The news is by your side.

زموږ ارمان او ارمانونه / ح. حق‌وېش

0

ارمان نه د دې خاوري لومړى شهيد دى او نه وروستى، ارمان نه د ارمانونو لومړى شهيد دى او نه وروستى، هغه ارمانونه چې ارمان يې قرباني شو همداسي بې شمېره پښتانه يې قرباني شوي او لا ډېر پښتانه د دې لاري پيروان دي او غواړي چې دا ارمانونه پوره کړي.
خو په يو جابر او ظالم رياست کي د دې هر څه مخه نيول کېږي او د عدم تشدد ارمانجن چې شاوخوا يې نور انسانان ښه ژوند لري، هغوى يې د تل لپاره له ژونده لاس په سر کوي.
که څه هم پښتانه په دې سيمه کې له پېړيو پېړيو کړېږي او د هر ظلم پر وړاندي قرباني ورکوي، خو بيا هم ارام ژوند نه لري او د تاريخ دا برخه چې زموږ په وړاندي تېرېږي موږ يې قرباني يو او ترې کړېږو.
دا تاريخ له هغه وخته پيل شوی چې انګرېزانو له اسيا پښې سپکي کړې او دلته يې د کپيټليزم د ګټو لپاره خپل ځای‌ناستی جوړ کړ، د هغوى پر مټ يې له شته خلکو خوشحالي او سو کالي واخيسته، ځکه کپيټليسټان خپلې ګټې په ناخوالو کې لټوي.
دې کپيټليسټانو د خپلو کرايي کارمندانو په لاس د پښتنو قتل‌عام ته ملا تړلې ده، پښتانه ځکه تر فشار لاندي ساتي چې له امو تر اټکه پورې د دې سيمې خلک سره يو دي او افغانستان يې خپله برخه بولي.
کله چې په 1945م کال کې دويم نړيوال جنګ پاى ته ورسېد، له دې سره جوخت يو بل جنګ پیل شو چې سوړ جنګ «Cold War» ورته ويلای شو، دا د دوو هېوادونو نه بلکې د دوو نظريو جنګ وو، معنا د کمونيزم او کپيټليزم جنګ وو، کله چې پای ته ورسېد؛ نو ډېرى هېوادونه د دې لپاره رامنځ ته شول چې کپيټليزم ته وده ورکړي، او تر کمونيزم ډېر پرمختګ وکړي، همدا ډول په نړۍ کې ډېري کږې وږې کرښي جوړي شوې.
په 1947ز کال کې هندوستان خپلواکي واخيسته او انګلستان يې تر څنګ د اسلام په نوم يو بل هېواد «پاکستان» له راټولو شويو برخو جوړ کړ، هندوستان خپله خپلواکي ټينګه وساتله او پر خپل ځان يې تکيه وکړه د امريکا بلنه يې هيڅ وخت ونه منله او د پاکستان الوتکي د امريكا په لور پرواز وکړ چې يو کپيټليزم هېواد و او دى د کپيټليزم له‌ خوا رغول شوى و، د روسيې بلنه يې ځکه رد کړه چې هغه د کمونيزم نظريې پلوي وو.
کله چې د پاکستان لومړى وزير لياقت علي خان له هغه ځايه راستون شو؛ نو د «سرو زرو ځنځير» یې له ځان سره راوړ چې د کپيټلسټانو له‌ خوا ورته ډالۍ شوى وو، دا ځنځير يوازي ډالۍ نه وه بلکي پاکستان به په سيمه کې د کپيټليزم او خاصتاً د امريکا او انګلستان لپاره لوبېږي، دوى له هغې ورځي په ملا رسۍ تاو کړه او د دې خلکو د خدمت لپاره لاس په کار شول.
دا هېواد هغه وخت د دوى لپاره ښه لوبغاړی شو چې روسيې په افغانستان تېرى وکړ، دوى د امريکا د ګټو لپاره راودانګل، د امريكا د ډالرو په بدل کې یې د افغانستان جنګ ته لمن ووهله د مجاهدينو په نوم يې يو شمېر کسان چې د کابل پوهنتون محصلان وو ولمسول له امريكا يې په بوجيو بوجيو ډالر تر يو وړل، هغوى غوښتل چې کمونيزم د همدې خلکو له لاري په ګونډو کړي او بل‌ خوا د ويټنام غچ هم دلته واخلي.
خو په پاکستان کې اسلامي بنسټپالو د اسلام په نوم افغانستان لوټي لوټي کړ او همدې اسلامي بنسټپالو د پښتنو ګوندونه هم په کفري نظرياتو تورن کړل، پاکستان د دې اسلامي بنسټپالو پر مټ د افغانستان د روښان‌ فکرانو تر څنګ ډېر پښتانه په ډول ډول نومونو شهيدان کړل.
د دې تر څنګ يې د پښتونستان غوښتونکي هم وځپل چې بيا يې سر پورته کولو ته پرې نه‌ ښوول او دې لړۍ ته يې تر اوسه دوام ورکړی چې په لر او بر کې يې هر د مخي کس راته شهيد کړی دى، له دې د ژغورلو يوازې يوه لار پاته ده چې لر او بر افغانان به په يوه ټغر کېني او يو کېږي به.

(Visited 4 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.