنې د دفاع وفاقي وزیر پروېز خټک خو تر دې پورې وییلي وو چې پښتو اورم نولکه چې په مغزو کې مې ډز وشي.

ولې بلخوا پښتون دښمنه قوتونو په پښتنو سیمو کې د سکولونو نه تر پوهنتونونو پورې په بمونو والوزول او یا یې پرې بریدونه وکړل. چې پکې د دسمبر ۲۰۱۴ د ارمي پبلک سکول د ماشومانو ټول وژنه ، د ۲۰۱۶ کال پر ۲۰ مه جنورۍ د چارسدې پر باچا خان پوهنتون برید او هم دا رنګې د ۲۰۱۷م کال د اپرېل پر ۱۳ مه د عبدالولي خان پوهنتون د یو ذده کونکي مشال خان وژنه د دغې سوچ او فکر یو تسلسل وو.

که څه هم په ۱۸م اییني ترمیم چې په ۲۰۱۰م کال کې منظور شوی، د صوبې پر وسایلو د صوبې حق ګرځول شوی دې، او تعلیم هم ورسره صوبایي سبجېکټ دې. خو ولې بیا هم د پاکستان تحریک انصاف د صوبایي حکومت د ناپوهۍ او ناسمو پالیسو له وجې د صوبې زیاتره پوهنتونونه په تاریخ کې په اول ځل د مالي ستونزو سره مخ شوي دي.

د صوبې د پوهنتونونو انتظامی چارواکی وایي چې له دوی سره د خپلو استادانو او نورې عملې د تنخاګانو ورکولو لپاره پېسې نشته. او په دې لړ کې یې بیا بیا صوبایي حکومت ته خواست کړی، خو ولې لا یې هم حکومت مرستو کولو ته تیار نه دي.

د مالي ستونزو سره سره په ټولو پوهنتونونوکې انتظامي مسلې هم مخې ته راغلي دي،ځکه چې د صوبې زیاترو پوهنتونو کې د مستقلو وایس چانسلرانو پر ځای عارضي خلک ناست دي چې ډېر یې پکې د صوبې نه بهر د نورو ځایونو نه راوستلي  دي، او د پښتنو خپل تعلیمي پوهان یې له مخې لر کړي دي. د کوم نه چې دا اندازه لګېدای شي، چې دا ټولې ناسمې پالیسۍ او غېر سنجیدګي د پښتنو د تعلیمي پرمختګ د مخه نیولو لپاره دي.

د موجوده واکمن ګوند د تعلیمي پرمختګ د سنجیدګۍ اندازه له دې هم لګول کېدای شي چې د صوبې د تعلیم وزیر یې دولسم پاس دې. که څه هم پخپله صوبایي حکومت هم دا منلي دي چې له دوی سره د پوهنتونونو لپاره بحټ نشته، خو د ریاست د جهادي او سخت دریزه پالیسو د عملي کولو لپاره یې د نوښار د اکوړي مدرسې ته کروړونه روپۍ فنډ ورکړی دې.

او بل اړخ ته د تېرو ووه کالونو راهیسې د صوبې  کلنیز بجټ له حکومته ضایعه شوی دې. چې له کبله یې نه یوازې د صوبې پوهنتونونه او تعلیمي ادارې د فنډ نشتوالی لري بلکې د دې سره سره د صوبې مجموعي پرمختګ هم په ټپه ودرېدلی دې.

(Visited 37 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.