The news is by your side.

د یوه ضایع شوي فرصت جبران

نعمان دوست

0

جګړه او هغه هم کورنۍ ، ولس کې د نفاق تخم شیندي او دا تخم د بې اعتمادۍ زهرجن ثمر نیسي. زموږ هیواد له کابو نیمې پیړۍ راهیسې د جګړو شاهد دی. کله چې جګړه له شورویانو سره وه؛ د قومي نفاق خبره نه وه او یا ډیره لږ وه. باور دا و چې شورویان زموږ دښمنان دي او هر څوک، د هرې سیمې، هرې ژبې او هر مذهب خلک چې یې پر وړاندې جنګیږي؛ هغه خپل خلک دي. همدا علت و چې هغه مهال زموږ ولس پاشلی نه و.
کیسه هلته خرابه شوه چې مشترک دښمن لاړه او تنظیمونه خپلو کې لاس او ګریوان شول. ورو- ورو تنظیمونو قامي او سمتي بڼه خپله کړه. ځکه د دوی د ځواک د دوام لپاره بشري قوې ته اړتیا وه او دوی چې خلکو ته کومه خاصه لاسته راوړنه نه درلوده؛ نو د قام، سمت، ژبې، مذهب او… په نومونو یې خلک په ځان راټول وساتل. ځینو مشرانو خپلو خلکو ته داسې تلقین ور کړ چې ګوندې، نور قامونه تاسو خوري همدا زه یم چې د دې ښامارانو مخې ته ولاړ یم. دا کاذبه ادعا هغه وخت رښتیا ښکاره شوه چې کابل کې د یوې ژبې، یوې سیمې، یوه مذهب والاو نور خلک وکړول، سره لمر لاندې یې بندو کانټینرونو کې وساتل، ژبې یې ترې پرې کړې، پولادي میخونه یې سرونو کې ورټک وهل، مړي یې ورته ونڅول، قتل عام یې کړل او په مقابل کې نورو هم په بیلابیلو بڼو انتقامونه واخیستل او د وحشتونو مرتکب شول. دلته هم له دواړو خواوو ډيری قربانیان عام وګړي و. له ظلم کوونکیو سره د ژبني، قامي، مذهبي او … په تړاو شکنجه شول او ووژل شول.
متاسفانه له جنګي ډلو وروسته سیاسي ګوندونو هم همدا میراث وپاله، شاید یو لامل یې دا وي چې همدې وسلوالو ډلو د ګوندونو د قانون خلاف او دعدلیې وزارت د بزدلۍ له کبله په سیاسي ګوندونو کې ظهور وکړ. کنه د قانون له مخې ګوندونه نشي کولای وسلوال کسان ولري، یا د قام، مذهب، سمت او ژبې په نوم فعالیت وکړي؛ خو دلته موږ دا هر څه ولیدل او وینو یې.
دغه شان فضاء قامي دلالان را وپنځول. د دوی مارکیټ هم په قومي تفرقه کې ګرم و. دوی هم هماغه تصور خلکو ته پیچکاري کړ چې مخکې وسلوالو ډلو پیچکاري کړی و.
دې کار خلک دومره د نورو پر وړاندې بې باوره کړل چې حتی خپل غله او قاتلان ورته د نورو له مصلحینو غوره ښکاره شول. تاسو به لیدلي وي او وینئ یې چې د معلوم الحاله غلو او ظالمانو په ملاتړ بار بار د هغوی د سیمې خلک راپورته شوي دي او د خپلو ظالمانو دفاع یې خپل مسوولیت ګڼلی.
دې کار قامي دلالانو ته دوه ګټې درلودې. یو دا چې خپل ځواک یې د همدوی په ملاتړ پیاوړی وساته او بل دا چې دوی خپل قام ته کوم خیانتونه کړي و او د هغوی حقوق یې پایمال کړي و، د هغوی له پوښتنې خوندي پاتې شول.
د دې کار نتیجه دا شوه چې اوس د یوه ولایت خلک بل ته پردي ښکاري. د یوې ژبې مشر نورو ته دښمن ښکاري. که څومره هم یو خیرخواه، د ټول ولس ګټو ته ژمن شخص راپورته شي، بیا به هم د نورو خلکو د باور وړ نه وي او خپل غل او خاین به ورسره برابر نکړي.
اصلي خبره همدا ده چې د قامي دلالانو لخوا د قامي، ژبنۍ او سمتي ګټو خبره هغه منتر دی چې خپل خلک پرې جنتر کوي او ځان ته یې تابع ساتي.
که شک لرئ د قام په نوم سیاست کوونکيو ژوند د هغوی د خلکو له ژوند سره پرتله کړئ چې ترې راتاو دي او حتی سرونه پرې قربانوي.

ضایع شوی فرصت
په تېرو نږدې دوه لسیزو کې د ګڼو فرصتونو تر څنګ د ملي وحدت فرصت هم ضایع شو، یوازې په الفاظو کې منحصر شو او بس.
شاید، لامل یې دا وي چې دې موده کې همدا ګوندي او قامي دلالان په واک کې پاتې و او د دوی خیر په قومي تفرقه کې و.
کنه دا دومره سخته خبره نه وه. لږ تر لږه په ولایتي کچې د ځوانانو سفرونو هم دا ستونزه هواروله. دغه شان سفرونو کې خلکو یو بل ته مینه ورکوله، د یوه بل میلمه پالنه یې کوله او دې چلند هغه په وچ زور او د شخصي منفعت په فکر ایجاد شوی تصور محوه کاوه چې ګوندې نور خلک به تاسې وخوري او همدا موږ یوو چې له دې شره مو ساتلي یئ.
په هر صورت؛
فرصت هر وخت فرصت وي او باید ګټه ترې واخیستل شي. راتلونکې کې دې دغه پروګرامونه جوړ شي. د یوه ولایت ځوانان دې بل ولایت ته لاړ شي، یو څو ورځې دې تیرې کړي، وه دې ګرځي او د خپلو خلکو سپیڅلې مینه او میلمه پالنې په اړه دې له نورو سره معلومات شریک کړي.
دغه شان د بامیانو بزګران دې ختیځ ته راشي او دلته دې له بزګرانو سره د کچالو کرلو تجربې شریکې کړې، د ختیځ دې هلته لاړ شي او د بادرنګو، ګلپیانو او نورو سبو په اړه دې ور سره تجربې شریکې کړي.
د پنجشیر، سمنګان، بادغیس خلک دې کندهار، ارزګان، زابل … ته لاړ شي خپلو کې دې د بادامو، پستو، شفتالو او… په اړه خبرې وکړې. په سوغات کې دې له ځان سره یو یو کریټ میوه ویسي او بیرته دې له هغه ځایه راوړي.
له دوی به خامخا کور کې ماشومان پوښتنه کوي او چې پوه شي دا خوږه میوه ورته د فلاني ولایت خلکو ورکړې، له همدې ځایه یې ورسره په نالیدلې توګه مینه پیدا کیږي او دا مینه بیا ورسره همداسې یو ځای وده کوي.
زه به در سره خپله تجربه شریکه کړم:
د پنجشیر په اړه ما عجیبه تصور درلوده. دا تصور ښه نه و. د شهید اونۍ په ورځ په ښار کې دوی او دوی ته د منسوبو خلکو بې بندوباره ګشت ګذر، د ځینو محدودو خلکو له خوا د افغانستان له نوم سره مخالفت او… زه په ټولو شکمن کړی وم. که په دې اړه ما ۱۰۰۰ تقریرونه هم اوریدلی وای او په لسګونو کتابونه مې لوستي وای، نو ذهنیت مې نه بدلیده.
خو کله چې مې هلته سفر وکړ او د نا بلده کلیوالو محبت او صمیمیت مې ولیده؛ نو پوه شوم چې هیڅ ډله د ټولې سیمې او قام نماینده ګي نشي کولای.
زه، د دفتر له څو نورو ملګرو سره د ۲۰۱۴ کال د اګست په ۲۸ مه، د ګران ملګري او د هغه مهال دفتري همکار ښاغلي Omar Mohammadi په بلنه د پنجشیر سفید چهر ولسوالۍ ته لاړم. دا سفر مې ډیر لنډ و، د پنجشنبې په ماسخوتن ورسیدو او سبا د جمعې له لمانځه وروسته بیرته راوخوځیدو. خو په دې کم وخت کې مې له ګڼو کلیوالو سره خبرې وکړې. د هغوی مینې، محبت او میلمه پالنې متاثره کړم. حتی یوه سپین ږیري ته مې په ټوکه وویل: بابا، موږ چې کله د پنجشیري نوم واورو نو ذهن ته مو چاقو کش، ټوپک مار راشي او تاسې دومره نرم خلک یئ. هغه موسک شو او بیا یې ویل:
هر قام کې ښه او بد، نیک او لوچک خلک شته. دوی زموږ نمایندګي نشي کولای. موږ هم ترې نفرت لرو.
دغه شان ممکن د پنجشیر خلکو ته به زموږ خلک متعصبه او پنجشیر ضد ښکاري؛ خو که راشي او له نږدې یې وګوري نو دا شک به یې غلط ثابت شي.
نو که راتلونکی حکومت واقعا ملي وحدت غواړي، له همدې لارې ټینګیدای شي. کله چې د عامو خلکو منځ کې محبت، اعتماد او ورورولي راټینګه شي؛ نو بیا محدود قامي دلالان خپله حاشیې ته کیږي. بیا څوک د بل ولایت له خلکو سره مخالفت نه کوي، یوازې هغه ورته محترم وي چې وطن ته کار وکړي او د خلکو خدمت وکړي هغه که د هر ځای وي. بیا به هره سیمه د خپلې سیمې له غلو، خاینانو او مفسدینو نفرت کوي او بیا به رایې د ژبې، قام، مذهب او سیمې له مخې نه وي. هغه څوک به ولسي ملاتړ لري چې وړتیا یې لري.
د داسې ورځې په هیله چې له هر ولایته همدا یو غږ راپورته شي:

“همګی پک برابریم “

(Visited 38 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.