The news is by your side.

د کردانو او ترکیې لانجه

رحمت ګل حلیم

0

د ترکیې دولت او کردانو شخړه پخوانۍ ده ، دا شخړه ديني نه ، بلکې سیاسي ده . کردان خپلواکي غواړي چې د ترکیې په ګډون ، ایران ، عراق او سوریه خپلواکي نه ورکوي .

د ترکیې د عدالت او پراختیا ګوند ، قدرت ته رسیدو تر مخه ، هغه وخت چې په ترکیه کې یو دین ستیز نظام حاکم و ، په اسلامي حجاب بندیز و ، هغه وخت هم کردانو سره جګړه روانه وه . که خبره د غرب د پلوۍ ، لادینیت ته په کار کولو وای نو د ترکیې پخواني دولت به کردانو سره شخړه نه درلودای . له دې په ډاګه معلومیږي چې خبره دیني اړخ نه لري .

زما هدف دا نه دی چې د ترکیې دولت اسلام ته هېڅ نه دي کړي ، دا منم چې اردوغان په ترکیه کې ډېر اصلاحات راوستل چې باید ملاتړ یې وشي . اما د خپل په ځای یې باید ملاتړ وشي هرې پالیسۍ ته یې باید په پټو سترګو دیني اړخ ورنکړو . هره جګړه یې د اسلام لپاره نه ده . هره جګړه یې لادینیت سره د مبارزې په معنی نه ده . که مونږ په پټو سترګو د هغوی هرې پالیسۍ ته دیني بڼه ورکړو او ملاتړ یې وکړو په افغانستان زمونږ هرې مبارزې ته خلک د شک په سترګو ګوري ، خلک اوس هغه پخواني خلک نه دي چې هره خبره زمونږ په پټو سترګو ومني.

رحمت ګل حلیم

  ۲۵/۷/۱۳۹۸

(Visited 78 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.