The news is by your side.

د ګوډ تېمور پۀ هکله 

0
ليکوال: کاندا اکادميسين محمد اعظم سيستاني
ژبان: تمهيد سیلاني
حيرانېږم، کله چې وينم د ۲۱ پېړۍ روڼ آنده او لوستی ځوان چې د دموکراسۍ چپنه يې پر اوږو وي او ځانته اجازه ورکوي چې د خپل هېواد پر برحاله رئيس جمهور نيوکه وکړي، مګر دا اجازه نه ورکوي چې د تاريخ د ۱۴ پېړۍ پر يو جابر واکمن نيوکه وشي!
دا ښاغلی تر دې کچې د قومي تعصب په لومو کې را ګير دی، چې غواړي « ګوډ تېمور» د يو عادل واکمن په توګه خلکو ته ور وپېژني او پر هغه نيوکه د هغه ټبر ته سپکاوی ګڼي!
دا ښاغلی دې مخکې له خپلو  احساساتي او له تاريخي ملاتړ پرته ويناوو څخه، د کالاويخو سفرنامه د شرف الدين علي یزدي ظفرنامه او د تيمور خپله ملفوظات له نظره تېر کړي، تر څو له  خولې څخه يې حقيقت ته نږدې خبرې را ووځي.
۲۱ پېړۍ چې د ټکنالوژۍ موډرانيزم پېړۍ بلل کيږي، موږ کولی شو،د ګوډ تېمور يا ګورګاني تېمور پر نوم د يوه کليک په کولو سره د هغه ډېر وحشتناک انځورونه د ګوګل پر پاڼې وګورو، يا هم د هغه په هکله ډېرې ليکنې او کتابونه مو تر سترګو شي، چې د نوموړي د شخصيت او کارنامو په هکله ليکل شوي دي.
آيا کيږي،چې پرته د کمزورو هېوادونو او خوارو ملتو له وژلو، وينې تويولو، شوکولو او لوټ ماريو د « جهانګشا» لقب خپل کړو؟ هېڅکله نه.
دا هېواد وال نن نورو ته دا اجازه نه ورکوي، چې له نن څخه د ۶۰۰ یا ۷۰۰ کاله پخوا د هغه  فاتح پر بشري جنایت نيوکه وشي، چې په زرګونه عام ولس  يې وژلي، مګر ځانته دا اجازه ورکوي چې پرعبدالرحمن خان ( هغه کس چې دنني افغانستان يوالی يې تامين کړی ) د يو سفاک او وژونکي واکمن په توګه  او نادرشاه چې د کابل وګړي يې د سقوي غلو څخه وژغورل،د غدار نادر په نامه ياد کړي.
کله چې يو کس د ناپوهې له کبله، نه غواړي د (( ګوډ)) ويی يا کلمه د تاريخ يو جابر ته وکاروي، دا په دې معنا ده، چې دا کس  غواړي ووايي: چې عبدالرشید دوستم د کابل په جګړو کې بې ګناه دی او د هغه انساني وژنه د عدالت غوښتنې له پاره وه؟!! او هر څوک چې هغه ته (( ګلم جمع )) يا په ليلي دښته کې د ۸ زرو طالبانو قاتل ووايي! ټول دروغ او له حقيقت څخه لرې خبرې دي!
 همدغو غير واقع بينانه څرګندونو ته په کتو سره، کېداشي سبا جهادي رهبران هم ووايي، چې کابل موږ نه دی ويجاړ کړی او د ۶۵ زره کابليانو وينه موږ نه ده تويې کړې او د افشار سيمه هم موږ نه ده ويجاړه کړې؟!!
ګوډ تېمور زموږ د هېواد د آبادۍ او پرمختګ له پاره يو خښته هم نه دي ايښې، تر کومه ځایه چې يې توان درلود،زموږ عام ولس يې وژلي او ټول فرهنګي او مادي شتمنۍ يې لوټ کړي او خپل ټاټوبي سمرقند ته يې لېږولي دي.
ګوډ تېمور خپله واکمني د چنګېزي واکمنۍ لړۍ بلله او هڅه يې کوله په خپلو تابعو هېوادونو کې د هغه لاره تعقيب کړي، له همدې امله  يې د چنګيز (( یاسای )) د اسلامي ښوونې له اصولو سره يوځای کړ او د (( تيموري تزوک )) په نامه يې قواعد را منځته کړل. مګر ياد اصول په نظامي برخه کې، تر ټولنيزو او هېوادنۍ برخو ډېر د پلي کېدو وړ و.
تېمور، ځان د چنګيزي لارې پاتې شونی باله، نو له همدې امله  په وژنه او قتل عام کې له چنګيز څخه کم نه ؤ. د تاريخ ليکوونکو په وينا: « تېمور د دژحيمي په شان خونخواره، وژونکی او په ايران کې د مغلي دود په بيا رامنځته کېدو پيل وکړ.» تېمور دوه زره (( سربداران )) ژوندي په ګور دننه کړل. هغه په داسې توګه چې د ژونديو کسانو لاس او پښې به يې تړلې او پر مخ به يې آجرو ملات ور ټومبول.» ( تاريخ ایران، نوشته ګروهی از مؤرخين شوروی، ترجمه ی کريم کشاورز، ص ۴۳۰ )
تېمور، پر اصفهان د يرغل پر مهال قوماندانانو ته وويل: هر قوماندان  يوه معينه اندازه سرونه غوڅ او تلسيم يې کړئ، له همدې امله له ۷۰ زرو ډېر د اصفهانيانو د سر کپړۍ را ټولې شوې،چې منارونه يې ترې جوړ کړ. ګوډ تېمور پر ډهلي د يرغل مهال خپلو پوځيانو ته امر وکړ، چې قتل عام وکړي، چې په پايله کې د ياد ښار په ورۀ ( دروازه ) کې په ډېره کمه موده کې تر ۸۰ زرو دېرې د سر کپړۍ را ټولې شوې. ( هماغه اثر ، مخ : ۴۳۱ )
معمولآ  د امير تېمور فرمانونه مهر کېدل او د فرمان د ارزښت له امله يې ليکنې په طلايي،سور او تور زنګ باندې ليکل کېدې، کله هم د مهر پر ځای ( تمغا ) د سلطان يرليغ د ګوتې نښه کارول کېده. له سطان وروسته، اميرانو او وزیرانو لوړ موقف درلود او ځينې وختونه به له دوی سره ډېر اړين مسايل حل وفصل کېدل.  د ولايت حاکمانو او  مامورينو د فوق العاده صلاحيت او نفوذ خاوندان ؤ، د يوې سيمې د نيولو په هکله يې اصول داسې و، چې لومړی به يې سيمه تسخير کړه، غنيمتونه به يې ترلاسه کړل او د کلني ماليات له ټاکولو وروسته به يې ياده سيمه پخواني حاکم ته وروسپارله، په دې شرط چې سکه او خطبه د سلطان په نوم وي.  ( مرتضی راوندی،تاريخ اجتماعی ايران، چاپ ۱۳۴۴ش، ج۲، ۱۹۸)
تېمور د هر ښار او سيمې له نيولو وروسته، د نوموړو سيمو پر وګړو ډېر درانه مالیات وضع کول، لکه څرنګه چې په تبريز، سيستان او اصفهان  کې مالیات ډېر درانه وضع شوي و او تيموري مامورينو په ډېر وحشيانه توګه ياد مالیات را ټولول، نو دسيمې او ښارونو خلکو د مامورينو پر وړاندې پاڅون وکړ او څو تنه مامورين يې ووژل.  په پايله کې تېمور غوضه شو او پوځيانو ته يې د ښاريانو  د قتل عام امر وکړ. (بیست و پنج سده مالیات، ص: ۸۶ )
پر يوې سيمې د ګوډ تېمور لخوا د مالیات وضع کول، د تېمور د يرغل پر وړاندې د هغوی د مقاومت له مخې اېښودل کېدل، ځکه چې تېموريان په دې پوهېدل کوم خلک چې زموږ د پوځ پر وړاندې ډېر مقاومت کوي، هغوی شتمن دي او ددوی د کمزوري کولو له پاره به يې ډېر مالیات پر دوی وضع کؤ، که چېرې نوموړو وګړو له اېښودل شوي مالیاتو څخه سرغړونه کوله، نو تېمور به د دوی د قتل عام امر صادر کړ.
ښکاره خبره ده، چې د هرات په سبزوار، د سيستان په پلازمېنه زرنج او حصار طاق کې تېمور د خلکو له کلک مقاومت سره مخامخ شو، چې دا کار د تېمور د لا غوصې لامل شو، تېمور ددې کار پر وړاندې امر وکړ، چې په سيستان کې حتا د اوبو بندونه  دې ويجاړ شي، دوی په سيستان کې د نورو بندونو په ګډون د رستم بند چې د هیرمند رود خانې پورې اړوند و، ويجاړ کړ. دا هغه بند و چې په دې سره به د سيستان ټولې ښېرازې سيمې خوړوبېدلې. وروسته يې د زرنج د وګړو د قتل عام امر صادر کړ. د تېمور پوځيانو درې ورځې د ښار ټول وګړي ووژل .( شرف الدين علی یزدی، ظفرنامه، زیر عنوان سیستان دیده شود)
تېمور په زرنج ښار کې د زرګونو کسانو له کوپړيو منارونه جوړ کړل او دوه زره نور کسان يې ژوندي په ديوال کې خښ کړل. (راوندی، ج ۲، ص ۱۹۵ )
ټول ليکل شوي تاريخونه، په ځانګړې توګه د غبار تاريخ په دې شاهدي ورکوي، چې ګوډ تېمور په سبزوار کې د زرګونو کسانو د وژلو ترڅنګ، له زرنج څخه د وتلو پر  مهال د خپل جابر نوم د پرېښودلو په موخه،۴۰ زره کسانو ته امر وکړ، چې د هېرومند د رودخانې په لړ کې چې کوم د اوبو بندونه جوړ شوي و، ويجاړ کړي. د سيستان د اوبو له بندونو سره چې د خلکو ژوند تړلی ؤ، په ویجاړولو يې سيستان په بشپړه توګه ويجاړ شو، دا ويجاړيتوب  تر دې کچې و، چې حتا تر ننه پورې چې ۷۰۰ کاله تېر شوي دي، هغه ويجاړۍ پاتې دي او سيستان وروسته له هغو ويجاړيو د ښېرازيو مخ ونه ليد. په نيمروز  کې ډېری داسې ښارونه شته لکه : طاق، نوق،زرنج، چهل برج،قلعه سرخ او قلعه چخانسور، قلعه امیر معن، قلعه چګيني او قلعه شوالها او نور چې تر اوسه يې هغه پخواني ويجاړۍ پاتي او تر اوسه يې بيا د ابادۍ مخ نه دی ليدلی. ځکه ګوډ تېمور په سيستان کې، خورا مهم بندونه لکه : رستم، وبند، هاونک، وبند او يکه يې تخريب او ويجاړ کړل او وروسته د هيرومند له جنوب څخه د بست او کندهار په لوري وخوځېده او کندهار يې لوټ کړ، بيا د سمرقند په لور وخوځېد.
نو پر دې بنسټ د سيستان، هرات واسفزار( سبزوار)، بست او کندهار او دهغو سيمو وګړي چې ګوډ تېمور فتح کړي ؤ، حق لري چې تېمور په بدۍ ياد کړي، لکه څنګه چې چنګيز او علاو الدين جهانسوز او هغه ته ورته نور ظالمان په بدۍ يادوي.
پای ۲۰۲۰/۲/۲
(Visited 53 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.