The news is by your side.

د کرونا اقتصادي اغېزې

استاد عبدالجبار وحدت

0

(عمومي مالي تعادل، سوداګري حجم، اوزګارتیا او د انفلاسیون وده)

سریزه

کرونا ناروغۍ د 2019  کال په  اخرو کې په چین کې څرګنده شوه  او په ډېر کم وخت کې یې د نړۍ ګوټ ګوټ ته  انتقال شوه ، کرونا یوه نړیواله وژونکې ناروغي ده ، چې نه یوازې د انسانانو د مړینې سبب شوې ده ، بلکې په ټولو اقتصادي برخو  یې لکه اغېز کړی چې  د عرضې او تقاضاد د ګډوډي، د بېکاري د زیاتوالي، د احتکاراتو، بې ځایه اخیستنو ، او د قېمتونو د نهایي لوړوالي یاعث شوې ده،په نړیوال تجارت یې هم خورا منفي اغېزې کړي،

ددې بدمرغه ناروغي په راتګ سره د ټولنې ډېر وګړي بیکاره شوې دي، د خپل عاید زیاته برخه یې له لاسه ورکړي، چې دا په خپل ذات کې د  ملي عاید(NI) د کموالي سبب ګرځېدلي او همدارنګه د ټولنیزې هوساینې د کموالي او د ژوند د کچې د ټیټوالي باعث هم شوې ده ، د کرونا بد مرغه ناروغي نړۍ د یو بې سارې اقتصادي بحران خواته بیولي ده او د دې ناروغي له وجې اقتصادي نوسانات یېخې زیات واقع کېدونکې شوې دي، د هیوادونو سرحدات وتړل شول ، ګمرکات متضرر شول، فابریکې بندې شوې ، په میلیونونه کارکوونکې بېکاره شول، په نړیواله کچه بازارونه وتړل شول، مالي بازارونه هم یو داسې بد وضعیت ته لاړل چې د 2008  کال له بحران څخه کم نه وو،حتی د ۱۹۲۹  کال له اقتصادي بحران څخه خطرناک اقتصادي بحران یې رامنځته کړ ،

دلته به یې په ځینو برخو اغېز په لنډ ډول وشنو:

  • د کرونا اغېز د دولت په مالي تعادل

د لوی اقتصاد له نظره د دولت مالي تعادل یوه مهمه موضوع ده، باید دولت د مالي تعادل لرونکی وي، کسر او یا مازاد حالت دواړه هغه حالتونه دي چې اقتصاد په یو ډول نه یو ډول ګواښي، کرونا ناروغي د د دولت د مالي بیلانس د خرابېدول لامل شوه ، د بودجې کسر یې رامنځته کړ ، ددولت لګښتونه ورسره زیات شول او همدارنګه تجارتي بیلانس یې هم د تعادل له حالت څخه وایستل، مانا صادرات کم شول او هېواد ته د اسعارو  د داخلېدو په مخ کې خنډ واقع شو ، چې دې حالت له ځان سره په لویه کچه بېکاري رامنځته کړله ،په لنډ ډول ویلی شو ، چې د مالي تعادل یا برابري نشتون په خپله د نورو اقتصادي ستونزو  د رامنځته کېدو سبب کېږي.

  • د کرونا اغېز په انفلاسیون

په درېیمي نړۍ هیوادونو کې  د انفلاسیون رامنځته کېدل هره ګړۍ ممکن وي ، په تېره په داسې یو وضعیت کې چې ډېر غیر مترقبه او متوقعه لګښتونه رامنځته کېږي ، پرته له تخمین څخه ډېری طبي سامان الاتو ته تقاضا رامنځته کېږي او دا پداسې حال کې چې د دولت تشبثاتي فعالیتونه هم په ټپه ولاړ وي ، دولت مجبورېږې داخلي قرضونه وکړي ، یا د دې لګښتونو د جبران لپاره اضافي بانکنوټونه نشر کړي چې دا چاره د انفلاسیون د رامنځته کېدو سبب کېږي او انفلاسیون خپله یوه اقتصادي ستونزه ، یا یوه اقتصادي ناروغي ده.

  • په بېکاري یې اغېزې

د هیواد نفوس له اقتصادي اړخه  او د کار سرته رسولو له نظره په دوه ډوله وېشلی شو چې  فعال او غیر فعال یې بلی شو.

معمولا د هیواد په فعال کار نفوس کې له 18-65 کلنۍ پورې وګړې شاملیږي ، کوم چې د کار وړتیا لري او غیر فعال نفوس هغه دی چې په کار بازار کې یې ونډه کمه حتی صفر وي، چې ماشومان ، ناروغان او سپین ږیري پکې شاملېږي. تجارتي بندیزونه هغه څه دي چې تولیدي فعالیتونه په ټپه دروي، بیکاري زیاتوي او ټولنیزې ستونزې زیږوي.

  • اقتصادي ودې د نرخ ټیټوالی

چټکه اقتصادي وده د لوی اقتصاد(Macro Economics) یو له اساسي اهدافو څخه ګڼل کېږي او ټول هېوادونه هڅه کوي ، چې ګړندۍ اقتصادي وده ولري، مګر په تاسف سره چې د کرونا ناروغۍ او هر اړخیز بندیزونو د اقتصادي ودې پروسه په ټپه ودرولي ده او ان دا چې هیوادونه په اقتصادي لحاظ بیرته پخواني (وروسته پاتې حالت) ته ورګرځېدونکې دي.

  • د اسعارو په نرخ کې د تغیر او یا کموالي باعث کېدل

دا چې د اسعارو نرخ تر ډېره په صادراتو ، ورځنیو لګښتونو د هیواد GDP ته په کتو ټاکل کېږي ، نو په همدې اساس ویلای شو چې د کرونا ناروغي په پایله کې اسعارو په نرخونو کې هم فوق العاده نوسانات رامنځته شوی او د مالي او پولي بازارونو ورځنۍ چارې یې له رکود سره مخ کړې دي ،

  • د قیمتونو د لوړوالي سبب
  • تاسو ته بهتره مالومه ده چې اقتصادي مسایل ځنځیري بڼه لري، له کومې ورځې چې تولیدي فعالیتونه دریږي، هلته خود بخود د اجناسو کمی تر سترګو کېږي او حتی احتکار رامنځته کېږي چې دا په لویه کې په قیمتونو باندې خورا منفي اغېز لري.
  • د دولتونو په عایداتو یې اغېز

کمرکونه د یو هیواد د دولت لپاره اساسي مالي سرچیني دي او د مالیاتي عوایدو تر لاسه کولو اساسي ځایونه دي ، مګر د کرونا په راتلو چې د صادراتي او وارداتي بندیزونو اساسي راز ګڼل کېږي ، ګمرکي یا مالیاتي عواید په ټپه درېدلي چې دولت بودجه یې له کسر سره مخ کړې ده .

  • په کروند ګرو یې اغېز

دا چې ګرځبندیز یا قرنطین په هره برخه کې اغېز ښندلی ، له هغو څخه یې یوه برخه د هیواد سرحدات دي چې تر ډېره یې تجارتي اړیکې زیانمني کړې، دا چې د پرمختیايي هیوادونو ډېری وګړې په کرهڼه بوخت دي او د دوی کلنی عاید هم خورا کم دی او د سړو خونو په څېر له سهولتونو څخه هم برخمن ندي، نو د دوی کلنی حاصلات په فعلي وضعیت کې له داخلي تقاضا څخه زیات دي او بهر ته یې د انتقال امکان بېخي کم دی ، اکثریت یې خرابیږي ، یا مجبورېږي چې پداسې نرخ یې وپلوري ، کوم چې د دوی تمام شوی ارزښت هم نشي پوره کولی.

درنښت

(Visited 15 times, 1 visits today)
Leave A Reply

Your email address will not be published.