The news is by your side.

د ۲۱ پیړۍ دوهمه لسیزه او افغان ولس

جاوید ستانکزی

0

د ۲۰۲۰عیسوی میلادی کال له پوره کیدو سره د یوویشتمي پیړۍ دوهمه لسیزه پوره شوه او د دریمي لسیزی پیل په داسی حال کې وشوچې د کرونا ناروغۍ بلا تفریقه د نړۍ ټول ملتونه، د هغوی ټولنیز او اقتصادي ژوند ترخپل اغیر لاندی راوستی چې تر دی اوسه له ۹۳ ملیونه زیات کسان په یادې ناروغۍ اخته او له ۲ ملیونو زیاتو کسانو د یاد ویروس له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی، خو له دی سره سره د خوښۍ خبر دادی چې دیاد ویروس واکسین ایجاد او د نړۍ په متخلفو هیوادونو کې د تطبیق په حال کې دی.

په تیره لسیزه کې ډیری تاریخي پیښې ترسره شوی لکه د عربي نړۍ پسرلی (که څه هم په ۲۰۱۰ کې پیل شو)، په ۲۰۱۱ کې د اسامه بن لادن وژل کیدل او په ۲۰۱۷ کې د ولسمشر ټرمپ ټاکل کیدل. د نړۍ د نورو هیوادونو په څیر افغانستان کې هم ډیر څه پیښ شول د بیلګې په ډول په ۲۰۱۱ کې د استاد رباني وژنه، د افغانستان په تاریخ کې په ړومبي ځل د یو منتخب ولسمشر له لوري بل منتخب ولسمشر ته د امن او وروری په فضا کې د واک انتقال، د فرخندی نومي میرمنی وژل او بیا سوځونه، په ۲۰۱۶ کې د ملامنصور وژل کیدل، د ۲۰۱۹ کال د جنوری په میاشت کې د طالبانو په ټانکری چاودنه کې له ۱۰۰ د ډیرو کسانو وژل کیدل، د ۲۰۱۹ کال د سپتمبر په میاشت کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې تړون او د ۲۰۲۰ کال د سپتمبر په ۱۲ د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بین الافغاني مذاکراتو پیل، یادولای شو. په تیرو کلونو کې د افغانستان سوداګري وده وکړه، سړکونه، پلونه، هوایې دهلیزونه، د اوبو او برق بندونه، د ریل ګاډي خط او نوری ډیری پروژو پلي شوی چې یادول یې هیله بښونکي دي.

خو ددی ترڅنګ ځینې منفی خبرونه هم شته چې لیدل او لوستل یې د انسان زړه ریږدوی د بیلګی په ډول د یوناما د راپور په اساس یواځې د ۲۰۰۹ او ۲۰۱۹ ترمنځ تر۳۵۰۰۰ زیات ملکي کسان وژل شوی او له ۶۶۰۰۰ زیات ملکي کسان ټپیان شوي. که څه هم د مرګ ژوبلې خبرونه د هیواد له ګوټ ګوټه راځې خو په پورته دواړو ارقامو کې ډیری مرګ او ژوبله په پښتون میشتو سیمو کې پیښه شوی چې دا لړۍ تراوسه روانه ده. د پخواني ولسمشر حامد کرزي د انتقالي دورې له پیله تر دی دمه د هیواد اکثریته پښتون میشته ولایتونه نا ارامه او ولسونه یې له بنیادی انساني حقوقو بی برخې دي. د نړیوال سازمان د راپور په اساس په افغانستان کې په هرو دوه ماشومانو کې یو یې له اړینو واکسینو څخه بې برخی دی یعنی د راتلونکو نسلونو روان او فزیک دواړه له ګواښ سره مخ دي او ددی ترڅنګ یاد راپور دا هم په ګوته کوی چې په هرو ۱۰ ماشومانو کې ۶ یې د فقر یا غربت له وجې سخت زیانمن شوي.

که څه هم یواځې جنګ نه دی چې افغاني ټولنه ګواښي د فقر، طبی سهولتونو نه شتون ترڅنګ تر ټولو ستر ګواښ چې افغان ولس او په خاصه پښتنو راتلونکې ګواښي بی سوادی یا د جهل تیارې دي. د یونیسف د راپور په اساس د طالبانو او جنګي ډلو له برکته تقریبا ۲۲ لکه (۲ُ۲ ملیونه)ماشومان چې د ښونځیو د تګ عمر لري له زده کړو بی برخې دي او دا چې د نا امنیو له امله يواځې په تیرو څو میاشتو کې ۴۰۰ ښونځي د هیواد په مختلفو برخو کې تړل شوی چې اکثره یې په ارزګان، زابل، غزني ، کندهار، هلمند، فراه ، پکتیکا، پکتیا او ننګرهار کې دي. یاده د وي چې د هیواد په نورو ولایاتو کې هم ښونځي تړلي خو په هغو کې د تړل شوؤ ښونځیو ارقام د پورته ذکر شویو ولایاتو په نسبت کم دي. په افغانستان کې د ښونځیو تړل کیدل یواځې یو کال یا څو کلونو پوری محدوده خبره نه ده بلکه د طالبانو د واک له مهاله دغه ستونزه پیل او تر ننه دوام لري. د ښونځیو تړل کیدل یواځې تر لیک او لوست پوري محدوده خبره نه ده بلکه د هیواد په اقتصادي، سیاسي او دفاعي سکتور کې د بی برخي کیدو په معنی ده چې اغیر به یې په راتلونکې کې حس شي. تړل شوي ښونځې په هغو سیمو کې دي چې د طالبانو تر نفوذ لاندی دي نو طبیعی ده چې د ښونځیو د بندیدو او تعلیم د مخنیوی مسؤلیت هم د طالبانو پر اوږو دی.

په افغانستان کې د روغتونو، ښونځیو، پلونو، سړکونو او جوماتونو ړنګولو اعزاز هم د حکومت مخالفه ګروپونو په برخه رسیدلی او طالبان د دغه لست په سر کې دي. دا هرڅه هره ورځ د طالبانو له خوا په خپرو شویو ویدیويې او کتبي پیغامونو کې چې د ټولنیزو رسنیو له خوا خپریږي لیدل کیدای شي او دغه سلسله د هیواد په ټولو ولایاتو کې روانه ده. طالبانو په خپلو کړنو سره هیواد ته په ټوله او په خاصه پښتنو ته نه جبرانیدونکي زیانونه اړولې حال دا چې د طالبانو نفوذ یواځې په پښتون میشته سیمو کې زیات دی او د دوی اکثره مشران پښتانه دي خو تر اوسه د ژوند په مختلفو ډګرونو کې طالبانو په خپلو کړنو او غلطو پالیسیو پښتنو ته بل هرچا زیات زیان اړولی دی.

د طالبانو مشران هم د جهادي ډلو دمشرانو په څیر له سوکاله ژونده برخمن دي، د دوی اولادونه له هیواده بهر تعلیم ترلاسه کوي، د ژوند د نورو اسانتیاؤ ترڅنګ بهترین طبي سهولتونو ته لاسرسی لری چې یوه ښه بیلګه یې ملا اخترمنصور دی چې د پاکستان د ډان اخبار په اساس په پاکستان کې د کورونو ترڅنګ د ژوند بیمه یې هم درلوده. کچیری په قطر کې د طالبانو ویاند ډاکټر نعیم د زده کړو او د طب د لوستلو حق لري نو دغه حق په هلمند، فراه، ننګرهار یا فاریاب کې ماشومانو او ځوانانو ته ولي نه ورکول کیږي. (طلب العلم فریضة علی کل مسلم و مسلمة)

د پورته ذکر شویو ستونزو په هکله افغان حکومت ته هم برأت نشی ورکول کیدای، که د ولسمشر غني ړومبۍ او دوهمې (موجوده) دورو ته وکتل شي نو ویل کیدای شي چې د پوهنې، روغتیا او سیمه ایزو ادارو په غښتلتیا کې یې لاسته راوړنې مثبتې نه دي. البته د ولسمشر په نیت، علمیت، تجربي او صداقت کې شک نشته خو لکه څرنګه چې دده په تیره دوره کې ولسمشري ماڼې ته ځینو نږدی چارواکو خپل د خوښې کسان په مهمو دولتي چارو ګمارل، په اوسنی دوره کې هم داسی څیرې شته چې خپل د خوښې کسان د ځوانانو په نامه په خاصو او مهمو ادارو کې ځای پر ځای کوي چې د منفي لاسته راوړنو له کبله د ولس او دولت ترمنځ د فاصلو د پیدا کیدو سبب ګرځي.

یادونه: ددغې لیکنې هدف په هیڅ وجه په قومونو کې د فرق په معنی نه ده بلکه دا یو تریخ حقیقت دی چې پښتانه ورسره لاس او ګریوان دی. عصر بدل شوی، په یو ویشتمه پیړې کې د قومونو کمیت نه بلکه کیفیت مهم دی خو کچیری د زده کړو مرکزونه تړلي، د پرمختګ مخه ډپ شوی وي نو کیفیت څرنګه لوړیدلای شي. دا فیصله د پښتون میشته قومي مشرانو او په ټوله کې د افغان ولس په لاس کې ده چې خپلو راتلونکو نسلونو ته د جهل تیاری او که د علم د رڼا په سنبالولو سره یې د سیالانو سیالوي.

جاوید ستانکزی – لندن

(Visited 26 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.