The news is by your side.

د پښتو، دري او ترکي ژبو د ځانګړو نومځرو پرتلنه

0

تمهيد سيلاني-

د پښتو د ځانګړو نومځرو برخه

د نومځري پېژندنه: نومځری هغه کلمه ده، چې د نوم پرځای کارول کيږي او ياهم نوم ته اشاره وکړي، که موږ ورسره ووايو چې د نوم له تکرار څخه مخنيوی کوي، دغه جمله په ټولو حالاتو کې صدق نه کوي. د بېلګې په توګه: (( زه، ما، تا او … )) لپاره چې نېغ په نېغه له نومځري څخه کار اخستل کيږي او له  سره نوم ته اړتيا نه پيدا کيږي، چې بیايې د تکرار مخنيوی وشي. نو وايو: نومځری هغه کلمه ده چې دنوم پر ځای کارول کيږي او ياهم يو څوک ياشی په ګوته کړي. د غه پېژندنه په ټولو ځايونو کې دکارولو وړ ده. نومځري نه يوازې د وګړيو لپاره کارول کيږي، بلکې د ژويو اوشيانو لپاره هم کارو کيږي. يا په بله وينا هر هغه څه چې نوم لري، نومځری هم ورته د کارولو وړ دی. په ټوليزه توګه نومځري په لومړۍ، دويم او درېيمو ډلو باندې وېشل کيږي: غواړم دغه موضوع څه روښانه کړم:

لومړی شخص: هغه څوک چې خبرې کوي.

دويم شخص: مخاطب يا خبرې اورېدونکی.

درېيم شخص: د درېيم وګړي لپاره درې حالتونه (معلوم موجود، معلم ناموجود او نامعلوم ناموجود) کارول کيږي.  غواړم د درېيمې شخص برخې وسپړم، ترڅو لوستونکي په اسانۍ سره وکولی شي مطلب واخلي :

  • هغه موجود معلوم شخص يا شي چې د هغه په باره کې لومړی او دويم شخص خبرې کوي (يو ګړی،  ډېرکړي، نارينه، ښځينه او په شيانو کې هم مفرد، جمع، مذکر او مونث دي).
  • معلوم ناموجود (غايب) : هغه کس يا شيان چې له خبرې کوونکي او خبرې اورېدونکي سره موجود نه وي، خو مخکې يې په خبرو کې نوم اخستل شوی وي او هغوی په باره کې خبرې کوي.
  • نامعلوم  ناموجود (غايب) : هغه کس يا څه چې له  خبرې کوونکي او خبرې اورېدونکي سره موجود نه وي يا په بله وينا: هغه کس يا څيز چې له لومړي او دويم شخص سره موجود نه وي همدارنګه نه  ترې خبر وي چې (نارينه، يوګړی، ډېرګړی، ښځينه يو کړې او ډېر ګړې او… ) دي خو دهغه په باره کې خبرې کوي، نومځري يې هم ( څوک، چا او څه شی ) دي.

 نومځري دوه لويې دندې ترسره کوي:

لومړی: د نوم له تکرار څخه مخنيوی کوي.

دويم: د يوشي د ټاکلو لپاره کارول کيږي چې موږ ورته د (ټاکندوی نومځري) نوم کارولی شو.

په پښتو ژبه کې نومځري د بڼې او دندې له پلوه په دوو لويو ډلو وېشل کيږي او تر هغه وروسته بيا د غښتلو نومځرو برخه يې په خپل منځ کې، په  دوو نورو ډلو وېشل کيږي چې په لاندې ټوګه ښودل کيږي:

نومځري

  1. غښتلي، خپلواک يا هم منفصل
  1. لومړی حالت
  2. دويم حالت
  1. کمزوري، ناخپلواک يا هم متصل

اوس په ترتيت سره غواړم د نومځرو ډولونه در وپېژنم:

  • ځانګړي يا شخصي نومځري (personal pronouns) 

ځانګړي يا شخصي نومځري هغه نومځري دي، چې د نوم  پر ځای کارول کيږي او له درېيوو اشخاصو ( متکلم، مخاطب او غايب ) څخه پر يو دلالت کوي او د همدغو درېيو اشخاصو له پاره ګردانيږي. شخصي نومځري هم د نومونو په څېر د جنس، عدد او حالت له مخې ګردانيږي. نوموړي په دوو برخو وېشل کيږي: غښتلي، خپلواک يا هم منفصل او کمزوري، ناخپلواکه يا هم متصل نومځري.

  • غښتلي ( خپلواک ) نومځري (personal strong pronouns):

غښتلي نومځري هغه دي چې په ځانګړي ډول بشپړه معنا انتقال کړای شي او پرته له جملې هم وکارول شي. دغه نومځري په لاندې ډول دي:

لومړی: اصلي حالت 

زه : د لومړي شخص، متکلم ( نارينه او ښځينه ) لپاره کارول کيږي. لکه : زه کار کوم يا زه لوبه کوم. هېره دې نه وي چې د (( زه )) نومځری د نارينه او ښځينه لپاره يو ډول کارول کيږي…

ته : دويم شخص، مخاطب ( نارينه او ښځينه ) لپاره کارول کيږي. ته څه شی کوې؟ ته چېرته وې؟ ته لوبه کوې، ته ډوډۍ خورې… دا نومځری هم د نارينه او ښځینه لپاره يو ډول کارول کيږي.

دی : د درېیم شخص نارينه لپاره کارول کيږي. لکه : دی اوبه څښي، دی خبرې کوي يا هم دی کتاب لولي. ځينې ليکوالان ليکي: چې د (( دی )) نومځری د دريم غايب کس لپاره کارول کيږي، ولې موږ کولی شو دا نومځری د موجود دريم کس  لپاره هم وکارو.

دا : د درېيم ښځينه شخص لپاره کارول کيږي. لکه : دا ليکل کوي، دا څوک ده ؟ دا لوبه کوي…

هغه : د درېيم نارينه او ښځينه اشخاصو لپاره کارول کيږي. لکه : هغه کالي وينځي. هغه موټر جوړوي…. په اصلي حالت کې د نارينه او ښځينه دواړو لپاره کارول کيږي.

لومړی حالت له کومو افعالو سره په کوم زمانو کې کارول کيږي؟

  • لازمي فعل سره په درې واړو زمانو ( مهالونو) کې کارول کيږي. لکه:
  • اوس مهال (زمانه)  : زه ځم، ته ځې، دی ځي، دا ځي او هغه ځي.
  • راتلونکی مهال  ( زمانه ) : زه به ولاړ شم، ته به ولاړ شې، دی ولاړ شي، دا به ولاړه شي او هغه به ولاړه شي  .
  • تېرمهال ( زمانه ) : زه ولاړم، ته ولاړې، دی ولاړه، دا ولاړه، هغه ولاړ، هغه ولاړه .

يادونه : لازمي فعل هغه فعل ته وايي،چې يوازې په فاعل او فعل باندې پای ته ورسيږي. لکه: زه ځم . زه فاعل او ځم فعل دی.

  • له متعدي فعل سره په اوس مهال او راتلونکي مهال کې کارول کيږي.
  • اوس مهال ( زمانه ): زه لوبه کوم، ته لوبه کوې، دی لوبه کوي، دا لوبه کوي او هغه لوبه کوي.
  • راتلونکی مهال ( زمانه ): زه به لوبه وکړم، ته به لوبه وکړې، دی به لوبه وکړي، دا به لوبه وکړي او هغه به  لوبه وکړي.

يادونه : متعدي فعل هغه فعل ته وايي: چې په فاعل، مفعول او فعل پای ته ورسيږي. لکه: زه خط ليکم. زه فاعل، خط مفعول او ليکم فعل دی.

  • له حکمي متعدي سره په اوس مهال او راتلونکي مهال کې کارول کيږي.
  • اوس مهال : زه خاندم، ته خاندې، دی خاندي، دا خاندي او هغه خاندي.
  • زه به خاندم، ته به خاندې، دی به خاندي، دا به خاندي او هغه به خاندي.

يادونه : حکمي متعدي فعل: هغه فعل دی چې په بڼه کې لازمي فعل ته ورته وي يعنې له يو فعل او فاعل څخه را منځته شوی وي، مګر په تېره زمانه کې همدا فعل د نومځري د اصلي حالت پر ځای دويم حالت خپل کړي او فعل د فاعل لپاره ګردان نشي. لکه: اوس مهال : زه ژاړم، راتلونکی مهال: زه به ژاړم او تېر مهال: ما ژړل ، تا ژړل، ده ژړل، دې ژړل او هغې ژړل… تاسو وليدل چې په تېره زمانه کې يې دنومځري دويم حالت ځانته  خپل کړ.

دويم : غير اصلي، اوښتی يا دويم حالت 

د ځانګړو نومځرو دا برخه په تېره زمانه کې له حکمي متعدي او متعدي فعل سره کارول کيږي.

ما : د زۀ دويم حالت دی. د ښځينه او نارينه دواړو لپاره کارول کيږي. لکه :  حکمي متعدي فعل: ما خندل، ما ژړل… متعدي فعل : ما خط وليکه. ما درس ولوست….

تا : د تۀ دويم حالت دی. د نارينه او ښځينه دواړو لپاره کارول کيږي. حکمي متعدي فعل : تا خندل، تا ژړل… تا خط وليکه ، تا درس ولوست….

دۀ: د دی دويم حالت دی او يوازې د نارينو لپاره کارول کيږي. حکمي متعدي فعل: دۀ خندل، دۀ ژړل… متعدي فعل: دۀ خط وليکه، دۀ درس ولوست….

دې : د دا دويم حالت دی. او يوازې د ښځينوو لپاره کارول کيږي. حکمي متعدي فعل: دې خندل، دې ژړل… متعدي فعل: دې خط وليکه، دې درس ولوست….

هغۀ : د هغه دويم حالت دی. او يوازې د نارينوو لپاره کارول کيږي. حکمي متعدي فعل: هغۀ خندل، هغۀ ژړل… هغۀ خط وليکه، هغۀ درس ولوست….

هغې : د هغه دويم حالت دی: او يوازې د ښخينوو لپاره کارول کيږي: حکمي متعدي فعل : هغې خندل، هغې ژړل … متعدي فعل: هغې خط وليکه، هغې درلوست….

درېيم : جمع حالت: د ځانګړو نومځرو دا برخه له لازمي او متعدي فعل سره په ټولو مهالونو کې کارو کيږي.

موږ: د زۀ جمع حالت دی. لومړی: لازمي فعل سره:

  • اوس مهال : موږ ځو، موږ خاندو
  • راتلونلونکی مهال: موږ به ولاړ شو، موږ به و خاندو
  • تېر مهال: موږ ولاړو، موږ خندل.

له متعدي فعل سره :

  • اوس مهال:  موږ خط ليکو، موږ درس لولو…
  • راتلونکی مهال : موږ به خط وليکو، موږ به درس لولو….
  • موږ خط وليکه، موږ درس ولوست.

تاسو، تاسې: د تۀ جمع حالت دی. له لازمي فعل سره په درېواړو مهالونو کې:(( تاسو ځئ، تاسو به ولاړ شئ او تاسو ولاړئ))، له متعدي فعل سره په درېواړو مهالونو کې: (( تاسو خط ليکئ، تاسو خط وليکه او تاسو به خط وليکئ)).

دوی: د دی او دا جمع حالت دی. له لازمي فعل سره په ټولو مهالونو کې: ((دوی ځي، دوی به ولاړ شي ، دوی ولاړه يا هم دوی ولاړې))، له متعدي فعل سره په ټولو مهالونو کې: ((دوی خط ليکي، دوی به خط وليکي، دوی خط وليکه )).

هغوی: د هغه جمع حالت دی. له لازمي فعل سره په ټولو مهالونو کې: (( هغوی ځي، هغوی به ولاړ شي ، هغوی  ولاړه ياهم هغوی ولاړې))، له متعدي فعل سره په ټولو مهالونو کې: ((هغوی خط ليکي، هغوی به خط وليکي، هغوی خط ليکه)).

  • ځانګړي ناخپلواک، کمزوي يا هم متصل نومځري ( weak personal pronouns  )

دغو نومځرو ته ځکه کمزوري نومځري وايي، چې د جملې په پيل کې نه راځي، بلکې د جملې په منځ او پای کې راځي. ددغو نومځرو ځانګړنه داده: چې له نورو  کلمو سره يوځای رانه شي، په يوازې توګه کومه معنا نه ورکوي، همدا لامل دی چې کمزوري نومځري يې بولي. ياد نومځري په  جمله کې د فاعل، مفعول، مضاف اليه او ملکي نومځرو پر ځای راتلی شي. دغه نومځري پينځه دي،ځکه پينځه دي: چې د درېيمو او ناموجودو معلومو او نامعلومو ټولو اشخاصو ( دی- دوی، دا- دوی، هغه-هغوی، څوک) لپاره يوازې د (( يې )) نومځری کارول کيږي. چې په لاندې توګه ښودل کيږي.

مې                  مو

دې                   مو

يې                   يې

پورته نومځري په ترتيب سره (مې/ مفرد متکلم)، ( مو/ جمع متکلمين)،( دې/ مفرد مخاطب)، ( مو/ جمع مخاطبين) او ( يې/ د ټولو درېيمو لپاره کارول کيږي).

  • د فاعل په توګه : په دغه حالت کې يوازې په تېره زمانه کې کارول کيږي،لکه: خط مې وليکه، خط مو وليکه، خط دې وليکه،خط يې وليکه او خط دې وليکه  . دلته ( مې،دې، يې، مو) د فاعل په توګه واقع شوي.
  • د مفعول په توګه: دغه نومځري په مفعولي حالت کې يوازې په دوو مهالونو کې ( اوس او راتلونکي ) کې کارول کيږي. لکه : اوس مهال : (( احمد مې وهي، احمد مو وهي، احمد دې وهي، احمد  يې وهي))، راتلونکی مهال:(( احمد به مې وهي، احمد به مو وهي، احمد به دې وهي، احمد به يې وهي )).
  • د ملکي نومځري او مضاف اليه په توګه: دغه نومځري په دغه برخه کې په دريو زمانو کې کارول کيږي. لکه : اوس مهال: (( قلم مې ورک دی، قلم مو ورک دی، قلم دې ورک دی، کتاب يې ورک دی))، راتلونکی مهال:  (( قلم به مې ورک شي، قلمونه به مو ورک شي، قلم به دې ورک شي، قلم به يې ورک شي)) او تېر مهال: (( قلم مې مات شو، قلمونه مو مات شول، قلم دې مات شو، قلم يې ورک شو)).

يادونه : کمزوري نومځري په فاعلي حالت کې يوازې په  راتلونکې زمانه کې،مفعولي حالت کې په اوس مهال او راتلونکې زمانه کې او په اضافي حالت کې په دريو واړو زمانو کې کارول کيږي.

د فارسي/ دری ژبې ځانګړي نومځري

ضمایر شخصی

این ضمیر جانشین اسم میشود و نمودار شخص (متکلم، مخاطب، غايب) و مفرد و جمع است. ضمير شخصي به حيث کلمهی مستقل و دارای معنای لغوی در زبان دری، صرف يک نوع است؛ همان که به نام ضمير منفصل (جدا،گسسته) معمولاً یاد می شود. (نکهت سعيدي، دستور معاصر زبان دری)

ضمير شخصی ضميری است که برشخص ویا شی دلالت می کند و شش صیغه دارد: سه مفرد و سه جمع. ضمير شخصي دو گونه است: ضمیر جدا و ضمیر پيوسته.  ضمير جدا که مانند کلمه مستقلی است گاهی فاعل واقع می شود، گاهی هم مفعول و گاهی هم متمم فعل، گاهی هم متمم اسم ( یا مضاف الیه) و گاهی متمم صفت. ضمیر پیوسته جزئی است که به فعل یا اسمی می پيوندد و هرگز جداگانه بکار نمیرود. ضمیر پیوسته اگر به فعل بپیوندد، مفعول است و اگر به اسم متصل شود متمم اسم یا مضاف الیه است.( پرویرناتل خانلری، دستور زبان فارسی)

از این که اینگونه ضمایر نمودار شخص چه مفرد و چه جمع میباشد بنابراین تعداد آن به شش میرسد:

من : شخص اول مفرد

ما : شخص اول جمع (مع الغیر)

تو: شخص دوم مفرد

شما: شخص دوم جمع

او (وی) : شخص سوم مفرد

ایشان (اوشان، آنان، انها) شخص سوم جمع.

(دوکتور محمد حسین یمین، دستور معاصر زبان پارسی دری)

پورته ليکل شويو پېژندونو ته په کتو سره، بايد ووايم چې د دري ژبې په کلاسيکو ګرامر ليکنو کې ټولو ګرام ليکوونکو د دري ژبې ځانګړي نومځري په دوو برخو (منفصل او متصل) باندې وېشلي دي. خو لکه څرنګه چې د ښاغلي يمين او نکهت سعيدي ليکلي ګرامرونه د اوسني ګرام ليکنې پر بنسټ ليکل شوي. دوی په دري ژبه کې ځانګړي نومځري يوازې يو ډول ګڼي، دليل يې دا راوړي چې په کلاسيکه دوره کې هغه کارول کېدل، خو اصلآ هغه ( تصريفي او ضميري روستاړي ) دي، نه نومځري… نو ځکه ځانګړي نومځري يوازې يو ډول ګڼي.

من: د متکلم لومړي کس (نارينه او ښځينه) دواړو لپاره کارول کيږي. د من جمع حالت “ما ” دی، چې پخپله د مفرد متکلم لپاره هم کارول کيږي. لکه: ما درس خوانديم. په دغه جمله “ما” د مفرد او جمع دواړو استازيتوب کوي. من او ما په دريواړو زمانو کې له لازمي او متعدي افعالو سره کارول کيږي.

لومړی: اوس مهال لازمي فعل او متعدي فعل سره :

  • من/ ما ميروم يا میرويم، من/ ما درس می خوانم يا می خوانيم….
  • تو/ شما  می روی يا شما میرويد، تو/ شما درس می خوانی یا میخوانيد…
  • او/ ايشان میرود ، او/ ایشان درس می خواند…

دويم : راتلونکي مهال لازمي او متعدي فعل سره:

  • من/ ما خواهم رفت يا خواهيم رفت، من/ ما درس خواهم خواند یا خواهيم خواند…
  • تو/ شما خواهی رفت یا خواهید رفت، تو/ شما درس خواهی خواند یا خواهيد خواند…
  • او/ ایشان خواهد رفت یا خواهند رفت، تو/ شما درس خواهی خواند يا خواهید خواند…

دريم : تېرمهال، لازمي او متعدي فعل سره:

  • من/ ما رفتم يا رفتيم، من/ ما درس خواندم یا خوانديم…
  • تو/ شما رفتی یا رفتيد، تو/شما درس خواندی یا خوانديد….
  • او/ ايشان رفت يا رفتند، او/ ایشان درس خواند یا خواندند…
  • هر کله چې د (من و ما، تو و شما، او و ایشان) نومځري مخکې له فعل څخه راشي او د فاعل په ځای کې راشي،نو فاعلي نومځری بلل کيږي. لکه : من خواندم، ما خوانديم، تو خواندی، شما خوانديد او خواند، ایشان خواندن…  که چېرې دغه نومځري د (( را ) له روستاړي او متعدي فعل سره راشي، مفعولي نومځري بلل کيږي. په د غه حال کې د (من) له نومځري څخه د (ن) او د (تو) له مځري څخه د (و) توری لرې شي، لکه : مرا گفت، مارا گفت، ترا گفت، شما را گفت، ایشان راگفت، او را گفت….  که چيري دغه نومځري وروسته له متعقلو نومونو راشي، اضافي نومځري بلل کيږي. لکه : قلمِ من ، قلمِ ما، قلمِ تو، قلمِ شما، قلمِ او، قلمِ ايشان…

د ترکي ژبې ځانګړي نومځري

Şahısların yerini tutan kelimelere şahıs zamirleri denir. Şahıs zamirleri şunlardır:

Ben, Sen, O, Biz, Siz , Onlar

په  ترکي ژبه کې هم د دري ژبې په شان ځانګړي نومځري شپږ صيغې لري. همدارنګه د ترکي ژبې په کلاسيکو دورو کې د دري ژبې په شان جمع الجمع نومځري  درلودل، چې په اوسني ګرامر ليکنه کې نه کارول کيږي. موږ په دري ژبه کې پخوا جمع الجمع نومځري درلودل لکه: ماها، شما ها …. چې اوس نه کارول کيږي،  همدا ډول په ترکي ژبه کې هم جمع الجمع شته چې اوس نه کارول کيږي. لکه: ( Biz, Siz ) د ترکي ژبې د متکلم او مخاطب جمع حالت نومځري دي، چې په پښتو او دري کې Biz))  ته موږ او دري کې ما نومځري کاروو همدارنګه ( Siz) ته موږ په پښتو ژبه کې تاسو/ تاسې او په دري ژبه کې شما کارو. ددغو نومځرو جمع الجمع په ( Bizler, Sizler ) باندي تر سره کېده.

Ben : د پښتو له  ( زه او ما ) او دري ژبې له  ( من ) سره يوشان دی. چې د نارينه او ښځينه متکلم لپاره کارول کيږي. همدارنګه  Biz)) د ( Ben) جمع حالت دی، چې د پښتو له ( موږ ) او دري ژبې له ( ما ) سره يو شان دی.

 Sen: د پښتو له  ( ته، تا ) او دري ژبې له  ( تو ) سره يوشان دی. چې د نارينه او ښځينه مخاطب لپاره کارول کيږي. همدارنګه  ( Siz) د ( Sen) جمع حالت دی، چې د پښتو له ( تاسو، تاسې ) او دري ژبې له ( شما ) سره  يو شان دی.

O : د پښتو له  (دی/ ده، دا/ دې ) او دري ژبې له  ( او ) سره يوشان دی. چې د درېيم  نارينه و ښځينه اشخاصو او اشيا لپاره کارول کيږي. همدارنګه  (Onlar) د ( O) جمع حالت دی، چې د پښتو له ( هغوی،دوی ) او دري ژبې له (ايشان) سره  يو شان دی. Onlar kitap Okuyorlar

ياد نومځري له لازمي او متعدي فعل سره په ټولو مهالونو کې کارول کيږي. دلته يې له  بېلګو سره راوړم:

لومړی:  له لازمي او متعدي فعل سره په اوس مهال کې:

  • Ben gidiyorum / Ben Kitap Okuyorum زه ځم/ زه کتاب لولم، من میروم/ من کتاب میخوانم.                    Biz gidiyoruz/ Biz Kitap Okuyoruz موږ ځو/ مو کتاب لولو. ما می خوانیم/ ما کتاب می خوانيم
  • Sen gidiyorsun/ Sen kitap Okuyorsun/ ته کتاب لولې. تو می روی/ تو کتاب می خوانی.                 ته ځې Siz gidiyorsunuz/ Siz kitap Okuyorsunuz: تاسو، تاسې ځئ/ تاسو، تاسې کتاب لولئ. شما ميرويد/ شما کتاب میخوانيد.
  • O gidiyor / O kitap Okuyor.  دی، دا ځي/ دی،دا کتاب لولي. او ميرود/ او کتاب می خواند  Onlar gidiyorlar/ Onlar kitap Okuyorlar: دوی، هغوی ځي/ دوی، هغوی کتاب لولي. ايشان ميروند/ ایشان کتاب ميخوانند.

دويم: له لازمي او متعدي فعل سره په راتلونکي مهال کې :

  • Ben gideceğim / Ben Kitap Okuyacağım زه به ولاړشم/ زه  به کتاب و لولم، من خواهم رفت / من کتاب خواهم خواند.                                                                                                                Biz gideceğiz/ Biz Kitap Okuyacağız موږ به ولاړ شو/ مو به کتاب لولو. ما خواهيم رفت/ ما کتاب خواهيم خواند.
  • Sen gideceksin/ Sen kitap Okuyacaksın/ ته به کتاب ولولې. تو خواهی رفتی/ تو کتاب خواهی خواند                                                                                                                               ته به ولاړشې Siz gideceksiniz/ Siz kitap Okuyacaksınız: تاسو، تاسې به ولاړشئ/ تاسو، تاسې به کتاب ولولئ. شما خواهيد رفت/ شما کتاب خواهيد خواند.
  • O gidecek / O kitap Okuyacak. دی، دا به ولاه شي/ دی،دا به کتاب ولولي. او خواهد رفت/ او  کتاب خواهد خواند                                                                                                                     Onlar gidecekler/ Onlar kitap Okuyacaklar : دوی، هغوی به ولاړ شي/ دوی، هغوی به کتاب ولولي. ايشان خواهد رفتن/ ایشان کتاب خواهد خواندند

دريم : له لازمي او متعدي فعل سره په تېر مهال کې:

  • Ben gittim / Ben Kitap Okudum زه ولاړم/ ما کتاب ولوست، من رفتم/ من کتاب خواندم.                                                                                                                                                      Biz gittik/ Biz Kitap Okuduk موږ ولاړو / موږ کتاب ولوست. ما رفتيم/ ما کتاب خواندیم.
  • Sen gittin / Sen kitap Okudun/ ته ولاړ شې. تو رفتی/ تو کتاب خواندی                                      Siz gittiniz/ Siz kitap Okudunuz: تاسو، تاسې ولاړئ/ تاسو، تاسې کتاب ولوست. شما رفتين/ شما کتاب خوانديد.
  • O gitti / O kitap Okudu. دی، دا تللی یا تللې/ ده، دې کتاب ولوست. او رفت / او  کتاب خواند                 Onlar gittiler / Onlar kitap Okudular : دوی، هغوی ولاړل يا ولاړې/ دوی، هغوی کتاب لوست. ايشان رفتن/ ایشان کتاب خواندند
  • د دري او پښتو  ژبو د ځانګړو نومځرو پرتلنه 
  • په دري ژبه کې درې( من، تو، او ) ځانګړي نومځري دي، چې همدا درې نومځري د (مذکر، مونث، څيزو…) لپاره کارول کيږي. د دري ژبې برخلاف په پښتو ژبه کې ځانګړي نومځري له خپلو اوښتو بڼو سره دولس( زه – ما، ته – تا، دی- ده، دا- دې، هغه- هغۀ، هغه- هغې )  دي، چې د هر شخص لپاره دوه دوه کارول کيږي.
  • په دري ژبه کې د پښتو ژبې خلاف، ځانګړي نومځري اوښتې بڼه نه لري. د پښتو ژبې هر نومځری يو اوښتې بڼه لري، چې په دې کار سره له يوې خوا د پښتو ژبې زده کوونکو  ته د نومځرو زده کړه يو څه ستونزمنه وي، خو له بلې خوا د پښتو ژبې د ګرامر په بشپړتوب دلالت کوي. په پښتو ژبه کې د اوښتو نومځرو شتون ددې لامل شوی، چې د نومځرو د زده کړې لپاره بايد لازمي، متعدي او متعدي حکمي فعل هم زده  شي، ځکه د پښتو ژبې ډېري اوښتي يا د دويم حالت نومځري له متعدي او متعدي حکمي فعل سره کارول کيږي. خو په دري ژبه کې په لازمي او متعدي فعل ځانګړې پاملرنه نه کيږي، ځکه هلته په نورمال ډول ځانګړي نومځري له لازمي او متعدي فعل سره په هر مهال کې کارول کيږي.
  • په دري ژبه کې د مونث او مذکر درېيم کس لپاره په ټولو مهالونو کې يو نومځری ( او ) کارول کيږي، چې دا کار په فاعلي نومځرو کې د مونث او مذکر توپیر نشي څرګندولی. د بېلګې په توګه: او آمد، او آمده بود، او خواهد آمد. که دغو جملو ته ځير شو، نو دا نه تري څرګنديږي چې نارينه را ځي او که ښځينه…. خو په پښتو ژبه کې د درېيم شخص ( نارينه او ښځينه ) لپاره په اصلي حالت کې (( هغه )) او په اوښتي حالت کې چې په تېر مهال کې کارول کيږی، دوه بېل بېل نومځري ( هغۀ او هغې )  کارول کيږي. هېره دې نه وي،چې د پښتو ژبې (( هغه )) نومځری په فاعلي حالت کې د مذکر او مونث توپير کولی شي. لکه : هغه راغی. هغه راغله. چې لومړی يې د مذکر او دويم يې د مونث استازيتوب کوي….
  •  پښتو  ژبه کمزوري  نومځري ( مې – مو ، دې- مو او يې – يې )لري. د دري ژبې پخواني ګرامر ليکوونکي ( تصريفي يا ضميري ) روستاړي د کمزورو نومځرو په نوم ياد کړي، خو ښاغلی يمين او سعيدي په خپلو اثارو کې چې د معاصرې ګرامر ليکنې له مخې يې ليکلي، ( تصريفي او ضميري ) روستاړي کمزوري نومځري نه ګڼي او واي چې: د دري ژبې ځانګړي نومځري يو ډول دي، هغه هم منفصل يا خپلواک او د ( ام، يم ،ی ، ید، اد ، اند. لکه: نويسم…) روستاړي کمزوري نومځري نه، بلکې صرفي روستاړي دي. نو په پايله کې ويلی شو،چې دري ژبه کمزوري نومځري نه لري. خو د دري ژبې برخلاف پښتو ژبه کمزوري نومځري لري چې کله د فاعل ( درس مې ولوست ) کار کوي، کله هم د ملکي نومځرو ( کتاب مې راکړه ) او کله هم د مفعول ( احمد مې وهي ) په توګه کار کوي.
  • په دري ژبه کې د اضافي نومځرو جوړونه په دې ډول ده: کله چې ځانګړي نومځري دخپل متعقل نوم څخه  وروسته راشي، د اضافي نومځرو په نوم ياديږي. لکه : کتاب من ، کتاب ما… خو په پښتو ژبه کې اضافي نومځري د کمزورو او غښتليو نومځرو په واسطه جوړيږي. لکه : ( زما قلم راکړه، قلم مې راکړه )….
  • په دري ژبه کې دمتکلم لومړي شخص جمع حالت ( ما ) ته، لومړی مفرد مع الغير وايي، د اځکه چې همدا ( ما ) نومځری په جمله کې د زياتو وګړو ترڅنګ په مفرد هم دلالت کوي. لکه : ما درس میخوانيم. دا د مفرد او جمع دواړو لپاره کارول کيږي. خو د پښتو ژبې ( موږ) نومځری برخلاف يوازې د زياتو وګړو استازيتوب کوي.
  • د دري ژبې د نومځرو فاعلي حالت: هر کله چې ځانګړي نومځري له فعل څخه مخکې راشي او د فاعل په ځای کې راشي، فاعلي نومځري بلل کيږي. لکه : من خواندم، ما خوانديم… په پښتو ژبه کې هم په غښتليو نومځرو کې همدا قاعده پلي کيږي، لکه : زه کار کوم. دلته زه فاعلي نومځری دی، خو د غښتلو نومځرو ترڅنک د پښتو ژبې کمزوري نومځري هم فاعلي نومځري جوړولی شي، مګر کمزوري نومځري د فعل څخه مخکې او مفعول څخه وروسته راځي. لکه : درس مې ولوست، لوبه مې وکړه….
  • د دري ژبې مفعولي نومځري له متعدي فعل سره په راتګ سره جوړيږي، په دې قاعده کې د لومړي متکلم من او دويم مخاطب شخص څخه د ( ن او و ) توري له منځه ځي. کله : مرا ګفت ،تر ګفت … په پښتو ژبه کې هم مفعولي نومځري له متعدي فعل سره په غښتليو او کمزورو نومځرو کې  جوړي. خو په دې توپير چې د نومځری کوم توری نه لويږي. لکه : احمد ما خندوي، احمد زه خندوم ، احمد به ما وخندوي…. احمد مې وهي….
  • د ترکي او پښتو ژبو د ځانګړو نومځرو پرتلنه 
  •  ترکي ژبه د پښتو ژبې پر خلاف، درې ځانګړي نومځري ( Ben, Sen, O ) لري. چې په پښتو ژبه کې دولس ځانګړي نومځري دي. يعنې د هر شخص لپاره دوه نومځري کارول کيږي.
  • ترکي ژبه کې ځانګړي نومځري، کمزوري يا متصل نومځري نه لري، خو پښتو ژبه يې برعکس لري.
  • په ترکي ژبه کې د درېيم ( مذکر،مونث او اشياوو ) لپاره يوازې يو نومځري ( O ) کارول کيږي. همدارنګه په افعالو او جملو  کې ددغه نومځري په کارولو سره د مذکر او مونث پېژندنه نه کيږي. لکه : O Geliyor هغه راځي، که همدا جمله په تېره او راتلونکې زمانه  کې هم وکارو، نو د مونث او مذکر توپير نه شو کولی. خو د ترکي ژبې برعکس موږ په پښتو ژبه کې د درېيم ( مذکر او مونث ) لپاره، بېل بېل نومځري لرو، لکه : ( دی- دۀ ، دا – دې، هغه – هغۀ، هغه – هغې ) چې اصلي او  اوښتی حالت يې مهالونو پورې اړوند دی.
  • د ترکي ژبې فاعلي نومځري د پښتو ژبې د غښتليو نومځرو په شان له متعدي فعل سره جوړيږي، لکه : Ben yazıyorum زه ليکم. خو په پښتو ژبه کې د غښتليو نومځرو ترڅنک په کمزورو نومځرو کې هم فاعلي نومځري جوړيږي، هغه په داسې بڼه چې نومځری د فعل څخه مخکې راځي او له مفعول څخه وروسته، لکه : کتا ب مې ولوست.
  • په ترکي ژبه کې اضافي نومځري د روستاړو او ملکي نومځرو په  واسطه جوړيږي. موږ په ترکي ژبه کې کولی شو، پرته له نومځرو د( m,n,sı,nız,mız,ları,muz…) روستاړو په واسطه اضافي حالت جوړ کړو. لکه : arabam, araban موټر مې، موټر دې. خو په پښتو ژبه کې اضافي نومځري د غښتليو نومځرو ترڅنګ په کمزورو نومځرو باندې هم جوړيږي، لکه : کتاب مې راکړه، کتاب دې واخله ….
  • په ترکي ژبه کې مفعولي نومځري، له متعدي فعل سره جوړيږي، خو مفعولي نومځري د اصلي نومځري سره د خپلواکو فونيمونو په نښلولو سره جوړيږي، لکه : Ben,Sen… چې اصلي ځانګړي نومځري دي، ورسره د ( i,u…) فونيمونو په نښلو سره جوړيږي. لکه : ehmat Beni dövüyor, ehmet  Seni dövüyor احمد ما وهي، احمد تا وهي.خو پښتو ژبه کې مفعولي نومځري په غښتليو او کمزورو دواړو نومځرو کې جوړيږي. لکه : احمد زه ووهلم. احمد ما وهي، احمد مې وهي، احمد دې وهي….

ماخذونه 

  1. پښتو پښويه ( ګرامر ) درېيم چاپ ( ۱۳۸۴ ل )، ليکوال : زيار
  2. پښتو فونولوژي او مورفولوژي: خويشکی
  3. پښتو ژبدود ( ګرامر ) : محبوب
  4. نومځري : اغا شيرين شهباز
  5. دستور معاصر زبان پارسی دری: يمين
  6. دستور معاصر زبان پارسی دری : سعيدی
  7. دستور زبان فارسی دري :پروير ناتل خانلری
  8. Gökkuşağı dil bilgisi 1
  9. https://m.facebook.com/story.php?story_fbid=420284628599538&id=100018540133078
  10. https://l.facebook.com/l.php?u=https%3A%2F%2Fwww.google.com%2Famp%2Fs%2Fwww.turkdilbilgisi.com%2Fsozcuk-turleri%2Fkisi-zamiri.html%2Famp%3Ffbclid%3DIwAR1TNqMY6kHJhn2FeOZYaf8HSel3tyqSrMMmRo7_sXj5B_ISBre2tZ-BkHw&h=AT0c5wEfaHu2dgQfHobmVWqiDd-S8n_pbZy4PSX6_snseos8p8HTR8IMMNIUP9-krC8cEz4qBnnlJUwsrozQCYpBu51zdHN8xy5FdYpg3sDjFP2-Gmf8MeYQ03xNYJ424eTS
(Visited 18 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.