The news is by your side.

د پښتو ادبياتو تاريخ

بصيرالحق عادل

0

لنډيز

پښتو ادبياتو تاريخ له ۱۳۹هـ څخه پيليږي، که څه هم موږ د اسلام د مقدس دين څخه مخکې ځينې څرکونه لرو، خو هغه تر اوسه لا څېړل شوي نه دي، نو په دې خاطر له هغه ځايه موږ ادب تاريخ نه شو پيلولی.

په دې څېړنيزه مقاله کې د پښتو ادبياتو د تاريخ درې دورې (لرغونې، کلاسيکه او اوسنۍ) معرفي کېږي، د دغو دورو اووه پړاوونو باندې مالومات راټول شوي دي، د هرې دورې او پړاو مهم اثار او شاعرانو راوړل شوي دي او دغه راز د دورو او پړاوونو ترمنځ د ځانګړتياو کرښې هم را اخيستل شوي دي.

پښتو ادبياتو تاريخ برخه کې بېلابېل کتابونه ليکل شوي دي، د دورو او پړاونو ټاکلو په اړه اندونه مختلف دي چې دلته موږ په غوڅ اکثريت هغه څه را اخيستي دي چې اصول او معيار يې هضمولی شي.

د څېړنې اهميت

د دې څېړنې ارزښت په دې کې دی چې د پښتو ادبياتو پاشلی تاريخ به په لنډيز سره په سم ډول لوستونکي ولولي او دوی به ترې خبر شي، ځکه د ادب تاريخونو ترمنځ هم کوم وحدت نه ليدل کېږي، يو محقق يو ډول خبره کوي او بل بيا بل دليل وايي، ما د پښتو ادبياتو مشهور کتابونه وکتل او د ټولو له کتلو وروسته مې دلته مالومات راوړل ترڅو لوستونکو ته يو واقعي موضوع په لاس ورشي او ترې خبر شي.

د څېړنې موخه

دا مقاله چې د علومو اکاډمۍ د اريانا ادبي دايرة المعارف لپاره ليکل شوې ده، موخه يې دا ده چې له يوې خوا د پښتو ادب تاريخ مينه وال له سربدالۍ وژغورل شي او بل پلو که دوی ته کوم اختلافي موارد په نظر ورشي، د ادب تاريخ کتابونه او ماخذونه پسې وپلټي.

موږ دلته هڅه کړې داسې څه راوخلو چې ټولمنلي وي.

د څېړنې پوښتنه

هره څېړنه د يو شمېر پوښتنو او فرضيې پر اساس پيليږي، چې د دې مقالې پوښتنې دا وې چې پښتو ادب تاريخ له کوم ځای پيليږي؟ د ادب تاريخ دورې پر کوم اساس ټاکل شوي دي او د بېلتون لاملونه يې څه و؟ شرايطو او سياسي حالاتو پر پښتو ادبياتو څومره اغېز کړی؟

د څېړنې ميتود

په دې څېړنه کې ما له تشريحي ميتود څخه کار اخيستی دی، مختلفې منابع مې پلټلي دي، د اختلاف له مواردو تېر شوی يم، هغه څه چې واقعيت، مستند او مدلل وي هغه مې يا په مستقيم ډول را اخيستي دي، يا مې مفهوم ترې اخيستی دی، يا مې خلاصه کړي او ځينې برخې مې تشريح کړي دي.

سريزه

پښتو ادب تاريخ له ۱۳۹ هـ څخه د امير کروړ د شعر په ويلو سره پيليږي، بيا تر ده وروسته موږ نور ډېر شاعران لرو چې تر لسمې هجري پېړۍ پورې يې نظمونه او نثرونه ليکلي دي، موږ په لرغونې دوره کې د پنځول شويو شعرونو کې يو پښتني او سوچه رنګ وينو، چې هغه مهال پرې د نورو ژبو اغېز کم و، دغه راز د سليمان ماکو نثر او د زرغونې کاکړ ژباړه باندې بحث شوی.

د پښتو ادبياتو د ودې او ايجاد درې مرکزونه در پېژنو، د پښتو ادبياتو اړيکې له نورو ژبو سره او نورو ډېرو مهمو مسايلو باندې خبرې کوو.

منځنۍ دوره کې د پير روښان فکري مبارزه، د خوشال خټک سياسي ايډيالوژي او بيا د هندي سبک پر خصوصياتو رڼا اچوو.

دغه راز د اوسنۍ دورې په لومړيو درې پړاوونو (روښانتيا، ويښتيا او اوښتون) باندې مفصل مالومات را اخيستي او د (سمون) پړاو ته مو لږه اشاره کړې ده. د هرې دورې او پړاو ځانګړتياوې مو هم را اخيستي دي چې لږ تر لږه د دورو او پړاوونو د بېلتون کرښه درنو لوستونکو ته په ګوته شي.

منځپانګه

موږ په پښتو ادبياتو کې درې لوی دورې مطالعه کوو، لومړۍ دوره له (۱۳۹هـ – ۹۵۰هـ) پورې، دويمه له (۹۵۰هـ – ۱۲۵۰هـ) او وروستي دوره يې له (۱۲۵۰هـ – تر اوسه) پورې ښودل شوې ده.

دغه راز دا درې دورې موږ په اووه پړاوونو کې مطالعه کوو، چې په منځنۍ دوره کې بيا څلور لوی مکتبونه هم شته چې روښاني ادبي مکتب، د خوشال ادبي مکتب، د رحمان بابا تصوفي، عرفاني او ادبي مکتب او د نازکخيالۍ ادبي مکتب په نوم يادېږي.

زموږ د پښتو ادب تاريخ د پيل څرک د اسلام د مقدس دين څخه مخکې دورې څخه پيليږي چې په هند کې (د ملنده پڼهو) مذهبي کتاب چې د ځېړونکو په قول د دغه کتاب اصلي متن په زړه پښتو برابر شوی دی او دويم د هندوستان د راجستان ايالت په يو پخواني مندر کې پښتو لنډيو ته ورته پيدا شوي اشعار دي. خو د دغو دواړو څرکونو څخه د لومړي کتاب موږ اصلي متن په لاس کې نه لرو او لنډيو ته ورته کوم اشعار چې پيدا شوي دي هغه تر اوسه څېړل شوي دي نه دي.

نو پر همدې اساس موږ نه شو کولی چې په قاطع ډول ادب تاريخ له اسلامي دورې څخه مخکې راپيل کړو، د پښتو ادب تاريخ مالومه دوره له ۱۳۹هـ څخه پيليږي چې د پښتو د لومړي موندل شوی شعر چې امير کروړ ليکلی دی، د پښتو ادب د پيل په توګه يادولی شو.

د لرغونې دورې شعرونه، اثار او د شاعرانو لخوا پنځول شوې قصيدې او نور ادبي صنفونه د سوچه پښتني رنګ څخه مالامال دي. لغتونه يې سوچه دي.

تر لسمې پېړۍ چې کوم څه ليکل شوي دي حماسي، اخلاقي، تصوفي، ديني، عشقي، وياړنې، قومي تفاخر، ويرنې، مينه، بېلتون، اخلاقي ښوونې او يو شمېر نور موضوعات پکې راغلي دي.

لوی استاد علامه حبيبي وايي: «همدغه زمانه کې د غزني او ګرديز له پاچاهانو څخه د لويکانو کورنۍ سلطنت کاوه، چې له دوی څخه هم د پښتو يو بيت لاسته راغلی دی، تر دې زمانې وروسته د غوريانو په دربار کې پښتو ادب نشو نما وکړه، ډېر شاعران، مؤلفان او نثر ليکونکي پيدا شول، دغه راز دغه مهال د ملتان د لودي پاچاهانو کورنۍ (۳۰۰ – ۴۰۰ هـ) ترمنځ پښتو ويونکي پاچاهان وو چې له دوی څخه هم پښتو شعرونه پاتې دي.»

مخکې مو يادونه وکړه چې د پخوانۍ دورې اثار لومړيو کې سوچه پښتني رنګ لري، خو وروسته پرې بيا د نورو ژبو اغېز پرېوتی دی، له نورو ملتونو سره د پښتو اړيکې، د عربي، پارسي څخه ژباړې او د شاعرانو سفرونه د دې لامل شو چې پښتو شعر د عربي او پارسي ژبې قواعد هم قبول کړي، قصيده، غزل، مثنوي او رباعي پښتو ادب ته لار پيدا کوي (۱۰:۱).

د دې ترڅنګ لرغونې دوره کې پر پښتو ادب سياسي اغېزې هم وشوې، جګړې وشوې، شاعرانو د پاڅون او بريو نظمونه وليکل، په شپږمه هجري پېړۍ کې د ملکيار غرشين سندره چې د خپلو جنګيالو د اسلامي روحيې لوړولو په خاطر ويلې ده د يادونې وړ ده.

سرمحقق صديق روهي وايي، په لرغونې دوره کې قبيلوي نظام هم واکمن دی، چې د ارواپوهنې او کلتوري اړخونو له مخې د يادې دورې نظمونه او شعرونه د ريګويدا او اوستا له سندرو سره تقريباً نزدې دي، موضوعات او کالبونه يې ورته بلل شوي دي (۲: ۳۸، ۳۹)

په لرغونې دوره کې موږ د پښتو ادبياتو د ايجاد درې لوی مرکزونه لرو چې (غور، د کسي غر او ملتان) دي، چې غور د پښتو ادب د ايجاد او ودې لومړی مرکز دی او کله چې موږ د امير کروړ (۱۳۹هـ) کې يې ژوند کاوه يادوو نو هغه په غور پسې مربوطيږي.

دغه راز د کسي د غرو په لمن کې هم ډېر پښتانه اوسېدل چې په تذکرة الاولياء او پټې خزانه کې د يو شمېر شاعرانو نومونه او شعرونه راغلي دي، چې يو پکې بيټ نيکه هم دی. په دې سره دا د پښتو ادب د ايجاد دويم مرکز دی.

همدا رنګه تاريخي مالوماتو کې راغلي دي چې ملتان سيمه کې هم ډېر پښتانه اوسېدل چې د پښتنو له سيمو هلته ورغلي او ميشت شوي دي، په دغو پښتنو کې يوه هم د لوديانو کورنۍ وه، چې پکې موږ د دوو تنو نصر لودي او شيخ رضا لودي ترمنځ تبادله شوي پاړکي يادولی شو. په دې سره دا د ادب د ايجاد درېيم مرکز نومول شوی دی (۳: ۳۸، ۳۹).

د لرغونې دورې ځانګړتياوې

سره له دې چې لرغونې دوره د اثارو له مخې دومره غني نه ده او موږ يې په واک کې نه لرو، خو بيا هم ياده دوره د پښتو ادب تاريخ د پيل او ايجاد کې بنسټيز ارزښت لري چې تر ډېره د پښتو ادب ځينې چوکاټونه په لرغونې دوره کې اېښودل شوي دي.

په دغه دوره کې په لومړي ځل پښتو ژبه له نورو ژبو سره اړيکې پيدا کوي او ابو هاشم سرواني (۲۲۳ – ۲۹۷ق) له عربي ژبې څخه لومړی نظم چې د ابن خلاد وو، پښتو ته ترجمه کړ.

د پنځمې پېړۍ په لومړيو کې شيخ اسعد سوري د افغان پاچا امير محمد سوري پر مړينه قصيده ليکلې چې دا په پښتو ادب کې لومړۍ قصيده ده.

د اسلامي روحيې لوړولو لپاره په شپږمه پېړۍ کې د ملکيار غرشين سندره تر موږ رارسېدلې ده چې دا د مقاومت د ادبياتو لومړۍ بېلګې ګڼلی شو.

د تايمني کاکړ د عشق او محبت سندرې او د سلمان ماکو تذکرة الاولياء (۶۱۲ق) کې لرو چې دا د پښتو ادب تاريخ کې لومړی ليکلی نثر دی چې يو څو پاڼې يې د څېړونکو په واک شته. د دې سربېره د عرفاني افکارو لومړی څرک چې د شيخ متي (۶۲۳ – ۶۸۸هـ) په دغه دوره پورې اړونديږي.

د زرغونې کاکړ د سعدي بوستان پښتو ژباړه چې په نهمه پېړۍ کې يې کړې ده، په دغه دوره کې د ښځو د ونډو ښکاروندويي کوي.

موږ په لرغونې دوره کې متفرق اثار لرو، چې د يادې دورې اثار په هنري لحاظ دومره عالي نه دي، خو په ادب تاريخ کې يې موږ ځايولی شو. سر محقق زلمی هېواد مل وايي: «د غوري دورې قصيدې، د شيخ متي مناجات، د اکبر زمينداوري اشعار، د شيخ تيمن، شيخ بستان او هم د علي سرور او شيخ محمد صالح الکوزي غزلې د خپل فکري ارزښتونو ترڅنګ لوړه هنري مايه لري.»

خو د دغې دورې د اکثرو شاعرانو پنځول شوی ادب تش نظمونه دي او هنريت پکې کمرنګه دی. د يادې دورې د ټولو شاعرانو پېژندنه، اثار او نظمونه په تذکرة الاولياء او پټې خزانې او دغه راز د پښتو ادبياتو د تاريخ کتابونو کې راغلي دي.

منځنۍ دوره (۹۵۰ – ۱۲۵۰ هـ)

پښتو ادب منځنۍ دوره داسې مهال راپيليږي چې هندوستان کې د لودي پښتو دويمه پاچاهي نسکوره شوې وه او د هند ګورګاني امپراتور تر کابل او کندهاره واک چلاوه، چې دغو شرايطو کې بايزيد روښان (۹۲۵ – ۹۸۵هـ) راولويده او دا ټول حالات، پښتنو سره ظلمونه او د مغلو دکتاتوري يې پر خپلو سترګو ليدله. نو نوموړي ته يو فکر پيدا شو، ترڅو د دغه فکر تر سيوري لاندې پښتانه راټول کړي او د يووالي مفکوره ورکړي.

هغه تصوفي لاره غوره کړه، دغه برخه کې د پيرۍ تر درجې ورسېد، هغه څوک چې د نوموړي په دغه حلقه کې شاملېده ورته يې اصول او کړنلاره جوړه کړه.

پښتانه ورځ تر بلې په ډېر شدت سره د بايزيد روښان تر رهبرۍ لاندې راټولېدل، نوموړي په دې اړه تبليغ هم کاوه، مختلفو سيمو ته يې استازي ولېږل، خپله يې هم موزې پر پښو کړې، خپله کړنلاره يې کلي په کلي، کور په کور او مسجد په مسجد بيان کړه، په چټکۍ سره ورځ تر بلې خلک راډېرېدل او له ليرې ليرې ملکونه به ورته راتلل.

په شدت سره د بايزيد روښان تر رهبرۍ لاندې د پښتو او افغانانو راټولېدل مغلو د ځان لپاره د خطر زنګ باله، نو نوموړي پسې يې توره وکښله، بايزيد او پلويان يې هم مجبوره شول چې توره له تيکې وباسي او کابو يوه نيمه پېړۍ دا توره د مغلو پر وړاندې وچلوي.

روښان پير د خپلې لارې د تبليغ لپاره يو شمېر کتابونه (صراط التوحيد، مقصود المؤمنين، فخراالطالبين، حالنامه، د رسم الخط رساله، خيرالبيان، تذکره، فرحت المجتبی) او نور ګڼ شمېر اثار وليکل، چې خاص ادبي ارزښت نه لري.

سرمحقق زلمی هېواد مل وايي، د بايزيد روښان لخوا ليکل شوي اثار کوم هنري ارزښت نه لري، خو د ده فکري اغېز او د پلويانو لخوا ليکل شوي سلګونه اثار يې پښتو ژبې او ادب ته يو څه ورکړي دي.

دغه راز د پير روښان او پلويانو اثار يې د پښتو ژبې د لغاتو او ترکيبونو يوه غني ذخيره لري چې له همدې امله ادب تاريخ کې د مطالعې ځای ورکړل شوی دی (۳: ۹۵).

پښتو ادب منځنۍ دوره کې موږ درې پړاوونه (د پير روښان، خوشال خټک او د حميد نازکخيالۍ) مطالعه کوو، دغه راز څلور مکتبونه چې د روښان ادبي مکتب، د خوشال خان ادبي مکتب، د رحمان بابا تصوفي، عرفاني او ادبي مکتب او د نازکخيالۍ مکتبونه هم د دې دورې د شاعرانو ځانګړنې دي.

منځنۍ دوره په درې لويو مهمو موضوعاتو راڅرخي، چې فکري، سياسي او هنري دي، فکري برخه يې پير روښان، سياسي يې خوشال خټک او هنري يې حميد مومند، کاظم خان شيدا او حنان بارکزي پورې مربوطيږي (۱: ۴۱).

اخند دوريزه «رح» (۹۴۰ – ۱۰۲۸هـ)

اخند درويزه چې يو صوفي سړی او د پير روښان له سختو مخالفينو څخه وو، په همدغه پړاو کې مطالعه کېدلی شي، ځکه چې د پير روښان او د اخند درويزه او د پلويانو اثار يې په موضوعي او شکلي لحاظ کوم ښکاره توپير نه لري چې د بېل پړاو نوم ورکړی شي.

اخند درويزه هم ګڼ شمېر اثار لیکلي دي چې تر ټولو مشهور يې مخزن الاسلام دی چې د پير روښان د خيرالبيان مقابل کې يې ليکلی دی. د اخند درويزه او پير روښان د مخالفتونو په اړه استاد هېواد په خپل کتاب د پښتو ادبياتو تاريخ کې د سرمحقق محمد صديق روهي په حواله ليکلي دي، اخند درويزه «رح» د بايزيد روښان له سرسختو مخالفينو څخه وو، د روښانيانو سره د اخند درويزه د مخالفيت علتونه زياتره پر ديني اساساتو متکي دي (۳: ۱۱۰).

د منځنۍ دورې د لومړي پړاو ځانګړنې

هره دوره او په دوره کې شامل پړاوونه د يو شمېر ځانګړنو له امله بېلې شوي دي، چې دا ځانګړنې يا په فکري، يا شکلي او يا هم په موضوعي لحاظ وي. دلته به د پير روښان د پړاو مهمې ځانګړنې راوړو:

  • په دغه دوره کې د پير روښان لخوا د پښتو مسجع (قافيه وال) نثر بنسټ کېښودل شو.
  • د پښتو ادب نظم برخه کې لويه ذخيره پيدا شوې، د لرغونې دورې د نظمي چوکاټونو ترڅنګ په نورو شکلونو کې هم ډېر نظمونه او ديوانونه وليکل شول.
  • دغه راز له پښتو ژبې پرته په پارسي، هندي او عربي ژبو هم اثار وليکل شول او وژباړل شول چې خپله د پير روښان (خيرالبيان) يې ښه مثال دی چې په څلورو ژبو ليکل شوی دی.
  • د هند له ځمکو سره د افغانانو ارتباط پيدا شو او د پير روښان يو شمېر پلويان او د کورنۍ غړي يې هند ته ولاړل او هلته د پاچا ملازمت کې شامل شول.
  • تصوف د يو ځانګړي شکل او کړنلارې په توګه تبليغ شو.

خوشال خټک (۱۰۲۸ – ۱۱۰۰ هـ)

د کلاسيکې دورې دويم پړاو له خوشال خټک شروع کېږي، خوشال خټک داسې مهال خپله مبارزه پيل کړه چې د مغلو حکومت له کورنۍ شاه جهان پادشاه و او د حکومت واک او امر يې تر کندهاره چلېده.

خوشال خان بابا په پښتو ادب کې هغه نوم دی چې پېړۍ پېړۍ به يې د قلم له احسان پښتو او پښتانه خلاص نه شي، نوموړی د يو ځانګړي سبک او مکتب څښتن دی، چې په سياسي لحاظ يې لوی – لوی کارونه وکړل، د قام لپاره يې سياسي مبارزه وکړه، زندانونه يې وګالل، په پښتو او دری ژبو يې لسګونه منظوم او منثور اثار وکښل.

د ده افکار يوازې د افغانانو لپاره نه، بلکې د نړۍ د قامونو لپاره د لارې مشال دی چې هغوی خپل مسير پرې مالوموي. نوموړي پښتو شعر هم د مضمون له اړخه او هم په شکلي لحاظ غني کړ، کمساري نوښتونه يې پکې وکړل، په جرأت يې شاعري وکړه او پښتو ژبه يې له ګاونډيو ژبو سره سيال يې کړه.

خوشال خان خټک تقريباً پنځوس زره بيتونه شاعري کړې. نوموړی يو افغان، پښتون او مسلمان شاعر و او هم مهاله په دغو ټولو برخو کې خوځېده. نوموړی د وخت د شاعرانو په څېر د پارسي شعر تر اغېز لاندې هم و، خو د خپل فکر او خيال خواږه يې هم ورسره ګډ کړي دي. په کمي او کيفي لحاظ، د چوکاټ او مضمون له اړخه نوموړی دومره په تول تللی و چې ساری يې تر اوسه پښتون قام کې پيدا نشو (۴: ۲۲۶،۲۲۷).

خان بابا په ځوانۍ کې منصب ته ورسېد. نوموړي ته قامي دښمني، خاني او د مغلو منصب ور پاتې و، خو چې وخت راورسېد هر څه يې پرېښودل او له کندهاره تر اټکه يې د ټول پښتون قام په سمېدو شروع وکړه.

خوشال خان د مغلو زندانونه هم وګالل، پنځه کاله يې تېر کړل خو چې خوشې شو نو ځانته يې دوې تګلارې جوړې کړې:

پس له بنده دی دا عزم

د خوشال د خاطر جزم

يا نيولی مخ مکې ته

يا مغولو سره رزم

نوموړي په دغو دوو لارو کې مغولو سره د رزم لار غوره کړه او مبارزه يې په دوو بڼو وه:

لومړی د تورې مبارزه، دويم د پښتو ژبې او ادب لپاره د قلم مبارزه چې د نوموړي شخصيت هم دغه دوې خواوې لري (۱: ۱۱۲).

خوشال خټک او د ده کورنۍ پښتو ادب کې نوې لارې پرانيستې. خپله خان بابا د روښان پير او درويزه «رح» قافيه وال نثرمات کړ او د عامې محاورې سره يې روان نثر وليکه، د خان بابا تر ټولو مشهور منثور کتابونه (فضل نامه، دستارنامه او عيار دانش) دي.

حبيبي صيب وايي، د خوشال خان وروستۍ خبره دا وه چې: «ما داسې ځای کې ښخ کړئ چې د مغولو سيوری مې پر خاوره ونه لويږي او د مغلو سپرو ګردونه مې پر هديره ونه لويږي.»

د خوشال خټک د سبک ځانګړنې:

  • پښتو شعر ته پراختيا ورکول.
  • ټول عربي او پارسي شعري انواع پښتو ته داخلول.
  • صوفيانه، اخلاقي، فلسفي، نقد، هجو او ټولنيز افکار بيانول.
  • د ادبي فنونو مراعتول او رواجول.
  • په جرأت سره هره خبره کول.
  • په هر مضمون کې شاعري کول.

استاد هېوادمل د  مورګنسټرين په حواله ويلي دي، د خوشال خان په اثارو کې فکري عمق د لفظونو او ترکيبونو باريکي او شاعرانه ادا دومره لوړه ده چې د پارسي شعر په شاعرانو کې يې مثال نشته.

د خوشال خان خټک بله لويه ځانګړنه دا وه چې يوه فرهنګي کورنۍ يې درلوده، زامن يې، لمسيان، لور او مېرمن يې ټول شاعران وو. په کورنۍ کې يې (عبدالقادر خان خټک، اشرف خان هجري، سکندر خان خټک، صدر خان خټک، ګوهر خان خټک، بهرام خان، ازاد خان خټک، بي بي حليمه خټک، افضل خان خټک) او ګڼ شمېر نورو منظوم او منثور اثار ليکلي دي (۳: ۱۵۴، ۱۶۳).

د خوشال خان خټک، د ده کورنۍ او د ادبي سبک پېروان يې د منځنۍ دورې دويم پړاو جوړوي، چې زما په اند دا تر ټولو معتبر پړاو دی، د دې پړاو يو شمېر ځانګړنې په لاندې ډول دي:

  • پښتو شعر د شرقي شاعرۍ ټول ډولونه خپلوي.
  • پښتو شعر د مضمون له پلوه بشپړتيا ته رسيږي.
  • د پښتو ادب ځينې برخې د پښتنو له ټولنيز ژوند رنګ اخلي.
  • هنر له خپلو ټولو مميزاتو سره ځان ښکاره کوي.
  • پښتو ادب ته د شرقي ادب ځيني داستانونه راځي.
  • يو شمېر مهم تاريخي کتابونه (بياض، تاريخ مرصع، قلب السير) او نور ليکل کېږي.
  • د دې پړاو پښتو ادب د سيمې له ادبياتو سره سيالي کوي.

عبدالرحمن بابا (۱۰۴۲ – ۱۱۲۸ هـ)

يوولسمه هجري پېړۍ کې موږ يو بل نوميالی او صوفي شاعر مطالعه کوو، چې ځانګړی مکتب لري او تقريباً ټول پښتانه دا شاعر پېژني. نوموړی د پښتنو ترمنځ دومره محبوبيت لري چې ځينې بيتونه يې ان د متلونو تر بريد رسېدلي دي، خلک يې د خبرو پر مهال کاروي او لوی پند ترې اخلي.

عبدالرحمن بابا د خپل وخت مروج علوم لوستي وو، عربي او پارسي ادب کې يې مطالعه درلوده، سوچه صوفي وو او خپله تصوفي لار يې درلوده.

له نوموړي پښتو ژبه کې يو ښکلی دېوان هم پاتې دی چې په دوو دفترونو کې دی، د پښتنو په اکثرو حجرو کې يې هم دېوان موندل کېږي.

عبدالرحمن بابا ډېر ساده شعر ليکي، شعري قريحه يې لوړه او له ساده کلمو او ترکيبونو کار اخلي، هنر او ښکلا يې هم د شعر يو مهم اړخ دی.

د عبدالرحمن بابا د سبک ځانګړنې:

  • شعر يې ساده او هيڅ پېچلتيا نه لري.
  • د الفاظو په ټاکنه يې خواري کړې ده.
  • واقعيتونه يې بيان کړي دي.
  • اجتماعي، عرفاني او عشقي مسايل يې د شعر مهمه منځپانګه ده.

انګريز ختيځ پوه پادري هيوز ويلي دي: «چېرې چې پښتو ژبه ويونکي لري، هلته د محبوب شاعر رحمن بابا اشعار هم رواج لري او اورېدل کېږي.» (۳: ۱۷۳ – ۱۷۶)

د رحمن د سبک او لارې پيروي ډېرو کسانو کړې ده، له هند څخه تر بخارا يې مينه وال درلودل چې د يو شمېر مهمو کسانو نومونه دا دي:

يونس خېبري، مهين خليل، معزالله خان مومند، اخوند ګدا، حافظ الپوري، نجيب سربندي، عبدالعظيم سواتی، ميانعيم متي زی، مطيع الله، ثاني رحمن، جمال خان او يو شمېر نور.

کندهار کې د پښتو ادب د پالنې او ودې زمينې

ملي مشر ميرويس خان هوتک چې ۱۱۱۹هـ ق کې يې کندهار د ګرګين له ظلم خلاص کړ، نو سملاسي يې د ملي افغاني حکومت بنسټ کېښود. د هوتکو د پاچاهۍ په دېرش کلنه دوره کې سلګونه شاعران تېر شوي دي او مهم اثار يې پښتو ادب ته ورکړي دي چې د پښتو ادب د ودې او پالنې برخه کې د هوتکو د کورنۍ پاچاهانو لاس درلودل د هېرولو نه دي.

د هوتکو د کورنۍ يو شمېر شاعران په لاندې ډول دي:

نازو انا چې د ميرويس خان هوتک مور وه او شاعره وه، پټې خزانې د نوموړي يوه ښکلې رباعي را اخيستې ده، چې په لاندې ډول ده:

سحرګه وه د نرګس لېمه لانده

څاڅکي څاڅکي يې له سترګو څڅېده

ما ويل څه دي ښکليه ګله ولې ژاړې

ده ويل ژوند مې دی يوه خوله خندېده

دغه راز د ميرويس خان نيکه لور زينبه او زوی يې شاه حسين هوتک هم شاعران وو او د شعرونو نمونې يې موږ ته راپاتې دي.

د هوتکو دوره کې پښتو حماسه هم وليکل شوه، چې تر ټولو مشهوره پکې د ريدي خان مومند (محمود نامه) ده چې د ميرويس نيکه او شاه محمود هوتک رزمي قيصې پکې بيان شوي دي (۳: ۲۰۲، ۲۰۳)

دغه راز محمد امين سرپرېکړي (جګړه د محمود افغان، نيول د اصفهان) او درېيمه حماسه د حافظ نور محمد (قيصه د برېښنا يا خدۍ) نوميږي.

د شاه حسين هوتک (۱۱۲۵ – ۱۱۵۰هـ ق) کندهار کې ادب وغوړېد، فرهنګي کارونه وشول، ادبي دربار ايجاد شو، کتابونه جوړ شول، مشاعرې او ادبي ناستې به کېدلې، شاعران به تقديرېدل او انعامونه به ورکول کېدل.

پر پښتو ادب د هندي سبک اغېزې (د منځنۍ دورې درېيم پړاو)

د يوولسمې هجري پېړۍ په جريان کې عبدالحميد مومند (۱۱۴۵ هـ ق) مړ، د خپل دور د تېر مهال د شاعرانو په خلاف نوې لار خپله کړه او پښتو ادب کې يې د هندي سبک بنسټ کېښود. نوموړي د شعر په تازه مضمون موندلو کې ښه مهارت درلود، لوی دېوان يې وليکو، منظومې ژباړې يې وکړې او هندي سبک يې ښه وپالو.

علامه حبيبي د حميد مومند د شعر په اړه ليکي: «د حميد امتياز له نورو شاعرانو څخه يوازې د شعر په ډېروالي نه دی، بلکې دی هنري او ادبي داسې لياقتونه لري چې هغه په نورو شاعرانو کې لږ ليدل کېږي. . . حميد پښتو شعر ته نازک تخيل او شاعرانه موشګافي راوستله. . . دی په خپله ژبه او هنر باندې دومره غښتلی دی چې هر رنګه نوی مضمون او ښکلی تخيل په پښتو ښکليو الفاظو کې ادا کولی شي (۱: ۲۷)

پښتو شعر کې هندي سبک بيا دومره شهرت پيدا کړ چې په دولسمه او ديارلسمه پېړۍ کې ډېر وپالل شو چې يو شمېر مشهور شاعران يې دا دي:

حسين، قلندر يوسفزی، خانګل خليل، محمد، کامګار خټک، دوست محمد، فضيل، علي خان مامنزی، حمدالله کاکاخېل، سليم، شمشېر، محمدي صاحبزاده او يو شمېر نور.

کاظم خان شيدا (۱۱۴۰ هـ ق زوکړه)

د هندي سبک د شپړتيا پړاوونه د کاظم خان شيدا په اشعارو کې وينو، نوموړي ټولې هغه ځانګړنې چې په هندي سبک پورې مربوط دي خپله شاعرۍ کې ځای پر ځای کړي دي.

سر محقق زلمی هېواد مل د استاد حبيبي په حواله وايي: «که موږ د هندي سبک له پارسي ژبو شاعرانو سره د حميد او شيدا مقايسه وکړو، نو حميد بيا لکه صائب او کليم وګڼو او شيدا له بيدل او ناصر علي سرهندي سره غاړه کړو (۳: ۲۲۱)

هندي سبک او د دغه پړاو ځانګړنې

هندي سبک چې پښتو ژبه کې يې حميد ماشوخېل بنسټ کېښود او کاظم خان شيدا د بشپړتيا تر بريده ورسوو، يو شمېر مهمې ځانګړنې يې په لاندې ډول دي:

  • د هندي سبک اشعار مبهم دي.
  • نوی مضمون او تازه فکر بيانوي.
  • ايجاز يې مهم خصوصيت دی.
  • له تشبيه او استعارو پکې ګټه اخيستل کېږي.
  • مراعت النظير، مدعا و مثل او حسن تعليل ادبي صنعتونه پکې ډېر پالل شوي.
  • د دغه سبک اشعار په خاص اهنګ او لحن ويل کېږي.
  • نکته سنجي او مضمون تراشي پکې ډېره ده.
  • افراط، تفريظ، اغراق او مبالغه پکې ډېره ښکاري.
  • د دغه سبک شعرونه تر ډېره عشقي او مينې ته وقف شوي دي.

احمد شاه بابا

منځنۍ دوره کې موږ يو بل څپرکی هم لرو چې د احمد شاه بابا (۱۱۳۵ – ۱۱۸۶ هـ ق) فرهنګي خدمتونه دي. نوموړی خپله هم شاعري کړې ده، د شعر يو مدون او مردف پښتو دېوان لري چې ۱۳۱۹ کې پښتو ټولنې نشر کړی دی او شعر يې رحمن بابا سبک ته منسوب دی. دغه راز د پښتو او پارسي ژبې شاعران، اديبان او عالمان به يې دربار کې راټول وو، خپله د ده مشر زوی تيمور شاه د پښتو او پارسي ژبو شاعر و، دغه راز د تيمور شاه زوی شاه شجاع (۱۱۹۸ – ۱۲۵۸هـ ق) هم پښتو او پارسي ژبو کې شاعري کړې ده.

د دې ترڅنګ د احمدشاه بابا د دربار له ارکانو څخه وکيل الدوله عبدالله خان، د نوموړي مشر زوی وکيل الدوله محمد علم خان، د وکيل الدوله محمد علم خان لمسی سردار محمد هم ښه شاعران تېر شوي دي او بيتونه يې تر موږ رارسېدلي دي.

دغه پېر کې موږ يو بل تکړه شاعر پير محمد کاکړ (۱۱۲۰ – ۱۱۹۶هـ ق) د احمد شاه بابا د دربار لوی عالم او شاعر و هم مطالعه کوو. نوموړي د پښتو تاريخ هم ليکلی دی چې اوس زموږ واک کې نشته او ورک دی، خو يو دېوان يې د څېړونکو لاس کې شته چې (۵۰۰۰) زره بيتونه لري، پير محمد کاکړ ځان ته سبک درلود چې د خوشال رواني او سلاست، د رحمن بابا وينا، معنوي ښېګڼې او روحانيت او د حميد مومند موشګافي يې ټول په خپل هنر کې غاړه غړۍ کړي دي، نوموړی يو مبتکر او نازکخيال شاعر و (۱: ۳۹)

پير محمد کاکړ ځانته سبک لري چې يو شمېر خصوصياتو يې پوهانو په لاندې ډول را اخيستي دي:

  • د عشق هنري احساسات يې ارټ او صنعت زېږوي.
  • تشبيهات او استعارات يې طبيعي رنګ لري.
  • عبارت او الفاظ يې پرېولي، ژبه يې روانه او جذابه ده.

د پير محمد کاکړ سبک ډېرو شاعرانو څارلی دی چې د شمس الدين کاکړ، ګل محمد نورزی هلمندی، ابراهيم کاکړ او يو شمېر نورو نومونه د يادونې وړ دي.

د منځنۍ دورې په وروستيو کې (۱۲۵۰هـ ق) چې انګرېزانو پر افغانستان حمله وکړه، تر دې مخکې هم سياسي اړو دوړ او پر پاچاهۍ جنجالونه تېر شوي وو، چې دغه اړو دوړ پر شاعرانو هم اغېز وکړ او د پښتو حماسي او رزمي ادبياتو ته يې زمينه برابره کړه، د دغو شاعرانو له ډلې د يو شمېر هغو نومونه په لاندې ډول دي:

سيني خټک، سپينه، ملا فيض محمد اخندزاده، دلاور طالب، احمد ګل او نور.

چاربيتو برخو کې نوره دين، ملا مقصود، پاياب، نورشالی، سعدالله، دليل، عبدالغني، جمال الدين، فضل احمد او يو شمېر نورو نومونه د يادونې وړ دي (۳: ۲۶۵، ۲۶۶)

دغه راز په ديارلسمه پېړۍ کې د ولسي ادب راټولېدنې ته هم کار شوی چې پکې د جيمز ډار مسټټر (۱۸۴۹ – ۱۸۹۴ل) کارونه د يادونې وړ دي.

منځنۍ دوره د خپلو خصوصياتو، سبکونو، مکتبونو او پړاونو وروسته شلمه پېړۍ کې خپل ځای د نوي فکر ايجاد او معاصرې دورې زرغونېدو ته پرېږدي.

د منځنۍ دورې ځانګړتياوې

  • د منځنۍ دورې لومړي پړاو کې د مسجع نثر ايجاد.
  • د منظمو اثارو دوره ده، نثر او نظم کې موږ د اثارو کافي ذخيره لرو.
  • په فکري، سياسي او هنري لحاظ پښتو نظم او نثر خپل وروستي حد ته ورسېد.
  • د شرقي او پارسي شاعرۍ ټول انواع پښتو ادب ته راغلل.
  • د شعر او مضمون له پلوه پښتو شعر وسعت پيدا کړ.
  • تصوف د يو ځانګړي مکتب په توګه ايجاد او فعاله شو.
  • د څلورو پېړيو په جريان کې چې کوم منظوم او منثور اثار ليکل شوي دي د سيمې له ادبياتو او ژبې سره سيال دي.
  • نظم او نثر له هنري اړخه عالي مقام ته ورسېد.
  • نورو ژبو سره د پښتو ژبې اړيکې پراخه شوې، ژباړې ترې وشوې او ورته وشوې.
  • په ټوله کې دا دوره په پښتو ادب تاريخ کې يوه غني او کمسارې دوره ده.

د پښتو ادبياتو معاصره (اوسنۍ دوره) له ۱۳۵۰ق څخه تر اوسه

د پښتو ادب اوسنۍ دوره افغانستان کې د سراج الاخبار دويم ځل خپرېدو سره راپيل شوه، چې د محمود طرزي په مديريت په ۱۹۱۱ل کې سراج الاخبار د دويم ځل لپاره خپرونې پيل کړې.

دغه راز په پښتونخوا کې د (افغان) جريدې په راپيلېدو د معاصرې دورې زړې اېښودل کېږي چې هلته د راحت زاخيلي، فضل محمود مخفي، عبدالاکبرخان اکبر او شمېر نورو ليکوالو لخوا نوي ژانرونه باب شول(۲: ۵۰).

پښتو معاصره دوره څلور پړاونه لري چې عبارت دي له: (روښانتيا، ويښتيا، اوښتون، سمون) خو وروستی پړاو يې لا نه دی څېړل شوی او کله چې د ياد پړاو لپاره زمينې برابريږي نو افغانستان کې جګړه پيليږي، ليکوال او شاعران تت وپرک کېږي.

لومړی پړاو (روښانتيا)

شلمه زيږديزه پېړۍ کې افغانستان کې فابريکې، مطبعه، روغتون، سړکونه او عصري امکانات مخ په ډېرېدو وو، دې سره افکارو کې هم ژور بدلون راغی، چې ورسره فرهنګي برخو کې نوي فکرونه راوټوکېدل.

بل پلو هغه روشنفکران چې د امير عبدالرحمن لخوا تبعيد شوي وو، د امير حبيب الله خان لخوا بېرته هېواد ته راوغوښتل شول چې هغوی له بهرنيو هېوادونو، نوې تجربې، مفکورې او ژانرونه راوړل او د معاصر ادب بنسټ اېښودو کې يې مهم رول ولوباوه.

هغه مهال چې دوه مهم کارونه ترسره شول يو د حبيبيې لېسې جوړول او دويم د سراج الاخبار چاپېدل چې دا دواړه ادرسونه بيا د سياسي فعاليتونو په مرکزونو بدل شول (۲: ۵۲).

انګريزي استعمار په (۱۸۹۳ز) کې د افغانستان څخه د پښتنو يوه برخه د ډيورنډ د تحميلي کرښې په وسيله بېله کړه، خو د پښتو کلتور، فرهنګ او ادب نه بېل کړی شو او نه به بېل شي، هماغه ډول يو پاتې شو، چې د لر او بر د پښتنو د اتصال يوه مهمه کړۍ هم ده.

د دواړو غاړو پښتنو لخوا هممهاله د فرهنګ په ډګر کې ځينې نوښتونه رامنځته شول او نوي کارونه رواج شول.

سراج الاخبار په (۱۹۱۱ز) کې د محمد طرزي په مديريت او مشرۍ د دويم ځل لپاره خپور شو، دغه راز په (۱۹۱۰ز) کې پښتونخوا کې د (افغان) جريده چې راپيل شوه چې ورسره راحت زاخلي، فضل محمود، عبدالاکبر خان اکبر او عبدالمالک فدا شاعران پيدا شول او نوي ژانرونه يې باب کړل.

سراج الاخبار د دويم ځل خپرېدو کې د پښتو شعر او مطالبو ته ځای ورکړل شو چې لومړی پښتو شعر پکې د مولوي صالح محمد کندهاري وو چې خپور شو:

دا څه عجب دوران دی             چې راغلی پر افغان دی

رنګا رنګه ترقي ده                  په عجب محبوب عنوان دی

په پورته شعر کې د نوي دوران د پېليدو زيری او خبر ورکول شوی دی (۲: ۵۵).

روښانتيا داسې يو پړاو و چې شاعرانو او ليکوالو د خلکو د وېښونې او بيدارونې لپاره هم ډېرې هڅې کولې، دغه مهال افغانستان د انګريز مستعمره وه او فرهنګيانو هڅه کوله چې د خپلواکۍ اخيستلو لپاره د خلکو ذهنيتونه جوړ کړي چې ښه بېلګه يې د مولوي صالح محمد کندهار هغه ژباړل شوي مثنوي وه چې عبدالهادي داوي ليکلې وه.

دا مثنوي داسې پيل شوې ده:

يو سهار زما تر غوږ سوله بلله

په پنجره کې يې ژړل دا يې ويله (تر وروستي)

دا مثنوي د ټولو افغانانو تر غوږو ورسېده او علامه حبيبي وايي چې ښځو هم زده کړې وه او په کورونو کې به يې ويله، چې پکې د خلکو د راويښونې يو لوی پېغام پروت و.

د روښانتيا پړاو مهم استازي او سرلاري په لاندې ډول دي:

مولوي صالح محمد کندهار، غلام محی الدين افغان، مولوي عبدالواسيع کندهاری، عبدالعلي مستغني، عبدالهادي داوي او يو شمېر نور.

د روښانتيا پړاو يو شمېر ځانګړنې:

  • په شعر کې د موډرنيزېشن انځورېدل.
  • هېواد پالنه، خپلواکي غوښتنه، فساد او تعصب غندنه، د علومو او ټکنالوژۍ خپرونه، ملي يووالي او د انګرېزانو مقابل کې د خلکو بيدارول.
  • ملي، اسلامي او د بشري ارمانونو، هېلو او غوښتنو منعکسول.
  • د دغه پړاو ادبياتو کې پېغام يوه مهمه وسيله ده او د مضمون له پلوه ډېر ټينګار پکې شوی دی.
  • د يو شمېر نويو ژانرونو لکه لنډه کيسه، ناول او نورو رواجېدل او د پېغام د مهمې وسيلې په توګه کارېدل.

ويښتيا پړاو 

د ويښتيا پړاو په ۱۳۲۶هـ ش کې د ويښ زلميانو د ګوند له تاسيس سره سم راپيليږي. په دې ګوند کې د پښتو ژبې نوميالي شاعران او ليکوالان شامل وو او بنسټګران يې هم دوی وو.

د ويښ زلميانو ګوند چې يو سياسي ادرس وو، (۱۳) ماده ييزه مرامنامه يې درلوده چې يوه ماده پکې (د ملي ژبې پښتو تقويه کول) وو (۶: ۱۷).

د ويښ زلميانو د ګوند غړي چې ليکوالان او شاعران وو، پنځول شوي ادبيات يې سياسي رنګ لري، په عمده توګه د د غه پړاو په ادبياتو کې د اداري فساد، ظلم، استثمار پر ضد مبارزه شوې ده، د پښتو او بلوڅو د ازادۍ لپاره کار شوی دی، د ښځو حقوق او د اقتصاد لپاره غږ پورته شوی دی (۲: ۸۷).

د ويښتيا پړاو ادبياتو کې د فورم له مخې شعرونه، لنډې کيسې، ادبي ټوټې، ډرامې، طنز، ناول، سفرنامه او مقالې د يادونې وړ دي.

د دغه پړاو پر ادب د نشنلېزم رنګ غالب ښکاري، د پېغام د وړاندې کولو لپاره هنري ژبه پيدا کېږي، الفت او بېنوا يې ښه مثالونه دي.

په معاصره دوره کې دا پړاو غني بلل شوی دی، پښتو ژبه وده کوي، د ادب په هر صنف کې ليکوالان او شاعران خپل فکر او قلم ازمايي، مهم اثار پنځوي، د ادبي تاريخونو لړۍ، ژبپوهنه، ادب تيوري، ادبي کره کتنه او ژباړو برخو کې ډېر کار کېږي او تقريباً هغه تشې چې مخکې وې، ډکېږي.

د دغه پړاو سبک انتقادي رياليزم او منځپانګه يې د ويښ زلميانو د ګوند مرامنامه ده( ۶: ۲۴).

سر محقق محمد صديق روهي د ويښتيا پړاو شاعران په څلورو کټګوريو وېشلي دي، چې نامتو شاعران، د کمي او کيفي اړخه، له متوسط څخه پورته او عام شاعران. د نامتو شاعرانو له ډلې يې د يو شمېر هغو نومونه دا دي:

ګل پاچا الفت، عبدالروف بېنوا، سليمان لايق، عبدالباري جهاني، بهاء الدين مجروح، صديق پسرلی، سعدالدين شپون، قيام الدين خادم، حبيب الله زړه سواند، عبدالله غمخور، سېلاب ساپی، برکت الله کمين، نصرالله حافظ، عبدالله بختانی، مجاور احمد زيار، عبدالرووف قتيل، کبرا مظهوري.

دغه راز دويمه کټګورۍ کې هغه شاعران وو چې لږ خو ښه شعر يې ليکلی دی چې پکې، عبدالحی حبيبي، عبدالشکور رشاد، ، صديق الله رښتين، موسی شفيق، عبدالرحمن پژواک، حبيب الله تږی، محمد جان فنا او طالب کندهاري نومونه د يادونې وړ دي (۲: ۸۹).

دغه پړاو کې د کيسه ليکنې برخه کې هم ډېر کار وشو، چې پکې سعدالدين شپون، موسی شفيق، نور محمد ترکی، استاد حبيبي، غوث خېبري نومونه ياديږي.

ژبپوهنې برخه کې محمد ګل مومند، محمد اعظم ايازي، استاد حبيبي، عبدالشکور رشاد او صديق الله رښتين نوميالي کسان دي.

معاصره ژبپوهنه کې حبيب الله تږی، محمد رحيم الهام، مجاور احمد زيار، عبدالحکيم هلالي، دولت محمد لودين او سيد الشاپولاد کار کړی دی.

الفت، بېنوا، محمدا جان فنا، ژواک، بختاني او زيار د هنري نثر برخه کې او محمد ګل نوري، ابراهيم عطايي، حبيب الله رفيع، علي محمد منګل، محمد عارف غروال، عبدالکريم پتنګ او حبيب الله جان د فوکلور برخو کې يې نومونه د يادونې حق لري.

د ويښتيا پړاو ځانګړنې

  • هنري برخه کې ډېر کار کېږي.
  • د پښتنو او بلوڅو د ازادۍ لپاره د ويښ زلميانو لخوا اواز پورته کېږي.
  • د پښتو ژبې د تقويې لپاره اراده پيدا کېږي.
  • د ويښ زلميانو ګوند تاسيس کېږي او د دغه ګوند له ادرسه داسې ادب پنځول کېږي چې سياسي رنګ پکې غالب دی.
  • د ژبپوهنې، هنر او فوکلور برخې ته کار کېږي.
  • انتقادي رياليزم د دغه پړاو په ادب کې غالب ښکاري.

اوښتون پړاو

د اوښتون پړاو زړي د ويښتا پړاو کې لا کرل شوي وو، د نور محمد ترکي د (بنګ مسافري) او د سليمان لايق د (چونغر ترانې) انقلابي نظم هغه زمزمې وې چې د ظاهر شاه وخت کې د خلکو غوږونو ته رسېدلې وې.

په (۱۹۶۵ز) کې د افغانستان د خلکو دموکراتيک ګوند لومړنۍ مؤسسه کنګره په کابل کې دايره شوه، ياد ګوند د (خلق) او (پرچم) په نوم جريدي پيل کړې چې له دې سره د اوښتون پړاو ادبيات ترويج شول، د انتقادي رياليزم سره سوسياليستي رياليزم هم وټوکېد (۲: ۱۴۹).

اوښتون پړاو کې هم سره له دې چې سياسي کشمکشونه وو، ډېری شاعرانو او ليکوالو خپل قلمونه و ازمايل، چې نوميالي پکې، صديق کاوون، اسحاق ننګيال، احمدالله تکل، عارف خزان، علي ګل پيوند، افضل ټکور، لطيف بهاند، اسماعيل يون، عزيز تحريک، عبدالهادي هادي، ابراهيم شينواری، بلقيس ميکز، صفيه صديقي، پروين ملا او يو شمېر نور لسګونه شاعران او ليکوالان شامل دي.

يادو ليکوالو او شاعرانو د وخت له غوښتنو سره سم ادبيات وپنځول چې د ډېری شاعرانو شعرونه ګوندونو ته وقف شوي وي، ځينو بيا هنر ته کار وکړ او څوک بې طرفه پاتې شول.

د اوښتون پړاو کې ادبي څېړنې وشوې، ژباړې برخه کې قلمونه وخوځېدل، کره کتنې او فوکلور برخو کې هم هڅې وشوې.

د اوښتون پړاو ځانګړنې:

  • د کارګرې طبقې د ايډيالوجۍ منعکس کول.
  • د فيوډاليزم او امپراليزم پر ضد د ادب کارول.
  • د ټولنيز عدالت، پرمختګ، سولې او يووالي لپاره مبارزه.
  • د لنډې کيسې ليکنه باب کېدل او ډېرېدل (۲: ۱۵۴).

د پښتونخوا ادبي بهير

د پښتونخوا ادبيات په دوو پړاوونو کې مطالعه کېدلی شي چې يو پړاو يې د شلمې پېړۍ له لومړۍ لسيزې شروع کېږي تر ۱۹۴۷ز پورې، دويم پړاو يې له ۱۹۴۷ز څخه تر اوسه پورې دوام لري.

په لومړي پړاو کې پښتو ادب ته نوي ژانرونه راغلل، خلکو ته د استعمار پر ضد د مبارزې روحيه ورکول کېده، د زده کړو عامول، نوي تمدن سره د خلکو اشنايي په اړه پېغامونه ورکول شول. دې پړاو ته د بيدارۍ پړاو هم ويل شوی دی.

دويم پړاو کې له اروپايي ژبو اثار ژباړل کېږي، د اروپايي ادب په تقليد اديبان نوې تجربې کوي چې دا پړاو د يون او بدلون په نوم ياد شوی دی (۲: ۲۱۹).

سمون پړاو

د سمون پړاو وړانديز سرمحقق استاد محمد صديق روهي کړی و، نوموړي ويلي وو له ۱۳۶۵ وروسته ادبي بهير ته ښايي د سمون پړاو ووايو. خو له بده مرغه دوام يې ونکړ. په ۱۳۷۱هـ کې د مجاهدينو په راتګ سره له منځه ولاړ.

د سمون پړاو په اړه لا تر اوسه کومې څېړنې نه دي شوي خو اوس مهال يې د اوښتون پړاو يوه برخه ګڼلی شو.

د سمون پړاو ورته ځکه ويل شوی دی چې شعر د سمښت پر لور روان وو، له شعار څخه يې ځان ايسته او د هنر په خم کې غوپه کېده، کليشه يي توپ يې پرېښوده، د شکل او محتوا په لحاظ هم نوي مضامين ور ننوتل.

په دغه پړاو؟ کې اوسني ټول شاعران او ليکوالان شامل دي چې ښايي دا پړاو هم ممکن د څو اړخونو له مخې مطالعه کړی شي او نوي څه پرې وليکل شي.

د معاصرې (اوسنۍ دورې) مهمې ځانګړنې:

  • د ولس بيدارونې لپاره د ادب وقف کېدل.
  • فکري او سياسي مبارزه او هنر ته کار کول.
  • د نويو مفکورو بابېدل.
  • د انتقادي رياليزم او سوسياليستي رياليزم رواجېدل
  • په شعر کې د موډرنيزم انځورېدل.
  • هېواد پالنه، خپلواکي غوښتنه، د فساد او تعصب پر ضد مبارزه.
  • ادب کې د ملي، اسلامي او د بشري ارمانونو او هېلو انځورېدل.
  • د پښتنو او بلوڅو د ازادۍ لپاره د ويښ زلميانو لخوا اواز پورته کېږي.
  • د پښتو ژبې د تقويې لپاره اراده پيدا کېږي.
  • د ويښ زلميانو ګوند تاسيس کېږي او د دغه ګوند له ادرسه داسې ادب پنځول کېږي چې سياسي رنګ پکې غالب دی.
  • د ژبپوهنې، هنر او فوکلور برخې ته کار کېږي.
  • د کارګرې طبقې د ايډيالوجۍ منعکس کول.
  • د فيوډاليزم او امپراليزم پر ضد د ادب کارول.
  • د ټولنيز عدالت، پرمختګ، سولې او يووالي لپاره مبارزه.

پايله

پښتو ادبياتو تاريخ له اسلامي دورې را وروسته په ۱۳۹ هـ کې د اميرکروړ د شعر په موندلو پيليږي، لومړۍ ادبي دوره کې موږ متفرق اثار لرو، د دغې دورې اثار لږ هنري ارزښت لري، خو د ژبې د غنامندۍ، د لغتونو او ترکيبونو له مخې يوه مهمه ذخيره ده.

لومړۍ ادبي دوره کې لومړی شعر، لومړی نثر، قصيده، ژباړه، د ښځو ونډه، نورو ژبو سره د پښتو اړيکې، د تصوف څرک، د مقاومت ادبيات، غزل او د ولس د بيدارونې بېلګې لرو.

دويمه ادبي دوره له ۹۵۰هـ څخه شروع کېږي چې دې دوره کې درې مهمې برخې مطالعه شوي دي چې فکري، سياسي او هنري، چې فکري د يادې دورې بنسټګر پير روښان، سياسي د پښتو ادب نوميالي او کلاسيک شخصيت خوشال خټک او هنري په حميد مومند، کاظم خان شيد او يو شمېر نورو پورې مربوطيږي.

دغه دوره د منظمو اثارو دوره ده، ډېر دېوانونه پکې وليکل شو، ژباړې وشوې، نورو ژبو سره د پښتو ادب اړيکې پراخې شوې، د شرقي شاعرۍ انواع پښتو ومنل او په تمامه مانا دومره کار وشو چې د هېرولو نه دی.

درېيمه دوره داسې مهال زړي را زرغونوي چې افغانستان لا د انګرېزانو مستعمره وه، افغانستان کې د سراج الاخبار په دويم ځل چاپيدو (۱۹۱۱ز) او پښتونخوا کې د افغان جريدې په خپرېدو (۱۹۹۱۰ز) سره دا دوره راپيليږي چې په څلور بېلابېلو پړاوونو کې د خپلو ځانګړنو له مخې دوام کوي. د انګريزانو مقابل کې د ولس بيدارونه، د سياسي ګوندونو جوړېدل او پکې پښتو ژبې تقويې، د پښتو او بلوڅو د ازادۍ لپاره کار کول، کارګرو طبقې ايډيالوجۍ ته د ادب وقف کول. پښتو نظم او نثر د پېغام مهمې وسيلې په توګه کارول او يو شمېر نور مشخصات په يادې دورې پورې مربوطيږي.

زموږ د پښتو ادب تاريخ د پيل څرک د اسلام د مقدس دين څخه مخکې دورې څخه پيليږي چې په هند کې (د ملنده پڼهو) مذهبي کتاب چې د ځېړونکو په قول د دغه کتاب اصلي متن په زړه پښتو برابر شوی دی او دويم د هندوستان د راجستان ايالت په يو پخواني مندر کې پښتو لنډيو ته ورته پيدا شوي اشعار دي. خو د دغو دواړو څرکونو څخه د لومړي کتاب موږ اصلي متن په لاس کې نه لرو او لنډيو ته ورته کوم اشعار چې پيدا شوي دي هغه تر اوسه څېړل شوي دي نه دي، نو ځکه موږ خپل مالوم تاريخ له اسلامي دورې را وروسته پيلوو.

وړانديزونه

د پښتو ادبياتو تاريخ يوه لويه موضوع ده، په يوې مقالې کې د دغې لوی موضوع راټولول به له وس وتلی کار وي، خو ما د خپلې پوهې او له معتبرو ماخذونو څخه په ګټې اخيستنې په درې دورو او ټولو پړاوونو ځغلنده مالومات راټول او تحليل کړل.

  • له بده مرغه زموږ د پښتو ادب تاريخونه لا تر اوسه پوه يوه سبک، يوه طرز او يوه خوله نه دي، زما لومړی وړانديز دا دی چې په اوسني وخت کې چې تر بل هر وخت د څېړنې او تحقيق لپاره امکانات او زمينه برابره ده، پر معيار او تول تللی د ادب تاريخ د ټولو دورو لپاره دې منظمه څېړنه وشي، د ادب تاريخ د ليکنې د ميتود او معيار په رڼا کې دې علمي پرېکړې وشي، د پړاوونو د بېلتون ترمنځ دې کرښې مالومې شي او په تول تللی کار دې ترسره شي.
  • دويم وړانديز مې دا دی چې د معاصرې دورې (سمون) پړاو چې استاد روهي يې وړانديز کړی و، خو افغانستان کې د جګړو له راتلو وروسته دا پړاو نيمګړی پاتې شو، د دغه پړاو د ادبياتو مشخصولو لپاره دې علوم اکاډمي کار وکړي، يو منلې طرحه او ميتود دې ورته جوړ کړي او بيا دې څېړونکو ته دنده ورکړي چې د سمون پړاو ادبيات راټول او مشخص کړي.
  • ادب تاريخ له سياسي تاريخ سره خوله په خوله روان وي، د ادب تاريخ ليکونکي دې په څېړنې پر مهال د سياسي تاريخ عمق ته داخل شي او هغه څه چې پر ادب يې اغېز کړی ښه په جرأت دې وڅېړل شي او څېړونکی دې، دې برخه کې پوره بې طرفه پاتې شي. د علومو اکاډمي، پوهنتونونه او يا نورې اکاډمکې ادارې په دغه ډول مواردو کې د څېړونکو هر ډول مادي او معنوي ملاتړ وکړي.

ماخذونه

  • حبيبي، علامه عبدالحی، د پښتو ادب لنډ تاريخ، ۱۴۴۶هـ ش.
  • سرمحقق، روهي، محمد صديق، د پښتو ادبياتو تاريخ، دويم ټوک، ۱۳۸۴هـ ش، دانش خپروندويه ټولنه، کابل.
  • سرمحقق، هېوادمل، زلمی، د پښتو ادبياتو تاريخ، لومړی ټوک، دويم چاپ، ۱۳۷۹هـ ش، دانش خپروندويه ټولنه، پېښور.
  • پروفيسر، درانی، دروېش، د پښتني ژوند کړه وړه، ۲۰۱۴ز، صحاف نشراتي مؤسسه، کويټه.
  • ځېړنپوه، قيومي، عبدالشکور، په کلاسيکه دوره کې پښتو ادبي مکتبونه، ۱۳۹۹هـ ش، د افغانستان علومو اکاډمۍ، کابل.
  • پوهنوال، دکتور، باجوړی، بريالی، د پښتو ادبياتو معاصر تاريخ ويښتيا پړاو، ۱۳۹۹هـ ش، جهان دانش خپروندويه ټولنه، کابل.
  • عادل، بصيرالحق، دا خاوره انقلاب غواړي، ۱۳۹۷هـ ش، ګودر خپروندويه ټولنه، ننګرهار.
Leave A Reply

Your email address will not be published.