The news is by your side.

د یادونو دره

لیکنه: شمس الحق حیران

0

کله مو پام شوی چې ناببره مو د ذهن مارغه د تېرو کلونو شېبو ته الوت کوي او زموږ د یادونو د درې د دنګو ونو پر څانګو کېني؟ موږ ټول ماضي لرو، خوږې – ترخې مو لیدلې، په بېلابېلو شېبو کې مو د نړۍ د خوند او نور مزه څکلې، چا انګېزه راکړې، چا دردولي یو، چا ستایلي او نازولي یو، ځینو مو د هیلو پر رنګینه نړۍ خاورې اړولې دي، ځينې وګړي مو د زړه پر سپېره دښته د پسرلني باران د څاڅکو په څېر ورېدلي او د آرمانونو د تاندو غوټیو کر یې کړی او ځينو بیا دومره مینه راکړې چې ټول عمر یې نوم په نېکو یادوو او په خوا کې اوسېدل یې زموږ په ستړې اروا کې د ژوند د نويو پړاوونو د وهلو ساه پو کوي.

موږ د همدغو ګڼو عواطفو، یادیزو او شېبو زېږنده یو. ماضي د زمان هغه پېټی دی چې ټول یې د خیال پر اوږو ګرځوو، وخت ناوخت د ماضي تودې غېږې ته پنا وړو او د ژوند د واقعیتونو له سپېرې سېلۍ تر تېښتې وروسته هلته ځان ته دمه ځای لټوو. موږ ټول د خپلو یادونو د درې مالکین یو، خو د ټولو وګړو د یادونو دره هومره ښکلې نه وي لکه موږ یې چې تصور کوو. د دغې درې کیف په تېر مهال کې زموږ د شخصیتي تړاوونو، ملګرو، کورنۍ او هغو انسانانو د غبرګونونو له مخې متفاوت دی چې موږ ورسره ناسته ولاړه درلوده.

د همدغو متحولونو له مخې د ځينو انسانانو د یادونو دره په ګڼو رنګینیو پټه، سر تر پایه په شنو دنګو ونو پوښلې، د مینې، موسکا او خوږو شېبو پر ځړوبیو او شنیلیو ښکلې شوې او د مینې او مینه ګرکو احساساتو راڼه خوړونه لري. ځينو ته د خپلو یادونو دره د مورجانې د غېږې په څېر پسته او آرام بښونکې وي، دوی غواړي هره شېبه د خپلو تېرو یادونو په بې جوړې دره کې چکر ووهي او د بېلابېلو ملګرو د یاد د شکرغږو مرغیو نغمو ته غوږ شي، د حال ترخو ته ترې خواږه پور کړي او د مستقبل د نامعلومو کړنګونو له ډک مزله څو شېبې ځان تم کړي. خو د ځينو د یادونو دره وچکالۍ او درد زبېښلې وي، شاړه، سپېره او د لمر ګرمو وړانګو سېزلې وي. دوی له خپلې ماضي یوازې یو جسد ته ورته ناروغ او تنګوونکی شخصیت له ځان سره راوړی وي، دوی نه یوازې دا چې د ماضي د یادونو د درې د رڼې چینې د اوبو له کیف محروم دي؛ بلکې په حال کې هم د بې موخې او بې مسیره کړنو پر تور خوړلي نيلي سپرېږي، شېبې ترې د یادونو د تورې کندې ژورو ته لوېږي او په پای کې د نوم ورکي سبا پر لور په یو نامعلوم پړاو کې ساه ورکوي. دوی هېرېږي، نومونه یې له ژبو او شخصیتونه یې له زړونو غورځېږي، خو ناسمې او نامنلې کړنې یې د نورو د یادونو په دره کې د اورخوړلیو ونو د سوي ډډ په څېر پاتې کېږي. دوی نه د خپلو یادونو دره رنګینه کړه او نه یې د نورو د یادونو په دره کې د مینه ناکو او یادیزو ګلونو کر وکړ. دوی همداسې ځي، نور یې د نوم په یادولو خپلې شېبې نه ضایع کوي، ځکه خلک نه غواړي د خپلو یادونو د ګلالۍ درې له ارتې غېږې یوازې د ماضي څو بدرنګو او اورخوړلیو شېبو ته ولاړ شي، خو دا یې خوښېږي چې د دې درې د خوږو شېبو د دنګو ونو یخ سیوري ته دمه شي.

راځئ نن خپلې چارې او له نورو سره ناسته ولاړه داسې تنظیم کړو چې سبا ورځ د خپلو یادونو دره راته د ستړو شېبو دمه ځای وي او د نورو د یادونو په دره کې مو آرام بښونکي څه تر شا پرېښي وي.

کابل – د ۱۳۹۸ کال د مرغومي ۱۹مه

(Visited 37 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.