The news is by your side.

روژه او د دې مبارکې میاشتې په درناوي؛ هېوادوال د سولې او اوربند غوښتنه کوي

0

لیکنه : شیرمحمدامیني ستانکزی

روژه درحمتونو، مغفرتونو او د دوزخ داورڅخه دخلاصون میاشت ده، چې په کال کې یو میاشت په مسلمانانوفرض شوې ده. ددې برکتې میاشتې په وړاندې ټول مسلمانان مکلف دي، چې دخدای (ج) عبادتونه له نورو میاشتو زیات اداء کړي او په دې میاشت کې یوه نیکۍ  په لسو نیکیو حسابیږي، نو دلوی څښتن تعالی عبادت  ترسره کول  له نورو میاشتو څو برابره ثوابونه لري .

روژه دمسلمانانو لپاره یوه داسې عظیمه او له برکتونو ډکه میاشت ده، چې دخدای(ج) بنده ګانو دعاګانې پکې قبلیږي، مومنو مسلمانانو ته دجنت دروازې خلاصې وي  او لوی لوی شیطانان په یاده میاشت کې تړل شوي وي .

دغه مبارکه میاشت څومره دمسلمانانو لپاره  یوه چانسي او طلايي میاشت ده، چې دالهي او نبوي ارشاداتو له مخې مسلمانان وکړای شي روژه له ټولو اسلامي اصولو سره سم ونیسي او ترڅنګ يې  دالله تعالی لپاره ډیر عبادتونه وکړي، دبیوزلو او بې وسو له حال او احوال نه ځان خبر کړي .

روژه دې ته نشو ویلای، چې کله پشلیمی وکړو، بیا تر ماښامه  پورې هېڅ څه ونه خورو، ونه څکو؛ بلکې روژه دې ته  وايي، چې د مسلمان  دبدن هر غړی روژه وي، هغه دا چې مسلمان باید په پوره ډول په خپلې ژبې واکمن وواسي له ناوړو او ناروا خبرو، درواغ او غیبت نه ځان وساتي . دسترګو روژه  په دې مانا چې مسلمان دې ناروا څیزونو ته  ونه ګوري، لکه  نامحرمو ښځو، بربنډو فلمونو او داسې نور.  دلاسونو روژه ؛ د خلکو مال ته  لاس ورنه وړل شي او دحرامو څیزونو نه لاس  په سر شي.دپښو روژه ؛ دحرامو ځایونو ته دتللو مخنیوي وشي.

نور غړي هم شته چې یادونه  يې وخت نیسي، خو  دا هغه مهم  د انسان ظاهري غړي دي، چې ډیری کارونه يې  په  یادو غړو ترسره کيږي. مانا داچې  هر غړی دبدن سړی باید په کنټرول کې ولري، لکه څنګه چې په پورته کې دمسلمانانو دبدن دغړو دمخنیوي او دنه کیدو لپاره څرګندونې وشوې، نو لازم يې ګڼو چې په دغه میاشت کې دیادو غړو کارول په کوم ډول ترسره شي، چې زموږ  روژه نیول په بشپړ ډول سمه   او په اسلامي چوکاټ برابره وي.

په ژبه خلکو ته ښې خبرې، د دین او اسلام په اړه زده کړل شوي مالومات ترنورو رسول، له درواغو، سپکواو سپورو  ویناو، غیبت او نورو خبرو  ژبه ساتل. په سترګو د خپلو ګاونډیو او بېوزلو کورنیو نه ځان خبرول، په لاسونو خلکو سره مادي مرستې کول، په پښو مزل  دجوماتونو او هغه  لوري ته ورتلل، چې دالله تعالی عبادت او داسلام په اړه خبرې کیږي .

زموږ په ګران هیواد کې ډېری بې وسې کورنۍ شتون لري، چې دانساني همدردۍ له مخې او دثوابونو دګټلو  لپاره  شتمنو کسان دې ډېر کوښښ وکړي، چې دناچارو او غریبو کورنیو سره یوڅه اندازه مرستې وکړي، دخپلو مالونو او شتمنیو زکات دې همدغو کسانو ته ورکړي، چې د ژوند چاره يې پرې ښه شي.

همدارنګه  ملي سوداګر او هټیوال دې په خپلو ورځنیو سوداګریزو توکو دپېرلوپه مهال له عدل نه دې کارواخلي، دلوړو بیو څخه دې ډډه وکړي، چې دلوی څښتن تعالی رضا خپله کړي او دبې وسو وګړو ژوند څه ناڅه ښه تېر شي.

په پورته کې څرګندونه وشوه، چې یاده میاشت دخیر، دبدبختیو نه  دخلاصون  اوبرکتي میاشت ده، نو ټول هېوادوال خپل  لاسونه لوی څښتن تعالی دربار ته لپه کړي، چې الله تعالې دې ددغې پرتمینې میاشتې په برکت  افغانستان کې تل پاتې سوله  او امنیت راولي، نور دافغانان کورونه  له وير او ماتم نه خلاصی پیدا کړي.

د دولت مخالفې ډلې دې دلویې قربانۍ ورکولو لپاره چمتو په دې وواسي او  په مېړانه توګه  داسره ووايي، چې نور د روژې په درناوي او دهیوادوالو خوار او زار  ژوندته په کتو خپلې وسلې د ځمکې پر سر کېږدي او په افغانستان کې جګړو ته دپای  ټکی کېښودو سره دا به د دوی هغه اتلولۍ وي، چې تاریخ به يې په  زرینوکرښو نوي نسلونو ته ولیکي او ولس به ترابده  د وسلوالو جنګیالیو ستره قرباني له یاده ونه باسي. خو چې دټولوهیوادوالو غوښتنه  د دولت وسلوال مخالفین ومني او په عمل کې پیاده کړي .

وسلوالو ډلوته دټولو هیوادوالو غوښتنه داده، چې راشئ!  دافغانستان ځوریدلي ملت اوښکي  د همدغې مبارکې میاشتې په درناوي پاکې کړو، چې سپيېڅلي رب له موږ ټولو نه راضي شي.

دهغه یتیم درد لپاره درمل وګرزو، چې پلرونه يې شهیدان شوي، دهغې مور غمخوري وواسو، چې بچیان يې دهیواد دساتنې په دفاع کې له لاسه ورکړي دي .

بس دهمدې مبارکې میاشتې په درناوي ټول هیوادوال په یوه خوله دي، چې خپل هیواد کې تل پاتې سوله غواړي،

دپردیو او تاریخي دښمنانو  دلاسونو د لنډ ولو په هڅه کې دي، چې نور  ونه غواړي، زموږ په هېواد کې لاسوهنه وکړي . ټول افغانان په ګډه دهیواد دآبادۍ، پرمختګ او ښېرازه کولو لپاره خپلې هڅې  ګړندۍ کوي، چې نور دهیواد له ګوټ ګوټ ؛نه د بدبختۍ غوړیدلي ټغر ټول او په ځای يې دورورګلوۍ څادر وغوړیږي .

(Visited 12 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.