ارواښاد امان الله سیلاب ساپی د پښتو ژبې یو غزلبول شاعر و چې په ۱۳۱۲ لمریز کال کې د ننګرهار د کامې ولسوالۍ د اخوند په کلي کې یې نړۍ ته سترګې پرانیستلي وې . په ۱۳۲۵ لمریز کال کې یې په خپلې سیمې کې لو مړنۍ زده کړې پای ته ورسولې او بیا په ۱۳۳۶ لمریز کال د کابل د عربي دارالعلوم نه فارغ شو .
نوموړی د عدلیې او ترانسپورټ په وزارتونو کې په دندو ګومارل شوی و او بیا ورپسې ډیره موده په راډیو افغانستان کې په ادبي کارونو بوخت و او پښتو هنرمندانو د ده د شعرونو په ویلو سره د ده د شهرت انګازې لا زیاتې کړې .په هغو هنرمندانو کې چې د ده شعرونه یې زمزمه کړي دي کولای شو د میرمن رخشانې ،ارواښادې میرمن پروین ، میرمن آزادې ، میرمن قمرګلې ، ارواښادې میرمن ژیلا ، استاد ایوب ، استاد اولمیر ، استاد شاه ولي ، استاد حفیظ الله خیال ، استاد طلا محمد ، استاد ناشناس او نورو ډیرو پښتو هنر مندانو نومونه واخلو .
ارواښاد سیلاب ساپی دشعرونو ډیرې ټولګې ( مجموعې ) لري چې د غزلو یوه ټولګه یې په شپیتمو کلونو کې د ارواښاد سید جان ملال له خوا په کابل کې چاپ شوې ده .د ده نورې شعري ټولګې د ( خیبر آواز ) او د ( اوښکو امیل ) نومیږي .
ارواښاد سیلاب ساپی یو حلیم ، زړه سوانده او په پښتو او پښتنوالې مین شاعر و . ده زما د خدای بخښلي پلار سره پیژندګلوي او راشه درشه درلودله.
ارواښاد ساپی په ۱۳۵۷ لمریز کال بندی او وروسته شهید کړل شو .
زه به تاسو ته د ارواښاد شهید سیلاب ساپی هغه شعر وړاندې کړم چې ارواښاد استاد اولمیر او میرمن رخشانې په ګډه سره په موسیقۍ کې ویلی دی:
د سترګو جنګ دى
زړونه درزېږي
باڼه غشي وروينه
د سترګو جنګ دی
د مينې ننگ دى
يار روانيږي
سر زما په مينه ږدينه
د مينې ننګ دی
زړونه په مينه پيوندېږي
د سترګو جنګ دى
عاشق كه هر څه وځورېږي
د سترګو جنګ دى
يو خوږ نظر يې زخمي زړه ټكوروينه
د مينې نوې ولوله ده
د مينې ننګ دى
په زړونو ګډه زلزله ده
د مينې ننګ دی
ځكه سلګۍ وړې وړې خولې ته راځينه
چې نازولې په نازګوري
د سترګو جنګ دى
د زړه دنيا ورسره خوري
د سترګو جنګ دى
سېلابه! بيا د مينې اور تازه كوينه
د سترګو جنګ دى