The news is by your side.

د کاسا زر پروژې د عملي کار پيل

حسن مومند

0

کاسا زر پروژه چې د افغانستان له لارې برښنا پاکستان ته تیریږي، د افغانانو لپاره ډیره مهمه اقتصادي پروژه بلل کیږي.
د دې پروژې پرانیسته په تاجکستان کې درې کاله وړاندې شوې وه، خو دا چې سروې او ډيزاین کیده، عملي چارې یې د چهارشنبې په ورځ کندز شیرخان بندر کې پيل شوې.

د کاسا زر پروژې د پرانیستې لپاره د کندز والي عبدالجبار نعیمي، د کندز نور چارواکي او د کندز مشران ورغلي و او د دې پروژې لومړۍ ستنه یې د افغانستان په خاوره کې په ځمکه کې کيښودله.
په دې سره د دې مهمې پروژې کار پيل شو، دا پروژه له څو ولایتونو او ولسوالیو تیریږي، مهمه یې دا چې د هرې سیمې خلک به خپله سیمه کې د دې پروژې کار کوي او په بدل کې به یې ورځ مزدوري اخلي.
د دې پروژې بل مهم اړخ دا چې هره سیمې کې د دې پروژې ستنې تیریږي، هغې سیمې ته به برښنا هم ورکول کیږي.

د کندز والي عبدالجبار نعیمي د دې پروژې د پرانستې په غونډه کې بشپړ مالومات خلکو سرخه شریک کړل.
کاسا ۱۰۰۰ پروژه به د افغانستان له لارې پاکستان هېواد ته ۱۰۰۰ مېګاواټه برېښنا لېږدوي،
له دې پروژې سره به د سیمې څلور هېوادونه د خپلمنځي ګډو ګټو پر اساس سره وتړل شي.
دا پروژه کولای شي په سیمه او نړۍ کې د افغانستان نړیوال حیثیت او باور زیات کړي، یاده پروژه به د مرکزي اسیا له قرغزستان او تاجکستان هېوادونو څخه چې د برېښنا د تولید خورا ډېر امکانات په واک کې لري، د جنوبي اسیا پاکستان او افغانستان پر هېوادونو وپلوري.
د کاسا ۱۰۰۰ پروژې اټکلیز ارزښت ۱.۲ میلیارده امریکایي ډالره اټکل شوی.

د دې پروژې اوږدوالی ۷۶۵ کیلومتره اټکل شوی چې یوازې ۵۶۲ کیلومتره یې د افغانستان په خاوره تېرېږي، چې ورسره به دوه کنورتر سټېشنونه یو په پاکستان او بل د تاجکستان هېواد په سنګتوده سیمه کې ورغول شي.
د یادې پروژې په چوکاټ کې به په پلخمري ښار کې د ۳۰۰ مېګاواټه برېښنا بک ټو بک سټېشن ورغول شي چې په رغولو سره به یې افغانستان وکولای شي له تاجکستان هېواده د هغه شته ۲۲۰ کیلو ولټه لین له لارې برېښنا وپېري چې له تاجکستانه افغانستان ته راغلی دی.
د کندز والي له خلکو غوښتي چې د دې پروژې په تکمیل او کارونو کې له انجنیرانو سره مرسته وکړي تر څو دا پروژه له کندز ولایت په بریالیتوب سره تېره شي.

پر طالبانو هم غږ وشو چې دا ټولګټې اقتصادي پروژې ته دې مشکلات نه جوړوي او اجازه دې ورکړي چې کارونه یې ژر بشپړ او افغانستان ته یې ګټه ورسیږي.
د دې پروژې مهم اړخ دا دی چې پاکستان له افغانستان سره مشترکه پروژه پيدا کړه او دا به د دې لامل شي چې ځینو سیمو او ځینو برخو کې د پاکستان لاسوهنې راکمې شي.

(Visited 45 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.