The news is by your side.

د ډیورند لانجه

نعمان دوست

0 136
زما شخصي نظر:
موږ له لسیزو راهیسې د دې توان پیدا نکړ چې د ډیورند لانجه فیصله کړو. حتې د زبر ځواک ( شوروي) او د را وروسته پراخ نړیوال ملاتړ له موجودیت سره سره.
ویل کیږي چې د شاهي دورې وروستي صدراعظم مرحوم موسی شفیق غوښتل لکه له ایران سره چې یې د اوبو د ویش ستونزه په قانوني توګه هواره کړه، دغه ستونزه هم هواره کړي؛ خو د لوبې رُخ بدل شو او افغانستان لومړی د ګړنګ په سر ودرید او بیا ترې لاندې ګوزار شو.
شاید، زموږ په وطن کې د جګړو د دوام او افغان ضد څیرو پړسولو یو مهم لامل همدا وي، چې افغانستان داسې کمزوری پاتې شي چې د خپل بدن د سلامت ساتلو او د خپلو روانو اوبو د مهارولو وس و نه لري او حتی خپل پرې شوي هډونه هم ورته پردي ښکاره شي.
په هر صورت، واقعیت دا دی چې ډیورنډ زموږ له لاسه وتلی او بیرته خپلول یې له هر اړخه ،شرایطو ته په پام، ناممکن ښکاري.
مثلا:
که خبره د زور شي، نو متاسفانه زور مو خپلو کې د یو بل په وهلو اوبه شوی او اوبه کیږي.
که خبره، د ریفرنډم شي هم نتیجه ښه نه ده. ځکه اخوا خلکو ته حکومتونو د ژوند سهولتونه برابر کړي او دیخوا محرومیتونه دي، دېخوا لوی ارمان دا دی چې فقط ژوندي پاتې شي. نو هیڅوک به حاضر نشي چې سهولتونه او ارام ژوند له محرومیتونو او بې ثباتیو سره مارچه کړي.
نا امیدي خو به دې هغه وخت زړه در وچوي چې خپل هیوادوال دې خپل وطن کې له جیبه په افتخار کارت را وکاږي او ووایي شکر دی ټول کور مو شناختي کارتونه لري!
که خبره نړیوال مېز ته راجع شي، بیا هم موږ بایلونکي یوو. موږ هغسې خوله او ژبه نه لرو او بل نړۍ هم دومره بې انصافه ده چې د کمزورو ملاتړ ته زړه نه ښه کوي.
خو،
بیا هم د دې داعیې ژوندي ساتل په کار دي، ځکه:
د فلک څرخ ځینې وخت غیر مترقبه حرکت هم کولای شي
بل،
که د کمزورتیا او بېوسۍ له وجهې خلک له خپلو غوښتنو او برحقه داعیو تېریدلی، نو په صدر اسلام کې ،چې مشرکین په زور کې و، باید یو مسلمان هم نه وای پاتې شوی او له خپلو باورونو یې لاس اخیستی وای.
بل داچې دا خط په خپل پخواني حال نه دی پاتې شوی، په ډېرو برخو کې زموږ خوا په کیلومترونو تعرض شوی او زموږ پاکه خاوره تر ناولو قدمونو لاندې شوې، نو که په دې حال کې یې ومنو مانا داچې موږ نوره خوږه خاوره هم بایلو.
بل دا چې که دا خط ومنل شي نو بیا هم د دې ضمانت نشته چې موږ دې نوره خاوره له لاسه ورنکړو.ځکه هیڅ غاصب د قناعت حس نه لري.
ځینې غیر پښتانه او متعصب اشخاص، چې د دې خط په اړه بې تفاوته دي، هغوی اصلا د پښتنو له وحدته ویریږي. دوی داسې فکر کوي چې که خط له منځه لاړ شي، لر او بر پښتانه به یو او دا قام به لاپسې زیات شي. دغه بې ځایه تشویش دوی دومره وارخطا کړي چې په ډېرې سپین سترګې د افغانستان له یوې برخې تېریږي، دوی ته اصلا افغانستان خپل کور نه ښکاري، کنه هیڅوک دا ذلت نشي قبلولی چې خپل کور نورو ته پریږدي.
خو شکر دی دا متعصبین د ټولو درنو قامونو نماینده ګي نشي کولای او د ګوتو په شمېر هم نه دي.
په پای کې ښه خبره دا ده چې اوس دا موضوع هیڅ د مېز سر ته رانه وړل شي، د موجوده جغرافیې ښه په ټینګه دفاع وشي. په ملت سازۍ داسې کار وشي چې د بدخشان، جوزجان ، هرات ، پنجشیر او … هر وګړی د ننګرهار، کونړ، پکتیا، خوست، کندهار او…. هره لویشت خاوره خپل ملکیت وګڼي او دغه شان د دې ولایتونو خلک د هغوی هره لویشت خاوره خپل کور وګڼي.دا کار یوازې د افغان تر لوی چتر لاندې کیدای شي.
موږ چې څومره یو کیږو هومره پیاوړي کیږو.
حکومتونو ته بویه چې کوچني او ذوقي مسایل پریږدي، خپل ولسونه له محرومیتونو خلاص کړي. پرته له هر ډول توپیره د ټولو له استعدادونو او مهارتونو کار واخلي، د وطندوستۍ جذبات تاوده وساتي.
دا د نظامونو د بقا کیلي ده.
ځکه که هر چاته نظام خپل مدافع او د خپلو حقونو ساتونکی ښکاره شي، د ژوند تر وروستۍ سلګۍ لپاره یې دفاع او ملاتړ ته دریږي.
وروستۍ خبره دا چې
وطن هغه وخت خلک خپل کور ګڼي چې عزت یې پکې خوندي وي، نو ولس ته عزت ورکول په کار دي.
او په لویه مانا کې د دې متل عام کیدو ته پریښودل نه دي په کار چې وایي:
«چېرته دې ښه، هلته دې شپه»
باید خپل وطن کې مو ښه وي او خپل وطن کې مو شپه!
Leave A Reply

Your email address will not be published.