The news is by your side.

د ښوونې او روزنې انفرادي موخې

0

ښویالی محمدشفیق شرفزی _

ښوونه او روزنه د هرې ټولنې د بقا او ترقۍ لپاره یو ضروري اصل دی. د انساني تهذیب د ارتقا په هره مرحله کې ورته اړتیا شته، او له دې طریقه د خپل ژوند د موخو د ترلاسه کولو لپاره یې ضرورت محسوسولای شو.

دا ښکاره خبره ده، چې  تعلیم د ژوند د موخو د ترلاسه کولو یوه وسیله ده، خو ددې هم ځینې موخې او مقاصد شته، چې باید په پام کې ونیول شي.

د موخو ټاکل یو محرک او اثرداره عمل جوړولو ته لاره حواروي، موخې ټاکل نه یواځې د زده کړې د پرمخ بیولو لپاره ټاکل کېږي بلکه د انسان دروني محرک هم په حرکت راولي. د موخې ټاکلو نه بغېر د تعلیم نصاب او د زده کړې طریقه هم سختېږي، ددې څخه وراخوا موخې دي چې د زده کړې لپاره اصول او معیار ټاکي چې پر اساس یې د تعلیمي عمل تشخیصوو.

دې ګټو ته په کتو سره د تاریخ او بشري ټولنې د هرې دورې تعلیمي موخې ټاکلاشو او له ابتدا څخه ددې خبرې کوښښ کېږي چې د تعلیم یو جامع او پوره مقصد او موخه (Ultimate Aim) ټاکل شوې، مګر د ژوند د فلسفې دې لوی او پیچیده اختلاف د ښوونې او روزنې پوهان په یو هدف نه دي متفق کړي او په یو خاص هدف یې نه دي پرېښي. د ژوند د فلسفې برعلاوه د تعلیم د موخو په ټاکلو کې دوېم عنصر هم پدې نظر دی، چې هغه تاریخي پس منظر، سیاسي نظریات، ساینسي پرمختګونه، ټولنیز، اقتصادي او تمدني حالات او داسې نور… هغه عناصرو څخه متاثره شوی. پوهانو مختلفو ادارو لپاره مختلف تعلیمي نظریات او وړاندېزونه وړاندې کړي او ارزښت یې ورکړی. ددې موضوع د لیکلو نه مې موخه دا نه ده چې د یو خاص هدف د ترلاسه کولو لپاره مې دلته لیکې وي، بلکه هدف مې هغه معنویاتو ته اشاره کول دي، چې هم په موجوده دور کې او هم په راتلونکې  کې یې له ارزښته څوک انکار ونکړي.

تر ننه چې پوهانو د تعلیم په اړه کوم نظریات لرلي ځنې پکې داسې هم دي، چې د ځينو اشخاصو د شخصیت او شخصي ژوند پورې اړه ولري، نو همدې ته موږ انفرادي موخې وایو، له بله پلوه ځینې داسې موخې هم شته چې د ټولنې او هېواد پورې اړه ولري او د هېواد او ټولنې ورته ضرورت وي، نو دې ته ټولنیزې اړتیاوې  وایي! نو دغه موضوع چې پرې دلته بحث کېږي مازې د تعلیم انفرادي موخو ته ځانګړې شوې ده.

متوازنه شخصیت جوړونې روزنه

موجوده عصر کې اکثره پوهان د ماشوم د شخصیت متوازن تعمیر او جوړونې ته د زده کړې لومړنی او اساسي هدف وایي. متوازنه شخصیت جوړونې له جوړنې څخه هدف دا دی،چې د کوچني د شخصیت ټولې خواوې یانې جسمي، ذهني، احساساتي، ټولنیز، اخلاقي، رواني او جمالیاتي اړخونه یوشانته او مناسبه وده وکړي ترڅو په انفرادي او ټولنیز ژوند کې ټول مسؤلیتونه په درست او ښه شکل ادا کړای شي.

په موجوده تعلیمي نظام کې یو له نواقصو څخه دا دی،چې ټوله توجو یې د کوچني ذهني وده باندې راټوله کړې او د شخصیت جوړونې په برخه کې یې ورته توجو یا یې نه ده کړې او که کړې هم ده، په هېڅ کې ضرب ده، ازموینې مو مازې د زده کوونکو د یاد داشت او برداشت د قوت تشخیص پر بنا وي، همدا لامل دی، چې زموږ نوی نسل د ټولنیز، احساساتي او اخلاقي تربیت له پلوه ضعیفه دی. موږ مسلکي خلک روزو مګر د هغوی په درون کې چې کوم ټولنیز او اخلاقي فقدان دی په هغه کې د مثبت تغیر راوستلو لپاره کوم څه نه لرو، بلکه ټولنه په شر او فساد کې د ډوبولو طرف ته بیایو.

احساساتو تربیت د کمۍ په سبب زموږ نوی نسل د داسې جرمونو مرتکب کېږي، چې حتاً موږ یې تصور هم نه وي کړی. نو ددې لپاره دا اړینه ده،چې د کوچنیانو د ذهني ودې روزنې سره سره د شخص نورو اړخونو ته هم روزنه ورکړل شي، دې ضرورت ته ژان ژاک روسو(Jean Jacques Rousseau, 1712-1778) په اتلسمه پېړۍ کې دغه نظریه وړاندې کړې وه، چې د کوچنیانو هر اړخیزه شخصیت جوړونې ته په مناسب ډول د هغوی د فطرت مطابق ورکول اړین دي. د (روسو) دې نظر ته پستالوژي(Johann HeinrichPestalozzi, 1746-1829) پرمختګ ورکړ او وروسته ټولو عالمانو د نوموړي دې نظریې سره موافقه وښودله. د افغانستان د ښوونې او روزنې ډیری پوهان د دغه نظر سره موافقه لري، خو له بده مرغه د ګران وطن تعلیمي نظام باندې یې کوم اثر نه دی پريښی، بلکه د افسوس ځای دادی، چې هره ورځ ددې مقصد د تر لاسه کولو پرځای ترې لرې کېږو. ددې لپاره باید داسې ووایو، چې د ښوونځي مسؤلیت څه دی؟ د ښوونکیو مسؤلیت څه دی؟ او د والدینو مسؤلیتونه څه دي؟ درک یې کړو او یاد خلک پرې اګاه کړو.

جسمي روزنه

د ښوونې او روزنې له اهدافو څخه یو هدف جسمي روزنه ده، تجربو او مشاهدو ښودلې، چې د جسمي حالت څرنګوالي تاثیرات د انسان په شخصیت باندې په بشپړ ډول سره وي، کله کله د خرابې جسمي ودې په سبب انسان د کمۍ او ناامیدۍ د احساس ښکار کېږي. ددې لپاره دا اړینه ده، چې د تعلیم له طریقه نه تنها د کوچنیانو صحیح نشونما یقیني کول پکار دي بلکه دوی ته ددې خبرې روزنه هم پکار ده، چې د تعلیم پر مټ صحت مندي او چست او چابکه کېدل څنګه کېږو؟ متوازنه غذا، جسمي ورزش او درست او رغنده عادتونو زده کول پر جسمي وده مهم رول لري، د ښاغلو والدینو او ښوونکو په دې برخه کې پوهاوی خورا اړین دی او ددوی صحیح کردار ادا کول د کوچني سره د هغه په جسمي او دماغي وده کې پوره مرسته کولای شي. په پخوا زمانو کې دې موخې ته په تعلیمي نظام کې خاص مقام او ځای ورکړی وو. په یوناني تهذیب کې بلخصوص د سپارټا(Sparta) په تعلیمي نظام کې دا د تعلیمي اهدافو یو مهم هدف وو. افلاطون او د روسو په شان مفکرینو هم همدې ټکي ته ډېر ارزښت ورکاوه.

ذهني روزنه

له پخوا زمانو د ذهني روزنې په اړه په ښوونه او روزنه کې د خاص مقصد تصور کېده او لکه څنګه، چې ما په شروع کې عرض کړ، چې اوس د تعلیم هدف د کل په شکل جوړ شوی دی، مګر د موجوده تعلیمي نظام یوه لویه خامي داده، چې د زده کوونکو ذهني نشو نما ته په بشپړ ډول سره توجو نه ده شوې.

موږ هغه مازی د کتابي علومو د ترلاسه کولو او د هغه د زده کوولو پورې محدود کړې ده، بلکه د ذهني روزنې مطلب هم د ذهن ټول قوتونه لکه: د فهم او درک قوه، د امتیاز قوه، د فکر قوه، د تخیل قوه، د استدلال قوه، د تنقید او تشخیص قوه، د تجزیې او ترکیب قوه او داسې نور… ددې قوتونو په مناسبه نشونما څخه وروسته د یو شخص په درون او ژوند کې د ټولو ستونزو او مسایلو د حل کولو صلاحیتونه پېدا کېږي.

نو له دې کبله والدین او ښوونکي دا مسؤلیت لری، چې خپلو کوچنیانو ته نه تنها د علم په حاصلولو کې بلکه هررنګه ذهني ودې ته په خصوصي ډول توجو وکړي. پدې سلسله کې یو خاص هدف دا هم دی، چې کوچنیان خپل مسایل خپله د حلولو او خپل ضرورت خپله رفع کولو روزنه تر لاسه کوي.

ځينې والدین د کوچنیانو ستونزې خپله حلوي، چې په دې سره نه تنها په کوچنیانو کې د نورو د انحصار خصلت پېدا کېږي بلکه ددوی خپله ذهني نشونما هم په درست شکل سره پرمختګ نه کوي، په داسې کوچنیانو کې د ستونزو پر وړاندې د مقابلې صلاحیت رشد نه کوي او ورځ تر بلې فرار پسنده کېږي. نو ددې لپاره والدینو ته پکار ده چې خپلو کوچنیانو ته په ازادانه ډول د ستونزو د حلولو په برخه کې د غور او فکر کولو موقع ورکړي، ترڅو خپله خپلې ستونزې حلې کړي او د هغوی په درون کې د ستونزو په مقابل کې د مبارزې صلاحیت نشونما وکړي.

احساساتو روزنه

د جذباتو او احساساتو روزنه په تعلیمي عمل کې یو له مهمو اړخونو څخه دی. د انسان په درون کې رنګارنګ فطري احساسات وي لکه د راحت او تکلیف احساسات، د خوښۍ او غم احساسات، د غصې او مینې احساسات، د محبت او نفرت احساسات، د رحم او ستم احساسات، د کینې او همدردۍ احساسات، د وېرې او همت احساسات، د عفت او شهوت احساسات، د صبر، زغم، اضطراب او داسې نور احساسات… وي، چې دا ټول د ژوند په مختلفو پړاوونو کې وده کوي او د سیرت په تعمیر او روزنه کې د دې رول خورا زیات دی. په دې احساساتو کې ځینې منفي او ځینې یې مثبت وي لکه غصه یو منفي احساس دی، ځکه د غوصې پر وخت انسان بې قابو وي او کاږه واږه حرکتونه ترې څرګندېږي. مګر بل اړخ ته دغه احساس د خودي دفاع لپاره ډېره ضروري ده، په دې سره د انسان په درون کې د جدوجهد ماده پیاوړي کېږي. داسې احساساتو سره د انسان په درون کې د ظلم په مقابل کې د غږ پورته کولو وجدان راویښېږي  او د لویو لویو تحریکونو سبب کېږي. که د غلط کار په لیدو سره انسان ته غصه ور نه شي نو دا هم د انسان په شخصیت کې د کمي احساس دی. ګویا غصه په خپل ذات کې خراب احساس نه دی، بلکه د دې ناوړه استعمالول له دې څخه خراب احساس جوړوي.

داسې نور احساسات هم شته، چې والدین او ښوونکي یې باید د کوچنیانو په درون کې په درست او مناسب شکل وروزي او په موقع یې د اظهارولو تربیت وکړي، ترڅو یې په خپل ژوند کې اعلی اغراض او مقاصدو د حاصلولو په وخت په درست شکل استعمال کړای شي.

ټولنیزه روزنه

د ټولنیزې روزنې نشونما یقیني کول هم د ښوونې او روزنې یو له مهمو موخو څخه دی، ځکه چې د کوچنیانو ژوند تېرول په هر حالت کې په ټولنه کې دی، نو په همدې سبب د دوی په درون کې د ټولنیز احساس را ویښول ضروري دی. ده ته دا ورښودل پکار دي، چې ټولنه له ده کوم مسؤلیتونه غواړي؟ او دا په ټولنه کې خپل ژوند څنګه تېروي؟ د دې سره سره د دوی په درون کې د ټولنیزو احساساتو لکه دوستي، محبت، خدمت، مرسته، همدردي، غمخوري، زړه سوی، بردباري، قرباني، او داسې نور… موجودیت خورا اړین دی، چې په لرلو سره به یې یو انسان د ټولنې یو غوره او ښه شخص جوړ شي.

اخلاقي روزنه

اخلاقي روزنه یا په بله ژبه د سیرت تعمیر او تربیت د تعلیم تر ټولو لوی مقصد دی. په پخوا زمانو کې کردارسازي یې هم تعلیم باله، مګر په موجوده تعلیمي نظام کې کوم مقام نه لري، نو همدا لامل دی، چې نن سبا له یو چا ډاکتر، انجینر، ساینس پوه… جوړېږي مګر ډېر کم به داسې وي، چې انساني او د انسانیت روزنه یې هم اخستې وي. له دې څخه مې مطلب دادی، چې د انسان په درون کې کوم حیواني احساسات دي، د دوی د محوه کولو لپاره څنګه روزنه وکړو او هغه چې انساني او ملکوتي احساسات دي هغوی ته څنګه روزنه ورکړو بلخصوص ریښتنولي، دیانتداري، عفت، پاکیزګي، حیا، مرسته او همدردي، د مشرانو عزت او پر کشرانو شفقت او داسې نور احساساتي صفتونه ورته په ذهن کې ذهن نشین کړو.

روحاني روزنه

د روحاني روزنې څخه مو مطلب  دادې چې انسان د نړۍ حقیقت او په نړۍ کې د انسان حقیقت درک کړي، دا پېژندل اړین دي چې دی خپل ځان وپېژني، چې څوک دی؟ له دې ژونده به وروسته چېرته وي؟ دده د ژوند څخه هدف څه دی؟ کومو اعمالو کې دده خوشبختي ده او په کومو اعمالو کې یې بدبختي ده؟ خلاصه دا، چې بنده خپل خالق وپېژني او د بندګۍ د جذبې سره خپل ژوند تېرولو جوګه شي، نو همدغې ژوند زده کړې ته روحاني روزنه وایي. د احساساتو په روزنه کې هم ددې رول شته او اخلاقي روزنه خو د روحاني روزنې نه بغېر ناممکنه ده، فلهذا د کوچنیانو روحاني روزنه د تعلیم یو له مهمو موخو څخه شمېرل کېږي نو په ښوونه او روزنه کې ورته جدي توجو پکار ده.

جمالیاتي روزنه

د جمالیاتي روزنې څخه مې هدف د زده کوونکو په درون کې د ښکلا حس بیداره کول دي او دې ته ښه او بهترینه روزنه ورکول دي، په کوم کې چې دی د قدرت تخلیقات او قدرتي جوړښتونو کې پټه ښکلا او جمال محسوس کړای شي. جمالیاتي حس که څه هم دذهني او جذباتي استحکام حاصلولو کې مرستندویه وي نو له دې جهته د دې په نشونما کې له افراط او تفریط څخه کار وانه خستل شي او له دې څخه یې بچ او پاک ساتل ضروري امر دی.

ټولنې سره د تطابق روزنه

انسان چې په کوم چاپېریال کې ژوند کوي له هغه( چاپېریال) سره مطابقت کول له حده زیات اړین دی، ځکه مطابقت کول د خوشاله ژوند تېرولو لپاره لاره حواروي. او له دې څخه سرغړونه د ناخوښه ژوند، ناکامۍ، ځینې وختونو کې د ځان وژنې، مړیني او تباهۍ سبب کېږي. نو ددې لپاره د ښوونې او روزنې پوهان په دې خبره قایل دي، چې تعلیم په اصل کې یو داسې عمل دی، چې په واسطه یې انسان خپل ځان په فطري او ټولنیز ماحول کې د پاتې کېدو جوګه کوي. له فطري چاپېریال څخه مې هدف هغه جغرافیایي حالات، موسمي بدلون، قدرتي آفتونه او داسې نور … دی.

کوچنیانو ته دغه روزنه ورکول پکار ده، چې هغه د دغه شان حالاتو سره څنګه مقابله وکړي، ځکه چې د هرې ټولنې خپل اعتقادات، رسم و رواج او خپل تهذیب وي، نو دې سره د شخص مطابقت او همغږي اړینه ده او په نه منلو سره یې په انسان کې د تنهایې او ناامیدۍ احساس پېدا کېږي او انسان کرار کرار له ټولنې څخه د انزوا په لوري ځي، چې په نتیجه کې یې انسان د بربادۍ او حلاکت کندو ته غورځوي. نو په همدې دلیل د تعلیم پرمټ له ټولنې سره د مطابقت روزنه ضروري ده.

ټولنه په قابو کې ساتلو او بدلولو روزنه

په موجوده دور کې څومره چې د ټولنې سره مطابقت کول ضروري دی له دې زیات ټولنه په قابو کې ساتل او هغه صحیح او مناسب لوري ته وړل او رهنمایي کول اړین دي، ځکه ماده پرستي او شیطاني خصلت انساني ټولنه د رکود لوري ته بیایي، د ټولنې اخلاقي اړخ ورځ تر بلې د خرابېدو په لوري روان دی او ټولنه د شر او فساد په سیلاب کې مخ په ډوبېدو ده. دغه کړنو نه تنها د ژوند ټولیز اړخ پراګنده او متضرره کړی، بلکه فطري او طبعي چاپېریال یې هم په خطر کې اچولی. په داسې حالاتو کې ټولنې سره مطابقت کول ګټور کېدی نه شي بلکه په قابو کې یې راوستل، بدلون او انقلاب پکې راوستل پکار دی. نو ددې لپاره په نوي نسل کې د تعلیم له طریقه دغه روحیه او صلاحیتونه پیاوړي کول، چې څنګه خپله ټولنه په قابو کې وساتو او که چېرې کومه ستونزه پېدا شي په درست شکل یې مقابله وکړای شو تر څو د ټولنې د ترقۍ کاروان خپل مزل په ښه شکل طی کړي.

د اقتصادي لیاقت حاصلولو روزنه

د زده کړې او تعلیم یو هدف د اقتصادي لیاقت زده کړه ده. د تعلیم له حاصلولو وروسته د یوشخص په درون کې دومره صلاحیت ضروري دی، چې هغه پرې خپل ضرورتونو د رفع کولو برداشت وکړای شي او په ټولنه بوج او بار نه شي. دومره صلاحیتونه باید پېداکړي چې هغه پرې خپلو ټولنیزو مسؤلیتونو ته رسیدګي  وکړای شي او  پر مټ یې ملي او وطني پرمختګونو بهبود ته په خپلو اولیتونو کې ځای ورکړی وي.

 دافکر چې د تعلیم یوازنی مقصد د پېسو پېداکول او اقتصاد پیاوړي کول دي سراسر غلط دی او ددې فکر لرونکي اشخاصو پر فکر د مادیت او عیش پرستۍ طوفان غلبه کړې. له بده مرغه نن سبا د انسان قدر د هغه د انساني صفاتو پر بنا نه بلکه د هغه د اقتصادي او ټولنیز حیثیت پر بنیاد وي. ددې تاثیر مقصد داشو، چې پر تعلیم یې دومره اثر پریوتی چې بل مقصد یې له ذهنه محوه کړی په داسې حال کې چې پورته مقاصد کله هم د دغه مقصد تابع شوی نه دی.

په دې ډول د متوازن شخصیت تعمیر، چاپېریال سره تطابق، په چاپېریال کې مثبت تغیر راوستلو روزنه او اقتصادي وسایلو په حاصلولو کې د تعلیم مرسته ده او دا ټول هغه مقاصد دي، چې په انفرادي پس منظر کې خورا اړین وي، د کوم په معنویت چې په موجوده دور کې هم کوم اعتراض او په مستقبل کې یې هم له ارزښته څوک انکار نه شي کولای.

(Visited 12 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.