The news is by your side.

راويښيدل – د چاپير له فکر خلاصون

قدرت الله هېوادپال

0

د دې ليکنې هدف، څرنګه کولای شو لدې متل چيرې چې اوسی په خوی به د هغوی سی څخه ځان خلاص کړو.

بشري خواص په نړيواله توګه يو ډول وي، زموږ په اصطلاح کې به ورته پر واقعيتونو سترګې پټول، څوک به ورته د فيل په غوږ کې ويديدل، څوک به ورته د فيل مرغ په څير په شګو کې سر خښول او يا څوک به ورته د پيشو په ليدلو د کوترې په څير د سترګو پټول وايي، خو خبره ټوله همدې ته راځي چې پر داسې معلوماتو سترګې پټول دي چې د شخص پر مزاج برابر نه وي.

کيسه کا: پخوا زمانه کې يو باچا وو، شاوخوا يې زموږ د درباريانو غوندې تالي څټي غوړه مالان راغونډ کړې وو چې باچا ته به يې هیڅکله سپينه خبره نه کوله، لکه دا زموږ خان بهادر په څير چې کله د جنازې په لمانځه کې سجدې ته دانګي او کله پکتيا آبادوي، ټولو به دې باچا ته سهار او ماښام د هغې د طبعې خبرې کولی، چې وطن ګل او ګلزار دی او خير خيريت دی، وايي يوه ورځ يو خياط راغی باچا ته يې ويل چې تا ته مې يو ډول جامې ګنډلي چې په نړۍ کې ثاني نه لري، خو د جامو کمال دا دی چې يوازې هغوی ته ښکاري چې باچا پرې ګران وي يا باچا او وطن ته صادق وي، خو څوک چې په زړه کې خيرې ولري نو دا جامې نه ويني.

نو دې خياط باچا ته وويل چې جامې دې وباسه چې دا نوي کالي/ جامې واغوندی، په حقيقت کې له خياط سره هیڅ نه وو، خو په باچا يې اوسنۍ جامې هم وويستلی او د نوو جامو پر پيښو يې داسې احساس ورکړ چې نوی جامې وراغوندي، پخپله باچا هم څه نه ليدل خو غږ يې نه کا، خياط په اصل کې نوي څه ورنه کړل، خو د دې پر ځای چې د باچا شاوخوا بړيڅي باچا ته ووايي چې لوڅ يې ټولو يې د نوو جامو صفتونه کول، چې څومره ښکلي ښکاري او د خياط پر مهارت يې آفرين وايه.

وايي پدې کې کوم ليونی پر دربار برابر شوی وو له هغه ځايه يې راغږ کړ چې باچا بربنډ دی.

green palm plant

اکثره ادارې سره لدې چې ټول پوهيږي څاه ته لويږي، خو ټول پکې خوشحاله وي يا څوک هیڅ نه وايي چې له تاوان سره مخ يو، اکثريت يې د نورو په ځانګړي ډول د مشرانو پر خوشحالولو لګيا وي، د ادارې په چوکاټ کې موږ عموماً له داسې ستونزو سره لاندينيو عواملو له کبله مخ کیږي:

د صيب صیب رواج يا کنفرميشن بياس 

کله چې يوازې پر هغه څه متمرکز شو چې زموږ له نظريې سره سر خوري، او هغه څه چې زموږ له نظر سره مخالف وي پر هغې سترګې پټوو. يا پر بله وينا هغه څه چې کولای شي د صيب پر وړاندې زموږ ارزښت ډير کړي هغه وړاندې کوو، او څه چې پوهيږو د خان پر مزاج برابر نه دي، له هغې ډډه کوو.

پدې سترګو پټولو کې ښايي ناخوښي معلومات له پامه وغورځول شي يا پرې سترګې پټې شي، يوه څيړنه وايي چې د ونډو په بازرا (سټاک ايکسچنج) کې پانګه اچوونکي په هغه صورت کې خپله شخصي پانګه يا سرمايه ګذاري ډيره څاري او چک کوي يې که چيرې د بازار ونډې مخ په لوړه روان وي، او خپله ګټه حسابوي، خو د بازار مخ په ټيټ راتګ کې خپلې ونډې نه څاري، ځکه نه غواړي له خپلې طبعې سره ناسم معلومات وګوري. ورسره ښايي دا فکر هم وکړي چې د هر چا پانګه به ډوبه شي، خو زه دومره هوښيار يم، زما ولې ډوبه شي يا زما قضيه يا ځای له نورو سره فرق کوي.

څه چې ستاسې د ټولو خوښه وي يا ډله ييز فکر

کله چې خلک هغه فکر ته لومړيتوب ورکوي چې ټولو ته د منلو وړ وي، او هیڅوک د غوڅې او سپينې ویلو ته زړه ښه نه کړي يا ونه غواړي داسې څه ووايي چې د ادارې په کلتور کې ټولو ته د منلو وړ نه وي. عموماً ټولو ته د منلو وړ خبرې بحث د کلتور، ژبې، سياست، مذهب، جنس او نورو په رڼا کې هم کيږي، خلک له داسې خبرو ډډه کوي چې فکر کوي په دې کلتور، رواج يا ژبه کې برابر نه دي.

ښايي يو ډير ښه نظر وي خو لدې کبله د هغې له بيانولو څخه ډډه کيږي چې ښايي په کلتوري، سياسي، ژبې يا نورو چوکاټونو او قيوداتو کې برابر رانه شي.

برياليتوب ته لومړيتوب

د دې پر ځای چې برياليتوب په اصل معنا کې تعريف شي موږ يې داسې تعريفوو چې زموږ له معيارونو سره برابر وي، يا پر هره بيه او هرې لارې چارې چې وي شخص بايد بریالی شي، او دې پسې څوک ونه ګرځي چې دا کار پر اصولو برابر دی يا نه!. په اداره کې هغه خلک ياديږي چې بریالي وي خو هغوی چې د يوې نوې چارې هڅه يې کړي وي خو ناکامه شوي وي، له هغوی څخه يادونه نه کيږي.

مهمه نه ده څرنګه يو ځای ته څوک رسيږي یا چاره سر ته رسوي، بریالی هغه دی چې پر هغه چوکۍ ناست دی يا کار يې کړی دی، که پدې لاره کې يې قوانین مات کړي وي يا له نورو بدو تير شوی وي، مهمه نه ده، مهم يې اوسنی موقف او ځای دی.

له پخوا سره تړل

عموماً داسې ګڼل کيږي چې موږ د خلکو راتلونکي د هغې د اوسني اهليت پر اساس ټاکو، یعنې که يو څوک په اوسنۍ دنده کې بريالی وي، نو داسې فکر کوو چې هره چاره وروسپارل شي دا به په هغې کې بریالی وي، همدا فکر بيا د چارو په اړه کې هم وي.

دلته په اداره کې له پخوا سره له تړلو څخه هدف دا دی چې مهمه نه ده يو څوک په يوه چاره کې څومره هڅه وکړي، ادارې کې خلکو سره تل دا فکر مل وي چې دې چارې پخوا کار نه وو کړی نو دا ځل هم کار نه کړي، يا يو څه پخوا بريالي وو نو دا ځل به هم بريالي وي.

person sitting beside table

په فردي لحاظ په اداره کې د داسې کلتور رامنځ ته کولو کې اشخاص هم پړ وي، که د ادارې له کارکوونکو سره دا لانديني فکرونه وي، موږ يې پاسنۍ ذکر شوې اغېزې وينو:

که مسلکي پيژندنه د شخص پيژندنه شي، په اداره کې مسلکي خلک راټوليږي، اصولاً خو بايد مسلکي پيژندنه د ژوند يوه برخه وي نه دا چې ټول ژوند له دفتر راتاوو وي، خو نن سبا تر ناوخته په دفترونو کې پاتې کيدل او آن په کور او رخصتيو کې هم رسمي چارو سره بوختيدل د دې سبب شوي چې د خلکو مسلکي او شخصي پيژندنه سره ګډه شي، چې له کبله يې خلک خپل مقام او رسمي مشغولتياوو ته له اړتيا ډير ارزښت ورکوي.

نو هر کله چې له شخص سره دا پوښتنه پيدا شوه چې زما ټوله پيژندنه يوازې همدا چوکۍ او څه چې کړم دا ده، نو په هره بيه چې وي خپله دا پيژندنه ساتي.

که شخص پوه وي چې زه په لياقت نه خو په واسطو او زاريو راغلی يم، هر کله چې په واسطو او يوازې په شخصي پيژندنو څوک وګمارل شي، نو هلته هم د خلکو وفادارۍ د ادارې پر ځای شخص ته وي، سره لدې چې که چيرې لايق او اهل خلک د شخصي پيژندنې له لارې استخدام شي، خپلې ګټی لري، خو که چيرې نااهله او فاسد خلک د شخصي پيژندنې يا سياسي ملحوظاتو له کبله پر اداره بار شي، نو د ادارې پر کلتور ډيره ناوړه اغېزه ښندي.

که شخص د داسې سلوک خير پخوا ليدلی وي، عموماً انسان له بدلون سره څه دومره جوړ نه دی، غواړي هغه حالت چې اوس دی ښه وي که بد بايد دوام وکړي، نو ځکه خپل سلوک هم د پخواني غبرګون په رڼا کې ټاکي، که چيرې په اداره کې خلکو د غوړه مالۍ ګټې پخوا ليدلي وي، نو همدې سلوک ته دوام ورکوي.

دا ډول سلوکونه ښايي په لنډه کې په اداره کې يو مصنوعي آراموالی په ځای کړي، خو په اوږده کې د ټولو په تاوان تماميږي، ښايی هر يو فکر وکړي چې هر څه سم روان دي، او اکثراً پر اسانو موضوعاتو توافق کيږي او ستونزمن موضوعات پر دې تمه ډډې ته کيږي چې وروسته به ورته راوګرځو، خو بيا هیڅکله پر هغه موضوعاتو بحث نه کيږي، هر جنجالي بحث ډډې ته کيږي، چې په پای کې ښايي ډيره کوچنۍ موضوع ډير لوی کړکيچ رامنځ ته کړي.

printed sticky notes glued on board

اوس که دې پوښتنې ته راشو چې د حل لاره يې څه ده، څه ورسره وکړو، عموماً لاندې لارې چارې مرسته کوي:

ويره له منځه يوسئ،

دا هر څه په اداره کې د حاکمې ويرې او ناوړه اداري کلتور له کبله رامنځ ته کيږي، له ويرې هدف دا دی چې هر څوک فکر کوي که چيرې په يوه ډله کې ونه اوسی، د خان بې ځایه صفتونه ونه کړی، ورسره ميلمستياوو ته ولاړ نه شی، پر فيسبوک يې تعريفونه ونه کړی، او داسې نورې غير مسلکي او له کاري چوکاټه بهر چارو کې دخيل نه شی، نو له ستونزو سره به مخ شی.

دا ويره او فکر وي چې سپينه او غوڅه خبره يا له ځانه ابتکار ښودل ناوړه اغېزې لرلی شي، او کار يا پرمختګ مو پر دې نه تلل کيږي چې څومره زيارکښ ياست، بلکې پر دې تلل کيږي چې په کومه ډله کې ياست، څومره سياسي يا د چيغو زور لرئ او که چيرې اداره تاسې سره ناوړه يا غير مسلکي عمل وکړي آیا غبرګون به وښاياست.

يا پر بله معنا تر ټولو بې شرمه او لوړ غږ سپين سترګی تر ټولو مخکې وي.

خلک پر لياقت وګمارئ،

لياقت بيلابیل ډول تعريفيدای شي، هدف له ګمارنې پر دندې له ګمارنی نه دی، سمه ده چې دندې بايد پر لياقت ورکړل شي، خو که چيرې داسې ادارې ته ولاړئ چې له وړاندې پکې ډير خلک کار کوي، نو ضرور نه ده چې له سره نوي خلک ونيسئ يا خپله ډله راولئ، دلته هدف دادی چې ځان پوه کړئ څوک د کوم کار لپاره ښه دي، او بيا سلوکونه، لياقتونه او خوښې له کار سره همغږی کړئ.

هیڅوک په هر څه کې ښه نه دي، هر څوک د خپل لياقت او توان ځانګړی ساحې لري، د مشر يا مسؤل په توګه ځان پوه کړئ چې څوک په څه کې ښه دي، او پر هماغه اساس دندې او مسؤليتونه وويشئ، او هغوی چې فکر کوئ هیڅ نشي کولای، د ضعف ساحې يې وپيژنئ، ورسره وغږيږئ او هڅه وکړئ ضعف يې ليرې کړئ.

پر ځان نيوکه وکړئ او نور وهڅوئ هر څه وپوښتي،

پوښتنې وکړئ، پر کار نيوکې وهڅوئ، خپل اشتباهات ومنئ، خلک پوه کړئ چې کار زموږ د ژوند يوازې يوه کوچنۍ برخه ده، او اشتباهات د دې کوچنۍ برخې يوه بله ډيره کوچنۍ برخه ده، ناکامي بايد د يو چا تقدير ونه ټاکي، په اداره کې د نوښت هڅولو لپاره تر ټولو مهم د ناکاميو منلو رواج دی، هره اداره چې خلکو ته په کار کې خلاص مټ ورکړي او ورسره هغوی وهڅوي چې د کار نوې طريقې وازمويي هلته د ناکاميو منلو لوړ زغم هم موجود وي.

ځان او نور وننګوئ،

د ناکاميو له منلو سره خلک دا احساس پيدا کوي چې د خپل آرام له ساحې واوځي او داسې څه وکړي چې پخوا يې نه وي کړي، يا د ستونزو لیدو په صورت کې د هغې د حل په لټه کې شي، او ورسره دا ومني چې که چيرې ناکام شوم نو اداره به مې بد نه وايي او ښايي ومې هڅوي. پر همدې فکر تاسې هم ځان وننګوئ، د ورځنيو چارو نوو او بهتره طريقو حل په لټه کې شئ، هر کله چې موږ نوي څه ونه کړو تر هغې نه ناکاميږو يا تر څو چې ځان ونه ننګوو نوي څه نه زده کوو.

او په پای کې

راتلونکی تعريف کړئ،

د هرې غونډې يا چارې په پيل کې راتلونکی حالت يا چيرې غواړئ چې ولاړ شئ تعريف کړئ، او ټولو ته وښاياست هر هغه څه چې موږ دغه حالت ته نه رسوي، له هغې ډډه وکړئ. خلکو ته وواياست هر هغه سلوک، کړه وړه يا عمل چې له موږ سره زموږ په هدف کې مرسته نه کوي له هغې خان وساتئ او که چيرې په نورو کې يې ويني نو ور په ګوته يې کړئ، چې ځان ترې وساتي او د ادارې د زيرمو د ضياع مخه ونيول شي.

عموماً، څوک چې په اداره کې کار کوي ټول ښه له بدو بیلولای شي، خو ستونزه دا وي چې کله حاکم کلتور او يا مشر له خلکو قصداً يا غير ارادي توګه وغواړي چې دلته د ښو او بدو تعريف زه کړم يا څرنګه چې ټول عمل کوي هماغسې پر مخ ولاړ شئ نو بيا هلته دا سلوک د نورو ډيرو ستونزو سبب ګرځي.

دا بحث د حضرت عمر (رضپر دې وينا راټولوو چې زما بدترينه دوست هغه دی چې ما ته مخامخ سپينه خبره نه کړي، يا هغه مې دښمن دی چې ما ته غوړه مالي کړي.

hiwadpal.com

(Visited 32 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.


cheap jerseyscheap nfl jerseyscheap mlb jerseyscheap jerseys