The news is by your side.

د کربوړي وژل؛ ثواب که خطا؟/ زبیر افغان

0

لومړی د موضوع په اړه دوه روایات را اخلم:

عَنْ سَعِيدِ بْنِ المُسَيِّبِ، أَنَّ أُمَّ شَرِيكٍ، أَخْبَرَتْهُ «أَنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أَمَرَهَا بِقَتْلِ الأَوْزَاغِ».(بخاري کتاب بدء الخلق باب خیر مال المسلم غنم یتبع بها شعف الجبال ح: ۳۳۰۷)

ژباړه: ام شریک سعید ته خبر ور کړ چې رسول الله د کربوړي په وژلو امر کاوه.

عَنْ أُمِّ شَرِيكٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهَا، أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، ” أَمَرَ بِقَتْلِ الوَزَغِ، وَقَالَ: كَانَ يَنْفُخُ عَلَى إِبْرَاهِيمَ عَلَيْهِ السَّلاَمُ “.(بخاري کتاب احادیث الانبیاء باب قول الله تعالی: واتخذ الله ابراهیم خلیلا…ح: ۳۳۵۹)

ژباړه: له ام شریکه روایت دی چې رسول الله د کربوړي په وژلو امر کاوه او ویل يې چې ده پر ابراهیم علیه السلام اورته ورپوکل.

د کربوړي د وژلو په اړه نور روایات له ابوهریره، سعد بن ابي وقاص، ابن مسعود او یو همدا لوړ روایت دی چې له ام شریک څخه شوی دی. په دې رواياتو کې ځینې نکتې سره مشترکې او ځينې يې بیلي دي. مثلا په لوړ روايت کې د ابراهیم علیه السلام ذکر کول د ځينو محدثینو په اند د بخاري د استاد عبید الله بن موسی په روایت کې راغلي دي چې د ابن جریج مدرج يې بللی دی. ځکه ابن جریج څخه نورو شاګردانو روایت کړی دی او دا جمله هغوی نه ده راوړې، نو ښکاره خبره ده چې دا شاګرد د حدیثو اخیستلو په فهم کې تېروتنه کړېده:

روى يَحْيَى بْنُ سَعِيدٍ القطان وَ محمد بن بَكْرٍ البرساني وَرَوْح بن عبادة قَالَوا: حَدَّثَنَا ابْنُ جُرَيْجٍ قَالَ: حَدَّثَنَا عَبْدُ الْحَمِيدِ بْنُ جُبَيْرِ بْنِ شَيْبَةَ، أَنَّ ابْنَ الْمُسَيِّبِ أَخْبَرَهُ، أَنَّ أُمَّ شَرِيكٍ أَخْبَرَتْهُ، أَنَّهَا اسْتَأْمَرَتِ النَّبِيَّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فِي قَتْلِ الْوِزْغَانِ فَأَمَرَهَا بِقَتْلِ الْوِزْغَانِ. (المسند ح: ۲۷۳۶۵ ، صحيح مسلم ح:۲۲۳۷)

ژباړه: یحی، محمد، او روح درې واړو روایت کړی دی چې ابن جریج ویل موږ ته عبد الحمید حدیث بیان کړ چې ده ته ابن مسیب خبر ور کړ، ام شریک هغه ته خبر ور کړ چې دې ویل: له رسول الله مې د کربوړي د وژلو په اړه اجازه وغوښته؛ نو هغه دکربوړي وژلو اجازه راکړه.

دې حدیث کې هغه لوړه خبره نه شته په داسې حال کې چې درې کسانو روایت کړی دی، نو مالومه شوه چې هغه حدیث کې تېروتنه شوېده. بله نکته داده چې ام شریک له رسول الله د قتل اجازه غوښتې ده، له دې مالومېږي چې ام شریک له کربوړیو په تکلیف شوې وه، نو هغې اجازه وغوښته چې باید قتل يې کړم، رسول الله اجازه ور کړه ځکه هغه ترې په عذابه وه. د مسلم او مسند له دې حدیث څخه موږ په اثبات رسولای شو چې که له کربوړي یا هم بل شي څخه انسان ته تکلیف رسېده، نو وژل يې روا دي.

خو که فرض کړو چې هغه لومړی حدیث هم سهي دی، وروستۍ جمله يې د ابن جریج مدرج نه ده، نو بیا له دې لاندي مشکلاتو سره مخ کېږو:

له قران کریم سره يې ټکر واقع کېږي؛ ځکه قران کریم اصل بیانوي چې د یوه کس په ګنا بل کس نه نیول کېږي، دلته ولې یو حیوان د بل په ګنا نیول شوی دی؟

وَلَا تَكْسِبُ كُلُّ نَفْسٍ إِلَّا عَلَيْهَا وَلَا تَزِرُ وَازِرَةٌ وِزْرَ أُخْرَى (الانعام: ۱۶۴)

ژباړه: هر کس چې یو کار کوي ګنا يې پر هغه ده، او هيڅ باروړونکی د بل په ګنا نه نیول کېږي.

د قران کریم دې اصل ته په کتو که موږ دا فرض کړو چې کربوړي دا کار کړی دی، نو د نړۍ ټولو کربوړیو او ټول نسل ته يې ولې سزا ورکوله کېږي؟ که له انسان سره دا معامله نه کېږي، چې عقل هم لري، شعور هم لري، کتاب او نبي هم ورته راغلي دي او اصل مخاطب هم دی، نو له حیوان سره ولې دا د ظلم معامله وشي؟

قران کریم وايي چې پر ابراهیم علیه السلام باندي الله اور یخ او سالم کړ:

قُلْنَا يَا نَارُ كُونِي بَرْدًا وَسَلَامًا عَلَى إِبْرَاهِيمَ (الانبیاء: ۶۹)

ژباړه: موږ وویل: اې اوره! پر ابراهیم باندي یخ او سالم شه.

که اور ابراهیم علیه السلام ته هيڅ زیان نه وي رسولی، یا بیخي ګرم شوی نه وي، نو بیا د کربوړي پوکل د څه لپاره وو؟ د کربوړي دا عمل بیا د قران کریم له بل ایت سره واضح په ټکر کې راځي:

وَلِلَّهِ يَسْجُدُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ مِنْ دَابَّةٍ وَالْمَلَائِكَةُ وَهُمْ لَا يَسْتَكْبِرُونَ () يَخَافُونَ رَبَّهُمْ مِنْ فَوْقِهِمْ وَيَفْعَلُونَ مَا يُؤْمَرُونَ.(النحل: ۴۹، ۵۰)

ژباړه: هغه څه ته سجده کوي چې اسمانو کې دي او هغه چې ځمکه کې دي له حیواناتو او ملایکو او دوی د الله له عبادته لويي نه کوي، پر خپلو ځانو د دوی له ربه ډارېږي او هغه څه کوي چې امر يې ورته کېږي.

له دې ايت څخه مالومه شوه چې ملایکې او حیوانات د الله پر ښودل شویو طریقو روان دي او کله يې هم مخالفت نه کوي. پوښتنه داده چې د قران له دومره صراحت سره څنګه ومنو چې کربوړي د الله یوه ستر پيغمبر ته د دوښمنۍ په سترګه کتل او د مشرکانو ملاتړ يې کاوه؟ تر دې ور هاخوا بله پوښتنه داده چې حیوانات د انسان د کفر او اسلام تمیز نه شي کولای، کنه په حیواناتو کې تر ټولو ښایسته او انسان ته نژدې يې اس دی، هغه په تېره زمانه کې ډېر قیمتي وو او انسان ته يې ډېر ارزښت درلود، مګر موږ ته ثابته ده چې د رسول الله او اصحابو په مقابل کې د مکې مشرکانو له اسانو کار اخیسته او هيڅ اس جنګ ته له تلو انکار نه دی کړی. له قران کریم او عقل څخه مخالفت د موضوعي حدیث یوه علامه ده؛ مناسبه ده چې دلته له اصول الحدیث څخه یوه قاعده رانقل کړم:

د- أو قرينة في المروي: مثل كون الحديث ركيك اللفظ، أو مخالفا للحس، أو مخالفا لصريح القرآن. (تیسر مصطلح الحدیث، الفصل الثانی، تقسیم خبر الاحاد، المبحث الثاني، المطلب الثاني، الخبر المردود، د موضوعي حدیث د پېژندلو بیان: ۱/ ۱۱۲)

ژباړه: (د موضوعي حدیث) څلورمه نښه د حدیث په متن کې وي، مثلا: الفاظ يې رکیک وي، د حس (یا عقل) مخالف وي او د قران کریم د ښکاره نص مخالفت يې کړی وي.

دلته موږ وینو چې دا روایت په همدغو الفاظو نه یوازي د قران کریم مخالف دی بلکې د عقل او حس مخالف هم دی. موږ تر اوسه هيڅ حیوان نه دی لیدلی چې مکلف وي؛ یا هم د مکلفو انسانانو غوندي اعمال يې کړي وي؛ بیا دې هغه ته سزا ور کول شوې وي؛ نه یوازی هغه؛ بلکې ټول نسل يې د یوې ګنا له امله عاق شوی وي.

بل لور ته د دې حدیثونو مخالف کره روایات هم شته چې رسول الله يې د قتل امر نه دی کړی، حدیث کي دي:

عَنْ عَائِشَةَ، أَنَّ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: «لِلْوَزَغِ الْفُوَيْسِقُ» زَادَ حَرْمَلَةُ: قَالَتْ: وَلَمْ أَسْمَعْهُ أَمَرَ بِقَتْلِهِ (بخاري کتاب بدء الخلق باب خیر مال مسلم غنم… ح: ۳۳۰۶، مسلم کتاب السلام باب استحباب قتل الوزغ ح: ۲۲۳۹)

ژباړه: له عائشې رض روایت دی چې رسول الله ص کربوړي ته فویسق نوم ور کړ، حرمه په خپله روایت کې زیات کړي چې عائشې رض ویل: ما نه دي ترې اورېدلي چې د کربوړي وژلو امر يې کاوه.

که یو لور ته هغه حدیثونه دي، نو بل لور ته دا حدیثونه هم شته چې رسول الله د هغه د قتل امر نه دی کړی. موږ ولې یوازي د قتل حدیثونه بیان کړي دي او دغه روایت مو پټ کړی دی؟ ولې مو یوازي هغه د وژلو روایات منلي دي او دغه روایت مو په عمل او باور کې هيڅ ځای نه لري؟ په داسې حال کې چې د وژلو روایات له قران کریم سره ټکر دي، عقل يې نه مني، خپله له صحیحو روایاتو سره ټکر دي او تر خپل منځ هم موافقت نه سره لري. یو مثال يې د مسلم په همدې باب کې دا لاندي راوایات دي:

في صحيح مسلم ح ۲۲۴۰ عَنْ سُهَيْلٍ، عَنْ أَبِيهِ، عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ، عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قال : «مَنْ قَتَلَ وَزَغًا فِي أَوَّلِ ضَرْبَةٍ كُتِبَتْ لَهُ مِائَةُ حَسَنَةٍ، وَفِي الثَّانِيَةِ دُونَ ذَلِكَ، وَفِي الثَّالِثَةِ دُونَ ذَلِكَ».

 وفي صحيح مسلم ح ۲۲۴۰ عَنْ سُهَيْلٍ، حَدَّثَتْنِي أُخْتِي، عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ، عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أَنَّهُ قَالَ: «فِي أَوَّلِ ضَرْبَةٍ سَبْعِينَ حَسَنَةً» ( رواه أبو داود ح ۵۲۶۴ ، والبيهقي ۲/۳۷۸ )

 وفي رواية : عن سهيل، قال: حدثتني أختي أو أخي ، عن أبي هريرة، عن النبي -صلى الله عليه وسلم- أنه قال: “في الضربة الأولى سبعين حسنة”. ( سنن أبي داود ح۵۲۶۴ ، ومستخرج أبي عوانة ۱۷/۵۸۵ ، وسنن البيهقي ۲/۳۷۸ ).

ژباړه: له ابوهریره روایت دی چې رسول الله وویل: که چا په اول وار کربوړی قتل کړ، نو سل نیکۍ ور کول کېږي، په دویم وار کمې دي او په درېيم وار تر دې هم کمې دي.

د مسلم له ابوهریره په بل روایت کې راغلي دي چې رسول الله وویل: په لومړي ویشتلو کې اویا نیکۍ دي.

او په درېيم روایت کې چې نورو کتابونو راوړی دی راغلي دي چې رسول الله وویل: د لومړي ویشتلو اویا نیکۍ دي. خو دلته بیا په سند کې خورا زیات مشکلات دي، مالوم نه دی چې سهیل حدیث له خوره بیانوي که له وروره، د مسلم په لومړي حدیث کې يې له پلاره حدیث بیاناوه، نو د دې حدیث په سند او متن دواړو کې مشکلات شته. که سل ومنو د اویا روایت به څه کوو، که اویا ومنو د سلو دا به څه کوو؟

قال النووي في شرحه: وقع في أكثر النسخ: (أختي)، وفي بعضها: (أخي) بالتذكير، وفي بعضها: (أبي). … قالوا: ورواية: (أبي) خطأ). (شرح نووي علی مسلم، کتاب قتل الحیات وغیرها باب استحباب قتل الوزغ.)

ژباړه: نووي په خپله شرحه کې ویلي دې چې په زیاتره نسخو کې اختي (له خوره روایت) راغلی دی، په ځینو کې اخي (ورور) نارینه راغلی دی، په نورو کې بیا ابي (پلار يې) ذکر کړی دی… دوی ویلي دي چې له پلاره روایت يې خطا ده.

د ابوهریره روایت د سند او متن دواړو له لوري خورا زیات مشکلات لري، د سهیل راوي په اړه اما ذهبي وايي:

قال في ترجمته من “سير أعلام النبلاء ” (۶۱۷۱)” : وَمِنْ غَرَائِبِ سُهَيْلٍ، عَنْ أَبِيْهِ، عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ ، حَدِيثُ: “مَنْ قَتَلَ وَزَغاً فِي أَوَّلِ ضَرْبَةٍ” 

ژباړه: د سهیل له پلاره او هغه له ابوهریره په غرائبو کې دا روایت دی چې که چا په اوله پلا کربوړی قتل کړ.

تر دې وضاحت وروسته که د حدیثو له تعارضه ځان ساتل غواړو او هم يې د قران کریم له ټکر او عقل له تصادمه ساتل مناسب بولو، نو تر ټولو ښه طریقه يې زما په نظر داده چې رسول الله ام شریک ته له دې امله د وژلو اجازه ور کړې وه چې هغه ترې په تکلیف وه، هغه ورغلې ده او په دې اړه يې پوښتنه هم ترې کړې ده، نو دا ټوله مسله د هغې د پوښتنې څخه را پيدا شوې ده. دا یوه خاصه پيښه ده چې د خاصې پوښتنې په ځواب کې راغلې ده؛ نه عمومي قانون چې که هر ځای مو کربوړی ولیده هغه به مړ کېږي.

په حدیثو کې د دې ډول مشکلاتو نور مثالونه هم شته، مثلا: پر مړي د ژړا په اړه راغلي روايت کې یو ځای ویل شوي دي چې که اهل يې وژاړي نو مړي ته له دې امله عذاب ور کول کېږي. دا حدیث په بخاري کې ابن عمر او خپله عمر رض څخه هم نقل شوی دی. اما ابن عباس يې له عایشې رض څخه نقل کوي چې دا حدیث د یوه یهودي په اړه راغلی دی چې جنازه يې تېرېده، رسول الله هغه ته په اشارې وویل چې دوی پر ژاړي او هغه ته عذاب ور کول کېږي. له عائشې پوښتنه وشوه چې که عمومي شي، نو څه تاوان کوي؟ دې ویل چې تاوان يې له قران کریم سره ټکر دی، ځکه یو څوک د بل په ګنا نه نیول کېږي دا د قران کریم اصل دی، عایشې دا هم ویل چې دا د دې حدیث د بیان پر مهال له رسول الله سره موجوده وه او دا نورو اصحابو ته په نقل کې تېروتنه شوې ده. د کربوړي له روايت سره همداسي معامله شوې ده، پوښتنه ام شریک له دې امله کړې ده چې ترې په عذابه وه، ځکه که رسول الله عمومي د هغو د وژلو امر کړی وای، نو بیا پوښتنې ته اړتیا نه وه، بلکې هغې به هم وژلای. دا نورو اصحابو ته په نقل کې تېروتنه شوې ده، له دې امله نو د روایت متن او سند هم سم خوندي شوي نه دي. ځيني وايي هغه ضرري دی له دې امله نو فویسق هم بلل شوی دی او د وژلو امر يې هم شوی دی همدا شان د ثواب وعده هم ورکول شوې ده.

اما په فویسق کې یوازي کربوړی نه دی شامل، نور حیوانات هم دي لکه موږک. نو پر هغو د ثواب وعده يې ولې نه ده ورکړې؟ مار، لړم او غونډک تر کربوړي شل کرته زیات خطرناک دي؛ د هغو په اړه د یوې نیکۍ هم نه دي ویل شوي، اما د کربوړي په اړه د سلو، یا اویا نیکیو وعده شوې ده؟!

د علوم حدیث یوه قاعده دا هم ده چې پر واړه کار د زیات ثواب ژمنې هم د یوه حدیثو د موضوعيت نښه کېدای شي. وذلك كالأحاديث التي ترتب الثواب الكثير جدا على العمل القليل. (الوسیط في علوم و مصطلح الحدیث، اقسام الحدیث من حیث القبول والرد، الحدیث الموضوع، اثار الوضع السیئة: ۱/ ۳۴۲)

ژباړه: او دا لکه پر لږ عمل د زیات ثواب احادیث.

دلته د یوه کربوړي پر وژلو د سلو نیکیو ثواب هم پر یوه عمل د ډېر ثواب له جملې څخه دی چې د موضوعیت نښې له ورایه پکې ښکاري. د کربوړي په اړه راغلو روایاتو کې که صحیح حدیث وي هغه یوازي هغه دی چې ام شریک تر تکلیف وروسته له رسول الله د قتل اجازه وغوښته، دا حدیث نورو کسانو ته په ناسم ډول رسېدلی دی یا هم وروسته راویانو کې داسې فاحشې تېروتنې ځینو کسانو کړې دي چې د روایت لوری يې یو مخ بلې خوا ته بدل کړی دی. هغه روایت چې د وژلو علت يې اور ته پوکل بیانوي، یا هغه چې د زیاتو نیکیو وعدې ور کوي کره نه دي، حتما په راویانو کې یا قصدي غلطۍ شوې دي او یا هم تېروتنې دي، له دې امله نو که اړتیا نه وه د کربوړي وژل د ثواب په نیت نه ښه کار دی او نه دې د یوه ژوندي مخلوق پر وژلو له خدایه ثواب غواړي. د اړتیا له مخې د یوه غوايي حلالول هم مباح کار دی، اما د ثواب کار نه دی، یو مار که څوک خوري هم وژل يې لازمی دي، اما له خدای دې د ثواب تمه نه لري. ما په خپل ژوند کې د مار، لړم، غونډک، لنډۍ او غالبوزو ډېر خوړلي او چیچلي لیدلي دي، خو د کربوړي د خوړلو مې تر اوسه نه دي اورېدلي. نو څنګه د مار وژل د ثواب کار نه دی، خو د کربوړي پر وژلو یوه نیکۍ هم نه ده سل نیکۍ ور کول کېږي؟

د دې موضوع د احادیثو تر کتلو وروسته زه لومړی دې پایلې ته رسېږم چې د کربوړي پر وژلو هيڅ امر نه دی شوی، د رحمة للعالمین له شان سره دا مناسبه نه ده چې د یوه حیوان د درست نسل وژلو امر دې وکړي، لکه عایشې رض چې ویل، کربوړی يې بویسق بللی دی اما د وژلو امر يې ما نه دی اورېدلی. که تر دې وروسته بیا هم وژل فرض کړو نو هغه یوازی په یوه صورت کې ممکن دي، چې د ام شریک مورته يې د هغې تر غوښتنې وروسته اجازه ور کړې وه. که زموږ په زمانه کې هم اړتیا د هغو مرګ ایجاباوه، نو نه یوازي چې کربوړی وژلای شي، بلکې نور حیوانات هم وژل کېږي اما د ثواب تمه دې نه کوي.

۲۰۱۹/سپټمبر/۷

(Visited 19 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.