The news is by your side.

د ۱۳۹۸ کال د میزان ۶مې نېټې ټاکنې: یو فرصت څو ننګونې

شوکت الله عابد

0

په یوه ولسواکه، دموکراتیکه او ځان بسیا ټولنه او جغرافیا کې د ولسمشرۍ ټاکنې ترسره کول ممکن له ننګونو سره ډیر فرصتونه هم له ځانه سره ولري، خو برعکس دا هم له باوره لرې نه ده چې په پرمختللو هېوادونو کې هم دا او دې دته ورته ملي پروسې له ناندرویو او کمیو سره مخ وي. له بله پلوه، افغانستان ته ورته هېوادونو کې ټاکنې بې له شکه له ځانه سره ډیر ابهامات لري چې د همدې ابهاماتو د وضاحت لپاره دیر فرصتونه د همدې ټاکنو په پایله کې ایجادیږي.

نو زمونږ هېواد چې څه د پاسه څلویښت کلونه کورنیو جګړو او بهرنیو لاسوهنو له لاسه باثباته ورځ نلري، اقتصادي او د ټولنیزې پرمختیا شاخصونه یې ړنګ او متضرر شوي دي، په داسې هېوادونو کې د ټاکنو ترسره کول او یا هم د دموکراسۍ او ولسواکۍ تمثیل لا ډیر سیاسي جرئت او اقتصادي قدرت تر څنګ ټولنیزې باورمندۍ ته اړمن وي. د ۲۰۰۰ میلادې کال را پدیخوا زموږ ملت حقیقي او حکومتونو مو نسبي هڅې کړي چې شته بدبختیو ته حل لارې ولټوي خو په دې وروستیو کې د ملت سیاسي شعور دومره لوړ شوي چې دنړۍ په شان فردمحوره سیاستونه ورځ تر بلې کم رنګه کیږي او سیستم محوره، نظام محوره شعوري پریکړي نهادینه کیږي، چې موږ دا چاره سیده د ملت سیاسي شعور پورې تړلې شو.

اوسمهال چې د ټاکنو د کمرنګۍ بحث د رسنیو او سیاسیون د خبرو سرټکې دي نو دا باید څرګنده شي چې د ټاکنو کمرنګه کیدو اصلی څوک ؤ؟

که موږ د دې اصلي پوښتنې د اساسې ځواب په پایله کې ویلی شو چې د دې کمرنګۍ او بې باورۍ اصلي مسؤلین سیاسیون دي، دوي د خلکو اذهان او د ټاکنو په پروسه بې باورۍ ته زمینه برابره کړه، او همدې په لومړي قدم کې مؤقت حکومت ته منتظر ؤ او هر شپه  به یې د امریکا ولسمشر ټرمپ ټویټ ته سبا کوله او د مؤقت حکومت او د واک او قدرت د و یش په تمه و.

که مبالغه او مغالطه و نه شي نو ویلې شم چې د ولسمشر غني په ګډون څو تنه د ټاکنو په ترسره کیدو باوري و، د یادښت په ډول یې وایم چې؛ زما هغه ماښام هم یادیږي چې  د طلوع په نوم یوه خصوي تلویزون کې یو خبریال له ولسمشریزو ټاکنو څخه څو ورځې د مخه د ولسمشر غني څخه همدا پوښتنه وکړه چې، ایا ټاکني کیږي؟

ولسمشر په ډیر جرئت وویل، تاسې په دموکراسۍ، ولسواکي او د دې زړور ملت په اراده ولی باور نه لرئ؟

نو له همدې زاویی یادښت ته اړتیا ده چې ټولنیزو، چاپې او للکترونیکی رسنیو هم دې ملي پروسۍ ته ډیر تمایل نه درلود او د بې باورۍ فضا د پراختیا له پاره یې کار کاوه.

بله مهمه خبره داده چې د تيرو ولسمشریزو  ټاکنو پروسه او همداشان د ولسي جرګې د ټاکنو پروسه چا بدنامه کړه، همدې سیاسیون او همدې رسنیو؛ هو شاید ټول سیاسیون او ټولې رسنۍ هم یوشان منفی انګیرنه او د دموکراسۍ او ولسواکۍ ضد عمل نه وي کړي خو بیا هم فضا دومره مغشوشه شوه ولسي باور یې متأثره کړی و او همدا هم یو علت و چې بالاخره یې د ۱۳۹۸ هـ  ش ولسمشرۍ په ټاکنو سیده تأثیر واچوه او ایله تر دوه میلیونو زیات او کم وګړو په ټاکنو کې ګډون وکړ.

د کورنيو کشمکشونو تر څنګ د ټاکنو کمرنګه کیدو او بې باورۍ له پاره ګاونډیو هېوادونو هم بې دریغه هلې ځلې وکړی، او د دې ادعا په اړه دومره ویلو شو چې د ولسمشرۍ ځینې نوماندانو، نور نوماندان له ګاونډیو څخه پیسۍ ترلاسه کړي دي، او یا هم بهرنیو دوي تمویل کړي دي د دې تر څنګ لکه د تل په څیر بهرني هېوادونو د افغانستان په سیاسي ثبات کې سیده ونډه لرلې ده او لري یې نو موخه دا چې دوي ځینې سېمي قصدآ ناآمنه کړي او حتي له ټاکنو د مخه یې د کابل په ښار مرګوني وحشتناک بریدونه وکړل او ولسي وګړي یې د ټاکنو په امنیت بې باوره کړل، حال دا چې د هېواد په ملي ثبات او امنیت کې د امنیتي او دفاعي ځواک سرښندنې، قربانۍ او میړانه د خورا درښت او ستاینې وړ ده.

د دې هر څه سره سره د ولسمشر غني د حکومت اراده، د موکراسۍ او ولسواکۍ اصولو ته ژمنتیا او د مترقي افغانستان هیلې هغه اساسی فکتورونو چې د دې ټولو ننګونو سره یې یو ځای عامو وګړو په ټاکنو کې د ګډون جرئت وکړ او د ۱۳۹۸ کال د میزان ۶مه نېټه یې د لومړي ځل له پاه نړیوالو ته دا وښودله چې دا ملت لا ژوندی دی او لا هم په ولسواکۍ باورمند دی.

که له دریمې زاویې د ټاکنو کمرنګتوب ته وګورو نو هغه مشران، جهادي او غیري جهادي سر او منځلارې چې ځانونو د افغانستان  معاصرې ولسواکۍ بنسټ ایښودونکی بولې، په ټاکنو کې یې ګډون نه و کړی او دا ملي پروسه یې تحریم کړی وه.

د ټاکنو د د ې ملي پروسې په اړه خپل نظر په دې تورو راغونډوم چې دا پروسه د ټولو ننګونو سره سره د تېرو ولسمشریزو، پارلماني او ولایتې شوراګانو د ټاکنو په نسبت له هره اړخه رڼه او ولسي وه، تر ټوله ستره ځانګیړنه یې دا وه چې تر ډیره د خلکو او کمپاینرانو په هڅو ولس نوماندانوته رایه ورنکړه، د ټاکنو اکثریت ګډونوالو په تدبیر او شعور خپله رایه وکارولو او د جمهوریت او ولسواکۍ د بقاء له پاره یې خپله اراده بیا ډاګیزه کړه چې همدا ستر ملي او طلایی فرصت مو د سیاسي ثبات او پرمختګ نیمګړی باب راتکمیلوي.

د دې ترڅنګ مې راتلونکي تشکیلیدونکی حکومت دا ته وړاندیز دی چې قاطع، متعهد او متخصص حکومت او کابینه تشکیله کړي، د اساسې قانون مطابق دولتي او حکومتي ساختار ایجاد او د موازي تشکیلاتو له منځه وړلو له پاره قاطع اقدام وکړي او ځوان روشنفکره او باشعوره آګاه نسل تقویه کړي، په سیستم جوړونه تمرکز وکړي د ګاونډیو هېوادونو سره د رقابت پرځای په شته فرصتونو متمرکز شي او د هېوادنۍ هوساینې له پاره امنیتي او دفاعي قوتونه لا پیاوړي او د قانون حاکمیت ته بشپړ ژمن پاتې شي.

په همدې هیله د یو هوسا، ارام او آباد افغانستان په په اراده.

شوکت الله عابد

۱۰/۷/۱۳۹۸

کابل-افغانستان

(Visited 12 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.