The news is by your side.

د ژمي په موسم کې، له بېوزلو سره مرسته خپل ایماني او وجداني مسؤلیت اداء کول دي

شیر محمد ستانکزی

0

ژمی د کال یخ او سوړ موسم دی، چې ګڼ شمیر وګړي ورڅخه رنج  وړي، ځکه  زموږ د هېوادوالو اقتصادي وضعیت دومره لوړ نه ده،چې یادموسم ته دوی د دریو میاشتو لپاره څه اقتصادي ذېرمې ولري؛ بلکې دهېواد د بېوزلو کورنیو اقتصادي وضعیت له  ګواښ سره مخ کوي.  خو څنګه کولي شو، خپلې چارې دژمې په موسم کې مهار کړو، ترڅو  دبېوزلو او بې وسو کورنیو ژوند ونه ګواښي .

حکومت اړ بولواو پکار ده، چې اړونده اداره دې په منظم ډول دبې وسوکورنیوسره دمرتسې کولو سروې ترسره  او مرستندویي موسسې د بېوزلو لوري ته  راجلب  او نېستمنو هېوادوالو سره دخوراکي او غیرخوراکي  توکو مرستې وکړي .

بل خبره  داچې په دې  سوړموسم کې هټیوال  او نور هغه واردونکي سوداګریز شرکتونه؛  چې  هېواد ته  سوداګریز توکي راواردوي، دوی دې دسوداګریزوتوکو بیې لوړې نه کړي؛ بلکې د بشریت دهمدردۍ په موخه  د نورو وختونو په څیر خپل توکي په هېوادوالو وپلوري .

که هټیوال دخپلو ګتو په موخه دخپلوسوداګریزو توکو په بیو کې لوړوالی راولي، خو د خلکو اقتصادي وضعیت ته دې هم وګوري، ځکه که  سوداګر  نرخونه لوړ کړي، هېوادوال اړ دي، چې ځان لپاره په بازارونو کې خوراکي او غیر خوراکي توکي وپیري . ولې  دانساني ترحم په موخه  باید سوداګر او هټیوال دغه کار  ترسره نه کړي او دوی لپاره په مناسب ډول  توکي وپلوري .

حکومت دې  په دې اړه جدي پاملرنه وکړي  او دهېوادوالو  لپاره د هر قسمو توکو په پیر او پلور کې لازم اقدام ترلاس لاندې ونیسي، دنرخونو لپاره ټاکلي معیار  وټاکي او دمعیار دسرغړونکو سره  قانوني چلند وشي. همدارنګه  له مرکزسره د لرو پرتو ولسوالیو او کلیو پلي او دنقلیه وسایطو لارې  د ډېر و  واورو داوریدو له کبله بندیږي، نه باید حکومتي اړونده اداره دې  لاس تر زنې کیني؛ بلکې  پروړاندې  ولسونو ته دتګ او راتګ آسانتیاوې په پام کې ونیسي، په کومو سیمو کې  چې طبیعي پیښې رامنځته کیږي له وړاندې دې  چمتوالی ولري او د پېښو له زیانمنو سره هراړخیزې مرستې وکړي .

زموږ ګڼ شمیر هېوادوال له ولسوالیوڅخه مرکز ته او یا له مرکزڅخه ولسوالیو کې دندې ترسره کوي، یاداچې د ولسوالیو  وګړي  په مرکز کې  په ورځنیو اقتصادي کارونو بوخت دي، نو باید دهغو دتګ او راتګ  په خنډ کې مسؤله اداره رسیدنه ورته  وکړي .

د ژمي په موسم کې ناروغي له حده  زیاته  وي، روغتیايي مرکزونه دې هم دناروغانو دښې درملنې  لپاره چمتوالی په پام کې   ولري او په  لرو  اوپروتو سیمو کې چې  روغتیايي مرکزونه  شتون ولري په درملو يې سمبال کړي . کوښښ دې وشي، چې دسیارو روغیتايي مرکزونو په رامنځته کولو  عامه روغتیا خپل هڅې ته ګړندیتوب ورکړي او یاد مرکزونه دې په لرو سیمو کې دخلکو دسهولت لپاره  سیار روغتیايي کلینیکونه رامنځته کړي .

دیوانسان ژوند ژغورل  ډیر اجرونه لري، یوازې  دولت مسؤل نه ګڼو، چې خلکو سره مرستې وکړي، بلکې دانساني کراماتو له مخې هغه شتمن  ملي او نړیوال سوداګرو ته هم دویلو وړ ده، چې دخپلو هېوادوالو سره  په لویدلي حالاتو کې  هر اړخیزې مرستې او د بیوزلو لاسنیوی وکړي .

په  کلیواوبانډو کې ډیر ي  بیوزلې کورنۍ شته،چې هر ګاونډی  دې دخپلو شته وو په اندازه  دې دمالونو زکات په ایستلو کې له بېوزلو کورنیو سره مرسته ته راودانګي، البته نه یواځې دغه مرستې  د ژمې  په موسم کې ترسره شي؛ بلکې هروخت  ترسره کیدای شي .

هیله ده،چې ټول شتمن ولس، ملي او نړیوال سوداګر  دواړه  په ګډه توګه دخپل بې  وسو ولس  په خدمت  کې  د توان په اندازه مرستې وکړي، یو  به يې دالله (ج) رضاء مندي خپله کړي وي او بل به  يې د بیوزلو کورنیو ژوند  داقتصاد له پلوه غني کړې وي .

تربیا دخدای پامان

(Visited 62 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.