The news is by your side.

رواني جګړه او اغېزې یې

جنرال دولت وزیري

0

رواني جګړه د دښمن یا مقابل لوري د روحیې کمزوري کولو او د ارامۍ د ګډوډولو لپاره پرمخ وړل کېږي. په دې پټه جګړه کې تر ډېره له تبلیغاتو کار اخیستل کېږي او د تبلیغاتو لپاره له ټولنیزو او نورو رسنیو ګټه اخیستل اړین دي.

که څه هم پخوا د رواني جګړې د لا اغېزناک کېدو لپاره له راډیو، چاپي رسنیو، ټلویزیون او نورو وسایلو کار اخیستل کېده، خو نن سبا د عصر له غوښتنو سره سم د رواني جګړې د پراختیا لپاره له نویو وسایلو کار اخیستل کېږي.

د رواني جګړې پیل د ۱۹۴۰او ۱۹۵۰م کلونو ترمنځ لسیزې ته ورګرځي، چې د امریکا متحدو ایالتونو او پخواني شوروي اتحاد ترمنځ د جګړې کرښې تودې وې.  د دواړو قطبونو ترمنځ د سړې جګړې اصطلاح هم زیاته کارول کېږي چې له ۱۹۴۷م کال تر ۱۹۹۱م کاله یې دوام وکړ.

په نورو عامو جګړو کې ممکن له فزیکي وسایلو کار واخیستل شي، خو تر تودې او فزيکي جګړې سره د ستر بشري ناورين سره مل وي او ټوله مادي او معنوي هستي زيانمنوي.

د دې له پاره چې د ستر بشري ناورين مخه ونیول شي، پوځي پوهانو د يوې بدیلې لارې په لټه کې په لويه کچه روانې جګړو ته مخه کړه او په دې نظر شول چې د روانې جګړو تاثیر د ګرمو جګړو په پرتله زیات، مادي او بشري تلفات يې کم دي.

د شوروي اتحاد، وارسا تړون او سوسيالستي بلاک ماتول د ګرمو جګړو له لارې نه بلکې د روانې جګړې په پایله کی تر لاسه شول. که چېرې همدغه پایله د فزیکي جګړو له لارې ترسره شوي وای، له اټومي وسلو څخه د ګټې اخیستلو په نتیجه کې به ستر بشري ناورين را منځ ته شوی وای.

 که چېرې بېلګې يې په خپل هيواد کې ولټوو دې نتيجې ته رسېږو، چې د پاکستان له خوا د رواني جګړې په پایله کې یوازې ټول بشري او مادي ناورین د افغانستان په برخه شوي دي.

که د روانې جګړې پر ځای له پاکستان سره ګرمه جګړه وای کم تر کمه به ۴۰ سلنه تلفات د پاکستان په برخه هم رسېدلاي وای

 د ګرمو او رواني جګړو موخې سره ورته، بلکې د شکل او د وسایلو له پلوه سره توپیر لري.

رواني جګړې د مکروب په څېر ټولنې له پښو غورځوي، د دې پر ځای چې له بمونو او الوتکو کار واخیستل شي، پر ځای يې له مصنوعي سپوږمکیو ګټه پورته کېږي، د راکټونو او توپونو پر ځای راډيويي امواج کاروي.

د اوبو او خوړو د مسمومولو پر ځای د غلطو اخبارونو او ویناوو په واسطه خپل اهداف تر لاسه کوي.

د پخواني شوروي اتحاد او افغانانو تر منځ په جګړه کې د شوروي پلوه افغان دولت پر ضد امريکايي آزادۍ، د جرمني دویچویله، د بریتانیا بي بي سي، د امریکا غږ او نورو غربي راډيوګانو ستر رول ولوباوه او د دې تر څنګ په پېښور او اسلام اباد کې د ای ایس ای په لمسون او ملاتړ د وحدت او جنګ اخبارونو د افغان دولت پر ضد ډېرې موثرې لیکنې وکړې.

 د بي بي سي رادیو یو کارکوونکی به يې د دولتونو د له منځه وړلو په نامه ياداوه، له نوموړي سره به الوتکې او راکټونه څه چې چاقو به هم نه و، خو د هغه ژبه د اټومي وسلو په څېر وه. د خپلې تېرې ژبې په واسطه يې دولتونه چپه کولای شول، چې د همدغې تېرې ژبې په واسطه نوموړي به رواني جګړه پر مخ وړله او همدغه رواني جګړه بيا د دولتونو د له منځه تللو سبب ګرځېدله.

د بي بي سي لیز دوسيت هم له چا کمه نه وه د ډاکټر نجیب الله د واکمنۍ په له منځه وړلو کې بې له ټانکونو او ستنګر څخه ډېر او موثر رول ولوباوه او په دې لاره کې ډېره ښکته او پورته شوه.

نن ورځ هم پاکستان او ایران په ډېره بېشرمۍ سره زموږ د هېواد پر ضد رواني جګړې پر مخ وړي او د دوی د رواني جګړې په پایله کې مو هېوادوال د یوه او بل په وژلو بوخت دي او په خپلو لاسونو خپل هېواد ويجاړوي.

د همدغو تبلیغاتو له کبله چې د رواني جګړې برخه ده، په هېواد کې ورور پر ورور بېباوره دی، پلار پر زوی او زوی پر پلار.

په ټولنیزو رسنیو کې نن سبا ګڼ داسې حسابونه یا اکاونټونه شته چې د همدې رواني جګړې یوه برخه ده، ځینې یې د ګاونډیو هېوادونو په لمسون په افغانستان کې بېلابېلو حساسو مسایلو ته لمن وهي، په افغان امنیتي ځواکونو پسې ناوړه تبلیغات کوي، د ځینو جګړو په تړاو د دولت د وسلوالو مخالفانو په ملاتړ رواني مبارزه پرمخ بیايي.

په دې خاطر بايد د رواني جګړې دواړو خواوو ته پاملرنه وشي. هم رواني جګړه په سمه توګه پر مخ یووړل شي او تر څنګ يې د دښمن د رواني جګړې پر ضد فعال او اکتیف کار وشي.

(Visited 19 times, 1 visits today)
Leave A Reply

Your email address will not be published.