The news is by your side.

د کرونا ګواښ او د خلکو سرتمبګي

عبدالمنان توحیدیار

0

درنې خوږې څپیړې عبدالوکیل سوله مل
کمال پښه نیولی شي ،د مرغانو آوازونو ته غوږونه څک کړي
. شاواخوا پورته ګڼوونو ته نظر واچوي . یوېې لوړې ونې ته چې تر ټولو ډیرې مرغۍ په کې چوڼیږی ،ښه ډیره شيبه په خوند وروګوري . ناببره ېې نرۍ اوښکې په مخ راماتې شي .دزلموټی زوی ېې ورپام شي ، سودا وروولیږي:
ـ پلاره
کمال لکه په خوب کې چې وبیریږی ،جټکه وخوری ،
ـ اه
زوی ېې سترګو ته ځیرشي:
ـ ولې ژاړې ؟ څه خبره ده؟
سترګوته لاس پورته کړي. لکه په تیاره کوټه کې چې څوک نا ببره له خوبه راکښیني، بیا ېې پټې او بیرته پرانیځي :
ـنه ژاړم هسې ددې بڼ او ځنګل ښكلا ته سوچ واخيستم ،
لاس ېې یوې ونې ته ونیو ، زوی يي هم وروکتل:
ته ګوره هغه دنګ چنار ته چې ټولې مرغۍ ورټولي شويدي ۔ ما ته ېې دخپل كلي نه وړاندې يو جگ غر را په زړه کړ.۔
زوی ېې پلارته په حیرانتیا مخ ورواړاوه :
ـ واو څومره عالي،له کلی سره نږدې غر!
پلارېې چې په ونه کې د مرغانو له نندارې خوند اخیست ، سر وخوزاوه:
هو بچو خوغر ډير جگ اوټول تك سپين وو ۔ څه حكمت يې درلودچې سرته ېې څوک نشو ختلی خو مرغان به يې په
سرتل تاویدل راتاویدل.
زوی ته ېې سترګې په ځیر ونیوې :
څومره به ښه واى چې سړى مرغه واى اوپه ليرې ملكونو يې دورې كولی ، هم ددې چينار جگ سر ته ختلی اوهم ېې زموږ دكلي دغره له پاسه دوره كولی۔
کمال د ونې ډډ ته ودریږي. پاس همغې ونې ته چې مرغۍ په کې سندرې وايي، بیاوروګوري. له جیبه وړکی دستمال راوباسي .سترګو ته ېې ونیسي .
ـ دې بڼ او دې مرغانو خپل کلی او خپل کوچنیتوب ته بوتلم . پلاراو دهغه تودې خوږې څپیړې ېې رایاد کړل!
زوی ېې هیښ پا تې شوـ
ـ هلته پلرونه زامن وهي؟
کمال وخاندي . زوی ېې نور هم کنجکاوه شي:
ـ نو ولې ؟
ـ ځکه چې داد اولادونو د سالمې روزنې یوه وسیله ګڼي. دا د هغو باوردی.
د زوی تندی ېې ګونځې شي، شک وروولیږي:
ـ عجیبه
کمال یی په ولی لاس کیږدي.
ـ منم چې عجیبه ده خو هغه ساده پلرونه ډیر مهربانه زړونه هم لری.
دکمال او زوی سترګې ېې لږ وړاندې د ځنګل په منځ کې په پرتې اوږدې څوکۍ پریوزي. ورنږدې شي . کمال په څوکۍ کښیني . زوی ېې په وړاندې ودریږي . مخامخ ونو ته وروګوری .بیا پلار ته مخ ورواړوی:
ـ ښه نو ته بابا په څه وهلې ؟
کمال په ونه کې ناستو مرغیو ته لاس ونیسي:
ـ په دغسې مرغیو
زوی ېې هم ونې ته نیغ وروګوري:
ـ مرغۍ دې له ونو شړلې؟
ـ نه ما مرغۍ ویشتلې .
زوی ېې اوږې پورته واچوي .
ـ په څه شي ، په ښکاری ټوپک؟
ـ نه په غولکه
کمال د غولکې ساده تصویروکاږي:
ـ غولکه د پخوانیو ښکاریانو غشي او لیدنۍ ته ورته یو شی دی، اوس راته ګرانه ده چې پوره تصویر ېې درکړم
زوی ېې سر وخوځوي:
ـ ښه ښه دا مې په ځنو فلمو نو کې لیدلی ، ښه نو دبابا له ښکاره بد راتلل ؟
ـ هو بچو ځکه خو ېې په ټول عمر کې نه چرګ حلال کړ او نه کوم کورنی څاروی.
ـ څومره ښه
کمال لیرې په ځمکه ناستو مرغانو ته سترګې ونیوې :
ـ د مرغانوډیر شوقي وو. په کورکې مو هر ډول مرغان لکه:ښارو ، طوطي ، زرکه اومړزساتلي وو. د کفترو لوی قطار به هم شپه او ورځ زموږ په بام ښا یسته غومبرواهه.
زوی ېې له خوشالۍ ټوپ واچاوه:
ـ واو څومره ښه !
کمال سر وخوزاوه ـ
هو بچو ،پلار به مې ویل، ما ته له مرغانو پرته خوب نه راځي. مرغان د طبیعت سندرغاړی دی او د هغو له سندروپرته ژوند پیکه دی.
زوی کمال ته وکتل . بیا یی په وړاندې ناست مرغانو ته چې په ځمکه کې ېې ټونګې وهلې ورنږدې شو . مرغان وترهیدل . بیرته شاته راغی ، دیوې ونې ډډ ته ودرید. غوږونه ېې د مرغانو رنګینو آوازونو ته څک کړل. خوند ېې ورکړ . راوګرځید چې د خوشالۍ او د ښکلا خپل احساس له پلار سره هم شریک کړي. دپلار په وړاندې ودرید :
ـ څومره ښایسته! داسې نه ده پلاره؟
کمال سر وخوځوي .زوی ېې څنګ ته کښیني . پلار ته مخ ورواړوي:
ـ نور هر وخت راځو ،
ـ سمه ده
پلارېې له څوکۍ راپورته شي . دهغې ونې ډډته بیا ودریږي چې لپاسه ېې مرغانو شور جوړکړی وی. سترګې ښکته پورته واړوی . بیا غوږونه څک ونیسي. زوی ېې خواته راشي .
ـ څنګه پلاره، خوند کوی کنه ؟
پلارېې د ځنګل ګڼې ونې له نظره تیرې کړي . پاس ونې ته چې مرغان په کې چوڼیږی هم وروګوري . لاس ونې ته، ټول ځنګل ته او د ځنګل نه دباندې لوی ډند ته په وار ونیسي . ووايي :
ـ دا ټول ښایسته دي ، که ونې دی که مرغان او که په ډنډ کې روانې اوبه ، لندن داسې ډیربڼونه او ځنګلونه لري.
سوړ اوسیلی وباسی ، په سترګو کې ېې اوښکې راټولې شي :
ـ خو یو هم زما د کلی دښکلا ځای نشي نیولی .
زوی ېې بیا دپلار نیولې څیره خوابدی کړي:
ـ نو دا خو اسانه ده ،لالا ته وایم چې ټکټ درته راونیسي . ټول به هغه کلی ته لاړشو. هم به هغه غر ووینو او هم به د بابا زیارت.
د کمال زړه را ډک شي . لکه څوک چې دکورنۍ دنږدې کس د مړینې خبرورکړي، ستونی ېې زړا ونیسي :
ـ کا شکې یوازې د ټکټ خبره وای ؟ !
له دې سره ېې په زړه کې بنده ژړا خولې ته راشي ، پړینګ په ژړا شي . زوی غیږ کې ونیسي :
ـ زه خو دښې ورځې دلته نه یم راغلی ،
د زوی څیره ېې هم مړاوې شي .مړه پلارته وروګوري، دپلارپه اوږه لاس کیږدي:
ـ وبخښه پلاره فکر مې نه وو . مه خفه کیږه یووخت به خدای آرامي کړي، بیا به ټول په ګډه لاړشو.
پلار ېې سر غیږ ته نږدې کړ : بیا ژړا ورغله.
خو خدای خبردی چې زه به تر هغې ژوندی یم او که مړ.
لندن ـ انګلستان
دشپې دولس نیمې بجې
د۲۰۲۰میلادی کال د جون لومړۍ نیټه

(Visited 30 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.