The news is by your side.

د کرونا وبا او زموږ مذهبي جذبه

مولوی عبدالهادي حماد

0

څومره ، چي زه په مذهبي مسائلو معلومات لرم دخپل استعداد مطابق هغه شریک کړم بیا الله جل جلاله او دې ملت پړ نه یم زما په نظر کي څو شیان دي:
الف: که دا وبا د کافرانو دسیسه وي نو بیا ولي يې دومره ډېر کافران ووژل؟
ب: که وبا مسلمانان نه وژني نو ولی یې په عمري خلافت کي ۲۵ زره مسلمانان او صحابه او تابعین ووژل؟ آن تردې، چي عبیده بن جراج رضي الله عنه، چي د اسلامي خلافت والي او وتلی صحابي وو، د همدې وبا څخه وفات سو ، حضرت معاذ بن جبل رضي الله عنه، چي وتلی صحابي او وتلی عالم وو هم ددې وبا څخه وفات سو.
ج: تدبیر او اسباب په کار اچول نبوي حکم دئ، ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: اعقلها وتوکل علی الله….الحدیث ، یعني د اوښي ګونډه وتړه بیا پر الله جل جلاله باندي توکل وکړه.
په داسي صورت کي زموږ دخپل هیواد مسلمانان ډاکټران، یا دخپل ښار او ناحیې متدین ډاکټران موږ ته وايي، چی دا ناروغي یو وبل ته سره اخستل کیږي او مسجد ته په تګ سره کېدای سي تاته دا ناروغي ورسیږي او ته بیا هم مسجد او مدرسې ته ځي دا به د تدبیر پرېښوول نه وي؟
د رسول الله صلی الله علیه وسلم ددغه حکم پرېښوول به نه وي، چي فرمايي: اعقلها وتوکل علی الله…؟
د: زموږ د مذهب کتابونو، شامي، البحرالرائق، مبسوط لسرخسي او داسي نورو کتابونو ښکاره مسئله رانقل کړې ده، چي مسجد یعني جماعت ته تلل هغه وخت پاتیږي، چي د دښمن خطره وي ، ناروغي وي، مخته کوم ځېرونکی حیوان وي یا هم ته مسلمان ناداره وي پوروړی درته ولاړ وي.
هـ: رسول الله صلی الله علیه وسلم دهغه کس مسجد له تګ څخه منع کوي، چي پیاز او اوږه یې خوړلې وي نو کوم کس ته چي له امله یې هلاکونکې ناروغي رسیږي هغه ته به بیا چیري اجازه وي ، چي مسجد ته ولاړ سي.
و:هغه هیوادونه مه ښوروه، چي موږ یې اهل السنة نه بولو یا یې د نورو مذهبونو پیروان بولو د حنفي مذهب پیروانو ناپیلو او نا دولتي علماوو هم د مدرسو د رخصت حکم صادر کړی دئ، د جماعت داختصار او خطبو د اختصار حکم یې صادر کړی دئ.
ز: که دا وایروس ددې لپاره عام سوی وي،چي صرف اسلامي شعائر په بندوي نو بیا خو کافرانو ته لومړی پکار وو، چي ځانونه ځني وساتي یا لږ تاوان وزغمي اسلامي هیوادونه په برباد کړي تر اوسه خو نوي فیصده تاوان کافرانو ګاللی دئ ، په زرګونه انسانان یې وژل سوي دي د میلیاردونو پیسو کارخانې یې تړل سوی دي ، نور مصارف یې په زیاته پیمانه سوي دي، که یوازي داسلامي شعائرو د منع لپاره وي نو بیا ولي ددوی په زرګونه عبادت ځایونه، په زرګونه هغه اجتماعتی ځایونه بند سوی دي، چي دوی په میلنونه پیسې عوائد لاسته ځني راوړي. که د یوې خوا عبادت ځایونه تړل سوی دي دبلي خوا بیا څومره خلک الله جل جلاله ته متوجه سوي دي، څومره خلکو په عبادتونو کي زیاتوالی را وستلی دئ، څومره صدقات خلکو وکړل او کوي یې څومره زارۍ الله جل جلاله ته شروع دي. د دین د حفاظت وعده خو الله جل جلاله کړې ده، دا کله کافران منع کولای سي.
ح: که دا وایروس دوی عام کړی وي نو بیا په تاریخ کي په لس ګونه واره وباوی راغلي دي هغه چا را وستلي دي؟
ط: دالله جل جلاله له لوري نه بلل د کافرانو د لاسه یې بلل دا خپله د صحیح عقیدې خلاف خبره نه ده؟ که الله جل جلاله عذاب راوستلی وي ، دوی یې سبب وي نو بیا ځان ځني ساتل نه دي پکار؟
ي: دا خبره یقیني ده ، چي اذکار د انسان په وجود کي تغیر راولي، شفاء او معنوي قوت په حاصلیږي اما د الله جل جلاله دقانون له مخي
ده

(Visited 32 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.