The news is by your side.

د ځمکو او جايداردونو غاصب ملا تره خېل کوچی بايد قانونًا محکمې ته راکش شي

0

د سترې محکمې د پام وړ :

د ځمکو او جايداردونو غاصب ملا تره خېل کوچی بايد قانونًا محکمې ته راکش شي

شرعًا وسياستًا بايد د کابل په کوڅو کې وګرځول شي چې بيا بل څوک د ملا په نوم غصب ته زړه ښه نه کړي

له دغه سرزوري وغاصب سره ملا سره محاسبه ولې نه کيږي؟

سيد حسين پاچا

د جهاد له د چا وسه رسېدلې ناوړه ګټه پورته کړې. هغه که ملا دی، که امي دی، که اخوانی دی، که ستمی دی، که ماويست دی او که بل هر څوک دی.

يو متل دی :

مور دې چې قاضي ….

نو پر چا به غرېضه وکړې؟

ملا چې غاصب شي هغه هم بيا کوچی ملا، نو د قيامت علايم دي.

وزير محمد ګل خان مومند دې الله تعالی وبښي. يوه ورځ چېرته په ګپ کې زموږ د شينوارو ”باندر ملا“ ته ويلي وو :

په شينوارو کې او ملا؟

هغه هم ډېر حاضر ځوابه وو، نو يې ارواښاد مومند بابا ته ويلي وو :

په کوچانو کې او وزير!

دغه کوچی بېسواده ملا چې د ښاغلي کرزي له وخته تر ننه همداسې څربه حرامخور ومتعصب پاتې شوی او هېچا لا د محاسبې لپاره ګوتې نه دي وروړي، نو اوس يې وخت دی چې د تېر خوړل شوي حرام مال او د غصب شويو ځمکو حسابي او دوکانونو حساب وکتاب هم ورسره وشي. دغه ښکرور لا تر اوسه همداسې سرزوری او ښکرور د هېواد په پلازمينه کې خوشې ګرځي او لا زياتي خلک د ارګ په جومات کې وهي؟

د هېواد ستره محکمه ولې په درانه خوب بېده ده او د دغه غاصب وحرامخور بېسواده کوچي ملا مخه په پلازمينه کې نه شي نيولی؟ طالب مو ځکه په کابل کې د کورونو دروازې در شرنګوي. ستره محکمه دې نره شي دغه ملا دې سم کړي چې د ملا هبت الله پښې و زړه په کوټه او د ملا برادر يې په قطر کې ودرزيږي.

په درنښت

سيد حسين پاچا

ملا ترخېل د حج او اوقافو وزير د ارګ په جومات کې وهلی – ډبولی دی

https://rohi.af/fullstory.php?id=79514

(Visited 19 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.