The news is by your side.

راځئ چې د ژوند تېرولو؛ لومړیتوبونه وپیژنو!

لیکنه : شیرمحمدامیني ستانکزی

0

په پیل کې له خپلې کورنۍ سره ښه او نیک چلند دټولنې په وړاندې مسؤلیتونو ته مو متوجې کوي، چې وروسته دټولنې په نظم کې رغنده رول لوبولای شي، ځکه زموږ  دژوند ټولې چارې  سمبالښت  له کوره پيلیږي . کله چې دکورپه دننه کې نظم او سمبالښت شتون ولري، نو  د آرم ذهن او سکون له مخې کولای شو، چې دټولنې اود ښار ټولې شته ستونزو لپاره منظمه تګلاره  رامنځته او په عملي کولو کې که مو برلاسی درلود،  لاس په کار کیږو او که دترسره کولو وړتیا مو نه درلوده، خو دعامه پوهاوي او خلکو ته د انګیزې پیداکولو توان ځان سره ولرو، څو نور وګړي وهڅول شي، چې یو منظم ژوند پرمخ بیولو لپاره دستونزو او خنډ پرته  یوه ټولنه او ښار ولري .

لکه څنګه چې په ښارونو کې لیدل کیږي، ځیني برخو کې چټلي او کثافات شتون او له امله يې فضاء بد بویه کړې او ناروغۍ هم ددغوسبب کیږي. خو په دې اړه نه یوازې وګړي ګرم وشمیرو؛ بلکې حکومتي اړونده ادار ه دې دخپلو لومړیتوبونو په پیژندنه کې په ښار کې میشته خلکو ته ستونزو د لرې کولو لپاره مهمې آسانتیاوې په نظر کې ونیسي  او ښارکې په کار او بار بوختو کسانو لپاره هوساینې رامنځته کړي، چې په دې توګه دخلکو اړتیاوې پوره او هم به ښار پاک او ښکلی وي .

په ښار کې هټیوال هم دخپلو هټیو له مخې شته کثافاتو پاکې کړي، ځکه دا به يې دپاکۍ په فرهنګ مثبتې اغیزې وښیندي او د ارواپوهنې له مخې د هټیوالو دتوکو په پېر او پلور کې  قیمتي تماميدای شي او دپاکوالې څرګندويي ښيي .

دپاکوالې اړتیا په ټولنه او ښار کې داده، چې دسیمې فضاء د هرډول  ناروغیو له ګواښ څخه په امن کې کوي، دښه او زرغون چاپیریال رامنځته کول  په خلکو کې یو ډول انساني ارزښتونو ته درناوی دی، چې دا به يې داسلامي اصولو په رڼا کې یو ډول نورو خلکو ته ګټې  ترسره کړي وي .

زموږ  داوسیدو ټولنه یوه سنتي او اسلامي ټولنه ده، چې باید داسلام په سپیڅلي ارشاداتو باندې کلک ودریږو او خلکو ته د شر رسولو پر ځای خیرونه و رسو، نو باید دخپل چاپیریال پاکوالې ته ډیره پاملرنه  کې وکړو، څو دنورو ټولنو وګړي زموږ له پاکوالې خوند واخیستلی شي او دښار فضا به مو  له بدبوییو پاکه کړي وي .

دا مهال  په هېوادکې د ژمې سوړ موسم ده، چې ټول ولس ورسره په ستونزو کې راګیر وي او ډیری هغه وګړي، په یاد موسم کې ځوریږي، چې بیوزله او داقتصادله پلوه کمزوري دي، ددې لپاره له حکومتي چارواکو نیولي بیا تر شتمنو کسانو پورې چې په دې موسم کې دبیوزلو لاسنیوی او ورسره خوراکي او غیرې خوراکي توکو مرسته وکړي .

په کلیوالي سیمو کې ځوانان دې لاس په کارشي، چې دتګ او راتګ لارې او کوڅې له  واورو پاکې کړي او د افغاني فرهنګ له مخې  به يې  ګډکار(اشر) ترسره کړي وي، څونور  وګړي  له ستونزو نه لرې واوسي .

داسې نور هم د ژوندانه د تېرولو لپاره  لومړیتوبونه شته دي، چې  په ترسره کولو کې ټول لاس پکار شي او دافغاني او اسلامي وجیبو له مخې به خلکو ته لازمې آسانتیاوې او خیرونه رسولو په برخه کې یو خدمت ترسره کړي وي .

(Visited 21 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.